مفکوره یا نظر

په عام استعمال او فلسفه کې افکار یا نظرونه (انګلیسي: ideas) د فکر پایله او حاصل دی. همدارنګه په فلسفه کې، افکار د ځینو څیزونو ذهني ښودونکي تصویرونه هم کېدای شي. ډېری فیلسوفانو ایډیاوې یا نظرونه د شتون بنسټیزې انټولوژیکي یا د هستي پېژندنې اړوند کټګورۍ ګڼلې دي. د افکارو او نظرونو د رامنځته کولو او درک کولو وړتیا د انسان یوه بنسټیزه او مشخصه ځانګړتیا ګڼل کېږي. په یوه عامیانه مفهوم کې، یوه مفکوره یا نظر حتی له فکر کولو یا جدي تفکر پرته په یوه انعکاسي او ناڅاپي ډول رامنځته کېږي، لکه کله چې موږ د یوه نظر یا یوه شخص یا ځای په اړه خبرې کوو. یو نوی یا تازه نظر یا مفکوره اکثرا د نوښت لامل کېدای شي.[۱]

د کلمې ریښه سمول

د مفکورې یا ایډیا کلمه له یوناني کلمې (ἰδέα) څخه اخیستل شوې چې "بڼه، نمونه یا الګو" معنا لري او ریښه یې له (ἰδεῖν) idein څخه ده چې "د لیدلو" په معنا ده.[۲]

فطري او غیرفطري نظرونه سمول

د افکارو یا نظرونو د ماهیت په اړه یو نظر دا دی چې ځینې نظرونه له بنسټه وي (چې د ذاتي یا فطري افکارو په نوم یادېږي) کوم چې کېدای شي عمومي او مطلق وي او زموږ د درک او فهم د بیاښودنې په توګه نه وي رامنځته شوي، بلکې تل موجود وي. دا ​​له ناڅاپي یا اکتسابي نظرونو یا ایډیاوو څخه توپیر لري کوم چې هغه انځورونه یا مفاهیم دي چې قضاوت ورسره یوځای کېږي او د یوه بېروني څیز په مرسته رامنځته کېږي.[۱]

بل نظر دا دی چې موږ نظرونه یوازې په هغه ډول مومو په کوم ډول چې د شخصي تجربو په مرسته د ریښتینې نړۍ په اړه پوهه ترلاسه کوو. دا هغه نظر دی چې له مخې یې انسانان خپلې نژدې ټولې سلوکي ځانګړتیاوې له روزنې او پالنې (د ژوند له تجربو) څخه ترلاسه کوي او دا د تابولا راسا tabula rasa ("خالي یا سپینه تخته") په نوم پېژندل کېږي. د مفکورو د رامنځته کېدو په لاره کې ډېره سردرګمي لږ تر لږه د "نظر یا ایډیا" د اصطلاح کارولو له امله ده ترڅو هم د بیا ښودنې ادراکات او هم د مفهومي تفکر موضوع راونغاړي. دا تل د فطري نظریاتو د علمي عقایدو پربنسټ روښانه کېدای شي چې پکې "انتزاعي نظرونه د انضمامي نظرونو په مقابل کې"، او همدارنګه "ساده نظرونه د پیچلو نظرونو په مقابل کې" ګڼل کېږي.[۳]

فلسفه سمول

افلاطون سمول

افلاطون په لرغوني یونان کې یو له هغو لومړنیو فیلسوفانو و چې د افکارو یا نظرونو او د فکر کولو د پروسې په اړه یې مفصل بحث وړاندې کړ (د افلاطون په یوناني ژبه کې د مفکورې یا ایډیا کلمه د دغې کلمې له عصري انګلیسي اصطلاح څخه یو بېل مفهوم لري). افلاطون په خپلو ډیالوګونو لکه فیدو، سمپوزیم، جمهوریت او تیمایوس کې استدلال کړی، چې د نظرونو یا شکلونو (eidei) یوه داسې ساحه شته ده، چې له هر هغه چا څخه چې د دغو نظرونو په اړه افکار ولري خپلواکه ده، او دا هغه نظرونه دي چې صرف نظرونه له پوهې څخه توپیروي، ځکه د مادي شیانو په مقابل کې، چې لنډمهاله او د متضادو ځانګړنو لرونکي دي، نظرونه نه بدلېدونکي دي او هماغسې دي، چې دي. له دې کبله ښکاري چې افلاطون ټینګار کوي چې مادي شیان یوازې د اند او فکر توکي او موضوعات دي؛ او ریښتینې پوهه یوازې د نه بدلېدونکو نظرونو لرل ګڼل کېدای شي. پر دې سربېره د افلاطون نظرونه د کلیاتو په توګه کار کوي؛ د جمهوریت نومي اثر لاندې برخې ته پام وکړئ:

ما وویل:

"موږ دواړه ادعا کوو چې ډېر عادلانه شیان، ډېر ښه شیان، او داسې نور هر ډول شیان شته او په بیان کې توپیر لري."

"هو، موږ همداسې کوو."

