د بکارت پرده

[۱] د بکارت پرده، په انګرېزي؛ (Hymen) د ښځو د جنسي آلې د دخول په سيمه کې اواره پرده ده، او د تناسلي الې په خوله کې شتون لري، د بکارت پرده په هغو پېغلو کې وي چې هېڅکله یې جنسي اړيکه نه وي ټينګه کړې، په ساده توګه؛ هغه نجونې چې د بکارت پرده لري باکره ورته ويل کېږي. د بکارت پرده په ځينو ټولنو په ځانګړې توګه په افغاني ټولنه کې ډېر اهميت لري، د يوې نجلۍ عفت او عزت ګڼل کېږي، دوی په دې‌ باور دي چې کومې نجلۍ چې د بکارت پرده لري هغې هېڅکله جنسي اړيکه نه ده نيولې، مګر په اصل کې دا باور يې غلط دی، يوازې ۶۰سلنه نجونې د بکارت پرده لري، پاتې نور يې په بېلابېلو دلايلو د بکارت پرده نه لري. يوازې جنسي اړيکه يې د پردې کېدو لامل نشو ګڼلای.

د ښځينه تناسلي
2560×2560
2560×2560
د عامه پوهاوي لپاره د داخلي شونډو دننه سوری په واضح توګه ښکاره شوی. په اصل کې هغه سوری ډېر لاندې دی. او داخلي شونډي باندې پوښل شوي.
Details
Identifiers
لاتینhymen vaginae
MeSHA05.360.319.779.479
TAA09.1.04.008
FMAکينډۍ:FMA
Anatomical terminology

د نارينه او ښځينه تناسلې سېسټومونه نه يوازې د تکثر دنده پر غاړ نه لري، بلکې اطراحيه، تکثري او د جنسي غرېزې د پوره کېدو ټولې دندې پر مخ وړي. هېڅ داسې آزموینه يا څېړنه نشته چې وښيي نجلۍ په طبيعي ډول د بکارت پرده درلوده که نه، د بکارت پردې شلېدل ډېر نری درد او ځينې وخت وينه لري.

د ښځې تناسلي آله

ممکن د لومړۍ جنسې اړيکې پر مهال لږ درد ولري يا هم لږ وينه وبهېږي، هغه هم د پردې د پرې کېدلو پر مهال. ځينې نجونې دا وينه لري او ځينې يې نه لري، دا وينه ډېره چټکه نه وي. يوازې د يو څو ثانيو لپاره دوام کوي. هغه هم يو څو څاڅکې.

د بکارت پردې ډولونه سمول

 
د بکارت پردې ډولونه

د بکارت پرده ډېر ډولونه لري، خو ترټولو مهم او ډېر ډولونه يې په لاندې توګه دي؛

  • حلقوي؛ په دې حال کې پرده په نورو برخو را چاپېره شوې وي، حلقوي پرده په جنسي اړيکه کې ژر پرې کېږي.
  • مثلثی - ترټولو لوی او مهم ډول چې کېدای شي د ۷۰ سلنه ښځينه وو پردې داسې اوسي.
  • مُشَبَک - په دې حال کې پردې د تناسلي غړي نورې برخې پوښلي.
  • پرته له شونډو
  • په طبيعي توګه د پردې نشتون
  • شونډي لرونکې
  • ډېره ټينګه پرده

حتمي نه ده چې د بکارت پرده په لومړنۍ جنسي اړيکه کې پرې يا څېرې شي، ښايي د جنسي اړيکې څو دقيقې وروسته پرې شي.

بڼه او رنګ سمول

د بکارت پرده د هلال په څېر (کله چې سپوږمۍ يا مياشت مکمله نه وي یعنې نيمه وي نو دغه شکل ته هلال وايي) بڼه يا شکل او ګلابي وزمه رنګ لري. د بکارت پرده په اسانۍ سره نه لېدل کيږي خو لېدنه يې شونې ده.

د وينې د بهر کېدو لاره سمول

د بکارت پرده مياشتني ناروغۍ يا Menstruation دوينې د بهر کېدو لار ده په بکارت پرده کې دوه کوچني سوري دي، چې له دغه سوريو څخه د مياشتني ناروغي يا Menstruation وينه بهر کيږي، کله چې د بکارت پرده په غېرې نارمل ډول سره نمو وکړي او ياد سوري بند کړي، نو بيا په ښځو کې مياشتنۍ ناروغۍ منځ ته راځي خو وينه نه بهر کيږي، چې دغه ستونزه بيا جراحي عملياتو ته اړتيا لري. ځيني وخت ښځې وايي چې هېڅ مياشتنۍ ناروغي نه لرم، په حقيقت کې مياشتنۍ ناروغي شته، خو د بکارت پردې د سوريو د بندېدو له امله وينه بهر نه وځي.

