هادریان (په لاتین ژبه کې: Caesar Trâiānus Hadriānus ؛ د ۷۶ کال د جنوري له ۲۴ – د ۱۳۸ جولای تر ۱۰) د ۱۱۷ کال څخه تر ۱۳۸ کال پورې روم سترواک و. نوموړی په ایټالیکا کې (چې د هسپانیې اوسني سانټیپونس ته نږدې سیمه ده)، او په هسپانیا بایتیکا کې د ایټالیا مېشتتو رومي مستعمېره وه، زیږېدلی و؛ کورنۍ یې، ایلایایي هادریاني، د ایټالیا د یایسنوم له اتری ښار څخه راغلې وه چې یا د ایټالیکا له اصلي بنسټ ایښودونکو څخه وه او یا هم وروسته د دریمې پېړۍ مخکې له میلاد نه او د لومړۍ پېړۍ ورسته له میلاد نه تر منځ هلته تللې وه. پلار یې د سناتوري مقام درلود و او د سترواک تراجان د تره لومړی زوی و. هادریان د خپل مسلکي ژوند په لومړیو کې د تراجان د خورځې له لور ویبیا سبینا سره واده وکړ، مخکې له دې چې تراجان سترواک شي او ښایي دا کار د تراجان د مېرمنې پومپیا پلوتینا په امر تر سره شوی وي. د پلوتینا او تراجان نږدې ملګري او سلاکار لوسیوس لیسینیوس سورا له هادریان سره غوره اړیکې درلودې. کله چې تراجان مړ شو، کونډې یې ادعا وکړه چې هغه د خپل مرګ څخه لږ وړاندې هادریان د سترواک په توګه نومولی و.

هادریان
(لاطینی: Publius Aelius Hadrianus د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هادریان
هادریان

د شخص معلومات
زیږون نوم (لاطینی: Publius Aelius Hadrianus د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۲۴ جنوري ۰۰۷۶[۱]
مړینه 10 جولای 138 (62 کاله)[۱]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل زړه نابری   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت لرغونی روم   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال
پوځي ځواک
شاعر   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) لاتين ژبه   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

د روم پوځ او سنا د هادریان ځایناستي تصویب کړه، خو څلور مخکښ سناتوران لږ وروسته په غیرقانوني توګه اعدام شول. هغوی د هادریان مخالفت کړی و یا داسې ښکارېده چې د هغه ځایناستي له ګواښ سره مخ کوي، او هغوی د مرګ په اړه سنا نوموړی پړ و ګنه او هېڅکله یې هغه ته بښنه ونکړه. هغه په میسوپوتامیا، آسیریا، ارمنیا او د داکیا په ځینو برخو کې د تراجان د ځمکنیو لاسته راوړنو او د پراختیا سیاست په پرېښودو سره د اشرافو تر منځ ناراضیاتي را پورته کړه. هادریان غوره وګڼله چې د باثباته، دفاعي سرحدونو په پراختیا او د سترواکۍ د پاشو وګړو په یووالي کې پانګونه وکړي. نوموړی د هادرین دیوال د ودانولو له امله شهرت لري چې د برتانیا شمالي پولې یې په نښه کړې.

هادریان په لېوالتیا سره خپل شاهي خیالونه او شخصي ګټې تعقیب کړې. تقریباً د سترواکۍ له هر ولایت یې لیدنه وکړه، چې د شاهي متخصصینو او مدیرانو له خوا بدرګه کېده. نوموړي پوځي چمتووالی او نظم و هڅو او هغه د بېلابېلو ملکي او دیني بنسټونو او ودانیو پروژې یې ملاتړ، ډیزاین، یا یې په شخصي توګه تمویل کړي. پخپله روم کې، نوموړي د خدایانو معبد (پنتیون) بېرته ودان کړ او د وینوس او روما پراخه معبد یې جوړ کړ. په مصر کې، ښایي هغه د اسکندریې سیراپیوم (معبد) بیا جوړ کړی وي. هغه د یونان سخت مینه وال و او هڅه یې کوله چې اتن د سترواکۍ کلتوري پلازمینه کړي، نو هلته یې د ډېرو معبدونو د دوانولو امر وکړ. د یوناني ځوان انټینوس سره د هغه ژورې اړیکې او د هغه ناڅاپي مړینه، د دې لامل شو چې هادریان د خپلې واکمنۍ په وروستیو کې پراخه دیني رامنځ ته کړي. هغه په يهوديه کې د بار کوکبا پاڅون وځپه.

