د‌ ایران ژبې

په ایران کې ویل کیدونکي ژبو ته کتنه

رسمي ژبه هغه ژبه ده چې په قانوني ډول د یو هیواد په حکومتي سيسټم، نصاب، اقتصاد او نورو چارو کې ځای لري. په ایران کې د نوي اسلامي دورې پرمهال د پاړسي پرته نورې ژبې رسمي وې، چې د هغه ډېر وخت وروسته فارسي د يو څو کلونو لپاره د یوې ژبې په توګه وپیژندل شوه، مګر د دوی له سقوط وروسته ، یوناني د 174 کلونو لپاره د ایران رسمي ژبه شوه. د پارتیانو دورې په بهير کې پارتي او یوناني ژبې د 471 کلونو لپاره د ایران رسمي ژبې وې، او د ساسانیانو په دوره کې فارسي یوازې د ۴ کلونو لپاره د ایران رسمي ژبه شوه. په ایران د عربانو یرغل سره عربي د 189 کلونو لپاره د ایران رسمي ژبه شوه (د امویانو په دوره کې ، فارسي د یو څه وخت لپاره وشړل شوه) ، مګر په 821 میلادي کال کې د طاهریانو له وخت راهیسې ، فارسي رسمي ژبه شوه.

د ایران ژبې
دفتري ژبهپاړسي ژبه
ډېره ويلي کېدونکې ژبهپاړسي ژبه ۳۷٪

تورکي ژبه ۴۰٪ اذري ژبه ۱۸٪

قشقایی، تورکمني ژبهکوردي ژبه ۷٪، مازندراني ژبه، ۶٪، لوري ژبه ۳٪، عربي ژبه ۱۰٪ بلوڅي ژبه ۲٪ او نورې ژبې تاتي، تالشي، اچمي، ارمني، ګرجي, ) ۱٪[۱]
لږه ويلي کېدونکې ژبهارمني ژبه، ګرجي ژبه، چرکسي او آشوري ژبه
د اېران حکومت د راپور له مخې په ایران کې د ګډو ژبو ویونکو سلنه| يادونه: حکومت د خپل قوم ډېر ثابتولو لپاره حقيقي شمېرنه نه بيانوي.

د تاریخ په اوږدو کې د ایران رسمي ژبې سمول

د تاریخ په اوږدو کې (د نیالامیان له وخت څخه تر 2020 پورې) د اېران رسمي ژبې پر لاندې ډول دي:

ردیف نوم نېټه (زېږديز) کال دوره رسمي ژبه نورې کارونکي ژبې
۰ نیاایلامیان ۳۲۰۰ تر۲۷۰۰ پ.م ۵۰۰ ناپېژندلې ژبه -
۱ ایلامیان ۲۷۰۰ تر ۵۳۹ پ.م. ۲۱۶۱ عیلامي ژبه -
۲ مادیان ۶۷۸ تر ۵۴۹ پ.م. ۱۲۹ مادي ژبه -
۳ هخامنشیان ۵۵۰ تر ۳۳۰ پ.م. ۲۲۰ هخامنشي آرامي ژبهبابلي، مادي ژبه، عیلامي ژبه
۴ سلوکیان ۳۱۲ تر ۱۳۸ پ.م. ۱۷۴ يوناني یوناني
۵ اشکانیان ۲۴۷ پ.م. تر ۲۲۴ م. ۴۷۱ پارتي ژبه لرغونې يوناني او نورې ژبې
۶ ساسانیان ۲۲۴ تر ۶۵۱ م. ۴۲۷ منځنۍ پارسي آرامي ژبه ( میانجي)، پارتي ژبه، یوناني ژبه
۷ راشدیان ۶۳۲ تر ۶۶۱ م. ۲۹ عربي ژبه عربي ژبه، پاړسي ژبه، تورکي ژبه
۸ امویان ۶۶۱ تر ۷۵۰ م. ۸۹ عربي ژبه عربي، کوردي
۹ عباسیان ۷۵۰ تر ۸۲۱ م. ۷۱ عربي ژبه منځنۍ پاړسي
۱۰ طاهریان ۸۲۱ تر ۸۷۳ م. ۵۱ عربي ژبه پاړسي او نورې ژبې
۱۱ صفاریان ۸۶۱ تر ۱۰۰۳ م. ۱۴۲ پاړسي ژبې -
۱۲ سامانیان ۸۱۹ تر ۹۹۹ م. ۱۸۰ پاړسي عربي ژبه (دیني)
۱۳ غزنویان ۹۷۷ تر ۱۱۸۶ م. ۲۰۹ ، پاړسي که څه هم غزنويان پښتانه وه، خو خپله ژبه يې واکمنه کړې نه وه.
۱۴ سلجوقیان ۱۰۳۷ تر ۱۱۹۴ م. ۱۵۷ پاړسي ژبه عربي ژبه (دیني او علمي)
۱۵ خوارزمشاهیان ۱۱۵۳ تر ۱۲۳۱ م. ۷۸ پاړسي ژبه ترکي قپچاقي
۱۶ ایلخانیان ۱۲۵۳ تر ۱۳۳۶ م. ۸۳ پاړسي ژبه مغولي ژبه زبان عرب)
۱۷ ملوک‌الطوایفی څلورمه پېړۍ م. - پاړسي ژبه مغولي ژبه
۱۸ تیموریان ۱۳۷۰ تر ۱۵۰۷ م. ۱۳۷ پاړسي ژبه ترکي ژبه جغتایي، عربي
۱۹ صفویان ۱۵۰۱ تر ۱۷۳۶ م. ۲۳۵ تورکي ژبه کوردي
۲۰ افشاریان ۱۷۳۶ تر ۱۷۹۶ م. ۶۰ تورکي ژبه پاړسي، کوردي
۲۱ زندیان ۱۷۵۱ تر ۱۷۹۴ م. ۴۳ تورکي ژبه پارسي ، لوري
۲۲ قاجاریان ۱۷۹۴ تر ۱۹۲۵ م. ۱۳۱ پاړسي ژبه تورکي ژبه
۲۳ پهلویان ۱۹۲۵ تر ۱۹۷۹ م. ۵۴ پاړسي ژبه -
۲۴ اخوندي رژيم ۱۹۷۹ م. تر ننه پورې ۴۱ پاړسي ژبه -
ټول ایران د تاريخ په اوږدو کې ۲۷۰۰ پ.م. تر ۲۰۲۰ م. ۵۲۲۰ تورکي

