د سوزاک یا د تشو متیازو په نالۍ کې د سوزش پیدا کېدل یوه تکلیفوونکې ناروغي ده، چې د نارینه‎و په نسبت په ښځينه‎و کې زیاته وي.

د نویو څېړنو له مخې د دغې ناروغۍ اسانه علاج د زیاتو اوبو څښاک کې دی.

په امريکا کې د یوې نوې تر سره شوې څېړنې له مخې ، سوزاک د متیازو نالۍ کې ځېنې باکتریاو د راپیدا کېدلو له امله رامنځ ته کېږی، چې د مخنیوي له پاره يې تر ټولو  اسانه لار د یو لېټر زیاتو اوبو څښل دي.

څېړنه کې راغلي چې د غه ناروغي په مثانه کې د ځینو باکتریاوو د راپیدا کېدو له امله رامنځ ته کېږي چې وروسته د متیازو نالۍ ته سرایت کوي. دغه باکتریا باید له مثانې څخه ژر تر ژره ووېستل شي. زیاتې اوبه د دې سبب کېږي چې دغه باکتیریاوې په متیازو کې له ځان سره خارجې کړي.

پر دې سربېره د زیاتو اوبه څښل د ګردې له ګڼو ناروغیو څخه د ځان خوندي ساتلو کې هم مهم رول لوبوي.

تړلې لیکنې سمول

طب رنځپوهنه