سکس شاپ (په انګرېزي: Sex Shop) د جنسي توکو پلورنځي يا دوکان ته ويل کېږي، په دې ډول پلورنځيو کې د جنسي اړيکو وسيلې، سکسي جامې، شورتونه، سينه بندونه او د خوندي سکس وسايل لکه کانډوم او همداراز د يوويشتمې پېړۍ پیلېدو راوروسته سکسي فيلمونه او مجلې پلوري. ځينې سکس شاپونه د سکسي فلمونو نندارې لپاره ځانګړي اتاقونه هم لري د سينما په څېر.

په پاریس کې د جنسي توکو پلورنځی

دا ډول پلورن‌ځايونه تر ډیره د دولت او قانون تر سيورې لاندې فعاليت کوي، د بېلګې په توګه د ۱۸ او په ځينو سيمو کې د ۲۱ کلونو څخه کم عمره ماشومانو ته د ننوتلو اجازه نه ورکوي، په ځينو سيمو په ځانګړې توګه په اسلامي هېوادونو کې دا ډول دوکانونه د فعاليت اجازه نلري.


ډېری آنلاين اينټرنټي پلورنځي هم شتون لري چې پېرودونکي کولای شي په اسانۍ او ډاډه زړه د خوښې وړ توکي واخلي او خپل کور ته يې وروغواړي، دا ډول آنلاين دوکانونه په ځينو اسلامي هېوادونو کې په غیرقانوني توګه فعاليت کوي.

تاریخ

سمول

سکس شاپ د لومړي ځل لپاره په استراليا هېواد کې په ۱۹۶۰ زېږدیز کال کې د سيدني په يوه ښار کې فعاليت پيل کړ، خو وروسته د ۱۹۷۰ کال راپدیخوا د ځينې باتري لرونکي جنسي وسايل جوړ شول او بيا د ۲۰۰۰ زېږدیز کال پورې د پورن فيلمونو خورا ډېر شهرت ترلاسه کړ چې په ترڅ کې يې د دا ډول دوکانونو بازار خراب کړ، د اينټرنټي سايټونو څخه پېرودونکي هم ډېر شول چې دا کار هم د دوکانونو د بازار خرابېدو لامل وګرځېد.

د جنسي توکو پلورن‌ځايونه په استراليا کې د ايالتي قانون او دولت له لورې کنټرولیږي، خو د آيالتونو ترمېنځ قوانين هم توپير لري ، په ځينو ايالتونو کې دا ډول دوکانونه د ډېر سختو شرايطو سره مخ کېږي، د بېلګې په توګه که يو څوک غواړي دا ډول دوکان خلاص کړي بايد له ښوونځيو او کليسا ګانو سره ۲۰۰ متره واټن ولري او همداراز له ۱۸ تر ۲۰ کلونو څخه کم عمره ماشومانو ته د ننوتلو اجازه ورنکړل شي ترڅنګ يې د دوکانونو د بهرني ليد کړکۍ وتړل شي په پټ ډول فعاليت وکړي.

په چين هېواد کې د لومړي ځل لپاره په ۱۹۹۳ زېږديز کال کې د پکن په ښار کې يو سکس شاپ پرانيستل شو، چې وروسته تر ۲۰۱۳ کال پورې دا ډول دوکانونه ډېر زيات شول او شمیر يې شاوخوا ۲۰۰۰ ته ورسېد او زياتره وسايل یې په هېواد دننه کې جوړېدل.

کاناډا

سمول

په شمالي امریکا کې د جنسی توکو لومړنی پلورنځی چې د "the garden" په نوم یادېده د 1971 په اکتوبر کې د آیور سارجنټ لخوا د مونټریال ښار په ښار کې د کریسنټ سړک کې پرانستل شو، د دې پلورنځي پرانیستل ډېر پيرودونکي ځانته راجلب کړل، او ټولو به دا ډول جنسي توکي اخيستل. وروسته د وخت په تېريدو په کاناډا کې هم ورته ډول دوکانونه ډېر شول.

