مني شيندنه

د انزال پرمهال د جنسي شريکې پر بدن د مني اوبه شيندل/پاشل

مني پاشنه (په انګرېزي: Cum shot) د نارینه لخوا پر جنسي شريکې د مني يا سپرم پاشلو ته "کام شاټ" يا مني شيندنه وايي. دا ډول کړنې په پورن فيلمونو کې په منظمه توګه ښکاره کېږي مګر په اصلي ژوند کې هم ښايي جنسي شريکان د سکس پرمهال دا ډول کړنه تجربه کړي.

مني پاشنه
ځانګړتياوې
مودهمعمولاً له ۵ څخه تر ۳۰ ثانیو پورې
د ترسره کولو وختد انزال پرمهال
د عمر محدوديتبالغ انسانان (نارینه او ښځينه جنسي شريکان)
پارونه
نارينه پارونهتناسلي غړی
ښځينه پارونهخوله، مخ، سينې، ملا او د بدن نورې برخې...
د دين له اړخه
اسلامي ليدلورید ښځې د رضایت په حالت کې دا کړنه روا ده، خو په دې شرط چې ترسره کوونکو دواړو نکاح تړلې وي

د جنسي اړيکې يا سکس په بهیر کې د خوند وروستي اندازې ته د رسېدلو پرمهال د نارینه له تناسلي غړي څخه یو ډول خټې اوبه راوزي چې مني ورته ويل کېږي. ځينې نارینه خوښوي چې د انزال پرمهال د ښځې پر بدن، خولې، سينې، نس، ملا يا نورو ځايونو باندې مني وپاشي، چې دې حالت په پښتو کې همدا مني پاشنه ويل کېږي. د څېړنو له مخې دا کړنه يوه ډېره کارېدونکې او عادي کړنه ده چې جنسي شريکان يې د سکس پرمهال ترسره کوي او خوښېږي يې.

دا کړنه په پورن يا سکسي فيلمونو کې يو دود دی او ډېره ترسره کېږي، خو په واقعي نړۍ کې د جنسي شريکانو يانې نر او ښځې ترمېنځ هم ترسره کېږي، د جنسي اړيکې په پای کې کله چې نارینه انزالېږي پر خپل جنسي شريکې د مني اوبه شيندي/پاشي. دا ډول کړنه تر ډېره هغه کسان کوي چې نه غواړي د ښځې په واژن کې دننه اوبه تويې کړي ترڅو د حاملګۍ يا ميندوارۍ څخه مخنيوي وشي، په داسې حالت کې چې دننه د مني اوبه نه تويوي نو د دوی په فکر ضایع کوي يې هم نه، نو د ښځې پر بدن يې وروشيندي.

مني شيندنه دواړو جنسي شريکانو ته د خوند لامل هم کېږي، تر ډېره نارینه ته ډېره خوندوره شېبه ده کله چې د جنسي شريکې پر بدن دا ډول کړنه ترسره کوي او همداراز جنسي شريکې ته هم ښه خوند ورکوي خو ځينې داسې ښځې هم شتون لري چې له دې کړنې سره ښه احساس نکوي او نې خوښوي.

په اوسنۍ پېړۍ او زمانه کې مني شيندنه په یو ډول روږدتيا يا موډ بدله شوې، لکه څنګه چې خپله جنسي اړيکه يو اړتیا او ټاکنه ده، همداسې مني شيندنه هم يو ډول روږدتيا او اړتیا ده. ځينې هغه نارینه چې په دې روږدتيا اخته شوي د مني شيندنې لپاره د ښځې سره د خولې سکس ترسره کوي، يا همداسې نورماله جنسي اړيکه ترسره کوي، لنډه دا چې د دې اړتيا د پوره کولو لپاره له هرې لارې څخه کار اخلي.

لغات پېژندنه

سمول

د مني شيندنې کړنې ته په انګرېزي ژبه کې cum shot ويل کېږي. [۱] [۲] د پښتو ژباړه يې همدا مني پاشنه يا شيندنه ده، په پښتو ژبه کې دا کړنه کوم ځانګړی لغات نه لري نو د انګرېزي لغات يې ژباړل شوی دی.

د تاریخ په بهیر کې دې کړنې ته په انګرېزي ژبه کې money shot هم ويل کېده چې ژباړه يې (د پيسو مني شيندنه) ده، د دې لغات اصلي ريښه هغه مهال ته ورګرځي چې د سکسي فلمونو لوبغاړو ته د دې کار لپاره اضافي پيسې ورکول کېدلې، او د سکسي فيلمونو توليدوونکو پر دغه کار ځانګړي پيسې مصرفولې.[۳] خو اوس دا کار عادي شوی او د حیرانتیا کار نه دی چې څوک يې له ترسره کولو څخه انکار وکړي يا اضافي پيسې ورباندې ولګېږي [۳] [۴] د کم شاټ يا مني شيندنه ښايي يوازې په سکسي فيلمونو کې يو ځانګړی لغات وي، يانې دا چې دا لغات په واقعي نړۍ کې کم دی يا په نشت حساب دی خو دغه کړنه ډېره ترسره کېږي، د دغې کړنې ترسره کوونکي دې کار ته نوم نه ورکوي همداسې د يو نورمال او عادي کار ته توګه يې ترسره کوي [۵]

ترسراوی او ځانګړتیاوې

سمول
 
د جنسي اړيکې په پای کې د ښځې پر تیانو باندې د مني شيندل

که څه هم په پخوانیو سکسي فيلمونو کې د انزال پرمهال مني شيندنه ښودل کېدل، خو تر ډېره د ۱۹۷۰ زېږديز کال په پیل کې د انزال شېبې ښودل يو دود وګرځېد. [۴] [۶]

د انزال شېبې ښودلو سربېره همدې کم شاټ يا مني شيندنې ته پام زیات شو چې نارینه به د ښځې په خوله، کوناټو، تیانو یا د بدن په نورو برخو کې مني شيندل. دغه کړنه په لومړيو کې د سکسي فلمونو لوبغاړو ته څه ناڅه سخته وه او توليدوونکي به اړ کېدل چې د دې کار لپاره لوبغاړو ته ډېرې پيسې ورکړي او دوی وهڅوي، [۷] خو د څه مودې وروسته دا کار د جنسي اړيکې سره تړلی يو عادي کار وبلل شو او د ټولو لپاره په فلمونو کې عادي شو.

