رنځپوهنه (په انگرېزي: Pathology له يوناني Lua error in Module:Lang at line 988: attempt to call field 'is_Latin' (a nil value)., pathos, "ناروغي، رنځ"; او Lua error in Module:Lang at line 988: attempt to call field 'is_Latin' (a nil value)., -logia پوهې نه) د طبي پوهې يو تشخيصي ډگر دی چې د بدن په بېلابېلو غړو کې د ووبونو (انساجو)، د بدني ماياتو او په ټول بدن کې د راټوکېدلي رنځ پېژندنه او آزمېښت په کې ترسره کېږي.

د پښتورگو سلولي سرطان
باکټرياپوهنه: د آگار پلېټ او د پاکټريا کالوني.
دا د ماسټېکټومي يوه نمونه ده چې د تي ډکټل کارسېنوما يا سرطان انځوروي.

همدا اصطلاح د رنځونو د پروسو هغه اړونده ساينسي زده کړه هم په ځان کې رانغاړي چې د عامه رنځپوهنې په نامه هم يادېږي. طبي رنځپوهنه په دوه عمده څانگو وېشل شوې چې يوه يې اناتوميکه رنځپوهنه او بله يې کلينيکي رنځپوهنه نومېږي. وېترينري رنځپوهنه بيا د څارويو د رنځونو په اړه ځانگړې زده کړه ده او همدا راز فايټورنځپوهنه بيا د بوټو د رنځونو او ناروغيو د زده کړې ډگر دی.

د رنځپوهنې تاريخ

د رنځپوهنې تاريخ په منځنۍ ختيځ کې د طب د پراختيا او پرمختگ سره سم د اسلام زرين پېر کې پېلېږي او په لوېديځه اروپا کې د دغې پوهنې تاريخ د اېټاليا د رېنېسانس يا د ويښتابه پېر کې پېل شوی.

د عيسوي پېر نه درې پېړۍ وړاندې په لومړي ځل د لرغوني يونان د لومړنيو طبيبانو، لکه د خالسېدون هېروفيلوس او د خيوس اېراسيستراتوس، لخوا د انسان د بدن سيستماتيکې څيرنې ثبت شوې تاريخي پېښې گڼل کېږي.[۱] خو لومړنی طبيب چې د مړينې نه وروسته يې د پوهې او زده کړې لپاره انساني بدن وڅيره او د مطالعې لاندې يې ونيوه، هغه د اسلام د زرين پېر يو نامتو عرب طبيب ابن ظهر(1091–1161) وو. خو د طبابت د نوي عصر لومړنی رنځپوه رودولف ويرکو (1821–1902) وو او همدا طبيب د مايکروسکوپي رنځپوهنې پلار گڼل کېږي. د لومړنيو رنځپوهانو مسلک اکثراً د جراحۍ دنده وه.

عامه رنځپوهنه

عامه رنځپوهنه چې د پلټونکې رنځپوهنې په نوم يادېږي، تجربوي رنځپوهنه يا تيوريکي رنځپوهنه, د ساينس يو پراخ او پېچلی ډگر جوړوي چې په سلولې کچې او ووبونو کې د ټپونو او رنځونو د مېکانيزم د پېژندنې رابرسېروي. د دې تر څنگ د پوهې دغه څانگه د سلولي کچې او ووبونو له کچې نه تر لوړې کچې پورې د ټپونو او رنځونو پر وړاندې د بدن طبيعي غبرگون او بياجوړېدنې باندې هم ژوره رڼا اچوي. د دغې زده کړې د بحث په اهمو برخو کې د ټپونو او رنځونو پر وړاندې د ژونکو بيارغونه، د ورانۍ د مېکانيزم پر وړاندې سلولي سازېدنه، نېکروسېز، تسپود، ټپ رغېدنه او نيوپلازم شامل دي. دا نومېدلې برخې د رنځپوهنې بنسټ جوړوي او د دغې پوهې کارېدنه د انساني او حيواني رنځونو په پېژندلو کې اهمه ونډه ترسره کوي.

د "عامه رنځپوهنه" نوم د دواړو، د کلينيکي رنځپوهنې او د ژوؤ، اړونده عملياتي کړنو د څرگندولو لپاره کارېږي.

