جنسي تمايل


جنسي تمايل د مخالف جنس يا جنسيت اشخاصو، ورته جنس يا جنسيت يا دواړو جنسونو يا هم له يو جنس څخه زياتو جنسونو په اړه د احساساتي يا جنسي راښکون (يا د دوی د يو ترکيب) يوه سرسخته يا متحمله نمونه ده. ياد راښکونونه په عمومي ډول د بېلابېل جنسي تمايل، ورته جنسي تمايل او دوه ګوني جنسي تمايل تر اصطلاحاتو لاندې ډلبندي کېږي، په داسې حال کې چې بې جنسيتي (نورو ته د جنسي راښکون نه شتون) ځيني وختونه د څلورمې ټولۍ په توګه پېژندل شوی دی. [۱][۲][۳][۴][۵]

دا ټولۍ د جنسي پېژندنې او اصطلاح د زيات مهم طبيعت اړخونه دي. د بېلګې په ډول: کېدای شي خلک نورې نښې لکه د ټول جنسي يا ګڼ جنسي يا هيڅ نښه ونه کاروي. د امريکايي روانپوهنې ټولنې له مخې جنسي تمايل د دې راښکونونو پر بنسټ د يو شخص د پېژندنې حس، اړوند سلوکياتو او د هغو خلکو په ټولنه کې غړيتوب ته ورګرځي، چې ياد راښکونونه شريکوي. Androphilia او gynephilia په سلوکي علم کې کارنده اصطلاحات دي، چې د يو جنسي دويال ادراک (مفکورې) لپاره د بديل په توګه جنسي تمايل تشرېح کوي. Androphilia د نارينتوب ته جنسي راښکون او gynephilia ښځينه جنسيت ته راښکون تشرېح کوي. د جنسي غوره توب اصطلاح په پراخه ډول له جنسي تمايل سره مخامخ کېږي، مګر په عمومي ډول په روانپوهنيزه څېړنه کې توپير لري. هغه شخص چې د دوه جنس په توګه پېژندل کېږي، د بېلګې په ډول کېدای شي په جنسي ډول يو جنس د بل په پرتله غوره کړي. جنسي غوره توب کېدای شي د اختياري ټاکنې درجه هم وړانديز کړي، په داسې حال کې چې جنسي تمايل يوه ټاکنه نه ده. [۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

عالمان د جنسي تمايل په کره سبب باندې نه پوهېږي، مګر په نظري ډول بيانوي چې جنسي تمايل د ارث، هورمونونو او چاپيريالي اغېزو د يو پېچلي متقابل عمل له امله دی. که څه هم د جنسي تمايل د سبب په اړه هيڅ يوې نظريې په نړيواله کچه ملاتړ نه دی ترلاسه کړی، مګر بيا هم عالمان د بيولوژيکي نظريو پلوي کوي. د ټولنيزو لاملونو په پرتله په ځانګړي ډول د نارينه وو لپاره د جنسي تمايل د ناټولنيز، بيولوژيکي لاملونو په اړه د پام وړ دليل شته. هيڅ کوم بنسټيز شواهد نشته چې وښيي د مور او پلار يا د کوچنيوالي د لومړيو تجربې د جنسي تمايل په اړه ونډه لوبوي. په بېلابېلو کلتورونو کې زياتره خلک بېلابېل جنسيتي تمايل لري، چې خورا لږ يې د ورته جنس يا دوه جنسي تمايل لري. د يو شخص جنسي تمايل د مقابل جنس له ځانګړي راښکون څخه د ورته جنس لپاره ځانګړي راښکون ته په پرله پسې دول په هر ځای کې کېدلی شي. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

جنسي تمايل په بنسټيز ډول په بيولوژي، د عصب علم او روانپوهنه (د جنس پوهنې په ګډون) کې څېړل کېږي، مګر په ټولنپوهنې، تاريخ (د ټولنيزو ساختماني نظرياتو په ګډون) او حقوقو کې هم يو مضمون دی. [۲۳]

