له ننوتلو پرته سکس

پرته له يوځای کېدو جنسي اړیکه یا د ننوتلو پرته سکس د جنسي اړيکو یو ډول دی چې معمولاً جنسي دخول پکې نه وي، په دې ډول اړيکه کې ننباسل نشته لکه څنګه چې په نورمالو اړيکو کې په واژن، مقعد يا خولې کې وي، يوازې د يوبل سره د اندامونو نښلول او لمسول پکې ترسره کېږي [۱] [۲] [۳]

د سينو په مېنځ کې د تناسلي آلې نښل

که څه هم دا ډول جنسي اړيکې د نورمالو جنسي اړيکو په څېر دخول او خروج نلري خو کله کله په دې ډول اړیکو کې ځينې سطحي ننوتنې هم ترسره کیږي د بېلګې په توګه په واژن کې د ګوتو ننباسل او ورته نور فعاليتونه.

کړنلارې او ډولونه

سمول

خلک په بېلابېلو دلايلو د جنسي دخول پرته جنسي اړيکې خوښوي او ترسره کوي يې، ځينې دليلونه يې په سکس کې د تنوع رامېنځته کول او ځينې وخت د سکس څخه ترمخه دا ډول کارونه د لا چمتوالي او ډېر خوند اخيستلو لپاره ترسره کېږي. جنسي شريکان د باکرګۍ د ساتنې لپاره هم دا کار کوي، زياتره هغه کسان چې د واده مخکې د مينې په اړيکه کې وي او نجلۍ نغواړي چې د بکارت پرده يې له لاسه ورکړي.

ځينې طريقې

د بدنونو نښلول

سمول

د بدنونو نښلول د جنسي خوند ترلاسه کولو لپاره يوه لاره ده چې دواړه جنسي شريکان يعنې نر او ښځه د يوبل سره خپل بدنونه نښلوي او لمسوي. په دې ډول حالت کې د ښځې تيان، شا، ملا، ورنونه، غاړه او نورې برخې د نر له خوا په تناسلي آلې يا په لاس سره لمسېږي او دواړه خواوې خوند اخلي. دا ډول کار په لوڅه توګه ترسره کېږي يعنې دواړه خواوې هیڅ کالي يا جامې په تن نلري او بدنونه سره نښلوي. دا ډول جنسي فعاليت د ځوانو هلکانو او نجونو ترمېنځ ترسره کېږي چې په انګرېزي کې په (body to body)/«بدن په بدن» مشهور دی چې د سکسي ماساژ په نوم هم پېژندل کېږي.

دوه اړخیزه موټ وهل

سمول
 
د پیټر جوهان لخوا د دوه اړخیزه موټ وهلو انځور، 1840
 
د اوبو په رنګ جوړ شوی انځور چې پکې جنسي شريکان د يوبل تناسلي غړي لمسوي او دوه اړخيزه موټ وهل ترسره کوي

دوه اړخیزه موټ وهل زياتره د دوه یا ډېرو کسانو له خوا په ډله ييزه توګه د تناسلي غړو هڅولو ته ويل کېږي. [۴] دا فعالیت معمولاً هغه وخت ترسره کېږي کله چې یو یا دواړه جنسي ملګري په فيزیکي یا ذهني توګه د جنسي اړیکو لپاره چمتو نه وي، مګر غواړي پرته له جنسي دخول څخه سکس وکړي. په دې حالت کې معمولاً سړی پروت وي او ملګرې يې ترڅنګ ناسته وې د يوبل په جنسي غړو لاسونه وهي او هڅوي يې دا کار زياتره د غوړو او ځانګړو جنسي موادو په کارولو سره ترسره کېږي. د موټ وهلو بېلابېل ډولونه شتون لري لکه د يوبل تناسلي غړي لمسول، د ښځې په واژن يا مقعد کې ګوتې ننباسل. د پښې په وسيله د اندامونو هڅول هم ښايي ترسره شي يعنې ښځه د خپلو پښو په مینځ کې د نارينه تناسلي غړی ونيسي يا نارينه د ښځې په واژن سربېره خپله پښه ونښلوي. دا ډول دوه اړخيزه موټ وهل ښايي د حاملګۍ يا بکارت پردې د ساتنې په موخه هم ترسره شي. دوه اړخیزه موټ وهل د جنسي اړيکو په کورنۍ کې له خوندي اړيکو څخه ګڼل کیږي د دې ډول کار سره د هغو ناروغيو مخه نيول کېزي چې د جنسي اړيکو له امله يوبل ته انتقالېږي.

