جنسي کارکوونکې

جنسي کارکوونکې چې په پښتو کې فاحشه، بدکاره ښځه او ځينې نور نومونه ورته کارول کېږي هغې ښځې ته ويل کېږي چې د پيسو په بدل کې سکس کوي او دا يې کار دی، دا کار يا په دوامداره او منظمه توګه ترسره کوي يا يې کله ناکله کوي. [۱] دا اصطلاح د هغو کسانو لپاره کارول کېږي چې د جنسي سوداګرۍ‌ په ټولو برخو کې کار کوي. [۲] [۳]

د امستردام د سور څراغ ولسوالۍ کې د برونز په نوم مجسمه، "د دې مجسمې مفهوم په ټوله نړۍ کې د جنسي کارکوونکو لپاره د درناوي غوښتنه ده"

جنسي کار د کوونکي په خپله خوښه وي او له هغه حالت سره توپير لري چې ښځه مجبوره يا اړه شي ترڅو سکس ترسره کړي بلکې؛ "دا کار د يوې سوداګريزې بڼې په توګه د پيسو يا توکو ترلاسه کولو لپاره کوي". [۴]

اصطلاح

سمول

د "جنسي کارکوونکي(Sex worker)" اصطلاح په 1978 کې د جنسي کار فعال کارال لې لخوا رامېنځته شوې ده. هغه مهال د ښځينه جنسي کارکونکو لخوا په ډېری مقالې او کتابونه ليکل شوي چې پکې د جنسي کارکوونکو ژوند او حقونه راسپړل شوي.

د 1980 زېږدیز کال راوروسته د دې اصطلاح کارېدنه عادي شوې او په پراخه توګه کارېږي، لکه حکومتي او غیرحکومتي سازمانونه، رسنۍ او داسې نور... دا اصطلاح د روغتيا نړيوال سازمان کې هم کارول شوې او ياده شوې.

د "جنسي کارکوونکي" اصطلاح په خپله د جنسي کارکوونکو لخوا کارول کېږي ترڅو د فاحشې یا بدکارې ښځې د " فحشا " کلمې پورې اړوند د بدنامۍاو سپک نوم څخه ډډه وشي. د "فاحشې" پرځای د "جنسي کارکونکي" اصطلاح کارول د جنسي سوداګرۍ نورو غړو ته د استازیتوب اجازه ورکوي او دا ډاډ ترلاسه کوي چې هغه اشخاص چې واقعاً فاحشه دي په ګوته شوي ندي او د "فاحشې بدکارې ښځې" منفي مفهوم سره تړاو نلري او خپل کار يو نورمال کار معرفي کوي.

برسېره پر دې، د "فاحشې" پر ځای د "جنسي کارکونکي" اصطلاح کارول د افرادو د مسلک انتخابولو مالکیت ښیي. خو ځینې بيا دا ادعا هم کوي چې هغه څوک چې د "جنسي کارکوونکي" اصطلاح ټاکي، غواړي خپل مسلک له خپل ځان يا شخص څخه بېل کړي.

دا اصطلاح ډیر مخالفان هم لري، ډېری هغه کسان چې په اخلاقي یا سیاسي ليد د جنسي سوداګرۍ سره مخالف دي، لکه ټولنیز محافظه کاران، د فحاشۍ ضد فیمینیسټان، او نور منع کونکي [۵] [۶] دا ډول ډلې فحشا ته په مختلفو ډولونو د جرم په توګه ګوري، او د " جنسي کار " اصطلاح د جرمي فعالیت د مشروعیت په توګه ويني. [۷] [۸]

 
په امستردام کې یوه جنسي کارکوونکې د احمتالي مشتري/پېرودونکي سره خبرې کوي.

