جنسي اړيکه

د جنسي خوند اخيستنې، نسل ډېرونې او يا نورو غوښتنو لپاره يوه کړنه

جنسي نږدېوالی‌ (جماع، سکس يا جنسي اړيکه) یو جنسي فعالیت دی چې د جنسي پارونې يا خوند اخیستنې او تکثیر لپاره د ښځینه په تناسلي غړي يا واژن کې دننه د نارينه جنسي غړی ننباسل او ايستل کېږي. [۱] دا جنسي نږدېوالی په انګرېزي کې د «واژنال سکس» په نوم هم يادېږي یانې د واژن او نارينه غړي(ذکر) سکس. [۲] [۳] جنسي نږدېوالی د وخت له پیل راهیسې د انسانانو لخوا يوه پېژندل شوې کړنه او د انسانانو ترمېنځ د جنسي چلند او ارواپوهنې یوه شهوتي او غريزوي بڼه ده. د جنسي نږدېوالي نور ډولونه عبارت دي له؛ مقعد سکس (د شا لخوا سکس چې د انال سکس په نامه هم پېژندل کېږي)، د خولې سکس (د ښځې په خولې کې ذکر/نارينه جنسي غړی ننباسل) ګوتوهنه(د ښځې په واژن کې د ګوتو ننباسل-ايستل) او داسې نور... [۴] دا کړنې د دوه یا ډېرو خلکو ترمېنځ فزیکي نږدې والی ترسره کول دي او معمولاً د انسانانو ترمېنځ یوازې د فيزیکي یا احساساتي خوښۍ لپاره ترسره کېږي. په دې کړنو سره انساني اړیکې وده کوي. [۵] [۶]

په مشنري ماډل کې جنسي نږدېوالی د «ایډوارډ هینري ایوریل» انځورګري (1892)

د جنسي اړيکو لپاره بېلابېل نظرونه او د انسانانو بېلابېلې خوښې شتون لري چې ځینې يې ښايي د روغتيا له اړخه ډېر احتياط او د روغتيايي لارو چارو رعايتولو ته اړتيا ولري.[۷] که څه هم په اوسنۍ نړۍ او زمانه کې جنسي اړيکه يا سکس يوازې د بدنونو يوځای کېدو ته ويل کېږي هغه که د اولاد ډېرونې په موخه وي يا د مينې اړيکې، جنسي انساني اړتيا او شهوت سړولو او يا په نورو ډولونو د نر او ښځې ترمېنځ د جنسي غړيو يوځای کېدل وي خو دغه کړنه په یوه نوم پېژندل کېږي چې هغه سکس يا جنسي اړيکه ده [۱] مګر يوازې ياده برخه نه ده، بلکې ډېر نور ډولونه شتون لري چې د جنسي اړيکې يا سکس په کورنۍ پورې اړوند کېږي لکه د خولې سکس، د مقعد يا شا سکس په دې ډولونو کې معمولاً جنسي دخول شامل وي، ،و ځينې نورې اړيکې هم شتون لري چې جنسي دخول پکې نشته خو د شهوت سړولو لپاره ورڅخه کار اخيستل کېږي لکه د ننوتلو پرته سکس د تیانو سکس يا ورته نور فعاليتونه...،[۸] خو دا ټول د جنسي اړيکې په نوم پېژندل کېږي هغه که ننوتل لري یا نه [۹] سکس د جنسي اړيکې لپاره يو لنډ شوی نوم دی چې کارول کېږي او عام شوی دی. [۷] د دې ټولو ماډلونو او هرڅه سربېره جنسي اړيکې نن سبا له يوه مهمو موضوعاتو څخه ګڼل کېږي چې په نړیواله کچه روغتيايي او ارواپوهنيزې لارښوونې او لارې چارې لري او ډېره پاملرنه ورته کېږي ځکه چې جنسي اړيکې ښايي د ناروغيو او وېروسونو د لېږد لامل هم شي. [۱۰] [۱۱]

ځینې داسې دلايل هم شتون لري چې پر جنسي اړيکو بنديزونه لګوي او غيرقانوني ګڼل کېږي لکه؛ جنسي تېری، د ماشومانو سره جنسي اړيکه(که د ماشوم په خوښه وي يا جنسي تېری وي)، ځانپلورنه، د واده څخه مخکې سکس، مذهبي عقیدې، په اسلامي هېوادونو کې په نامشروع ډول جنسي اړيکې، [۱۲] [۱۳] یا قانوني موضوعګانې... د سکس په اړه د هر مذهب او ټولنې نظرونه بېلابېل دي لکه په ځينو مذهبونو کې چې له نکاح پرته جنسي اړيکې ناروا دي. په دې برخه کې هر هېواد ځانته بېل قانون لري، په ځينو هېوادونو کې له نکاح پرته د ځوانو هلکانو او نجونو ترمېنځ جنسي اړيکې، ځانپلورنه او هغه کارونه چې په خپله خوښه وي او تاوتريخوالی پکې نه وي روا دي خو په ځينو هېوادونو کې دا فعاليتونه بند دي په ځانګړي ډول په اسلامي هېوادونو کې.

د حيواناتو/څارويو ترمېنځ تناسلي جنسي اړیکې په انګرېزي کې د copulation په نوم یادېږي، په تی لرونکو حیواناتو کې جنسي اړیکې د انسانانو په څېر د نسل ډېرونې لپاره یوه مهمه اړتيا ده. [۱۴] [۱۵] تی لرونکي حيوانات هم د جنسي دخول پر مهال انزال کېږي او د ښځينه حيوانې په واژن کې سپرم تويوي چې په تخمدان کې د حاملګۍ لامل کېږي او دا په دې لړۍ د دوی نسل ډېرېږي. [۱۶] لکه څنګه چې انسانان د خوښۍ او شهوت سړولو لپاره په جنسي کړنو کې ښکېل دي، په دې ډول حیواناتو کې هم دا چلند د خوښۍ لپاره ترسره کېږي، او د دوی د ټولنیزو اړیکو پیاوړتیا کې مرسته کوونکی لامل دی. [۱۷]

چلندونه

سمول

تعريفونه

سمول
 
د یوې جوړې انځورګري چې د جنسي اړيکې پرمهال دي
 
په ۱۹مې پېړۍ کې د روم امپراتور هادریان او انټینوس د شا لخوا جنسي اړيکه په اړیکه، د «ایډوارډ هینري ایوریل» مشهوره هنري انځورګري