پوښل سمول

د بکارت پرده په مکمل ډول مهبل Vagina يا دښځې د تناسلي تيوب نه پوښي

په نارمل او روغتيايي ډول سره د بکارت پرده د مهبل يا د ښځې تناسلي آلې لاندې برخه يا سوری پوښوی نه ټول مهبل. که چېرې د بکارت د پردې په وسيله ټول مهبل پوښل شوی وي، نو دا بيا د بکارت پردې غشاء په غېرې روغتيايي ډول سره نمو کړي او صحي نه ده.

د بکارت پردې دنده سمول

تر ډېرو څېړونو وروسته هم طبي ساينس پوهان په دې نه دي توانېدلي، چې ديادې پردې ځانګړې دنده او ګټه په څه کې ده، دا ځکه چې له جنسي اړيکو وروسته د بکارت پرده له منځه ځي خو کومه روغتيايي ستونزه نه رامنځ ته کوي.

له جنسي اړيکو پرته د بکارت پردې پرې کېدل نه احساسيږي سمول

کله چې د آس سورلۍ، باسيکل او جمنسټيک تمرين په کولو سره د بکارت پرده څېرې شي، نو درد او نور حس يې نشي کېداي، خو يوازې وينه ترسترګو کېدای شي. د جنسي اړيکو له امله د بکارت پردې پرې کېدنه بيا په ډېره کمه اندازه سره درد لري او حس يې کيږي.

د بکارت پردې د پرې کېدو لامل يوازې جنسي اړيکې نه دي سمول

په عامو او نالوستو خلکو کې تر ډېره دا عقيده شتون لري چې د بکارت پردې پرې کېدل او له منځه تلل يوازې او يوازې د جنسي اړيکو پر اساس کېدای شي. دا سمه ده چې د جنسي اړيکو وورسته د بکارت پرده له منځه ځي، خو جنسي اړيکې د بکارت پردې يواځنی لامل نه دی. ټوپ وهل، باېسکل، آس چلول، جمنسټيک کول او ځيې نورې ناروغۍ هم لامل کېدای شي ترڅو د بکارت پرده پرې شي.

د بکارت پرده په ژوند کې يو ځل وي سمول

د بکارت پرده چې يو خل له منځه لاړه شي بيا په هېڅ صورت سره منځ ته نه راځي، تر اوسه داسې جراجي عمليات نه دي تر سره شوي، ترڅو له منځ تللې د بکارت پرده بيا منځ ته راوړي. مصنوعي پردې شته مګر هېڅ بريالۍ پايله نه لري.

په حیواناتو کې سمول

ډیری تی يا سينه لرونکي حیوانات انسانانو ته ورته تناسلي اندام او پرده لري. حیوانات لکه شیمپانزي، فيل، پسونه ، کبان او اسونه. [۱] [۲]

د پردې پرې کېدو عوامل سمول

ځینې فعالیتونه کولی شي د نه تکراري زیان لامل شي او د بکارت پردې‌ پرې کېدو لامل شي چې څو يې پر لاندې ډول دي:

  • درانه ورزشونه د جمناسټیک په څېر
  • دروند وزن پورته کول
  • پر غړي سختې ضربې (لکه لامبو وهل)
  • په تناسلي غړي کې ګوتي يا بل څه دننه کول
  • پېښه
  • د معدې شدید عملیات.
  • ځينې نجونې په طبيعي توګه چې د مور څخه زېږېدلي پرده نه لري.
  • جنسي اړیکه چې تناسلي اله وردننه شي.

دا هم ولولئ سمول

پېغلتوب

سرچينه سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Blank, Hanne (2007). Virgin: The Untouched History. Bloomsbury Publishing. د کتاب پاڼې 23. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-59691-010-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Blackledge, Catherine (2004). The Story of V. Rutgers University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-8135-3455-0. Hymens, or vaginal closure membranes or vaginal constrictions, as they are often referred to, are found in a number of mammals, including llamas, … الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)