کلاميډيا (په انګرېزي: Chlamydia) د يوې بکتريا نوم دی. هغه ناروغي چې د کلاميډيا بکتريا د فعاليت پر اساس پيدا کيږي، ورته کلاميډيا ويل کېږي. دغه بکتريا په تناسلي غړو کې وي او د تناسلي سېسټم ناروغۍ منځ ته راوړي. له روغ کس څخه ناروغ کس ته د کلاميډيا لېږد يا انتقال د ناخوندي جنسي اړيکو په وسليه کيږي.

کلاميډيا
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
ځانګړې وېشنيزه
جنسي برخه
نور اړين مالومات
لامل

په ځينو کسانو کې د دغه ناروغۍ نښې نه ښکاري، خو هر کله چې کلاميډيا بکتريا پرمختللی تخريب پيل کړي نو بيا لاندې ستونزې د نښو په ډول را ښکاره کيږي.

د رڼو متيازو پر وخت د تناسلي آلې درد؛ هم په سړيو او هم په نجونو کې؛ نارينو کې له (ذکر) او ښځو کې (مهبل) يا له تناسلې آلو دننه ټيوبونو مايعات ځي؛ که چېرې ميرمنې په دې بکتريا ککړې وي، نو له جنسي اړيکو وروسته يې له مهبل وينه ځي؛ په نارينو کې خصيې يا testicles درد کوي او پړسيږي.

درملنه

سمول

دغه ناروغي ډېره شديده نه ده او ځيني وخت يې نښې هم نه ښکاري. په عادي انټي بيوټيک درملو سره يې درملنه کيږي.

خو که چېرې کلاميډيا د تناسلي سېسټم د غړو دننه پرمختګ وکړي، نو بيا په کم وخت کې د وجود نورو غړو ته ځي او همدا ډول د تناسلي سېسټم غړي ټپي کوي، چې وروسته يې درملنه ستونزمنه کيږي.

سپارښتنه دا ده چې د پورته نښو په منځ ته راتګ سره ډاکټر ته لاړ شئ او تر هغه چې جوړ شوي نه ياست، له جنسي نېږدې والي ډډه وکړئ.

سرچينې

سمول
  1. ذکر کېدنه: Taxonomy database of the U.S. National Center for Biotechnology Information. Retrieved: ۷ نومبر ۲۰۱۶. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  2. PubMed publication ID: 18032721.