د خولې سکس

يوه جنسي کړنه

د خولې سکس د بې ننوتلو سکس له کورنۍ څخه يوه اړيکه ده چې جنسي شريکان د خولې په وسيله د يو بل تناسلي غړي تحريکوي. په دې ډول اړیکو کې معمولاً جنسي دخول نه وي خو کېدای شي ځينې کوچيني ننباسل ترسره شي، لکه؛ د ښځې په واژن کې د ګوتو يا ژبې ننباسل. دا ډول اړيکې پخوا ډېرې عامې نه وې او چا ورسره ځانګړې آشنايي نه درلودل خو په اوسنۍ پېړۍ او زمانه کې دا ډول جنسي فعاليت خورا پراخ شوی، د ډېرو نظرپوښتنو په پایلو کې دا ثابته شوې چې د خولې سکس معمولاً ډېر عام شوی.

د يوه سړي او ښځې انځورګري چې د خولې سکس ترسره کوي.

د خولې سکس کله کله د جنسي اړيکې ترسره کولو څخه مخکې هم ترسره کېږي، يعنې د جنسي دخول څخه مخکې جنسي شريکان د خولې په وسيله د يو بل تناسلي غړي څټي ترڅو لانده شي يا په هر حال له دې جنسي فعاليت څخه خوند واخلي. خو کله کله دا ډول فعاليت په جنسي دخول نه ختمېږي، يعنې جنسي شريکان ترپایه د خولې څخه کار اخلي ترڅو ارضا شي او جنسي خوند ته ورسېږي. جنسي شريکان په بېلابېلو دلايلو د خولې سکس انتخابوي، د بېلګې په توګه په جنسي اړيکو کې د تنوع راوستلو لپاره دا کار کوي يا کله ستړي شوي وي او ډېره حوصله نلري نو دا ډول يو سطحي فعاليت ترسره کوي.

د خولې سکس په ځينو هېوادونو کې په بېلابېلو دلايلو ناروا ګڼل کېږي، ځينې هېوادونه د اسلامي عقایدو پر بنسټ خو ځينې هېوادونه په نورو دلايلو دا ډول اړيکې ناروا ګڼي او د ترسره کولو توصیه يې نکوي، [۱] خو ډیری هېوادونه دې کار ته په بشپړه توګه د کولو اجازه ورکوي او هېڅ ډول د منع کولو قانون نلري. خو په هر حال: دې ډول اړيکې ته ډېر پام نکېږي هرډول قانون که شتون ولري خلک يې ترسره کوي او مخنيوی يې نشي کېدای. [۲] [۳] [۴] [۵] که څه هم د خولې سکس د ځينو لپاره د خوښې وړ دی خو ځينې ښايي له دې عمله ډېره کرکه وکړي او خوښ يې نشي د ترسره کولو څخه يې انکار وکړي. [۱]

طريقه

سمول
 
ښځه د خولې سکس پرمهال

د خولې سکس کېدای شي د هر ډول جنسي تمایل لرونکو خلکو لخوا ترسره شي.

ترسره کېدنه

سمول

د خولې سکس د د ښځې او نر لخوا د خولو په وسيله د يوبل جنسي غړي څټل او تحریکول دي. ښځه د نارینه جنسي غړی په خولې کې ننباسي او د خولې په وسيله يې لوندوي، څټي او خروج-دخول ترسره کوي، همداراز نارینه هم خپل رول لوبوي، د ښځې واژن په خپلې خولې څټې او لوندوي. د خولې سکس ښايي په بېلابېلو ماډلونو ترسره شي، د 69 (سکسي ماډل) په څېر يا په داسې حالت کې چې ښځه او نر د يوبل سره څنګ په څنګ پراته وي، يوځل ښځه خپل رول لوبوي بيا نر، همداراز د خولې سکس ترسره کولو پرمهال ښايي له موټ وهلو هم کار واخيستل شي، يعنې ښځه د نر تناسلي غړی يو ځل په خولې کې ننباسي لوندوي يې بيا يې په خپل لاسونو کې پورته ښکته کوي، په ورته ډول نر هم د ښځې واژن په خولې لوندوي بيا يې په لاس يا ګوتو سره نښلي.

د خولې سکس په ډله ييزه توګه هم ترسره کېږي، يوه ښځه د دوو يا دريو کسانو تناسلي غړي په خوله کې ننباسي او راباسي، دا ډول اړيکې معمولاً جنسي کارکوونکې يا سمه ښځه په خپله خوښه د خپلو ملګرو يا همکارانو سره کوي.