جنسي اړيکې ته پښتو کې په رسمي او عام ډول سکس، جنسي نږدېوالی او جماع ويل کېږي، د نورو ژبو په څېر پښتو هم دې کار ته يو غير رسمي نوم لري چې په عمومي ډول يې کارونه غیر اخلاقي او شرم ګڼل کېږي له جنسي اړیکې څخه په عمومي ډول مفهوم د ښځې د جنسي غړي(واژن) او نارینه جنسي غړي(ذکر) يوځای کېدل دي، يعنې د جنسي اړيکې ډولونه خورا ډېر دي خو که يوازې د جنسي اړيکې نوم راځي همدا یو کار يې مفهوم دی.[۱۸] په انګرېزي ژبه کې جنسي اړيکې ته په عمومي ډول «Vaginal sex» ويل کېږي چې معنا يې همدا د ښځې د واژن او د نارینه د ذکر يوځای کېدل دي دا نوم په واضح ډول ځکه يادېږي چې سکس ډېر ډولونه لري. [۲] [۱۹] د سکس فعاليتونه پرڅو ډولونو دي، د جنسي غړيو يوځای کېدلو سربېره ځينې نورې کړنې هم شته دي چې د جنسي اړيکو له کورنۍ څخه دي. [۲۰] [۲۱] د جنسي اړیکې کړنې په عمومي ډول پر دوه ډوله دي يو د ننوتلو سکس او بل د ننوتلو پرته سکس، د ننوتلو سکس عبارت دي له: د واژن سکس، د شا يا انال سکس، د خولې سکس، ګوتوهنه او ټول هغه فعاليتونه چې ننوتل پکې ترسره کېږي. د ننوتلو پرته جنسي کړنې عبارت دي له؛ له ننوتلو پرته سکس [۲۲] ، د د تیانو مېنځ، د کوناټو مېنځ او ټول نور هغه جنسي کړنې چې ننوتل پکې نه ترسره کېږي. خو په اصل کې ټولو جنسي کړنو ته د سکس نوم ورکول کېږي خو ښايي په ځينو ټولنو کې ځينې کړنې له سکس څخه جدا وبلل شي. [۲۲]

که څه هم جنسي اړیکه يا سکس کليمه يوازې په واژن کې د ذکر ننباسلو-ایستلو ته ويل کېږي، [۲۳] خو دا کليمه ښایي د دې اړوند ټولو فعالیتونو ته وکارول شي. [۷] د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) رسمي ويب پاڼې د معلوماتو پر بنسټ غیر انګرېزي وګړي او کلتورونه د سکس لپاره بېلابېلې کليمې کاروي د ځانګړو ماناګانو سره، د بېلګې په توګه؛ فاک، سکرېو، شاګ او داسې نور ...

د واژن، مقعد او خولې سکس د نورو جنسي کړنو په پرتله ډېر ځله د جنسي اړیکو په توګه پیژندل کېږي. [۲۴] هغه جنسي کړنې چې په واژن کې ننوتل نه لري لکه د تیانو، خولې او ورته نور فعاليتونه، ښايي په بېلابېلو دلايلو ترسره شي چې یو عمده دليل يې د نجلۍ د بکارت د پردې ساتنه ده. [۲۵] په ځينو ټولنو کې د ځوانو نجونو او هلکانو ترمېنځ د مينې په اړیکو کې د ننوتلو جنسي اړیکې نه وي نو دوی د بکارت پردې د سالم ساتلو لپاره هغه جنسي کړنې کوي چې ننوتل پکې شامل نه وي لکه د ښځې د تیانو په مېنځ کې د ذکر ننباسل او ايستل، يا د خولې سکس او یاهم د مقعد يا شا سکس چې په انال سکس هم يادېږي. [۲۶] ځینې همجنسبازان چې نه غواړي په مقعد کې يې ذکر ننوزي نو د خولې فعاليت ترسره کوي، د بېلګې په توګه یو همجنس پال خپله د نورو همجنس پالو په مقعد کې د ذکر ننباسلو-ایستلو سره شوق ولري خو خپله نه خوښوي چې دا کار ورسره وشي، نو په دې حالت کې خپل پارټنر ته د خولې فعاليت ترسره کوي يعنې د هغه ذکر په خپلې خولې کې ننباسي ترڅو هغه ته هم د خوند اخيستنې لامل وګرځي [۱۲] ،مجنسبازان ښايي په جنسي اړيکو کې ګوتوهنې او هرډول فعاليتونه ترسره کړي [۱۲] [۲۷]

پارېدل

سمول

د جنسي اړيکې د ترسره کولو او یا چمتووالي لپاره د پارېدلو ډېرې لارې شتون لري چې د جنسي شريکانو يعنې نارینه او ښځينه لخوا ترسره کېږي.

جنسي پارونه پر دوه برخو وېشل کېږي، يوه يې اروايي پارونه او بله يې فيزيولوژيکي پارونه بلل کېږي. اروايي پارونه له ښکلولو، د تیانو او کوناټو لمسولو، غېږ نيونې، شهوتي خبرو او ورته نور کارونه ترسره کول دي. خو فيزيولوژيکي پارونه له ځانګړو جنسي پلاستيکي وسیلو څخه کار اخيستنه ده چې په اوسنۍ نړۍ کې دود شوي دي د بېلګې په توګه له ځانګړو وسيلو څخه د کلټوريس پارولو لپاره کار اخيستنه.

جنسي پارونه د سکس ترسره کولو څخه مخکې د جنسي شريکانو يعنې نارینه او ښځينه لخوا پورته ياد شوي فعاليتونه ترسره کېږي ترڅو یوبل ښه چمتو شي. خو په ځينو حالتونو کې دا کارونه د سکس د چمتوالي لپاره نه وي همداسې د مينې يا شهوت له اړخه وي خو يو مهال ناڅاپه يې زړه غواړي چې سکس وکړي.

 
د ایډوارډ هېنري لخوا رسم شوی انځور چې د يوې جوړې لخوا په ښځه لوړه ماډل سکس ترسره کېږي، ډاکتران وايي په دې حالت کې د ښځې کلټوريس په سمه توګه پارول کېږي.