روغتیايي خطرونه

سمول

د ناروغۍ لیږد

سمول

که څه هم هر ډول جنسي کړنه چې د بل کس د بدن د مایعاتو سره نښلون لري د جنسي ناروغيو د لېږد خطر لري. [۸] خو معمولاً مني بې خطره دي که له پوستکي سره ونښلي که آند وخوړل شي هم کوم خطر نه لري. [۹] [۱۰] خو په هرحال، د ځينو احتمالي ناروغيو د مخنيوي لپاره په کار ده چې يا خو له دې کاره تر ډېره مخنیوی وشي او که مخنيوی نه کېږي نو په ډېر پاک او خوندي ځای کې دې دا کار ترسره شي او د مني شيندنې وروسته ژرترژره په پاکو اوبو حمام وشي

د جنسي اړيکو انتقالي ناروغیو په کورنۍ کې د جنسي شريکانو د خطرونو ترمېنځ توپيرونه شتون لري، يانې د نارینه او ښځينه وو خطرونه سره بېل دي، د ښځو لپاره د ناروغيو د خطر کچه ځکه د نارینه وو په پرتله ډېره ده چې ښځې ترلاسه کوونکي دي، د نارینه له بدن څخه مني وزي پر ښځې شيندل کېږي په دې حالت کې نارینه ته هېڅ خطر نشته خو ښځه چې ترلاسه کوونکې ده د ناروغيو خطر کچه يې لوړه ده. [۱۱] که چېرته نارينه په ویروسي او مېکروبي ناروغۍ ککړ وي همدا چې د ښځې له پوستکي یا نورو حساسو ځایونو (سترګو، شونډو، خولې) لاندې يې منې تويې شي د ساري ناروغيو د اخته کېدو خطرونه شتون لري.

الرژي يا حساسيتونه

سمول

څېړنو ځينې داسې کم کسان هم موندلي چې د مني له اوبو سره حساسيت يا الرژي لري. د روغتيا له اړخه دا يوه منل شوې ستونزه ده چې د مني اوبه د ځينو انسانانو لپاره د الرژي يا حساسيت لامل کېږي، همدا چې د کس پر پوستکي باندې مني تويې شي نو د نیم ساعت په تېرېدو سره يې پوست خارش کوي او سوځېږي.

د مني يا سپرم الرژۍ د مخنيوي لپاره له کانډوم څخه کار اخيستنه او روغتيايي پروتوکولونه رعايتول توصیه شوي دي. هغه ښځې چې له سپرم سره يې بدن حساسيت لري باید د جنسي شريک څخه وغواړي چې پر پوستکي يې د مني اوبه تويې نه کړي او يا له کانډوم څخه کار واخلي، ترڅو له دې ډول ستونزو څخه په امان وي.

ورته ليکنې

سمول

سرچينې

سمول
  1. Mieke Bal (2004). Narrative Theory: Political narratology. Taylor & Francis. p. 297. ISBN 978-0-415-31660-6. Archived from the original on 2023-07-23. نه اخيستل شوی 2020-10-04.
  2. Cindy Patton (1996). Fatal Advice: How Safe-Sex Education Went Wrong. Duke University Press. p. 3. Archived from the original on 2009-09-07. نه اخيستل شوی 2009-07-08.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Jane Mills, The Money Shot: Cinema, Sin and Censorship. Pluto Press, Annandale 2001. ISBN 1-86403-142-5, p. xix; Extract Archived 2010-12-25 at the Wayback Machine.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Linda Williams (1989). Hard core: power, pleasure, and the "frenzy of the visible". University of California Press. pp. 93–95. ISBN 978-0-520-06652-6.
  5. Laura Grindstaff (2002). The money shot: trash, class, and the making of TV talk shows. University of Chicago Press. p. 19. ISBN 978-0-226-30911-8. Archived from the original on 2023-07-23. نه اخيستل شوی 2016-10-10.
  6. Murat Aydemir (2007). Images of bliss: ejaculation, masculinity, meaning. Univ. of Minnesota Press. pp. 95–. ISBN 978-0-8166-4867-2.
  7. Williams, Linda (2008). Screening Sex. Durham, N.C.: Duke University Press. p. 141. ISBN 978-0-8223-4285-4.
  8. Taylor, Emma; Sharkey, Lorelei (2006). Em & Lo's Rec Sex: An A-Z Guide to Hooking Up. Chronicle Books. p. 60. ISBN 978-0-8118-5212-8. Archived from the original on 2023-07-23. نه اخيستل شوی 2013-09-17.
  9. Mann, Thaddeus (1981). Male Reproductive Function and Semen. Springer. ISBN 978-0-387-10383-9.
  10. Scheit, Karl H. (1990). Proteins of Seminal Plasma. John Wiley & Sons. ISBN 978-0-471-84685-7.
  11. Moore, LJ (2007). Sperm Counts: Overcome by Man's Most Precious Fluid. New York University Press. pp. 84. ISBN 978-0-8147-5718-5.