له جنسي پېژندنې او سلوک څخه د جنسي تمايل پېژندنې او توپير سمول

عموميات سمول

جنسي تمايل په سنتي ډول د بېلابېل جنسي تمايل، دوه جنسي تمايل او ورته (همجنس) جنسي تمايل په توګه راپېژندل کېږي، په داسې حال کې چې بې جنسيتي (نورو ته د جنسي راښکون نه شتون) د ځينو څېړونکو له خوا د جنسي تمايل د څلورمې ټولۍ په توګه په پام کې نيول کېږي او د يو سنتي جنسي تمايل د نه شتون په توګه راپېژندل شوی دی. د جنسي تمايل نه لرونکی يو شخص خلکو لپاره لږ يا هيڅ جنسي راښکون نه لري. دا کېدای شي د جنسي تمايل د نه شتون په توګه په پام کې ونيول شي او په دې اړه د پام وړ مناظره يا بحث شته چې ايا دا جنسي تمايل دی او که نه.[۲۴][۲۵][۲۶]

د جنسي تمايل په ګڼو پېژندنو کې رواني برخه لکه د يو شخص د جنسي غوښتنو لارښوونه او يا سلوکي برخه شاملوي، چې د يو شخص په جنسي ملګري يا ملګرو پر جنس باندې تمرکز کوي. ځيني خلک په ساده ډول د يو شخص ځاني پېژندنې يا شناخت ته لومړيتوب ورکوي. علمي او مسلکي ادراک دا دی، چې «هغه هستوي راښکونونه چې د بالغ يا لويانو جنسي تمايل لپاره بنسټ جوړوي، په نمونه يي ډول د منځني کوچنيوالي او د بلوغت د لومړيو وختونو تر منځ څرګندېږي». جنسي تمايل له جنسي پېژندنې څخه دا توپير لري، چې جنسي تمايل له نورو سره اړيکې رانغاړي، په داسې حال کې چې جنسي هويت يا پېژندنه د ځان په اړه مفهوم دی. [۲۷]

امريکايي رواني ټولنه څرګندوي چې: «جنسي تمايل نارينه وو، ښځينه يا دواړو جنسونو ته د احساساتي، رومانتيک او يا جنسي راښکون يو سرسخته نمونه ده او دا چې د سلوکياتو او راښکونونو دا اندازه د نړۍ په بېلابېلو کلتورونو او ملتونو کې څرګنده شوې ده. زياتره کلتورونه د هغو خلکو د تشرېح کولو په موخه د هويت يا پېژندنې نښې کاروي، چې دا راښکونونه څرګندوي. د امريکا په متحده ايالتونو کې تر ټولو زيات کارنده نښې lebsians (ښځې ښځو ته لېواله)، gay men (سړي سړو ته لېواله) او bisexual (سړي يا ښځې دواړو جنسونو ته ليوال) دي. که څه هم ځيني خلک کېدای شي بېلې نښې يا هيڅ نښې ونه کاروي». دوی همدا راز وايي چې جنسي تمايل د جنس يا جنسيت له نورو برخو څخه د بيولوژيکي جنس (اناتوميکي، فزيالوژيکي او ارثي ځانګړتياوې چې د نارينه يا ښځينه کېدلو سره تړاو لري)، جنسيت پېژندنې (د نارينه يا ښځينه اوسېدلو فزيالوژيکي حس) او ټولنيز جنسيت ونډې (هغه کلتوري اصول چې نارينه او ښځينه سلوک راپېژني) سره توپير لري. [۲۷]