د جنسي پارونې لپاره ځانګړي غوړ مواد هم شتون لري، مواد د ښځې پر تیانو، کوناټیو يا د بدن پر نورو غړو نښل کېږي او بيا د نارینه لخوا لمسېږي، دا کړنه د خوند اخيستنې لپاره اغېزناکه ګڼل شوې.

د ښځو پارونې لپاره کلټوريس (د واژن پورته کوچينۍ زخه) هڅول او ماساجول يوه اغېزناکه لاره ګڼل کېږي، د شويو څېړنو له مخې له ۷۰ څخه تر ۸۰ سلنه پورې مېرمنې اورګاسم ته د رسېدو لپاره د کلټوريس لمسېدو ته اړتيا لري، که څه د جنسي اړیکې پرمهال د ښځې د واژن په سوري کې ذکر(د نارینه جنسي غړی) ننباسل او راباسل ښځينه اورګاسم ته رسولای شي خو بياهم په دې حالت کې د کلټوريس لمسول ډېر اړین دي.

 
د ايروارډ هېنري لخوا رسم شوی انځور چې پکې ښکاري يو نارینه د خولې په وسيله د ښځې د واژن سربېره د کلټوريس برخه څټي او پاروي

انال سکس يا د شا لخوا جنسي اړيکه هم د سکس کورنۍ څخه يوه پېژندل شوې کړنه ده چې په دې حالت کې نارینه د ښځينه يا بل هر هرجنس په مقعد کې جنسي غړی ننباسي، د دې کار لپاره د پارېدلو ځينې روغتيايي دلايل شتون لري چې امکان لري د هرجنس وګړی په دې عادت اخته شي.

د خولې سکس هم د جنسي اړيکو له کورنۍ څخه يوه پېژندل شوې کړنه ده چې ښايي د هرجنس لخوا ترسره شي، په دې ډول کړنې کې ښځه د نارینه جنسي غړی په خولې ننباسي، او یا نارینه د ښځې واژن په خولې څټي. دا ډول کړنه زياتره وختونه د جنسي اړيکې څخه مخکې د چمتووالي په موخه ترسره کېږي خو ځينې وخت ښايي د ټول سکس لپاره ترسره شي يعنې په همدې کار سره خپل جنسي شهوت پای ته ورسوئ.

ګوتوهنه، د پلاستيکي جنسي وسيلو څخه کار اخيسته او ورته نورې کړنې هم د جنسي اړيکو له کورنۍ څخه ګڼل کېږي، چې ترسره کوونکي يې په بېلابېلو دلايلو ترسره کوي. د بېلګې په توګه يو نارینه د ښځې په واژن کې ګوتې وهي، دا کار يا د جنسي اړیکې ټينګولو څخه مخکې ترسره کوي يا يې اصلآ د هغې د سړولو لپاره ترسره کوي پرته له دې چې جنسي اړیکه ټینګه کړي.

بياتوليد يا نسل ډېرونه

سمول
 
په ورځني توګه د اوميندوارۍ چانس. [۲۸]
 
د ښځې د ماشوم زېږولو کڅوړې يا تخمدان ته د نارینه د مني اوبو د لېږد يو رسم شوی انځور

د انسان د طبيعي تکثير يا بيا ډېرونې وسيله د ننوتلو سکس دی چې په ترڅ کې د نارینه د مني اوبه د ښځې په واژن کې تويي شوي وي او بيا تخمدان ته رسېدلي وي، دا کړنلاره سپرماتوزا په نوم پیژندل کېږي، د نارینه د انزال پرمهال کله چې جنسي غړی د ښځې په واژن کې دننه وي د مني اوبه د ښځې د ماشوم جوړونې کڅوړې ته ځي چې په پایله کې هغه حامله يا امېندواره کېږي، د یادونې وړ ده چې نارینه د انزال پرمهال میلیونونو سپرم راباسي چې د ښځې تخمدان ته یوازې یو سپرم رسېږي هماغه يو سپرم د ماشوم لپاره کافي دی.

جنسي شريکان د ماشوم زېږولو لپاره د واژن سکس ترسره کوي، د مياشتې په اوږدو کې د میاشتني عادت څخه څه مدت مخکې او یا يوه ورځ وروسته د حاملګۍ چانس ډېر دی، يعنې په دغه موده کې چې ښځې د اوميندوارۍ لپاره جنسي اړیکه ټینګه کړي ښایي اومېندواره شي.

د حاملګۍ کنټرول او خوندیتوب

سمول

هغه شريکان چې نه غواړي ماشوم وزېږوي باید د حاملګۍ د کنټرولولو لپاره هڅې وکړي، يا خو دا چې ښځه د مخنيوي درمل وخوري او یا له کانډومونو او نورو هغو لارو چارو څخه کار واخيستل شي چې مني د ښځې په واژن کې تويي نشي. ډاکټران وايي چې د حاملګۍ د مخنيوي لپاره درمل خوړل ښايي ډېر زیانونه ولري پرځای يې غوښتنه کوي چې له نورو لارو کار واخیستل شي، د بېلګې په توګه له کانډوم څخه کار واخلي او يا د انزال پرمهال د مني اوبه له واژن څخه بهر تويې کړي. د حاملګۍ د مخنيوي درمل ښايي پر اعصابو او د بدن پر نورو برخو اغېزې کېږدي.

د حاملګۍ ضد ټابلېټونه په خپل ترکیب کې دوه ډوله هورمونونه لري چې استروجن او پرجسټین دي او هر ډبی یا قوطی یو ویشت یا اته ویشت ګولۍ لري. دغه راز د حاملګي د مخنیوي وړې ګولۍ هم شته چې Progestin-only pills یا mini-pills بلل کېږي. خو دا ګولۍ هرچاته نه توصیه کېږي باید له ځانګړي ډاکټر سره خبرې وشي او ورڅخه مشوره وغوښتل شي. دغه ګولۍ استروجن هورمون نه لري او هغو مېرمنو ته ورکول کېږي چې استروجن نه شي ترلاسه کولای. د دغو ګولیو د استعمال روده په دې ډول ده چې باید هره ورځ یوه ګولۍ استعمال شي او کله چې وخوړل شي، د تخمدان په وسیله د هګیو د ازادیدا مخه نیسي. دغه راز د رحم د یوې برخې، چې غاړه ورته وايي، د مخاط یا داخلي پوښ د پنډیدا سبب کېږي او په دې ډول سپرم نه شي کولای تر هغه تېر شي. همدا ډول د رحم په پوښ کې بدلون رامنځته کوي او د هګۍ د ځای په ځای کېدا لپاره چاپېریال خرابوي. هګۍ په رحم کې نه شي ځای په ځای کېدای چې هغه القاح شي. که د حاملګي د مخنیوي ګولۍ په خپل وخت وخوړل شي او منظمې استعمال شي اغېز يې ۹۹.۷ په سلو کې دی او ۳،۰ په سلو کې دا چانس وي چې له خوړو سره سره يې مېرمن امېندواره شي، دغه روده ګټې هم لري او هغه دا چې اغېزمنې دي. کله چې مېرمن وغواړي بېرته امېندواره شي، د ګولیو په پرېښود سره دغه کار کولای شي.

