پهلوې ژبه
منځني پارسي

د ژبې کورنی د هند-اروپایی ژبې
  • د هیندو- اروپايي ژبې
    • آريانۍ ژبه
      • د لویدیځ آريانۍ ژبې ډله
رسمي ژبه په د ساسانيانو واکمني
توری پهلوي لیکدود
د ژبې د پرمختگ اداره نشته

پهلوی ژبه یا منځني پارسي یا پارسک (چی د پارس د سیمې ژبه معني لري) د ایران د لویدیځو ژبو څخه وه چی د ایران په جنوب لوېدېځ کی ویل کېده او د ساسانیانو د واکمنۍ په وخت کې رسمی ژبه په توکه ومنل شوه. په دی وخت کی پهلوی ژبه د نژدې ختیځ په بیلو بیلو سیمو کی هم پراخه شوه. دغه ژبه د پهلوي لیکدود او اوېستا لیکدود په واسطه لیکل کېده. د پهلوي توری د ښی څخه کیڼ ته لیکل کیده. دغه توری د آرامی (arameinic) توری څخه جوړی شوی. پهلوي لیکدود په ځانگړي ډول د رسمی یادښتونو لپاره کارېده او د اوېستا لیکدود د مذهبي اثرونو لپاره کارېده. د اوستا او پهلوي لیکدود (تورو) تر منځ توپېر پدي کې دی چی د اوستا په لیکنه کې ږغ لرونکی توری او په پهلوي لیک کې یی ږغه توری کارېږي. د ساسانیانو مامورانو په ځانگړی ډول پهلوې اثرونه پر پاپیروس، لیکپاڼې لیکل او په ډبرو کې یی حک کول.

سرچینې