جنسي کار د فحاشۍ يا لوڅېدو او تن پلورنې مانا لري، دا کار ډېری ډولونه لري لکه؛ په لوڅه نڅا، سکس، د موبايل له لارې د عکسونو او ويډيوګانو استول، د ویډيويي اړيکې له لارې يوبل ارضا کول همدا راز ځينې نور ټول هغه ډولونه چې د فحاشۍ بڼه لري په دې برخې پورې اړه لري، يوه جنسي کار کوونکې ښايي د خوښې او شوقه دې کار ته مخه کوي ياهم ښايي له مجبورۍ دا کار کوي ترڅو د خپل ژوند اړتياوې پوره کړي [۹]

په دې کار کې ځينې ستونزې هم شتون لري چې کارکونکي ورسره مخ دي هغه دا چې؛ ځينې هغه ډولونه چې ښايي د دوی خوښ نه وي، د بېلګې په توګه د جنسي اړيکې پرمهال ځينې نارینه خوښوي چې ښځې ووهي او د تاوتریخوالي ډکه جنسي اړيکه ولري، که څه هم جنسي کارکونکي د اړيکو مخکې يوځل خبرې او تفاهم کوي خو ځينې وختونه د دوی خپل لاس کې نه وي د خبرو کولو او توافق وروسته بياهم د دوی خوښې ته نه کتل کېږي، دا ډول کيسې زیاتره هغه مهال پېښېږي چې کارکونکې د اوږد مهال لپاره سفر ته يووړل شي یا د څو شپو لپاره د يوه یا څو نارینه وو کور ته لاړه شي.

جنسي کار پر څو ډولونو دی يو ډول يې دا دی چې ښځه په خپلواکه توګه کار کوي بل ډول يې دا دی چې ښځه د يوه شرکت يا سکسي فلمونو جوړولو سازمان لپاره کوي او په بدل کې يې ټاکل شوی معاش ترلاسه کوي .جنسي کارکوونکي په سفر، مېلو، ودونو او مراسمو کې هم ګمارل کېږي چې ترڅو يا جنسي اړيکې ورته ترسره کړي يا ځينې نور کارونه وکړي چې مشتریان يا پېرودونکي يې انتخابوي.

هڅونې او لاملونه

سمول

که څه هم د جنسي کارکوونکي نوم يوازې ښځې ته راجع شوی خو کېدای شي چې هر جنس يعنې نارینه، نرښځی یا ټرنس جنډر په دې برخه کې کار وکړي [۱۰] د جنسي کارکونکو د کار لاملونه په پراخه کچه توپیر لري او کېدی شي پور، جبر يا ځينې نورو ستونزو دې کار ته مجبور کړي وي. يا اصلاً هېڅ ستونزه ونلري او دا کار يې خوښېږي.[۱۱]

جنسي ځواکمنتیا یو بل احتمالي دلیل دی چې ولې خلک په جنسي کارونو کې ښکېل دي. يعنې دا چې ځينې عادي کسان په جنسي اړيکو کې د خپل پارټنر يا جنسي ملګري لخوا ځواک نه ويني او په سمه توګه جنسي خوند نه ترلاسه کوي نو دوی دې کار ته مخه کړي ترڅو د بېلابېلو کسانو سره مخ شي او ښې اړیکې ترسره کړي، د کاناډا هېواد يوې علمي څېړنې هم دا ښودلې ده چې د جنسي کار زیاتره ټاکونکي هغه کسان دي چې د ډېرو جنسي اړيکو غوښتونکي دي [۱۲] .

جنسي کار د پېرودونکو يا مشتریانو لپاره د اسانتيا لامل هم شوې، دوی کولای شي په ښه توګه خپل وخت او مهالوېش وټاکي او هرکله چې يې زړه غواړي خپل دغه اړتیا پوره کړي او پرته له کومې ستونزې جنسي اړيکه ترسره کړي[۱۲] .

ځينو څېړنو دا هم ښودلې چې جنسي کار د معتاد يا روږدي کېدو لامل هم کېدای شي زیاتره هغو کسانو چې دا کار يې په هر دليل انتخاب کړی خو د وخت په تېرېدو دغه کار يې عادت او معتادي ګرځېدلی [۱۳] .ځينې څېړنو ښودلې چې دا کار امکان لري هغه مهال هم انتخاب شي چې کس د په مخدره توکو روږدی يا معتاد/ه شي نو د دې لارې لګښتونه پیدا کوي.[۱۳] [ ]