په همدې ډول هغه مېندې چې نامنظم میاشتنی عادت او د مریضي په وخت درد لري، درد يې ښه کولای او میاشتنی عادت منظم کولای شي. پر دې سربېره هغه مېندې چې اضافي وېښتان پر مخ ولري، د دغو ګولیو په خوړلو سره يې اضافي وېښتان کمېدای شي او دغه راز پر مخ باندې د ځوانکو یا اکني په معالجه کې هم اغېزمنې دي، په دې سربېره، د رحم او تخمدانونو د سرطان چانس ورسره کمېږي . خو له دغو ګټو سره سره، د حاملګي د مخنیوي ګولۍ ځینې تاوانونه هم لري. یو تاوان يې دا دی چې باید هره ورځ وخوړل شي او ښايي کله يې مېرمنې هېرې کړي. دغه راز کانګې، د تیو یا سینو درد، نامنظمې خونرېزۍ او په مخ باندې لکې هم ښايي په ځینو مېرمنو کې رامنځته کړي، دغه راز په ځینو مېرمنو کې ممکنه ده د وینې فشار لوړ کړي. هغه مېندې چې له پنځه‌دېرش کلنۍ يې عمر زیات وي او سګریټ څکوي، ښايي د حاملګي د مخنیوي ګولۍ و نه خوړلای شي.

د امېندواري د مخنیوي لپاره امپولونه یا ستنې هم شتون لري چې په هر کال کې څلور ځله استعمالېږي. یانې په هرو دوولسو یا دیارلسو اوونیو کې یو ځل استعمالېږي. ستنې یوازې د پروجسټرون په نوم هورمون لري، هغو مېرمنو ته ښې وي چې پروجسټرون نه شي اخیستلاي او هغو مېندو ته ورکول کېږي چې له پنځه دېرش کلونو ډېر عمر ولري او سګریټ څکوي. ستنې له تخمدانونو د هګیو د ازادېدا مخه نیسي، د رحم د غاړې مخاط پنډوي چې بيا سپرم ترې نه شي تېرېداي، دا هم ممکنه ده چې میاشتنی عادت بېخي بند کړي او دغه راز د رحم د سرطان مخه هم پرې نیول کېداي شي. ممکنه ده دغه ستنې وزن زیات کړي او نامنظمې خونرېزۍ راپیدا کړي. دغه راز په حاملګي کې ځنډ هم ممکنه ده یوه ستونزه وي او له پېچکاري وروسته ممکنه ده تخمدان تر نهو میاشتو پورې هګۍ تولید نه کړای شي .

د رحم لپاره هورموني دستګاه هم شتون لري، دغه دستګاهIUD هم بلل کېږي او په رحم کې ایښودل کېږي. په دستګاه کې هورمونونه ځای پر ځای شوي وي، ورو ورو هورمون وینې ته لاره مومي او دغه هورمون د رحم پر دېوال خپل تاثیر پرېږدي. د دې دستګاه ګټه په دې کې ده چې تر پنځو کلونو پورې پاتې کېداي شي. د دې دستګاه بڼه د انګلېسي T توري ته ورته ده او د سپرم او هګۍ د القاح کېدا مخه نیسي. دغه راز له تخمدانه د هګیو د ازادېدا مخه نیسي او د رحم د غاړې په پنډېدا سره سپرم ته اجازه نه ورکوي چې رحم ته ننوځي، د دې دستګاه اغېز نهه نوي اعشاریه نهه په سلو کې ده، ګټه يې په دې کې ده چې پنځه کاله له هر شي بې‌غمه یاست او کله چې وغواړئ بېرته حامله شئ، دغه دستګاه باید له بدن څخه وايستل شي. دغه راز د مقاربت لپاره کومه ستونزه نه پيدا کوي، خو تاوان يې په دې کې دی چې ممکنه ده نامنظمه خونرېزي پيدا کړي. البته په ځینو مېرمنو کې ښايي د مریضي په وخت خونریزي کمه کړي، ښايي په ځینو نورو کې يې زیاته کړي چې بیا بېرته باید وایستل شي. په شپږ سلنه مېرمنو کې ممکنه ده، له رحمه بهر شي، خو دغه اله باید د ډاکټر له خوا په رحم کې کېښودل او بهر شي.

د مېرمنو شنډول؛ دا یو ډول جراحي عملیات دي چې پکې د مېرمنې نلکې تړل کېږي او هګۍ له تخمدانه رحم ته تللای نه شي. اوس په پرمختللي ډول تر نامه لاندې په یوې برخې کې، په یوه کوچني سوري سره یوه کمره د مېرمنو نس ته داخلېږي او بیا هغه نلکې د ګیرا او یا سوځولو له لارې بندېږي. دغو عملیاتو ته Laparoscopy وايي، خو په نس کې په یوه واړه سوري سره چې Mini-laparotomy ورته وايي هم دغه نلکې بندېږي.

یوه بله لاره هم شته چې دغه نلکې پرې بندېږي. دغه کار له عملیاتو پرته وي او د رحم له خولې یو کوچنی دوربین د مېرمنو رحم ته داخلېږي او د نلکو په برخه کې یو کوچنی توپ ايښودل کېږي چې درې میاشتې وروسته د یوه راډیولوجیسټ له لوري د نلکې بندېدل تایدېږي. دغه عمل ته Hysteroscopy وايي. دغه روده دایمي ده او هغه کسان چې غواړي له څو کلونو وروسته بېرته ماشومان پیدا کړي، هغو ته نه اجرا کېږي. یوه بله روده سپرم وژونکي سفنجونه دي چې په مهبل کې ايښودل کېږي چې هورمونونه نه لري، خو تاوان يې په دې کې دی چې ممکنه ده چرک رامنځته کړي.