جنسي پېژندنه او جنسي سلوک له جنسي تمايل سره نږدې اړيکه لري، مګر سره بېل دي. جنسي پېژندنه د اشخاصو د ځان په اړه مفهوم ته وايي ، سلوک د شخص له خوا د ترسره کېدونکو ريښتيني جنسي عملونو ته ورګرځي او تمايل تصوراتو، ضمايمو او لېوالتياوو ته راجع کېږي. اشخاص کېدای شي په خپلو سلوکياتو کې خپل جنسي تمايل څرګند يا څرګند نه کړي. هغه خلک چې غير بېل جنسيتي جنسي تمايل لري چې د دوی له جنسي پېژندنې سره سمون نه لري، ځيني وختونه د تړل شوي په توګه يادېږي. ياده اصطلاح کېدای شي، که څه هم د کلتور يوه معلومه برخه او په ټولنو کې د لېږد ځانګړي پړاو ته غبرګون ورکړي، چې په تدريجي ډول د جنسي لږه کيو له يو ځای کولو سره سروکار لري. د جنسي تمايل اړوند څېړنو کې کله چې د هغې درجې سره سروکار لرو چې د يو شخص جنسي راښکون، سلوکيات او پېژندنه ورسره پرتله کېږي؛ پوهان په عادي ډول د سمون يا مطابقت او مخالفت اصطلاحات کاروي. په دې ډول هغه ښځه چې د نورو ښځو لېواله وي، مګر ځان بېل جنسيتي وايي او له نارينه وو سره يوازې جنسي اړيکې لري؛ د هغې د جنسي تمايل (هم جنس يا هم جنس پرست) او جنسي پېژندنې او سلوکياتو (بېلا بېل جنسي تمايل) تر منځ د مخالفت ازمايښت ورته ويلی شو. [۲۸][۲۹]

جنسي پېژندنه د جنسي تمايل په پرتله د خپل جنس په اړه د يو شخص د ادراک څرګندولو په موخه هم کارول کېدای شي. د جنسي غوره توب اصطلاح د جنسي تمايل سره ورته معنا لري او دا دواړه اصطلاحګانې زياتره وختونه د يو بل پر ځای کارول کېږي، مګر د امريکايي روانپوهنې ټولنه څرګندوي چې جنسي غوره توب د اختياري ټاکنې يوه درجه وړاندې کوي. ياده اصطلاح د هم جنس او هم جنس پالونکو اندېښنو په اړه د امريکا د روانپوهنې ټولنې د کمېټې له خوا د يوې کليمې په توګه لېست شوې ده، چې د بېل (متضاد) جنسي تمايل تعصب ته وده ورکوي. د جنسي تمايل اصطلاح د جنسپوه John Money له خوا د جنسي غوره توب پر ځای وړاندې شوه، چې د بحث له مخې يې راښکون په اړين ډول د خپلواکې ټاکنې مسله نه ده. [۳۰][۳۱]

