ګوتوهنه (جنسي فعاليت)

يوه جنسي کړنه ده چې د ګوتې په وسيله د جنسي کړنې ځای د شهوت پوره کولو په پار ترسره کيږي

ګوت وهنه (په انګرېزي: Fingering) يو جنسي فعاليت دی چې د ښځې په شهوتي ځايونو لکه؛ خولې، ستونې، کلټوريس، واژن او مقعد کې د ګوتو يا لاس په ننباسلو سره ترسره کېږي. دا ډول فعاليت په لاسي سکس يادېږي چې هم د دوو جنسي شريکانو يعنې نر او ښځې او هم د يوې ښځې لخوا ترسره کېږي، په داسې حالت کې نارينه د جنسي شريکې په شهوتي سوريانو کې ګوتي وهي يا يوازې ښځه د خپل بدن په شهوتي برخو کې ګوتې وهي چې هغه کار تر ډېره د ښځينه موټ‌وهنې سره ورته والی لري. ګوتوهنه د جنسي خوند اخيستلو لامل کېږي که دخول او خروج ترسره شي او يا نشي په دواړو حالتونو کې جنسي شريکان کافي خوند ترلاسه کوي.

ګوت وهنه
د جنسي شريکانو لخوا د ګوتوهنې فعاليت
ځانګړتياوې
د فعاليت بڼهسکسي برخه
اړوند غړید ښځې واژن دننه، يا مقعد
د وار اندازهنه لري
مودهتر اورګاسم پورې
د ترسره کولو وختهرکله چې ترسره کوونکي وغواړي
د دودېدلو تاريخنامالوم
د عمر محدوديتمعمولاً له بالغ کېدو سره سم
ښځينه پارونهتناسلي غړی
روغتيا او خونديتوب
روغتيايي خونديتوبله جنسي موادو څخه کار اخيستل
روغتيايي ليدلوریپه پاک ځای کې ترسره کول او روغتيايي پروتوکول رعايتول
اروايي ليدلوریاورګاسم ته رسېدل
د دين له اړخه
اسلامي ليدلوریکه د دواړو خوښه وي روا دی خو په دې شرط چې ترمېنځ يې نکاح تړل شوې وي
مسيحي ليدلورید خوښې په حالت کې روا دي

د بدن په مختلفو برخو کې سوريان شتون لري چې د جنسي فعاليت لپاره د پارونې لامل کېږي. لکه خوله، ستونی، واژن دننه او سربېرنه برخه او مقعد.

د ګوتوهنې فعاليت يوازې د يوې ښځې لخوا د ځان سره ترسره کېږي چې تر ډېره د ښځينه موټ‌وهنې سره ورته والی لري. خو همداراز د دوو نفرو يعنې جنسي شريکانو (نر او ښځې) لخوا هم ترسره کېږي.

د پارونې غړي

سمول

خوله او ستونی

سمول

په خوله يا ستونې کې ګوتوهنه د خولې سکس له کورنۍ څخه يو جنسي فعاليت دی چې ترسره کوونکي (نر او ښځه) د يو بل په خولو کې ګوتې ننباسي او يا ورسره لوبې کوي، معمولاً دا فعالیت نر ډېر کوي، يعنې نارینه د ښځينه په خولې کې ګوتې ننباسي، خو کله کله ښايي ښځې هم د نارینه سره دا کار وکړي. دا کار ځينې وختونه د ښکلولو/مچولو او غېږ نيونې سره يوځای وي. دا ډول جنسي فعاليت د جنسي لذت لامل کېږي او دخولي جنسي اړیکو له کورنۍ څخه يو فعاليت دی. تر ډېره کله چې جنسي اړيکه پيلېږي له مخکې يې ترسره کوونکي داسې فعاليتونه ترسره کوي ترڅو وپارېږي او خوند واخلي. دا ډول فعاليت د جنسي اړيکو هر ډول تمایل لرونکي ښايي ترسره کړي.