سرپوښ او ډیافرګم؛ دا یو ډول پلاسټيکي پوښ دی چې په مهبل کي ايښودل کېږي، د رحم خوله بندوي او باید له مقاربته شپږ یا اته ساعته مخکې په مهبل کې کېښودل شي او سپرم په دې ډول هګۍ نه شي القاح کولاي. دغه اله باید له سپرم وژونکيو کریمونو سره یو ځای استعمال شي، هورمون نه لري او اغېز يې کابو یو نوي په سلو کې دی. هغه مېندې چې ماشوم ته شیدې ورکوي، په هغو کې ډېر کارول کېږي او دغه اله د زهروي او جنسي ناروغیو په مخنیوي کې هم اغېزمنه ده. باید د مقاربت په وخت کې موجوده وي او د ايښودلو خاص تخنیک غواړي چې باید مېړه او مېرمن يې زده کړي او کله ناکله د مهبل د بد بوي سبب هم کېداي شي. کله د مقاربت په وخت لېرې کېداي هم شي.

د مېرمنو خاص کانډم؛ دا یو نرم پلاسټیکي پوښ دی چې د یو ځل لپاره د مېرمنو په مهبل کې استعمالېږي او د جماع په وخت د نارینه د الت د مسقیم تماس او د اوبو د بهېدا مخه نیسي. ګټه يې په دې کې ده چې د جنسي ناروغیو مخه نیسي، خو د نارینه‌وو ترکانډم ګران دی.

د نارینه‌وو کانډم؛ په مختلفو سایزونو او بڼه نن سبا کانډم پيدا کېږي، خو باید جنسي اړيکې ته د الت د امادګۍ په وخت کې استعمال شي. د کانډم په وروستۍ برخه کې یوه کوچنۍ خالي فضا شته چې باید هغه کش نه شي، ځکه چې هلته مني ټولېږي. که سم استعمال شي اغېز يې اته نوي په سلو کې دی. یوازې دوه په سلو کې دا چانس شته چې مېرمن بیا امېندواره شي، بله ګټه يې دا ده چې د انزال موده لوړوي او د جنسي ناروغیو مخه هم نیسي. د کانډوم تاوان په دې کې دی چې که بې‌احتیاطي وشي، ممکنه ده وشلېږي او یا وښوېږي او دواړه لورو ته جنسي خوند ور په برخه نه کړي.

طبیعي لارې؛ په دې حالت کې باید نارینه تر انزال مخکې خپله تناسلي اله د مېرمنې له مهبله راوباسي او مني له مهبله بهر توی کړي. په دې حالت کې مېړه او ښځه باید همکاري وکړي. ځکه کله چې د ښځې خوند دومره ډېر شي چې مېړه ځان ته نور هم پسې ورنږدې کوي او یا د مېړه خوند د انزال په وخت کې دومره ډېر شي چې زړه یې نه کېږي له مېرمنې را ايسته شي او انزال د باندې وکړي. دا طریقه د هغو کسانو لپاره په کار ده چې په ځان باور لري.

عمر؛ نجونې له نهه کلنۍ تر دیارلس کلنۍ پورې بلوغ ته ر سېږي، خو تر دې وروسته له طبي پلوه دا چانس لري چې امېندوارې شي. تر شپاړسو کلونو کم عمره نجونې که امېندوارې شي، پر جسمي ستونزو سربېره نورې مسلې هم شته چې هغوی له ډېرو ستونزو سره مخ کولای شي. د بېلګې په توګه، کله چې نجلۍ د عمر له پلوه پخه نه وي، ماشوم ښه نه شي روزلای او نورې ډېرې ستونزې هم شته. ډاکټران وايي، د ماشوم د پيدا کېدا لپاره تر ټولو ښه عمر پنځه ویشت کلني ده. په دې عمر کې مېندې د مسوولیتونو د منلو لپاره ډېر زغم لري او په ښه توګه ماشوم روزلای شي.

د مېرمنو په تناسلي سیسټم کې د نارینه سپرم تر دوه اویا ساعتونو پورې ژوندی پاتې کېداي شي، نو که جنسي تماس په لومړیو ورځو او په دې یوې اوونۍ کې وشي، د امېنداوره کېدا چانس ډېروي. که نارینه کوم طبي مشکل و نه لري، په اوونۍ کې درې یا څلور ځله جنسي تماس ونیول شي، په لومړیو شپږو میاشتو کې ۶۰ سلنه دا چانس شته چې ښځه امېندواره شي.

روغتيايي اغېزې

سمول

جنسي اړیکې یا سکس کول نیغ په نېغه د انسان د بدن پر غړو لکه ماغزه، زړه، رګونو او نورو غړو مثبت اثر لري خو نویو څېړنو ښودلې چې په منظمه توګه سکس کول د انسان رواني حالت ته هم ګټې لري.[۲۹] جنسي يوځای کېدنه د انسان مرکزي عصبي سېسټم او همدارنګه د پېټويټري غده هڅوي، ترڅو د (اندورفین) په نوم هورمون توليد کړي. اندورفین په طعبيي ډول د خوښ او خوشحاله احساس هورمون دی.[۳۰] په نيويارک کې د سټېټ پوهنتون له خوا په ترسره شويو څېړونو کې په ګوته شوېده، چې هغه ښځې چې په منظم ډول جنسي اړيکې ساتي، روحي فشار او اندېښنې يې ډېرې کمې دي، د هغه ښځو په پرتله چې له واده وروسته جنسي اړيکې نه لري او يايې هم شمېره ډېره کمه ده. هغه کسان چې جنسي يوځای کېدنه په منظم او همغږه ډول ساتي، د وجود دفاعي سېسټم يې د هغه کسانو په پرتله ډېر غښتلی وي، چې جنسي اړېکې نه ساتي. جنسي اړېکې د انسان په بدن کې د امينوګلوبين (immunoglobulin ) درجه لوړه ساتي.[۳۱]

د سترس کمول؛ د بشر د ننني ژوند یو نه ورکېدونکې پدیده اندېښنې او روحي فشارونه یا سترس دی. دغه تشویشونه انسانانو کې په بیلابېلو کچو شته. د یوې نوې څېړنې پایلې ښيي چې هغه جنسي اړیکه چې د دواړو خواوو رضایت پکې ترلاسه شوی وي په وینه کې د دوپامین، اندروفین او اوکسیتوسین هورمونونه خپریږي چې دغه پېښه د انسان د خوښۍ لامل کیدای شي.