د لېوالتیا جنسي اړيکې

سمول

په نن زمانه کې په ډېرو پرمختلليو هېوادونو کې ځوانان يعنې نجونې او هلکان داسې يو دود لري چې لنډمهاله موقتي جنسي اړيکې د شوق او لېوالتیا له امله ترسره کوي، يعنې د مينې اړيکه نلري خو همداسې د خوند لپاره يوه شپه سره تېروي يا يوځای ټاکي، په داسې يوه حالت کې ښايي له دخول پرته هم جنسي فعاليتونه ترسره شي.

لېوالتیا سکس بېلابېلې ماناګانې او ډولونه لري، ځينې جنسي شريکان بشپړ سکس کوي خو ځينې يې يوازې کوچيني جنسي فعاليتونه کوي، خو پوره او بشپړ سکس ډېر عام او عادي دی او يوبل ډول دا دی چې ځوانې نجونې د امېندواري څخه د مخنيوي لپاره له نورو هلکانو سره دا ډول جنسي فعاليتونه ترسره کوي چې دخول پکې نه وي.

روغتيايي ټکې

سمول

که څه هم له دخول پرته جنسي اړيکو کې د ښځې واژن ته په مستقيمه توګه د مني اوبه يا مايعات نه انتقالېږي او دا ډول اړيکې د ننوتلو اړيکو په وړاندې ډېر کم خطرات لري؛ خو بياهم د ځينو وړو ټکو لپاره وېره شته د بېلګې په توګه د ځينو ناروغيو انتقال يا په ډېره کمه کچه امېندواري، په داسې حال کې چې نارينه د مني اوبه د ښځې په واژن سربېره تویې کړي وي.

هره بې ننوتلو اړيکه دا خطر لري چې ښځه امېندواره شي ځکه امکان لري چې د شا لخوا اوبه راتويې شي او واژن ته نږدې شي ورننوزي، همداراز په واژن سربېره يا ورته نږدې د مني تويېدل د دې لامل ګرځي چې ځينې واړه څاڅکي واژن ته ننوزي او ښځه بلاربه يا امېندواره شي[۵][۶]

جنسي لېږدېدونکي ناروغۍ چې په غیر دخولي جنسي اړیکو کې لیږدول کیږي د هغو څخه توپیر لري چې په دخولي جنسي اړیکو کې لیږدول کیږي. هغه جنسي انتقالي ناروغۍ چې د ننوتلو پرته جنسي اړيکو کې انتقالېږي پر لاندې ډول دي:

  • د Spotted fever وېروس: دا دا ناروغي د اخته کس له خوا ډېره اسانه بل کس ته لېږدول کېږي، کله چې اخته کس جنسي شريک په شونډو ښکل کړي يا په ویروس د اخته کس تناسلي غړی وڅټل شي وېروس انتقالېږي.
  • تناسلي مرخيړي يا genital warts: دا ډول وېروس د جنسي غړو يعنې د نر تناسلي غړي او ښځې واژن د پوستونو نښلون له امله رامېنځته کېږي او د اخته کس لخوا په ډېرې آسانۍ جنسي شريک ته لېږدول کېږي.
  • شانکرويېډ په جنسي غړو يو وړوکی زخم دی خو يو ویروس دی چې دا هم د پوستکو نښلون په حالت کې لېږدول کېږي.
  • سیتومګالوویروس: د لوندوالي او رطوبت پر مهال لېږدول کېږي په ځانګړي ډول د وينو لوندوالی.
  • د انساني پاپېلوما وېروس د پوستکو نښلون پرمهال بل کس ته لېږدول کېږي.
  • اوبيز مرخيړی د عادي نږدېوالي په صورت کې بل کس ته لېږل کېږي لکه لاس ورکول يا د جامو سره نښلېدل.
  • د شرمګا شپږه يا pubic lice: د پوستکي نښلون په حالت کې بل کس ته لېږدول کېږي.
  • سفلېس: د ښکلولو پرمهال لېږدول کېږي خو شونتيا يې ډېره کمه ياده شوې.
  • ټریکومونیازېس: دا وېروس د مايعاتو يوځای کېدو پرمهال لېږدول کېږي يعنې د نر مني او د ښځې د واژن اوبه.