رنځپوهنه د يوې طبي څانگپوهنې په توگه

رنځپوهان هغه ډاکټران يا طبيبان دي چې په ورځيني ژوند کې د بايوپسيگانو او د بدن د مايعاتو د کتنې وروسته د ناروغانو د ناروغيو په پېژندلو او څرگندولو بوخت دي. د سرطان د اکثره ناروغيو پېژندنۍ د همدغو رنځپوهانو لخوا تثبيت کېږي. رنځپوهان کولای شي چې د يوه جسد د مړينې د اسبابو د پلټنو لپاره آټوپسي ترسره کړي. رنځپوهنه د طبي زده کړو يو اهم مضمون دی او په همدې خاطر ډېر رنځپوهان په طبي پوهنتونونو او پوهنځيو کې زده کړې هم ورکوي. د طبي لابراتوارونو د سمبالگرانو په توگه، رنځپوهان د لابراتوارونو د مالوماتي غونډال په رغښت او پرمختگ کې اهمه ونډه ترسره کوي. که څه هم چې د طبي رنځپوهنې عملي کېدنه د دوديزې پلټونکې رنځپوهنې نه اغېزمن شوی، خو د نوي عصر رنځپوهان اصلي څېړنې نه ترسره کوي.

رنځپوهنه د طبابت يوه بې سارې څانگه ده. د دې څانگې کارپوهان د عامو طبيبانو په څېر د ناروغ سره مستقيمې کتنې او تماس نه لري، دوی اکثراً د نورو ډاکټرانو سره د سلاکارانو په څېر کار کوي. د دې لپاره چې يو کانديد د رنځپوهنې منښتليک ترلاسه کړي، پکار ده چې يو کانديد رنځپوهنې د طبي مشق او تمرين اړين پړاوونه بشپړ کړي او تر بشپړېدو وروسته د منل شوې ټولنې د معيار او پروگرام لخوا و آزمويل شي او بيا يې د رنځپوهنې په منښتليک تصديق وشي. په امريکا کې دا ډول منښتليک د امريکا د رنځپوهنې ادارې لخوا تصديق کېږي. په رنځپوهنه کې څېرمه وړې څانگپوهنې هم شته چې د هر هېواد د بېلابېلو معيارونو له مخې سره توپير لري، خو د رنځپوهنې په اکثره څېرمه وړو څانگو کې اناتوميکه رنځپوهنه او کلينيکي رنځپوهنه شامل دي.

اناتوميکه رنځپوهنه

اناتوميکه رنځپوهنه د طبي زده کړو يوه ځانگړې څانگه ده چې د دغې زده کړې د څانگوالو لخوا د ټول بدن، د غړو، او ووبونو د بشپړ، مايکروسکوپي، کيميايي، اميونولوژيکي او ماليکيولي کتنو وروسته د يوه رنځ پېژندنه او تشيخيص ترسره کېږي.

اناتوميکه رنځپوهنه پخپله په څېرمه څانگو وېشل شوې. د دغې ځانگړې څانگې اهمې وړې څانگې جراحي رنځپوهنه، سايټوپاتولوژي يا د ژونکو رنځپوهنه او فورېنسېک يا د عدلي طب رنځپوهنه ده. د پاتولوژي يا رنځپوهنې د دندې د منښتليک د ترلاسه کولو لپاره، پکار ده چې لومړی د طب د پوهنځي نه بريليک ترلاسه کړل شي چې بيا په قانوني ډول دغې طبي څانگې کې عملاً کار ترسره شي. (په امريکا کې د امريکا د رنځپوهنې اداره کې) د ستاژ دورې يو منل شوی پروگرام او د طبي منښتليک ترلاسه کول هغه شرطونه دي چې ترلاسه کولو وروسته يې په يوه منل شوي روغتون کې د رنځپوهنې په څانگه کې څوک دنده ترلاسه کولی شي.

اناتوميکه رنځپوهنه د رنځپوهنې يوه څانگه ده، بله څانگه يې کلينيکي رنځپوهنه نومېږي چې په آزمېښتون کې د بدن د معاياتو او يا هم ووبونو د شننو وروسته د ناروغيو پېژندنه پرې ترسره کېږي. رنځپوهان اکثراً دواړه څانگې، اناتوميکه رنځپوهنه او کلينيکي رنځپوهنه او يا هم د دغو دواړو څانگو څخه په گډه رامېنځ ته شوې برخه، ټولگړې رنځپوهنه عملي تدبيقوي. د نوو تخنيکونو رامېنځ ته کېدل نوو کارپوهانو ته اړمن دی او ناروغان او د هغوی ورپېژندونکي درملگران چې د يو گډ تشخيصي راپور د برابرولو اړتيا لري، د اناتوميکې رنځپوهنې او کلينيکي رنځپوهنې تر مېنځ توپير تت کړی دی. همداراز په وېترېنري رنځپوهنه کې هم بېلابېلې څانگې شته.