په دې هیواد کې د جنسي توکو د پلور او پېر لپاره هیڅ ځانګړی قانون شتون نلري خو په ځينو برخو کې د پورن يا سکسي فيلمونو اخيستل د عمر محدوديت په پام کې نيسي. که څه هم کاناډا کې د رضايت عمر ۱۶ کاله دی خو د پورنوګرافي يا سکسي فيلمونو د کتلو او پېرودلو لپاره ۱۸ کلونه عمر درلودل حتمي دي.

ایټالیا

سمول

په ایټالیا کې د جنسي توکو لومړنی پلورنځی په 1972 کې په میلان ښار کې د انجیلا ماسیا او د هغې مېړه ایرکول سباتیني لخوا پرانيستل شو. دا لومړی "رسمي" سکس شاپ يا د جنسي توکو پلورنځی وو. له هغه وخت وروسته دا ډول دوکانونه ډېر شول، په عمده توګه په روم کې. په 2018 کې په توسکاني کې د پیستویا ښار د په مرکز کې د نوي سکس شاپ پرانيستلو باندې بنديز ولګېده خو پخوانيو جوړ شويو دوکانونو ته کوم څه پېښ نشول هماغسې پاتې شول.

جاپان

سمول

په جاپان کې د جنسي توکو خرڅوونکي/پلورونکي د سکسي فلمونو دوکانونه دي يعنې دې برخې ته کوم خاص دوکانونه شتون نلري. هغه دوکانونه چې د سکس اړوند فیلمونه پلوري د دې برخې وسايل هم لري.

هالینډ

سمول

په هالنډ کې د جنسي توکو لومړنی پلورنځی د 1970 لسیزې په لومړیو کې د دوو شريکو سوداګرو لکه بیټ اوس او لاس براون لخوا پرانيستل شو. د الاسیرا په نوم د نړۍ د مسلمانانو لپاره لومړنی آنلاین سکس شاپ په ۲۰۱۰ کال کې په هالنډ کې پرانیستل شو. دې ویب پاڼې د فعاليت په لومړیو څلورو ورځو کې 70,000 لیدنې درلودې.

سینګاپور

سمول

په سینګاپور کې د جنسي توکو پلورنځي خورا لږ دي. یو څو یې په 2005 کې پرانیستل شوي وو، خو اوس یوازې يو څو دانې دي، دا پلورنځي په عمده توګه د ښځو شورتونه، سينه بندونه او مختلف جنسي توکي پلوري. د دوی محصولات د پلورنځي له کړکۍ څخه لیدل کېدای شي.

سویلي افریقا

سمول

د لويانو نړۍ دوکان؛ په 1994 کې د سویلي افریقا د لومړني سکس شاپ په توګه تاسیس شو وروسته له هغه چې نیلسن منډیلا د تبعیض ضد قانون ملاتړ وکړ. دې دوکان په سویلي افریقا کې ټولټال 52 پلورنځي او په آسټرالیا کې 15 پلورنځي پرانستل. ډیری مذهبي عیسوي ټولنې د دې ډول دوکانونو مخالفت کوي او په پراخه کچه يې په وړاندې لاریونونه هم کړي ترڅو وتړل شي.

امريکا

سمول

په متحده ایالاتو کې، په 1960 لسیزه کې د سترې محکمې د پریکړو لړۍ (د متحده ایالاتو د اساسي قانون) په عمومي توګه د جنسي توکو پلورنځي قانوني کړل، خو لاهم په ځينو برخو کې قانون ځينې شرايط وړاندې کوي، لکه د قانوني عمر په پام کې نيول، ځينې مناسب ځايونه او داسې نور.

اړوندې لیکنې

سمول
  • جنسي ماشین
  • د جنسي توکو ماشینونه
  • سکس کلب

سرچينې

سمول