69 (سکسي ماډل)

نهه شپېته یا 69 یو سکسي ماډل دی چې پکې دوه کسان خپل ځانونه داسې تنظیموي چې د هر یوه خوله د يوبل تناسلي غړو ته نږدې وي ترڅو دواړه په یو وخت کې یو بل ته د خولې سیکس ترسره کړي. [۱] [۲] [۳] جنسي شريکان داسې سره تنظيم وي لکه د انګرېزي 69 تورې چې سرونه يې سرچپه وي او هماغسې مثال لري نو ځکه دا نوم پرې پوخ شوی دی.[۳] [۴] د انګرېزي ژبې 9 او 6 تورې چې سره يو شي يعنې دا چې د نر سر د ښځې لاندې او د ښځې سر د نر لاندې وي.

په لومړي کې دا نوم په فرانسوي ژبې کې راپيدا شوی وو چې بيا وروسته په انګرېزي او نورو ژبو کې عام شو، د دې نوم مانا دا ده چې دواړه جنسي شريکان کولای شي چې د يو بل خولې حس کړي او د خولې سکس تجربه کړي. دا ډول جنسي اړيکې ته د خولې سکس ويل کېږي خو ځينې وخت د اصلي سکس مخکې دا کار کېږي ترڅو د يوبل تناسلي غړي لانده کړي او هم په ورته مهال خوند واخلي بيا وروسته له دې نورمال سکس وکړي.

ورته ليکنې

سمول

سکسي ماډلونه

ډاګي سټایل

ميشېنري

ښځه لوړه

سرچينې

سمول
  1. Rojiere, Jean (2001). The Little Book of Sex. Ulysses Press. ISBN 1-56975-305-9.
  2. Julie Coleman, "Love, sex, and marriage: a historical thesaurus", Rodopi, 1999, ISBN 90-420-0433-9, p.214
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Aggrawal, Anil (2009). Forensic and Medico-legal Aspects of Sexual Crimes and Unusual Sexual Practices. Boca Raton: CRC Press. p. 380. ISBN 978-1-4200-4308-2.
  4. René James Hérail, Edwin A. Lovatt, "Dictionary of Modern Colloquial French", Routledge, 1990, ISBN 0-415-05893-7, p.484