"او موږ پر دې هم ټینګار کوو چې په خپله یو عادلانه، په خپله یو ښه، او داسې نور د ټولو شیانو لپاره شته چې موږ د ډېر په توګه ټاکلي دي. اوس یوځل بیا موږ دوی ته د هر یوه د یوه نظر په توګه اشاره کوو لکه څنګه چې نظر یو و؛ او موږ دا هغه څه بولو چې واقعا دي."

"همداسې ده."

"او سربېره پردې، موږ وایو چې لومړني یې لیدل کېږي، مګر نه درک کېږي، په داسې حال کې چې نظرونه یا ایډیاوې درک کېږي مګر نه لیدل کېږي."

——افلاطون، Bk. VI 507b-

رنه دیکارت سمول

دیکارت اکثرا د مفکورې یا نظر معنا "په ذهن کې" د یوه انځور یا بیا ښودنې په توګه لیکلې، کومه چې په سیمه‌ییزه ژبه کې پوره مشهوره وه. سره له دې چې دیکارت ته معمولا د دغې اصطلاح د غیر افلاطوني کارونې د اختراع کولو کرېډېټ هم ورکول کېږي، هغه په ​​لومړیو کې د همدې عامیانه کارونې پیروي وکړه. د "لومړۍ فلسفې په اړه مینځګړیتوب" اثر کې هغه وايي: "زما ځینې افکار د شیانو د انځورونو په څېر دي، او د "ایډیا" نوم په سمه توګه تړاو ورسره لري." هغه ځینې وختونه په دې اند و، چې نظرونه فطري دي او د "ایډیا" د اصطلاح کارول د هغې له اصلي لومړنۍ علمي کارونې څخه توپیر لري. هغه د دغې اصطلاح ګڼ غیر معادل تعریفونه وړاندې کوي، او دا اصطلاح د ښکارندو شپږو مختلفو ډولونو ته د اشارې کولو لپاره کاروي، او نظریات یا ایډیاوې په بېلابېلو جینیکیک کټګوریو کې په متضاد ډول وېشي. د هغه لپاره علم د افکارو یا نظرونو بڼه لري او فلسفي څېړنه د دغو ښکارندو یا موجودیتونو ژوره کتنه او څېړنه ده.[۴][۵]

ایمانویل کانت سمول

ایمانویل کانت مفکوره (idea) د مفهوم (concept) په مقابل کې تعریفوي. "منظم نظرونه یا مفکورې" هغه ایډیالونه یا ارزوګانې دي چې یو څوک باید تمایل ورته ولري، مګر د تعریف له مخې ممکن په بشپړ ډول تحقق ونه مومي. د کانت په خبره، آزادي یوه مفکوره ده. د عقلي او نړیوالې موضوع خودمختاري یا خپلواکي د تجربوي موضوع له جبرګرایۍ سره په تقابل کې ده. کانت احساس کاوه، چې فلسفه دقیقا د هغې د حدودو په پېژندلو کې ده. د هغه په فکر د فلسفې کار د قواعدو او قوانینو ورکول نه وو، بلکې د سلیم عقل د شخصي قضاوت تحلیلول وو.[۶]

په ببشرپوهنه او ټولنیزو علومو کې سمول

د خپرېدو یا انتشار اړوند څېړنې له کلتور څخه کلتور ته د نظریاتو او مفکورو د خپرېدو پلټنه کوي. ځینې بشرپوهنیزې یا انتروپولوژیکي تیورۍ وايي چې ټول کلتورونه له یوه یا څو اصلي کلتورونو یا څو کلتوري کړیو څخه، چې له یو بل سره نژدې وي، د نظریاتو تقلید کوي. د تکامل د خپراوي تیوري وایي چې کلتورونه پر یو بل اغېزې ښندي، مګر ورته او مشابه مفکورې او نظرونه په جلاوالي کې رامنځته کېدای شي.

د ۲۰مې پېړۍ په نیمایي کې، ټولنیزو ساینس پوهانو په دې اړه څېړنې پیل کړې چې څنګه او ولې نظرونه او مفکورې له یو شخص یا کلتور څخه بل ته خپرېږي. ایورټ راجرز د نوښتونو د خپرېدو په مطالعاتو کې مخکښ و، چا چې د مفکورو د رامنځته کوونکو عواملو په ثابتولو کې له څېړنې کار واخیست. په ۱۹۷۶م کال کې ریچارد داوکینز په خپل کتاب خودخواه جین (The Selfish Gene) کې د نظرونو په خپرېدو کې د بیولوژیکي تکامل د تیوریو د پلي کېدو او کارونې وړاندیز وکړ. هغه د میم (meme) اصطلاح رامنځته کړه ترڅو د انتخاب یو انتزاعي واحد تشریح کړي، چې په تکاملي بیولوژي کې د جین (gene) معادل ده.

سرچینې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Audi, Robert, المحرر (1995). Cambridge Dictionary of Philosophy. Cambridge; New York: Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 355. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-521-40224-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Definition of idea in English". Oxford English Dictionary. Oxford University Press. 2014. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ جولای ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. The Encyclopedia of Philosophy, Macmillan Publishing Company, New York, 1973 کينډۍ:ISBN کينډۍ:ISBN Vol 4: 120–121
  4. Vol 4: 196–198
  5. Descartes's Ideas
  6. Vol 4: 305–324