د بکارت پردې ساتنه

سمول
 
د کیریپور په ماهشور معبد کې د دېوال يوه مجسمه؛ چې يوه ښځه د دوو نارینه وو جنسي غړي په خولې کې ننباسي او راباسي. دا مجسمه په ۱۷مې پېړۍ کې جوړه شوې

د خولې سکس د بکارت پردې د ساتنې په موخه هم ترسره کېږي، زیاتره هغه نجونې چې د بکارت پردې ته ارزښت ورکوي د بکارت پردې د ساتنې لپاره د خپل ملګري سره هغه ډول جنسي فعاليتونه کوي چې د بکارت پردې ته يې زیان ونه ورسېږي، دا ډول نجونې د شا لخوا سکس، له ننوتلو پرته سکس، دوه کسيز موټ وهل او دا ډول د خولې سکس ته تن ورکوي. خو دا ډول نجونې په نن زمانه کې ډېرې کمې دي په پرمختللیو او ازادو هېوادونو کې خو په نشت حساب دي، ځکه په سيکولري هېوادونو کې د بکارت پردې ساتنه يوه ډول شاته پاتې والی بلل کېږي او هرڅوک باید جنسي اړيکې ترسره کړي. خو په ځينو اسلامي هېوادونو کې د بکارت پرده تر ډېره مهمه ده.

د خولې سکس په هغو حالتونو کې هم ترسره کېږي چې ښځه په مياشتني عادت کې وي او جنسي اړيکه نشي ترسره کولای. په داسې حال ښځه په خپله خوښه شايد د خپل ملګري یا خاوند سره دا کار وکړي، خو ډېر لږ امکان لري. ځکه چې ښځه په داسې حال کې جنسي فعاليت ته زړه نه ښه کوي؛ يا په هر حال نه يې خوښوي.

د حاملګۍ مخنيوی او ميکروبي خونديتوب

سمول

په ډېرو کمو حالتونو کې د خولې سکس د حاملګۍ د مخنيوي لپاره ترسره کېږي، خو د حاملګۍ مخنيوي لپاره حتمي نده چې هېڅ سکس ترسره نشي او د خولې يا له ننوتلو پرته سکس ترسره شي، ځکه د حاملګۍ لپاره اړتیا ده چې د نارینه مني د ښځې په واژن کې دننه تويې شي، او تخمدان ته ځان ورسوي. د حاملګۍ يا امېندوارۍ د مخنيوي لپاره ډېرې اسانې لارې شتون لري چې جنسي شريکان کولای شي ورڅخه کټه واخلي، د بېلګې په توګه د کانډوم څخه کار اخيستنه، یا د انزال پرمهال تناسلي غړی د واژن څخه راوايستل شي او له واژن څخه بهر مني تويې شي.

خو ځينې ډېر کم حالتونه داسې دي چې ښځه او نارينه ډېر جنسي تمایل ته رسېدلي وي او د حاملګۍ د مخنيوي باور نلري نو وايي هسې راځه د خولې سکس ترسره کړو. نو بيا دا ډول اړيکه ترسره کوي. تر ډېره هغه تازه ځوان شوي هلکان او نجونې چې د مينې په اړيکه کې وي خو د جنسي اړيکو ترسره کولو زړه یا په هر حال صميمیت نلري نو د خولې سکس ترسره کوي.

د خولې سکس خامخا د جنسي لېږدېدونکو ميکروبونو (STIs) مخنیوي لپاره ګټوره طریقه نده، دا چې زياتره جنسي انتقالي ناروغۍ د نورمالو جنسي دخول لرونکو اړيکو پرمهال يوبل ته انتقالېږي نو دا ویلی شو چې د خولې سکس د جنسي اړيکو له کورنۍ څخه هغه ډول دی چې روغتيايي خونديتوب يې ډېر دی. [۶] [۷] [۸] په متحده ایالاتو کې ډاکټرانو د خولې سکس ترسره کولو لپاره هېڅ روغتيايي پروتوکولونه ندي معرفي کړي، يعنې دا چې د خولې سکس بې خطره دی همدا چې د دواړه جنسي غړي پاک وي په خوله کې ننباسل يا څټل يې کوم خاص خطر نلري . [۹] خو بياهم ځينې ښځې د نارينه جنسي غړي په کانډوم سربېره په خوله کې ننباسي. [۱۰]

د خولې سکس لپاره ځينې روغتيايي کارونه چې د ډاکټرانو لخوا ياد شوي دا دي چې د خولې سکس ترسره کولو پرمهال باید له کانډوم څخه کار واخيستل شي خو ځينې انسانانو ته کانډوم خوند نه ورکوي نو دا ډول کسانو ته په کار ده چې جنسي غړي ښه پاک وي، او هغه ځای چې دا کار پکې ترسره کوي پاک او سوتره وي. همداراز د ښځو لپاره داسې وسايل هم شته چې پر غاښونو يې واغوندي، دغه پوښونه د غاښونو ډېره برخه پټوي. د خولې سکس پرمهال يوه مهمه موضوع چې شتون لري د ښځې غاښونه دي، يعنې د نارینه تناسلي غړی له غاښونو سره لګېږي، که ښځه د خولې په سکس کې کافي زده کړه ولري نو غاښونه يې له تناسلي غړي لېرې ساتي خو که ډېره ورسره اشنا نه وي نو غاښونه يې له تناسلي غړي سره لګېږي چې دا کار کولای شي تناسلي غړی زخمي کړي يا نارينه ته د درد او ځورېدو احساس ورکړي. په داسې حال کې د غاښونو له پوښونو څخه کار اخيستل ګټور دي. دغه پوښته يو ډول پلاستيکي خو نرم جوړ شوي، پر غاښونو اغوستل کېږي، هېڅ د ځورېدو يا د جنسي خوند اخيستلو مخه نه نيسي.

