غريزه (Instinct) د یوه ځانګړي او پېچلي چلند پر لور د ژوندیو موجوداتو ارثي تمايل دی چې دواړه ذاتي او کسبي عنصرونه په کې شاملېږي. د غریزې تر اغېزې لاندې چلند تر ټولو ساده بېلګه د ثابت عمل مخکېنۍ بېلګه یا ماډل (FAP) ده چې په هغه کې له لنډې تر منځنۍ کچې د کړنو یوه لړۍ له کوم توپیر او بدلون پرته د يوه روښانه پاروونکي یا محرک په غبرګون کې ترسره کېږي.

هر هغه چلند چې د مخکېنۍ تجربې له مخې نه وي (یعني له زده‌کړې پرته) ترسره کېږي غريزه‌اي چلند بلل کېږي او له همدې امله د ذاتي یا فطري بيولوژيکي فکتورونو ښوونه کوي. سمندري کیشپان، چې تازه په کوم ساحل کې له هګیو راوځي، په طبیعي او خپلسرې توګه د سمندر خوا ته خوځېږي. مارسوپیل یا کڅوړه لرونکی ژوی له زیږېدو سره سم د مور کڅوړې ته ځان رسوي. د شاتو مچۍ له کومې مخکینۍ لارښوونې پرته په نڅا نڅا د خوړو د سرچینې په لوري ځي.  نورې بېلګې یې د ژوو جګړې، د ژوو ترمنځ د یوځای کېدو چلند، د داخلي تېښتې کړنچارې او د ځالو جوړول یادولی شو. که څه هم غريزه د هغې د ذاتي یا طبیعي او نه بدلېدونکو ځانګړنو له مخې پېژندل کېږي، خو په تجربې سره يې هم د فعالیت د څرنګوالي جزئيات بدلېدلی شي. د بېلګې په توګه: یو سپی خپل د اورېدو مهارتونه د تمرين له لارې پیاوړي کولی شي.

غرېزې د ژوندیو موجوداتو ذاتي او پېچلې رفتاري مخ بېلګې دي چې د ډېری جنسونو په غړو کې لیدل کېږي او له هغو غبرګونونو سره یې باید توپير وشي کوم چې د يوه ځانګړي پاروونکي یا محرک پر وړاندې د ژوندیو ژوو ساده غبرګونونه دي، لکه د تېزې رڼا په وخت کې د سترګې د کسي کوچني کېدل او یا هم د زنګون د ټپولو پر وخت د پښې د لاندېنۍ برخې خوځېدل. د ارادي وړتیا نه شتون بايد د ثابت عمل د مخکېنۍ بېلګې یا ماډل (FAP) د بدلون له ناتوانۍ سره ګډوډ نه شي. د بېلګې په توګه، انسانان ښایي وتوانېږي چې یوه پارېدلې د ثابت عمل مخکېنۍ بېلګه په شعوري توګه د هغې د فعالېدو د ټکي په پېژندلو سره بدله او اصلاح کړي او په ډېر ساده ډول یې ترسره کول نور ودروي، په داسې حال کې چې څاروي بیا د کافي او پياوړې ارادي وړتیا نه لرلو له امله ښایي ونه توانېږي چې د ثابت عمل له خپلو مخکېنیو بېلګو څخه جلا شي، په ځانګړې توګه کله چې هغه فعال هم شي. [۱]

په انسانانو کې د غریزې تر اغېزې لاندې چلند په اړه څېړنې شوې دي او لا هم یوه اختلافي موضوع بلل کېږي.

تاریخچهسمول

په حیواني بیولوژي کېسمول

جين هنري فابر (۱۸۲۳-۱۹۱۵) حشره پېژندونکي هر هغه چلند یا رفتار غريزه وبلله چې د ترسره کولو لپاره یې ادراک یا پوهېدنې او شعور ته اړتيا نه وي. فابر د هغو حشرو له ژورې مطالعې څخه الهام اخیستی وو چې د ځینو هغو چلندونه او رفتارونه یې نوموړي په ناسمه توګه او له چاپېريالي اغېزو پرته، ثابت ګڼلي وو.[۲]

غريزه د یوه مفهوم په توګه په ۱۹۲۰ کلونو کې هغه مهال له پامه ولوېده کله چې چلندپالنه یا سلوکېزم او د بي اف سکېنر په څېر مفکرین مطرح شول. دوی په دې اند وو چې ډېری مهم چلندونه زده کېږي او کسبي دي.

په ۱۹۵۰ ز لسیزه کې، په ذاتي چلندونو کې له کونراد لورينز او نیکولاس تېنبرګن سره لېوالتيا يو ځل بيا هغه مهال زیاته شوه کله چې هغوی د ذاتي او کسبي چلندونو تر منځ توپير وکړ. په حیواناتو کې د غریزه‌اي یا فطري چلند په اړه زموږ اوسنۍ پوهه د همدوی د کارونو منندويه ده. د بېلګې په توګه: د یوه مرغه لپاره داسې يو حساس پړاو شته چې هغه په کې د خپلې مور پېژندنه زده کوي. د کونارد لورېنز په اړه مشهوره ده چې هغه پر خپلو بوټونو د بتې (یو ډول مارغه) نښان درلود. له هغه وروسته به هر چا چې به دا بوټونه په پښو کړي وو بته به په هغه پسې وه. له دې څرګندېږي چې د بتې د مور پېژندنه کسبي او د زده‌کړې له مخې وه، خو د بتې چلند د هغه څه په اړه چې چې هغه یې خپله مور ګڼله، فطري یا غریزه‌اي و.