وګړشمېرنه

سمول

ځينې اټکلونه ښيي چې ټرنس جنډر يعنې جنسيت بدلونکي اشخاص ترټولو ډېر دې کار ته مجبوره کېږي که څه هم د دې برخې کارکوونکي له نیمايي څخه ډېر زیات ښځينه دي. د هند هېواد څو ښځينه جنسي کارکونکو يوه څېړنه کړې وه چې په پایله کې يې ښودلې په دې هېواد کې نالوستي او د کلتوري اړخه د کمزورو ټولنو ښځې د عامو ښځو په نسبت ډېرې ليدل کېدلې، خو په نورو هېوادونو کې داسې ندي دا څېړنه يوازې هند هېواد پورې تړاو لري [۱۴]

په مکسیکو کې د دې کار يوې ډلې څېړنه کړې او موندلي يې دي چې د دې کار زیاتره ټاکونکي ښځې او همجنس باز هلکان دي [۱۵] د شننونکو لخوا دا هم ویل شوي چې د جنسي کارکوونکو کره شمېره څرګنده نده ځکه چې دا برخه ترډېره د مافیا وګړي کنټرولوي او دوی جنسي کارکونکي د خپل ځان مزدورانو په توګه ساتي او کار پرې کوي خو په پایله کې يو ټاکلی معاش ورکوي، دغه ډول کسان د ځمکې لاندې ودانۍ لري. [۱۶]

که څه هم هره ښځه په خپلواکه توګه دا کار کولای شي خو په يوازې توګه يې ځينې ستونزې او شخصي وېره د دې لامل کېږي چې مجبوره شي د غټو دلالانو لپاره کار وکړي، ګټه او پيسې يې هغوی ته لاړ شي خو په اخیر کې د مياشتې په پای يا په يو ټاکلي وخت کې ځانګړی محدود معاش ترلاسه کړي.

ډېری څېړنې او مالوماتي ادارې هڅې کوي ترڅو د جنسي کارکوونکو کره شمېرنه څرګنده کړي خو دا کار ځکه سخت دی چې په ډېريو هېوادونو کې د بېلابېلو قوانینو په موجوديت دا کار غيرقانوني وي يا دې کسانو ته ډېرې ستونزې او سخت شرايط ږدي، نو دوی مجبوره کېږي چې د دلالانو لپاره کار وکړي او په پټه فعاليت وکړي چې دا کار د جنسي کارکوونکو د کره شمېرنې د پټېدو لامل کېږي[۱۷]

تبعیض يا توپيري چلند

سمول

د جنسي کارکوونکو په وړاندې د زياتره خلکو ليد منفي دی او داسې فکر کوي چې دوی د ټولنې اخلاقي فساد او بې لارۍ لامل کېږي، جنسي کارکونکي د تبعيضي چلند او سختو شرايطو سره مخامخ دي او ورسره مبارزه کوي، دوی اړ/ې دي چې خپله دنده له خلکو پټه کړي. [۱۸]

خو په ځينو پرمختللو هېوادونو کې د دوی ژوند هوسا دی او خلکو دا منلې چې دوی د ټولنې برخه دي چې څه ډول يې زړه غواړي هماغسې دې ژوند کوي او څوک دې ورته په بده سترګه نه ګوري دا ډول حقوق تر ډېره په اروپايي هیوادونو کې ورکړل شوي او په زياترو برخو کې خپله حکومت دوی ته روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي لکه د مکروبونو ضد واکسين او د جنسي ناروغیو د لېږد مخنیوي په پار لارښوونې. خو برعکس په ځينو هېوادونو کې د جنسي کارکوونکو ژوند ډېر سخت دی او په پټه فعاليت کوي د ځينو حقونو بې برخې دي.