په دخولي اړيکو کې انتقالي ناروغۍ

سمول

په دخولي جنسي اړيکو کې د ناروغيو او وېروسونو د لېږدونې خطر ډېر دی ځکه چې د مايعاتو او اوبو ننوتل پکې شونی، هغه ناروغۍ چې په دخولي اړيکو کې لېږدول کېږي پر لاندې ډول دي [۷]

  • کلیمیډیا دا ناروغي د مقعد يا واژن جنسي اړيکې پرمهال اسانه لېږدول کېږي خو په ډېر کم شمېر د خولې سکس له لارې هم لېږدول شوي
  • ګونوریا د مقعد او واژن جنسي اړیکو پرمهال لېږدول کېږي او د خولې له لارې یې هم د لېږدونې خطر ډېر لوړ دی.
  • هیپاتیت بې د خولې سکس له لارې لېږدول کېږي.

ډیری خلک د HIV/AIDS وېروس د اخته کېدو خطر په اړه اندېښمن دي. په دې وېروس د اخته کېدو لوی لامل ناخوندي جنسي اړيکه ده يعنې د جنسي اړيکې پرمهال د کانډوم څخه کار نه اخيستل د دې لامل کېږي چې اخته کس دا وېروس جنسي ملګري ته ولېږدوي[۸] په غير دخولي اړيکو يعنې غیږې، يا د سينو لمسولو په صورت کې د دې ناروغۍ د لېږدون خطر ډېر کم دی خو د رطوبت يا لوندتيا له امله يې د لېږدون خطر ډېر دی د بېلګې په توګه د مني اوبه يا د واژن وینې‌[۸]

اړونده ليکنې

سمول

سرچينې

سمول
  1. Michael W. Ross, Lorna D. Channon-Little, B. R. Simon Rosser (2000). Sexual Health Concerns: Interviewing and History Taking for Health Practitioners. University of Michigan. p. 45. ISBN 0-8036-0668-0.{{cite book}}: نگهداری یادکرد:استفاده از پارامتر نویسندگان (link)
  2. See 272 and page 301 for two different definitions of outercourse (first of the pages for no-penetration definition; second of the pages for no-penile-penetration definition). Rosenthal, Martha (2012). Human Sexuality: From Cells to Society, 1st ed. Cengage Learning. pp. 576 pages. ISBN 0-618-75571-3. نه اخيستل شوی September 17, 2012.
  3. Judith LaRosa, Helaine Bader, Susan Garfield (2009). New Dimensions In Women's Health. Jones & Bartlett Learning. p. 91. ISBN 0-7637-6592-9. نه اخيستل شوی August 31, 2013.{{cite book}}: نگهداری یادکرد:استفاده از پارامتر نویسندگان (link)
  4. Fulbright, Yvonne K. (2010). The Better Sex Guide to Extraordinary Lovemaking. Quiver. p. 141. ISBN 978-1-59233-352-3.
  5. Thomas, R. Murray (2009). Sex and the American teenager seeing through the myths and confronting the issues. Lanham, Md.: Rowman & Littlefield Education. p. 81. ISBN 978-1-60709-018-2.
  6. Edlin, Gordon (2012). Health & Wellness. Jones & Bartlett Learning. p. 213. ISBN 978-1-4496-3647-0.
  7. Choices, N. H. S. (2013). Sex activities and risk-Live Well-NHS Choices. Men's health, 18, 39.
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Dianne Hales (2008). An Invitation to Health Brief 2010-2011. Cengage Learning. pp. 269–271. ISBN 0-495-39192-1. نه اخيستل شوی August 29, 2013.