ميشېنري (د سکس ماډل)

د مشنري ماډل (په انګرېزي: Missionary position) یا سړی برسېره ښځه لاندې د جنسي اړيکو يو سټایل دی چې په عموم ډول، ښځه د نر تر بدن لاندې وي او پښې یې پورته وي په مېنځ کې يې د سړي بدن وي، په داسې حال کې چې دوی له یو بل سره مخ کېږي او اندامونه يې سره نښلي. [۳] [۱] دا ماډل د نورو جنسي فعالیتونو لپاره هم کارول کېږي لکه د انال سکس(د شا اندام غیر نورمال يا مقعدي اړيکه)

دوه جنسي شريکان (نر او ښځه) د مېشنري ماډل جنسي اړيکې ترسره کولو په حال کې. [۱] [۲] په داسې حالت کې نر د ښځې پر بدن سربېره وي، ننوتل او وتل او همداراز نور فعاليتونه ترسره کوي

دا ماډل معمولاً د نر او ښځې يعنې متضادو جنسونو لخوا ترسره کېږي، مګر د همجنس جوړو لخوا هم کارول کېږي. [۳] دا ډول جنسي اړيکه کېدای شي په جنسي انزال ختمه شي خو کله کله يوازې د سطحي اړيکې لپاره هم کارول کېږي، يعنې ښځه او نر يوازې سره ښکلوي يا آند دا چې دخول او خروج هم ترسره کوي خو د انزال مخکې په مېنځ کې يې پای ته رسوي. [۴]

دا ډول جنسي اړيکه د مېرمنو لپاره ډېره خوندوره وي، ځکه هم دخول او خروج ترسره کېږي، هم په ورته وخت کې د بدن حساس ځایونو ته پاملرنه کېږي، لکه ښکلول، د تیانو لمسول د نارینه له بدن سره يې د بدن لګېدل، هغه څه چې ښځې په اسانۍ سره اورګاسم ته رسوي.

د مشنري ډول ترټولو عام جنسي ماډل دی، مګر په نړیواله کچه د ترټولو غوره په توګه نه ګڼل کېږي. مشنري سټایل زیاتره د هغو جوړو لخوا انتخاب کېږي چې د يوبل بدنونو نښلېدلو او له رومانتيک اړخونو څخه خوند اخلي او په ورته وخت کې د یو بل سترګو ته ګوري او یو بل ښکلوي او لمسوي.


دا ډول جنسي اړيکې ترسره کول ډېرې ګټې لري، چې له جملې يې په نارینه کې د حوصلې کنټرول دی، يعنې د جنسي اړيکې پرمهال کولای شي چې د څو ثانیو لپاره دخول او خروج ودروي، او نور فعاليتونه لکه د ښځې ښکلول، سترګو ته يې کتل، د تیانو لمسول او ورته فعاليتونه ترسره کېږي چې دا کار د ژر انزالېدلو مخه هم نيسي.

لغات پېژندنه او کارونې

سمول

یوه عامه کیسه او باور دا دی چې د 'مشنري ماډل' اصطلاح د انګلیسي ژبو عیسوي مشنریانو رامېنځته کړې، دوی په نويو بدلونونو پسې کتل ترڅو د جنسي اړيکو ماډلونو ته نوښت ورکړي. [۵] . [۶]

فرانسویان دې ته د 'کلاسیکې جنسي اړيکې' نوم ورکوي. ټوسکان دې ماډل ته د 'انګلیسي ماډل' نوم ورکوي، خو ځینې عربي ژبې هېوادونه دې ماډل ته ' د مارانو ماډل' نوم ورکوي.

ورته ليکنې

سمول

ډاګي سټایل

ښځه لوړه (د سکس ماډل)

سرچينې

سمول
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Keath Roberts (2006). Sex. Lotus Press. p. 145. ISBN 8189093592. Archived from the original on March 10, 2021. Retrieved August 17, 2012.
  2. Wayne Weiten; Margaret A. Lloyd; Dana S. Dunn; Elizabeth Yost Hammer (2008). Psychology Applied to Modern Life: Adjustment in the 21st Century. Cengage Learning. p. 423. ISBN 978-0495553397. Archived from the original on July 12, 2021. Retrieved January 5, 2012.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ . May 26, 2015. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  4. Dixson, Alan F. (1998). Primate Sexuality: Comparative Studies of the Prosimians, Monkeys, Apes, and Human Beings. Oxford, England: (Oxford University Press. p. 113. ISBN 978-0-19-850182-4. Archived from the original on 2024-04-04. Retrieved 2020-11-06.
  5. Roberts, Amanda; Padgett-Yawn, Barbara (1998). Reader's Digest Guide to Love & Sex. Reader's Digest Association. ISBN 9780762100439. Archived from the original on 4 April 2024. Retrieved 27 July 2015. The missionary position is so called because it was allegedly the sexual position recommended by Christian missionaries to their Polynesian converts in the era of European colonialism.
  6. . 2005-06-17. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)