پراختيا

سمول

د ټايمز ورځپاڼې د راپور پر بنسټ په ۲۰۰۵ زېږدیز کال کې د روغتیايي احصایې ملي ادارې لخوا یوه سروې يا نظرپوښتنه خپره شوه. دا نظر پوښتنه د اينټرنيټ له لارې د ۱۵ څخه تر ۴۴ کلنو ځوانانو څخه شوې وه او پایله يې دا وه چې تر نيمايي ډېر تنکي ځوانانو د خولې سکس ترسره کړی وو، چې که چېرته دغه شمېرنه د ډېرو خلکو په جمع کولو حساب شي يعنې دا چې په امریکا کې د ټول نفوس له نیمایي څخه ډېر تنکي ځوانان او پېغلې د خولې سکس ته زړه ښه کوي او خوښوي يې. همدا راز ځينې نورې علمي ورځپانې او مقالې دا په ډاګه کوي چې د ځوانانو او پېغلو ترمېنځ د خولې سکس خورا پراخ شوی او ډېر خوښوونکي لري د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي ادارې (CDC) په ۲۰۰۹ کې يو راپور خپور کړی چې پکې ویل شوي؛ "څېړنې ښیي چې د خولې سکس د نارینه او ښځينه وو لخوا د ځوانانو په ګډون په بېلابېلو عمرونو کې ترسره کېږي" [۱۰] همدا راپور زیاتوي چې نارینه د ښځو په پرتله ډېر د خولې سکس ته تمايل ښيي په داسې حال کې چې د ښځو او نارینه وو خوند اخيستنه پکې مساوي ده او ښځې هم تر ډېره دا ډول اړيکې خوښوي" [۱]

اړوند ليکنې

سمول

سرچينې

سمول
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ Janell L. Carroll (2009). Sexuality Now: Embracing Diversity. Cengage Learning. pp. 265–267. ISBN 978-0-495-60274-3. نه اخيستل شوی August 29, 2013.
  2. See here and pages 47-49 Archived July 1, 2023, at the Wayback Machine. for views on what constitutes virginity loss and therefore sexual intercourse or other sexual activity; source discusses how gay and lesbian individuals define virginity loss, and how the majority of researchers and heterosexuals define virginity loss/"technical virginity" by whether or not a person has engaged in penile-vaginal sex. Carpenter, Laura M. (2005). Virginity Lost: An Intimate Portrait of First Sexual Experiences. New York City: NYU Press. ISBN 978-0-8147-1652-6. Archived from the original on April 28, 2021. نه اخيستل شوی October 9, 2011.
  3. Bryan Strong; Christine DeVault; Theodore F. Cohen (2010). The Marriage and Family Experience: Intimate Relationship in a Changing Society. Cengage Learning. p. 186. ISBN 978-0-534-62425-5. نه اخيستل شوی October 8, 2011. Most people agree that we maintain virginity as long as we refrain from sexual (vaginal) intercourse. But occasionally we hear people speak of 'technical virginity' [...] Data indicate that 'a very significant proportion of teens ha[ve] had experience with oral sex, even if they haven't had sexual intercourse, and may think of themselves as virgins' [...] Other research, especially research looking into virginity loss, reports that 35% of virgins, defined as people who have never engaged in vaginal intercourse, have nonetheless engaged in one or more other forms of heterosexual sexual activity (e.g., oral sex, anal sex, or mutual masturbation).
  4. {{cite journal}}: Empty citation (help)
  5. Blank, Hanne (2008). Virgin: The Untouched History. New York City: Bloomsbury Publishing US. p. 253. ISBN 978-1-59691-011-9. نه اخيستل شوی October 8, 2011.
  6. Geffen Testing Center's HIV, Syphilis, and Hepatitis C Information Sheet. Accessed November 4, 2006. Archived April 25, 2009, at the Wayback Machine.
  7. University Health Center, University of Georgia, Oral Sex Archived March 4, 2016, at the Wayback Machine.. Accessed November 4, 2006.
  8. Fulbright, Yvonne K. (2003). The Hot Guide to Safer Sex. Hunter House. p. 217. ISBN 978-0-89793-407-7. teabagging.
  9. . October 17, 2006. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ . June 2009. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)