عاطفي تړاو: بریالۍ جنسي اړیکه د جنسي شریکانو تر منځ د عاطفي اړیکې د ټینګښت سبب کیږي. څېړنې ښيي چې د سکس په اوږدو کې د دواړو خواوو په ځان کې اوکسیتوسین هورمون چې د مینې هورمون هم بلل کیږي خپریږي. دغه چاره سترس له منځه وړي او د دواړو خواوو اړیکه نوره هم سره ټینګوي. د یوې څېړنې پایلې په ډاکه کوي چې هغه ښځې او خاوندان چې د شپږو میاشتو به اوږدو کې سره په منظمه توګه سکس درلوده د هغوی په وینه کې د مینې هورمون د هغو کسانو په پرتله چې په دې برخې کې ډېر فعاله نه و ډېر لیدل شوی دی.

د ماغزو فعاله ساتل؛ په منظم توګه جنسي اړیکې درلودل په ماغزو کې د کیمیاوي فعالیتونو سبب کیږي. دغه پېښه د انسان ماغزه ځواکمنوي او د لا پراختیا زمینه ورته برابروي. بلې څېړنې ثابته کړې چې د سکس تر ټولو خوندورې یا وروستۍ شېبه کې د ښځینه شریکې د ماغزو ټولې برخې فعالیږي. په دغه وخت کې تر بل هر وخت ډېره وینه ماغزو ته رسیږي.

د کالوری سوځېدل؛ جنسي اړیکه د نورو ګټو تر څنګ یو ښه فزیکي تمرین هم بلل کیږی ځکه په وینې کې پاتې ډېر شمېر د انرژي کالوري سوځوي. په دې اړه یوې څېړنې ښودلې چې هره جنسي اړيکه کې ښځې ۷۰ او نران ۱۰۰ کالوري سوځوي. څېړنه زیاتوي چې د نیمې ګړۍ لپاره د اړیکې غزول، د کالوري د سوځولو کچه دوه برابره کولی شي. له دې مخکې نور څېړنو ښودلې چې سکس کول د انسان په بدن کې د وینې د فشار لوړېدو مخه نیسي، ډیپریشن ورکوي، د بدن د دفاعي حالت ځواکمنوي، خوب منظموي، حافظه قوي کوي او انسان ته د ځان بسیاینې حس ورکوي.

خطرونه

سمول

جنسي اړیکې ځينې خطرونه هم لري، کله چې د جنسي شريکانو څخه يو يې هم په ځينو هغو ناروغيو اخته وي چې د سکس پرمهال د انتقالېدو وړ وي، مقابل لوري ته به انتقال شي.

د ننوتلو پرته جنسي فعاليتونو انتقالي ناروغۍ

که څه هم له دخول پرته جنسي اړيکو کې د ښځې واژن ته په مستقيمه توګه د مني اوبه يا مايعات نه انتقالېږي او دا ډول اړيکې د ننوتلو اړيکو په وړاندې ډېر کم خطرات لري؛ خو بياهم د ځينو وړو ټکو لپاره وېره شته د بېلګې په توګه د ځينو ناروغيو انتقال يا په ډېره کمه کچه امېندواري، په داسې حال کې چې نارينه د مني اوبه د ښځې په واژن سربېره تویې کړي وي.

هره بې ننوتلو اړيکه دا خطر لري چې ښځه امېندواره شي ځکه امکان لري چې د شا لخوا اوبه راتويې شي او واژن ته نږدې شي ورننوزي، همداراز په واژن سربېره يا ورته نږدې د مني تويېدل د دې لامل ګرځي چې ځينې واړه څاڅکي واژن ته ننوزي او ښځه بلاربه يا امېندواره شي[۳۲][۳۳]

جنسي لېږدېدونکي ناروغۍ چې په غیر دخولي جنسي اړیکو کې لیږدول کیږي د هغو څخه توپیر لري چې په دخولي جنسي اړیکو کې لیږدول کیږي. هغه جنسي انتقالي ناروغۍ چې د ننوتلو پرته جنسي اړيکو کې انتقالېږي پر لاندې ډول دي:

  • د Spotted fever وېروس: دا دا ناروغي د اخته کس له خوا ډېره اسانه بل کس ته لېږدول کېږي، کله چې اخته کس جنسي شريک په شونډو ښکل کړي يا په ویروس د اخته کس تناسلي غړی وڅټل شي وېروس انتقالېږي.
  • تناسلي مرخيړي يا genital warts: دا ډول وېروس د جنسي غړو يعنې د نر تناسلي غړي او ښځې واژن د پوستونو نښلون له امله رامېنځته کېږي او د اخته کس لخوا په ډېرې آسانۍ جنسي شريک ته لېږدول کېږي.
  • شانکرويېډ په جنسي غړو يو وړوکی زخم دی خو يو ویروس دی چې دا هم د پوستکو نښلون په حالت کې لېږدول کېږي.
  • سیتومګالوویروس: د لوندوالي او رطوبت پر مهال لېږدول کېږي په ځانګړي ډول د وينو لوندوالی.
  • د انساني پاپېلوما وېروس د پوستکو نښلون پرمهال بل کس ته لېږدول کېږي.
  • اوبيز مرخيړی د عادي نږدېوالي په صورت کې بل کس ته لېږل کېږي لکه لاس ورکول يا د جامو سره نښلېدل.
  • د شرمګا شپږه يا pubic lice: د پوستکي نښلون په حالت کې بل کس ته لېږدول کېږي.
  • سفلېس: د ښکلولو پرمهال لېږدول کېږي خو شونتيا يې ډېره کمه ياده شوې.
  • ټریکومونیازېس: دا وېروس د مايعاتو يوځای کېدو پرمهال لېږدول کېږي يعنې د نر مني او د ښځې د واژن اوبه.