ځينې غله او خلافکاران له دې کاره د انساني قاچاق په توګه کار اخلي د بېلګې په توګه ځينې آنلاین سایټونه خلک د جنسي کارکوونکو سره د ليدنې او سکس لپاره ورغواړي خو وروسته يې قاچاقوي، دې کار پر جنسي کارکوونکو ډېره ناوړه اغیزه اېښودلې او دوی يې له ډېرو ستونزو سره مخ کړي ځکه چې عام خلک په سايټونو سخت باور کوي [۱۰]

په نړیواله کچه جنسي کارکونکي د روغتیایي پاملرنې، قانوني حقونو او د کار حقونو ته د لاسرسي په برخه کې له خنډونو سره مخ دي. د متحده ایالاتو د جنسي کارکونکو په یوې سروې کې د سلګونو جنسي کارکوونکو د نظر اخيستلو سره څرګنده شوې چې تر نيمايي پورې جنسي کارکوونکي له تاوترخوالي سره مخ شوي[۱۹] په يوې بلې ورته څیړنه کې یو جنسي کارکونکي راپور ورکړی؛ "په دې ژوند کې، هیڅ شی خوندي نه دی". [۱۹]

جنسي کارکونکي ښايي د پولیسو ناوړه چلند هم تجربه کړي، ځکه چې پولیس ښايي د جنسي کارکوونکو د ډارولو لپاره خپل واک وکاروي. په ځینو هیوادونو کې د پولیسو افسرانو ته راپور ورکړل شوی چې د کوڅو مېشته جنسي کارکوونکو څخه ناوړه ګټه پورته کړي ترڅو دوی مجبور کړي چې له پیسو پرته له پولیسو سره جنسي اړيکې ونیسي، خو ځینې وختونه بیا هم د جبري جنسي تېري وروسته نیول کېږي. [۱۹] .

پوليس دوی په بېلابېلو تهديدونو ډاروي او دوی نشي کولای د هغو جبرونو پر وړاندې څه ووايي چې پوليسو ورسره کړي دي [۲۰] ځينې مدافع سازمانونه هم شتون لري چې د جنسي کارکوونکو حقونه خوندي کړي او د هغه ظلمونو او جبرونو سره مبارزه وکړي چې جنسي کارکوونکي ورڅخه سر ټکوي.

ورته ليکنې

سمول

سکس شاپ

سرچينې

سمول
  1. . April 2019. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  2. Oxford English Dictionary, "sex worker"
  3. Weitzer 2009.
  4. Burnes, Theodore R. (2017). "Sex Work". In Nadal, Kevin L. (ed.). The SAGE Encyclopedia of Psychology and Gender. SAGE Publications, Inc. pp. 1467–1470. doi:10.4135/9781483384269.n494. ISBN 9781483384283.
  5. . 2000. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  6. . 2003. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  7. . 2006. {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help); Missing or empty |title= (help)
  8. . 2009-04-29. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  9. . 2019-07-03. {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help); Missing or empty |title= (help)
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ . 12 March 2022. {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help); Missing or empty |title= (help)
  11. . 2005. {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help); Missing or empty |title= (help)
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ . Toronto https://www.theglobeandmail.com/news/british-columbia/some-sex-workers-choose-industry-due-to-benefits-of-occupation-study/article33965010/. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help); Unknown parameter |Date= ignored (|date= suggested) (help); Unknown parameter |Publisher= ignored (|publisher= suggested) (help); Unknown parameter |Title= ignored (|title= suggested) (help); Unknown parameter |Work= ignored (|work= suggested) (help)
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ . UK https://www.theguardian.com/society/2011/aug/05/payoff-sex-workers-clients-stories. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help); Unknown parameter |Date= ignored (|date= suggested) (help); Unknown parameter |Title= ignored (|title= suggested) (help); Unknown parameter |Work= ignored (|work= suggested) (help)
  14. . April 2006. {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help); |doi-access= requires |doi= (help); Missing or empty |title= (help)
  15. Katsulis, Yasmina (2009-09-15). Sex Work and the City. University of Texas Press. ISBN 9780292779808.
  16. . 2016-06-28. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  17. . March 2005. {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help); Missing or empty |title= (help)
  18. . 2018-03-01. {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help); Missing or empty |title= (help)
  19. ۱۹٫۰ ۱۹٫۱ ۱۹٫۲ . 2013-09-23. {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help); |doi-access= requires |doi= (help); Missing or empty |title= (help)
  20. . 2000-09-18. {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help); Missing or empty |title= (help)