د هادریان د ژوند وروستي کلونه د مزمنې ناروغۍ له امله زیانمن شول. هغه د بارکوکبا پاڅون په یوناني یوالي کې د خپل خیال د ناکامۍ په توګه ولید. نوموړي دوه نور سناتوران د هغه په ​​وړاندې دسیسې په تور اعدام کړل، او دې کار نارضایتي لا پسې زیاته کړه. د ویبیا سبینا سره د هغه واده ناخوښه او بې اولاد و. په ۱۳۸ کال کې نوموړي انتونینوس پیوس د اولاد په توګه غوره کړ او هغه یې د ځای ناستی وټاکه، په دې شرط چې انتونینس مارکوس اوریلیوس او لوسیوس ویروس د خپل وارث په توګه غوره کړي. په هماغه کال هادریان په بایا کې مړ شو، او انتونینوس د سنا د مخالف سربېره هغه ته معبود مقام ورکړ. اېدوارډ ګیبون هغه د رومي سترواکۍ د "پنځه غوره سترواکانو" په نوملړ کې راوست، یعنې هغه یې "ښه دیکتاتور" یاد کړ؛ خو هادریان خپلې سنا هغه منزوي او مستبد وموند. هغه مرموز او متناقص ګڼل شوی، چې هم یې لوی شخصي سخاوت او هم یې د شدید ظلم ځانګړتیا درلوده. همدارنګه ډېر کنجاو، په خپل ځان مغرور او جاه طلبه ګڼل شوی دی. [۲]

لومړی ژوند سمول

هادریان د ۷۶ کال د جنوري په ۲۴ نېټه، ښایي په ایټالیکا (چې د اوسنۍ سیویا) کې نړۍ ته سترګې پرانستې، اټیالیکا د هسپانیا د بایټکا په ولایت کې ایټالوي استوګنو رومي ښار و. یو رومي ژوند لیکونکی ادعا کوي چې هغه په روم کې زیږېدلی. د هادریان د آیلیا کورنۍ د هادریا (عصري اتري) څخه راغلی، چې له همدې یې د هادریانوس نوم اخیستل شوی. هادریا د ایټالیا په پیسینوم سیمه کې یو لرغونی ښار و. هادریاني ایلیایان یا هم د ایټالیکا، چې د سکېپیو افریکانوس له لوري یې بنسټ اېښودل شوی و، د اصلي ګډوالو برخه وو او له همدې امله د څو پېړیو لپاره په هسپانیا کې مېشت شوي، یا هم په نامعلوم وخت کې هلته تللي دي. [۳][۴][۵]

د هادریان پلار پابلیوس ایلیوس هادریانوس نومېده. د هغه پلار پابلیوس ایلیوس هادریانوس  افېر، د پایتوري رتبې سناتور و، چې په ایټالیا کې زیږېدلی او لوی شوی و. د هادریان مور دومیتیا پاولینا وه، چې د ګاډیس (کاډیز) څخه د هسپانوي - رومي سناتوري کورنۍ له اولادې وه. د هغه د آیلیا ډومیتیا پاولینا په نوم یوازي یوه مشره خور درلوده. د هغه دایه یو جرمنه ​​غلامه وه، چې ښايی جرمن نسب څخه وه، چې نوموړی هغې ته د خپل ژوند په اوږدو کې مدیون و. هغه وروسته د نوموړي له خوا آزاده شوه او په نهایت کې تر نوموړي ډېره ژوندی پاتې شوه، لکه څنګه چې د هغې د خاورې سپارنې په ډبرلیک کې ښودل شوي، چې په تیوولي کې د هادریان په کلا کې موندل شوې ده. د ورور لمسۍ، ګنیوس پیدانیوس فوسکس سالنېتور، چې د بارسینو (بارسلونا) و په ۱۱۸ کال کې د هادریان د مرستیال قنسول توګه همکار وټاکل شو. د سناتور په توګه، د هادریان پلار خپل ډېر وخت په روم کې تېراوه. د ژوند په ورستیو کې، د هادریان ترټولو مهمه کورنۍ اړیکه د هغه د پلار د تره د لومړی زوی تراجان سره وه، چې هغه هم د سناتور دنده درلوده او په ایټالیکا کې زیږېدلی او لوی شوی و. د اوریلیوس ویکتور په وینا هادریان او تراجان دواړه "بیګانګان"، یعنې بهرني وګړي ګڼل کېدل. [۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