په دخولي اړيکو کې انتقالي ناروغۍ

سمول

په دخولي جنسي اړيکو کې د ناروغيو او وېروسونو د لېږدونې خطر ډېر دی ځکه چې د مايعاتو او اوبو ننوتل پکې شونی، هغه ناروغۍ چې په دخولي اړيکو کې لېږدول کېږي پر لاندې ډول دي [۳۴]

  • کلیمیډیا دا ناروغي د مقعد يا واژن جنسي اړيکې پرمهال اسانه لېږدول کېږي خو په ډېر کم شمېر د خولې سکس له لارې هم لېږدول شوي
  • ګونوریا د مقعد او واژن جنسي اړیکو پرمهال لېږدول کېږي او د خولې له لارې یې هم د لېږدونې خطر ډېر لوړ دی.
  • هیپاتیت بې د خولې سکس له لارې لېږدول کېږي.

ډیری خلک د HIV/AIDS وېروس د اخته کېدو خطر په اړه اندېښمن دي. په دې وېروس د اخته کېدو لوی لامل ناخوندي جنسي اړيکه ده يعنې د جنسي اړيکې پرمهال د کانډوم څخه کار نه اخيستل د دې لامل کېږي چې اخته کس دا وېروس جنسي ملګري ته ولېږدوي[۱۰] په غير دخولي اړيکو يعنې غیږې، يا د سينو لمسولو په صورت کې د دې ناروغۍ د لېږدون خطر ډېر کم دی خو د رطوبت يا لوندتيا له امله يې د لېږدون خطر ډېر دی د بېلګې په توګه د مني اوبه يا د واژن وینې‌[۱۰]

ټولنيزې اغېزې

سمول

لویان

سمول

تنکي ځوانان

سمول

اخلاقي، ټولنيز او دیني ليدونه

سمول

عمومي

سمول
 
په لرغوني یوناني کایلکس کې د جنسي اړيکو انځورګري

په داسې حال کې چې جنسي اړيکې د انسانانو لپاره يوه اړتيا ده او د شهوتي غرېزې سړولو، نسل ډېرونې او د اړيکو پراختیا لپاره يوه اړينه وسيله ده، خو بياهم په هرې ټولنې کې بېلابېل قوانين لري. يو نارینه او ښځينه باید د جنسي اړيکو ټينګولو لپاره سره راضي وي، د بېلګې په توګه يا د مينې اړيکه ولري يا واده او یا د جنسي کارکوونکې سره د پيسو په بدل کې د رضایت په حالت کې ترسره شي.

جنسي جرمونه

سمول

په جنسي جرمونو کې د جنسي ځورونې چلند پراخه لړۍ شامله ده، چې په هغې کې په سړک کې د ځورونې څخه تر ناسمو جنسي اړيکو او جنسي تېري پورې. [۳۵] جنسي ځورونې د جنسي تېري یو داسې عمل دی چې په هغه کې یو شخص یا اشخاص د یو شخص شخصیت ته زیان رسوي، د ډارولو، ناغوښتل شوي استحصال یا جبر له لارې د لفظي ناوړه ګټه اخیستنې په واسطه د جنسي خوښې یا جنسي سپکاوي غوښتنه کوي. [۳۶] د نړۍ د مطلق اکثریت هېوادونو په قضایي قوانینو کې جنسي ځورونه "غیر قانوني" او د يو "جرم" په توګه پېژندل شوي.

په ځینو نر مشريزه ټولنو کې "د ښځو جنسي ځورونې" تر دې کچې بنسټیز شوي چې په دې ټولنه کې مطلق اکثریت ښځې د خپل ژوند په اوږدو کې د جنسي ځورونې قرباني شوې دي. [۳۷] په هرصورت، ځورونکی کیدای شي ښځه یا سړی وي، او ناوړه ګټه اخیستونکی کیدای شي ښځه، سړی یا ماشوم وي. برسېره پر دې، ځورونکی او قرباني کولی شي ورته جنسیت ولري. په ځینو حاالتو کې، ځورونکی ممکن د قرباني سره کورنۍ اړیکه، ملګرتیا، یا کاري اړیکه ولري. [۳۸] او په ځینو مواردو کې، قرباني یو بشپړ اجنبی دی.

 
د فاون سلوګوېټ لخوا پر يوې نجلۍ جنسي تېری

په افغانستان کې د يونسيف مرستندویه سازمان په وینا: جنسي تېری یو جرم دی چې د قدرت څخه د ناوړې استفادې، نفوذ او تاوتریخوالي په وسیله ترسره کیږي. د جنسي تیري په پېښو کې متضرر او قرباني هیڅکله ګناه نه لري.[۳۹] د جنسي جرمونه له کورنۍ څخه ځينې نور يې عبارت دي له؛ اجباري ودونه، ماشوم ځورونه، پر جنسي کارکوونکو تاوتريخوالی او داسې نور... جنسي جرمونه په هر هېواد کې ځانګړي قوانين لري، په ځينو هېوادونو کې د جنسي تېری جرم سزا اعدام او په ځينو کې د کلونو بند سزا ده.