کلينيکي رنځپوهنه

کلينيکي رنځپوهنه چې په برتانيه کې د بايومېډيکل ساينس نومېږي، د رنځپوهنې يوه څانگه ده چې د کيميا، مايکروبيولوژي، هېماتولوژي او ماليکيولي رنځپوهنې په کارولو سره د بدن د مايعاتو لکه وينه، متيازې او يا هم نورو ووبونو لابراتواري شننې ترسره کوي او په همدې توگه د يوې ناروغۍ پېژندنه کوي. کلينيکي رنځپوهان د طبي تخنيکگرانو سره او د روغتون د اداري چارگرو او ورپېژندونکو درملگرانو تر څنگ په گډه د دې په موخه کار کوي چې د آزمېښتون آزمېښتونه سم او کره کړي.

کلينيکي رنځپوهنه د رنځپوهنې يوه لويه برخه جوړوي. اکثراً رنځپوهان د کلينيکي او اناتوميکې رنځپوهنې په يو ځای کارولو سره د ناروغيو تشخيص ترسره کوي.

فورېنسېک رنځپوهنه

Forensic pathology is a branch of pathology concerned with determining the cause of death by examination of a cadaver. The autopsy is performed by the pathologist at the request of a coroner usually during the investigation of criminal law cases and civil law cases in some jurisdictions. Forensic pathologists are also frequently asked to confirm the identity of a cadaver.

Forensic pathology is that branch of medicine,which deals with the study of cause of death by examination of a dead body at the request of a coroner during legal cases.

The word forensics is derived from the Latin forēnsis meaning forum.

د ژويو رنځپوهنه

Veterinary pathologists are doctors of veterinary medicine who specialise in the diagnosis of diseases through the examination of animal tissue and body fluids. Like for medical pathology, veterinary pathology is divided in two branches, anatomical pathology and clinical pathology. Veterinary pathologists are critical participants in the drug development process.

د بوټو رنځپوهنه

Plant pathology (also phytopathology) is the scientific study of plant diseases caused by pathogens (infectious diseases) and environmental conditions (physiological factors). Organisms that cause infectious disease include fungi, oomycetes, bacteria, viruses, viroids, virus-like organisms, phytoplasmas, protozoa, nematodes and parasitic plants. Not included are insects, mites, vertebrate or other pests that affect plant health by consumption of plant tissues. Plant pathology also involves the study of pathogen identification, disease etiology, disease cycles, economic impact, plant disease epidemiology, plant disease resistance, how plant diseases affect humans and animals, pathosystem genetics, and management of plant diseases.

The "Disease triangle" is a central concept of plant pathology[۲]. It is based on the principle that infectious diseases develop, or do not develop, based on three-way interactions between the host, the pathogen and environmental conditions.

ماليکولي رنځپوهنه

Molecular pathology is an emerging discipline within pathology which is focused in the study and diagnosis of disease through the examination of molecules within organs, tissues or bodily fluids. Molecular pathology shares some aspects of practice with both anatomic pathology and clinical pathology, molecular biology, biochemistry, proteomics and genetics, and is sometimes considered a "crossover" discipline. It is multi-disciplinary in nature and focuses mainly on the sub-microscopic aspects of disease.

It is a scientific discipline that encompasses the development of molecular and genetic approaches to the diagnosis and classification of human tumours, the design and validation of predictive biomarkers for treatment response and disease progression, the susceptibility of individuals of different genetic constitution to develop cancer and the environmental and lifestyle factors implicated in carcinogenesis[۱].

دا هم وگورۍ

سرچينې

  1. The discovery of the body: human dissection and it...[Yale J Biol Med. 1992 May-Jun] - PubMed Result
  2. George N. Agrios (1997) Plant Pathology fourth edition, Academic Press. New York.

باندنۍ تړنې

کينډۍ:Pathology کينډۍ:Medicine کينډۍ:Medical conditions کينډۍ:Biology-footer