او پاړسي

عربي

په ایران کې د خطر سره مخامخ ژبې سمول

اېران تر دا مهاله ۸۲ ميليونه نفوس لري، د دوی څخه يې يوازې ۱۷ ميليونه نفر په پاړسي ژبې خبرې کوي، تورکي د اېران ترټولو لويه ژبه ده، چې د اېران اته لويو ولايتونو کې په پراخه کچه ويونکي لري، همدا راز کوردي هم د اېران د لويو ژبو څخه ده، خو دا چې د اېران حکومت د پارسيانو څخه تشکيل شوی، يو استبدادي حکومت دی، نو هیچاته د هغوی په ژبه د تعليم حق نه ورکوي آن دا چې په حکومت کې پرته د پارسي قوم نه، بل څوک نه پرېږدي.

په ایران کې له منځه وړل شوي ژبې:

يوناني ژبه: له منځه تللې «يو وخت د اېران رسمي ژبه وه»

تاتي ژبه، ګورجي ژبه، کسکي ژبه او ډېرې نورې...


هغه ژبې چې ډېر ويونکي لري ، خو د تعليمي او اقتصادي لحاظه د له منځه وړلو په حال کې دي:

  1. بلوڅي ژبه : د خطر سره مخامخ
  2. کوردي ژبه : د خطر سره مخامخ
  3. تورکي ژبه : د خطر سره مخامخ
  4. آذري ژبه : د خطر سره مخامخ
  5. مازراني ژبه : د خطر سره مخامخ

ژبې او د ويونکو شمېر سمول

کتار نوم نفوس (2021) د ایران د ټول نفوس سلنه (۲۰۲۱)
ایراني ژبې
1 فارسي ژبه 37,000,000 40%
2 تورکي ژبه 38,000,000 41%
3 کوردي ژبه 10,000,000 12%
4 لوري ژبه 2،400،000 2.98%
5 مازندرانه ژبه 2،340،000 2%
6 بلوڅي ژبه 1،920،000 1,3%
7 لاکي ژبه 1،000،000 1.24%
8 تاتي او تالشی ژبه 400،000 0.49
9 نورې ایراني ژبې نامحدوده .
ټول ایراني ژبې 65،750،000 81.45%
غیر ایراني ژبې
1 اذربایجاني ترکي ژبه 10،900،000 13.57
2 ترکمن ژبه 790،000 0.98
3 خراساني ترکي ژبه 886،000 1.10
4 قشقي ترکي ژبه 959،000 1.19
5 عربي ژبه 1،320،000 1. 64
6 ارمنی ژبه 100،000 0.12
7 اسوری ژبه 15،000 .
8 نورې غیر ایراني ژبې نامحدود .
ټول غیر ایراني ژبې 14،970،000 18.55%
ټول مجموعه په ایران کې ټولې عامې ژبې 80،720،000 100%

.

 

سرچينه سمول

  1. "The World Factbook — Central Intelligence Agency". Cia.gov. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ فبروري ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ جنوري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)