د مينې رومانټيکې اړيکې

سمول
 
د لارنس الما د واده د وړاندیز انځور

واده او د مينې اړيکې

سمول

دينونه

سمول

نور حيوانات

سمول
 
په کېنيا کې د زمریانو جنسي اړیکې يو انځور
 
د ملخانو جنسي اړيکه

اړونده ليکنې

سمول

سرچينې

سمول
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Sexual intercourse most commonly means penile–vaginal penetration for sexual pleasure or sexual reproduction; dictionary sources state that it especially means this, and scholarly sources over the years agree. See, for example;
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Alters S (2012). Essential Concepts for Healthy Living. Jones & Bartlett Publishers. pp. 180–181. ISBN 978-1-4496-3062-1. Most heterosexuals are familiar with the notion of 'having sex' or sexual intercourse as vaginal sex, the insertion of a penis into a vagina. Vaginal sex, or coitus, is the most common and popular form of intimate sexual activity between partners.
  3. Carroll JL (2018). Sexuality Now: Embracing Diversity. Cengage Learning. p. 289. ISBN 978-1-337-67206-1. Vaginal intercourse (also referred to as sexual intercourse) involves inserting the penis into the vagina.
  4. Rathus SA, Nevid JS, Rathus LF (2010). Human Sexuality in a World of Diversity. Allyn & Bacon. p. 251. ISBN 978-0-205-78606-0.
  5. Invalid <ref> tag; no text was provided for refs named health.discovery.com
  6. Freberg L (2009). Discovering Biological Psychology. Cengage Learning. pp. 308–310. ISBN 978-0-547-17779-3.
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ ۷٫۲ . January 2002. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  8. Invalid <ref> tag; no text was provided for refs named Non-penetrative
  9. Kahn AP, Fawcett J (2008). The Encyclopedia of Mental Health. Infobase Publishing. p. 111. ISBN 978-0-8160-6454-0.
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ ۱۰٫۲ Hales D (2008). An Invitation to Health Brief 2010–2011. Cengage Learning. pp. 269–271. ISBN 978-0-495-39192-0. Invalid <ref> tag; name "Hales" defined multiple times with different content
  11. Kumar B, Gupta S (2014). Sexually Transmitted Infections. Elsevier Health Sciences. p. 93. ISBN 978-81-312-2978-1.
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ ۱۲٫۲ See page 11 onwards and pages 47–49 for views on what constitutes virginity loss and therefore sexual intercourse or other sexual activity; source discusses how gay and lesbian individuals define virginity loss, and how the majority of researchers and heterosexuals define virginity loss/"technical virginity" by whether a person has engaged in penile–vaginal sex. Carpenter LM (2005). Virginity Lost: An Intimate Portrait of First Sexual Experiences. NYU Press. pp. 295 pages. ISBN 978-0-8147-1652-6. Invalid <ref> tag; name "Carpenter" defined multiple times with different content
  13. Strong B, DeVault C, Cohen TF (2010). The Marriage and Family Experience: Intimate Relationship in a Changing Society. Cengage Learning. p. 186. ISBN 978-0-534-62425-5. نه اخيستل شوی October 8, 2011. Most people agree that we maintain virginity as long as we refrain from sexual (vaginal) intercourse. But occasionally we hear people speak of 'technical virginity' [...] Data indicate that 'a very significant proportion of teens ha[ve] had experience with oral sex, even if they haven't had sexual intercourse, and may think of themselves as virgins' [...] Other research, especially research looking into virginity loss, reports that 35% of virgins, defined as people who have never engaged in vaginal intercourse, have nonetheless engaged in one or more other forms of heterosexual sexual activity (e.g., oral sex, anal sex, or mutual masturbation).
  14. Michael Kent (2000). Advanced biology. Oxford University Press. pp. 250–253. ISBN 978-0-19-914195-1. نه اخيستل شوی October 21, 2015.
  15. Showick Thorpe; Edgar Thorpe (2009). The Pearson General Studies Manual 2009, 1/e. Pearson Education India. p. 1.79. ISBN 978-81-317-2133-9. نه اخيستل شوی October 21, 2015.
  16. Invalid <ref> tag; no text was provided for refs named Non-human
  17. Balcombe, Jonathan (2006). Pleasurable Kingdom: Animals and the Nature of Feeling Good. Palgrave Macmillan. pp. 106–118. ISBN 978-0-230-55227-2.
  18. Invalid <ref> tag; no text was provided for refs named Coitus
  19. See page 302 for orgasm information, and pages 285–286 for definitions, prevalence and length of sexual intercourse. Carroll JL (2012). Discovery Series: Human Sexuality (1st ed.). Cengage Learning. pp. 656 pages. ISBN 978-1-111-84189-8.
  20. Milkman HB, Wanberg KW (2004). Pathways to Self-Discovery and Change: Criminal Conduct and Substance Abuse Treatment for Adolescents. SAGE. pp. 254–255. ISBN 978-1-4129-0614-2.
  21. Kinetics H (2009). Health and Wellness for Life. Human Kinetics. p. 207. ISBN 978-0-7360-6850-5.
  22. ۲۲٫۰ ۲۲٫۱ Barrows EM (2011). Animal Behavior Desk Reference: A Dictionary of Animal Behavior, Ecology, and Evolution. Taylor & Francis. pp. 122–124. ISBN 978-1-4398-3651-4.
  23. Invalid <ref> tag; no text was provided for refs named Most common2
  24. Invalid <ref> tag; no text was provided for refs named Most common forms
  25. Invalid <ref> tag; no text was provided for refs named Technical virginity
  26. Invalid <ref> tag; no text was provided for refs named Technical virginity 2
  27. Lerner RM, Steinberg L (2004). Handbook of Adolescent Psychology. John Wiley & Sons. pp. 193–196. ISBN 978-0-471-69044-3. When researchers use the term sex, they nearly always mean sexual intercourse – more specifically, penile–vaginal intercourse... The widespread, unquestioned equation of penile–vaginal intercourse with sex reflects a failure to examine systematically 'whether the respondent's understanding of the question matches what the researcher had in mind.'
  28. Dunson, D.B.; Baird, D.D.; Wilcox, A.J.; Weinberg, C.R. (1999). "Day-specific probabilities of clinical pregnancy based on two studies with imperfect measures of ovulation". Human Reproduction. 14 (7): 1835–1839. doi:10.1093/humrep/14.7.1835. ISSN 1460-2350. PMID 10402400.
  29. https://www.pashtovoa.com/a/what-are-the-benifites-of-sex/5766386.html
  30. https://rohi.af/news/61391
  31. https://rohi.af/news/61391
  32. Thomas, R. Murray (2009). Sex and the American teenager seeing through the myths and confronting the issues. Lanham, Md.: Rowman & Littlefield Education. p. 81. ISBN 978-1-60709-018-2.
  33. Edlin, Gordon (2012). Health & Wellness. Jones & Bartlett Learning. p. 213. ISBN 978-1-4496-3647-0.
  34. Choices, N. H. S. (2013). Sex activities and risk-Live Well-NHS Choices. Men's health, 18, 39.
  35. Dziech, Billie Wright, Weiner, Linda. The Lecherous Professor: Sexual Harassment on Campus. Chicago Illinois: University of Illinois Press, 1990.
  36. Paludi, Michele Antoinette (1991). Academic and Workplace Sexual Harassment. SUNY Press. pp. 2–5. ISBN 0-7914-0829-9. {{cite book}}: Unknown parameter |coauthors= ignored (|author= suggested) (help)ساتل CS1: زياتي نقطه ګوزاري (link)
  37. Shocking reaction to blonde woman caught on video as crowds of men swarm around her as she walks across Cairo university campus, Daily Mail
  38. "Sexual Harassment". U.S. Equal Employment Opportunity Commission.
  39. https://www.facebook.com/387585307937359/posts/pfbid0384z3Zjuw3VN6oaMYt3SmT1HAm4xtkGuPozSA8THnNeLMCCubowdZbVaAav93BsGal/?app=fbl