واژن (سربېره برخه)

سمول
 
د واژن سربېرنه برخه موږل

د ښځې د تناسلي غړي یا واژن سربېرنه برخه په ځانګړي ډول کلټوريس لمسول او موږل(ماساجول) د ښځو لپاره د جنسي خوند اخيستنې سرچینه ده. د واژن سربېره برخه کې بهرني او داخلي شونډان او همداراز په لوړه برخه کې يې د کلټوريس زخه شتون لري، د کلټوريس دا وړه زخه(غده) په ښځو کې د جنسي خوند اخيستنې يوه ترټولو عامه او ساده لاره ده. [۱] [۲] څېړنې ښیې چې له ۷۰ څخه تر ۸۰٪ میرمنې اورګاسم ته د رسېدو لپاره د کلټوريس پارونې ته اړتیا لري. [۳] په داسې حالت کې د کلټوريس سربېره برخه لمسېږي او موږل کېږي [۴] پاتې تناسلي برخې هم د ګوتو په واسطه پارول کېږي [۴]

واژن (دننه برخه)

سمول

د واژن دننه برخه يعنې هغه سيمه چې د نارینه تناسلي غړی پکې ننباسل کېږي، دا سيمه که څه هم په څرګنده توګه د جنسي خوند اخيستلو سرچینه نه لري، خو د ډاکټرانو په باور د کلټوريس ټوله غوښه پر دې سوري را ګرځول شوې، يعنې کلټوريس پر دغه سورې سربېره او شاوخوا پروت دی. کله چې ګوته یا تناسلي غړی یا کوم بل څه په دې سوري ننباسل کېږي نو د کلټوريس په مېنځ کې ځای نيسي چې دا کار ښځينه وو ته د خوند لامل کېږي.

د واژن دننه سوري کې د ګوتو ننباسل د جنسي خوند اخيستلو په موخه ترسره کېږي، په دې ډول فعاليت کې ښځه یا نجلۍ د خپل واژن په دننه سوري کې ګوتې ننباسي او راباسي چې ښايي د ښځينه انزال لامل هم شي.

دا ډول جنسي فعاليت د ښځو لخوا يو عام او ډېر کارېدونکی کار دی چې ښځې يې معمولآ د جنسي پارېدو پر وخت ترسره کوي. په دې ډول فعاليت کې ښځې د منځنۍ غټې ګوتې څخه کار اخلي او همداراز ورسره نورې ګوتې هم ښايي وکارول شي.

مقعد

سمول
 
په مقعد کې ګوتې وهل

دا يو غیرنورمال کار دی چې ښايي د ځينو ناروغيو او ستونزو لامل شي.

په مقعد کې د ګوتې وهل د مقعد په ساحه کې د ډیری عصبي ريښو شتون له امله د خوند اخيستنې وړ کېدای شي.

دا ډول فعاليت تر ډېره د نجونو لخوا ترسره کېږي خو د همجنسبازانو نارینه وو لخوا هم ترسره کېږي، په دې ډول فعاليت کې ترسره کوونکی په خپل مقعد کې ګوتې ننباسي.

روغتیا پوهان وايي چې دا کار باید ډېر کم ترسره شي، په پاک ځای کې او د ځانګړو جنسي موادو په کارولو سره ترسره شي.

ورته ليکنې

سمول

سرچینې

سمول
  1. Wayne Weiten; Dana S. Dunn; Elizabeth Yost Hammer (2011). Psychology Applied to Modern Life: Adjustment in the 21st Century. Cengage Learning. p. 386. ISBN 1-111-18663-4. نه اخيستل شوی 5 January 2012.
  2. Marshall Cavendish Corporation (2009). Sex and Society, Volume 2. Marshall Cavendish Corporation. p. 590. ISBN 0-7614-7907-4. نه اخيستل شوی 17 August 2012.
  3. Invalid <ref> tag; no text was provided for refs named Kammerer-Doak
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Carroll, Janell L. (2009). Sexuality Now: Embracing Diversity. Cengage Learning. pp. 118, 252, and 264. ISBN 978-0-495-60274-3. نه اخيستل شوی 23 June 2012.