سرچینې سمول

  1. "Sexual Orientation & Homosexuality". American Psychological Association. 2020. د لاسرسي‌نېټه February 6, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Sexual Orientation". American Psychiatric Association. د اصلي آرشيف څخه پر July 22, 2011 باندې. د لاسرسي‌نېټه January 1, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Definitions Related to Sexual Orientation and Gender Diversity in APA Documents" (PDF). American Psychological Association. 2015. د کتاب پاڼې 6. د لاسرسي‌نېټه February 6, 2020. Sexual orientation refers to the sex of those to whom one is sexually and romantically attracted. [...] [It is] one's enduring sexual attraction to male partners, female partners, or both. Sexual orientation may be heterosexual, same-sex (gay or lesbian), or bisexual. [...] A person may be attracted to men, women, both, neither, or to people who are genderqueer, androgynous, or have other gender identities. Individuals may identify as lesbian, gay, heterosexual, bisexual, queer, pansexual, or asexual, among others. [...] Categories of sexual orientation typically have included attraction to members of one's own sex (gay men or lesbians), attraction to members of the other sex (heterosexuals), and attraction to members of both sexes (bisexuals). While these categories continue to be widely used, research has suggested that sexual orientation does not always appear in such definable categories and instead occurs on a continuum [...]. Some people identify as pansexual or queer in terms of their sexual orientation, which means they define their sexual orientation outside of the gender binary of 'male' and 'female' only. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Marshall Cavendish Corporation, المحرر (2009). "Asexuality". Sex and Society. 2. Marshall Cavendish. د کتاب پاڼي 82–83. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7614-7905-5. د لاسرسي‌نېټه February 2, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Asexuality: What It Is and Why It Matters"]. The Journal of Sex Research 52 (4): 362–379. April 2015. doi:10.1080/00224499.2015.1015713. PMID 25897566. 
  6. Firestein, Beth A. (2007). Becoming Visible: Counseling Bisexuals Across the Lifespan. Columbia University Press. د کتاب پاڼې 9. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-231-13724-9. د لاسرسي‌نېټه October 3, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Frankowski BL; American Academy of Pediatrics Committee on Adolescence (June 2004). "Sexual orientation and adolescents". Pediatrics 113 (6): 1827–32. doi:10.1542/peds.113.6.1827. PMID 15173519. http://pediatrics.aappublications.org/content/113/6/1827.long. 
  8. Gloria Kersey-Matusiak (2012). Delivering Culturally Competent Nursing Care. Springer Publishing Company. د کتاب پاڼې 169. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8261-9381-0. د لاسرسي‌نېټه February 10, 2016. Most health and mental health organizations do not view sexual orientation as a 'choice.' الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Lamanna, Mary Ann; Riedmann, Agnes; Stewart, Susan D (2014). Marriages, Families, and Relationships: Making Choices in a Diverse Society. Cengage Learning. د کتاب پاڼې 82. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-305-17689-8. د لاسرسي‌نېټه February 11, 2016. The reason some individuals develop a gay sexual identity has not been definitively established  – nor do we yet understand the development of heterosexuality. The American Psychological Association (APA) takes the position that a variety of factors impact a person's sexuality. The most recent literature from the APA says that sexual orientation is not a choice that can be changed at will, and that sexual orientation is most likely the result of a complex interaction of environmental, cognitive and biological factors...is shaped at an early age...[and evidence suggests] biological, including genetic or inborn hormonal factors, play a significant role in a person's sexuality (American Psychological Association 2010). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. . Avoiding Heterosexual Bias in Language. American Psychological Association
  11. Friedman, Lawrence Meir (1990). The republic of choice: law, authority, and culture. Harvard University Press. د کتاب پاڼې 92. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-674-76260-2. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جنوري ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Heuer, Gottfried (2011). Sexual revolutions: psychoanalysis, history and the father. Taylor & Francis. د کتاب پاڼې 49. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-57043-5. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جنوري ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Rosario, M.; Schrimshaw, E.; Hunter, J.; Braun, L. (2006). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Sexual identity development among lesbian, gay, and bisexual youths: Consistency and change over time"]. Journal of Sex Research 43 (1): 46–58. doi:10.1080/00224490609552298. PMID 16817067. 