په ۸۸ کال کې د هادرین مور او پلار مړه شول، چې هغه وخت نوموړی لس کلن و. هغه او خور یې د تراجان او پبلیوس اکیلیوس اتیانوس (چې وروسته د تراجان پرایتوري افسر شو) تر پاملرنې لاندې راغلل. هادریان له بدني اړخه فعال و، او د ښکار سره یې مینه درلوده. کله چې ۱۴ کلن شو، تراجان روم ته راوغوښت او د هغه نورې زده کړې یې په داسې موضوعاتو کې تنظیم کړې چې یو ځوان رومي اشرافي ته غوره ګڼل کېدې. د یوناني ادب او کلتور سره د هادریان لېوالتیا هغه ته د ګریکولوس ("یوناني ژبپوه") لقب ورکړ، چې موخه یې "عادي مسخره" وه. [۱۲][۱۳][۱۴]

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ سرليک: Hadrianus — نشرونه لخوا د: Real'nyj slovar' klassicheskih drevnostej po Ljubkeru
  2. Ando, Clifford "Phoenix", Phoenix, 52 (1998), pp. 183–185. کينډۍ:JSTOR.
  3. Mary T. Boatwright (2008). "From Domitian to Hadrian". In Barrett, Anthony (المحرر). Lives of the Caesars. Wiley-Blackwell. د کتاب پاڼې 159. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4051-2755-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Alicia M. Canto, Itálica, sedes natalis de Adriano. 31 textos históricos y argumentos para una secular polémica, Athenaeum XCII/2, 2004, 367–408.
  5. Ronald Syme, "Hadrian and Italica" (Journal of Roman Studies, LIV, 1964; pp. 142–149) supports the position that Rome was Hadrian's birthplace. Canto argues that among the ancient sources, only the Historia Augusta, Vita Hadriani 2,4, claims this. 25 other sources, including Hadrian's horoscope, state that he was born in Italica. See Stephan Heiler, "The Emperor Hadrian in the Horoscopes of Antigonus of Nicaea", in Günther Oestmann, H. Darrel Rutkin, Kocku von Stuckrad, eds.,Horoscopes and Public Spheres: Essays on the History of Astrology, Walter de Gruyter, 2005, p. 49 کينډۍ:ISBN: Cramer, FH., Astrology in Roman Law and Politics, Memoirs of the American Philosophical Society, 37, Philadelphia, 1954 (reprinted 1996), 162–178, footnotes 121b, 122 et al.,Googlebooks preview O. Neugebauer and H. B. Van Hoesen, "Greek Horoscopes" Memoirs of the American Philosophical Society, 48, 76, Philadelphia, 1959, pp. 80–90, 91, and footnote 19, googlebooks preview of 1987 edition
  6. Royston Lambert, Beloved And God, pp. 31–32.
  7. CIL VI 10909 ([Text http://www.edr-edr.it/edr_programmi/res_complex_comune.php?do=book&id_nr=EDR131420&partId=1] on the Epigraphic Database Roma)
  8. Morwood 2013، صص. 5 & 43.
  9. On the numerous senatorial families from Spain residing at Rome and its vicinity around the time of Hadrian's birth see R. Syme, 'Spaniards at Tivoli', in Roman Papers IV (Oxford, 1988), pp. 96–114. Hadrian went on to build an Imperial villa at Tivoli (Tibur)
  10. Alicia M. Canto, "La dinastía Ulpio-Aelia (96–192 d.C.): ni tan Buenos, ni tan Adoptivos ni tan Antoninos". Gerión (21.1): 263–305. 2003
  11. Opper 2008، ص. 34.
  12. Royston Lambert, Beloved And God, pp. 31–32.
  13. Anthony Birley, Restless Emperor, pp. 24–26
  14. Anthony Birley, Restless Emperor, pp. 16–17