  14. "Case No. S147999 in the Supreme Court of the State of California, In re Marriage Cases Judicial Council Coordination Proceeding No. 4365(...) – APA California Amicus Brief — As Filed" (PDF). p. 33 n. 60 (p. 55 per Adobe Acrobat Reader);citation per id., Brief, p. 6 n. 4 (p. 28 per Adobe Acrobat Reader). د کتاب پاڼې 30. د لاسرسي‌نېټه March 13, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: آخرون (link)
  15. Schmidt J (2010). Migrating Genders: Westernisation, Migration, and Samoan Fa'afafine, p. 45 Ashgate Publishing, Ltd., کينډۍ:ISBN
  16. Frankowski BL; American Academy of Pediatrics Committee on Adolescence (June 2004). "Sexual orientation and adolescents". Pediatrics 113 (6): 1827–32. doi:10.1542/peds.113.6.1827. PMID 15173519. http://pediatrics.aappublications.org/content/113/6/1827.long. 
  17. Lamanna, Mary Ann; Riedmann, Agnes; Stewart, Susan D (2014). Marriages, Families, and Relationships: Making Choices in a Diverse Society. Cengage Learning. د کتاب پاڼې 82. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-305-17689-8. د لاسرسي‌نېټه February 11, 2016. The reason some individuals develop a gay sexual identity has not been definitively established  – nor do we yet understand the development of heterosexuality. The American Psychological Association (APA) takes the position that a variety of factors impact a person's sexuality. The most recent literature from the APA says that sexual orientation is not a choice that can be changed at will, and that sexual orientation is most likely the result of a complex interaction of environmental, cognitive and biological factors...is shaped at an early age...[and evidence suggests] biological, including genetic or inborn hormonal factors, play a significant role in a person's sexuality (American Psychological Association 2010). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Gail Wiscarz Stuart (2014). Principles and Practice of Psychiatric Nursing. Elsevier Health Sciences. د کتاب پاڼې 502. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-323-29412-6. د لاسرسي‌نېټه February 11, 2016. No conclusive evidence supports any one specific cause of homosexuality; however, most researchers agree that biological and social factors influence the development of sexual orientation. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Sexual Orientation, Controversy, and Science"]. Psychological Science in the Public Interest 17 (21): 45–101. 2016. doi:10.1177/1529100616637616. PMID 27113562. 
  20. LeVay, Simon (2017). Gay, Straight, and the Reason Why: The Science of Sexual Orientation. Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780199752966. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Balthazart, Jacques (2012). The Biology of Homosexuality. Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780199838820. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Submission to the Church of England's Listening Exercise on Human Sexuality". The Royal College of Psychiatrists. د اصلي آرشيف څخه پر February 18, 2014 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ جون ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Cruz, David B. (1999). "Controlling Desires: Sexual Orientation Conversion and the Limits of Knowledge and Law". Southern California Law Review 72 (5): 1297–400. PMID 12731502. http://www-bcf.usc.edu/~usclrev/pdf/072502.pdf. Retrieved 2015-05-21. 
  24. Bogaert, Anthony F (2004). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Asexuality: prevalence and associated factors in a national probability sample"]. Journal of Sex Research 41 (3): 279–87. doi:10.1080/00224490409552235. PMID 15497056. 
  25. Marshall Cavendish Corporation, المحرر (2009). "Asexuality". Sex and Society. 2. Marshall Cavendish. د کتاب پاڼي 82–83. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7614-7905-5. د لاسرسي‌نېټه February 2, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Asexuality: What It Is and Why It Matters"]. The Journal of Sex Research 52 (4): 362–379. April 2015. doi:10.1080/00224499.2015.1015713. PMID 25897566. 
  27. ۲۷٫۰ ۲۷٫۱ "Sexual Orientation & Homosexuality". American Psychological Association. 2020. د لاسرسي‌نېټه February 6, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Ross, Michael W.; Essien, E. James; Williams, Mark L.; Fernandez-Esquer, Maria Eugenia. (2003). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Concordance Between Sexual Behavior and Sexual Identity in Street Outreach Samples of Four Racial/Ethnic Groups"]. Sexually Transmitted Diseases (American Sexually Transmitted Diseases Association) 30 (2): 110–113. doi:10.1097/00007435-200302000-00003. PMID 12567166. 
  29. Reiter L. (1989). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Sexual orientation, sexual identity, and the question of choice"]. Clinical Social Work Journal 17 (2): 138–50. doi:10.1007/bf00756141. 
  30. Ehrhardt, Anke A. (August 2007). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "John Money, Ph.D."]. The Journal of Sex Research 44 (3): 223–224. doi:10.1080/00224490701580741. PMID 3050136. 
  31. . Avoiding Heterosexual Bias in Language. American Psychological Association