په ارواپوهنه کېسمول

د "غريزې" اصطلاح په ارواپوهنه کې د لومړي ځل لپاره په ۱۸۷۰ ز لسیزه کې وېلهلم وونټ وکاروله. د نولسمې پېړۍ په پای کې ډېر تکراري چلند غريزه‌اي چلند ګڼل کېده. هغه مهال د ادبياتو په يوه سروې کې یوه څېړونکي ۴۰۰۰ انساني غرېزې ثبت کړې او دا لېبل يې هر هغه چلند ته ورکاوه چې تکراري و. د شلمې پېړۍ په لومړيو کې د "غريزو او احساساتو یوه ټولنه" په رسمیت وپېژندل شوه. وېليم مکډوګل په دې باور و چې ډېری غريزې خپل اړوند ځانګړي احساسات لري. کله چې څېړنې لا کره او دقیقې شوې او اصطلاحات لا ښه تعريف شول، غريزه د انساني چلند د بيانولو او توضېح په توګه له پامه ولوېده.[۳][۴][۵]

په ۱۹۳۲ ز کال کې مکډوګل استدلال وکړ چې "غريزه" د حیواناتو د چلند لپاره مناسبه ده، په داسې حال کې چې هغه د "تمایل" کلمه د انسان د ذاتي توانايیو د هدفمندو ترکیبونو لپاره غوره وګڼله، چې په ډېر سست او بدلوني ډول سره تړلې دي او په داسې توګه چې د پیاوړې نرمۍ ښودنه کوي. په ۱۹۵۰ کې په يوه کنفرانس کې چې د پرتليزې یا تقابلي ارواپوهنې د يوه مخکښ فرانک بيچ په مشرۍ او د دغه ډګر د ډېرو نورو پوهانو په ګډون جوړ شوی وو، د "غريزې" د اصطلاح کارول محدود شول. په ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ ز کلونو کې بیا هم په کتابونو کې غريزه د انساني چلند اړوند ځینو بحثونو کې لیدل کېده. په ۲۰۰۰ کال کې، د مقدماتي ارواپوهنې اړوند د ۱۲ زیاتو پلورل کېدونکو کتابونو په یوه سروې کې غريزې ته یوازې یوه اشاره وموندل شوه چې هغه هم "id" غريزو ته د د سېګمنډ فروييډ له خوا شوې اشاره وه. په دې توګه، ښکاري چې د "غریزې" اصطلاح د انسان د ارواپوهنې اړوند مقدماتي کتابونو لپاره نوره له کاره لوېدلې ده.[۶][۷]

سېګمنډ فروييډ د بدني اړتیاوو هغه ذهني انځورونه غرېزې وبلل چې د غوښتنو په بڼه بيانېږي.

په انسانانو کېسمول

په انسانانو کې د عادي غريزو شتون په پراخه کچه د بحث وړ موضوع ده. په انسانانو کې د غرېزې تر اغېز لاندې چلند ځينې بېلګې په لاندې ډول دي.

  1. له مارانو او غڼو څخه فطري او ارثي وېره د شپږو مياشتو په ماشومانو کې ليدل شوې ده.[۸]
  2. د ماشومتوب ژړا هم داسې ښکاري چې د غریزې ښودنه کوي. ماشوم په بل ډول نشي کولی د لویېدو د اوږدې مودې په جریان کې د ژوندي پاتې کېدو لپاره ځان وژغوري. مورنۍ او پلرنۍ اړیکه په ځانګړې توګه د ماشوم د همدې ژړا د غبرګون په توګه راڅرګندېږي. دا مېکانیزم تر ډېره د مور او پلار د مغز د فعالیت د MRI په مشاهدو کې روښانه شوی. [۹][۱۰]
  3. د ډلې یا ګلې غريزه په ماشومانو او د چمپنزي (افريقايي بيزو) په بچيانو کې ليدل شوې خو په ځنګلي سړیو یا اوږدو لاسونو لرونکو بیزوګانو (orangutans) کې بيا نه تر سترګو کېږي.  [۱۱]
  4. هورمونونه بیا د شهوت په څېر په ځانګړو چلندونو پورې تړلي دي. که څه هم، دغه موضوع تراوسه د بحث وړ ده، ځکه د انسان چلند د هورمونونو پر کچو اغېزې پرېباسي. د تستوسترون لوړه کچه په انسانانو کې (که نر وي او که ښځه) ډېری وختونه له یرغلیز کېدو سره تړلې بلل کېږي، په داسې حال کې چې کموالی یې بيا له روزونکي او ساتونکي چلند سره تړلی ګڼل کېږي. د تستوسترون په کچه کې کمښت د ماشوم له زيږون وروسته په پلرونو کې ليدل شوی دی.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
  5. په انسانانو کې د روغتیا ساتنې چلند هم د احساساتو او عواطفو له امله تر یوه بریده غریزه‌اي بلل شوی، بېلګه یې کرکه یادولی شو. [۱۶][۱۷]

بلوغسمول

د ځینو غريزه‌اي او فطري چلندونو څرګندېدل د رسېدنې یا بلوغ له عمليو سره تړلې وي. د بېلګې په توګه، موږ په عام ډول وايو چې مرغان الوتل "زده" کوي. که څه هم، کوچني الوتونکي په داسې ماشينونو کي روزل شوي وو چې د دوی د وزرونو د خوځولو مانع وو، خو دا چې هغه سن ته ورسېدل څو د دوی ډلې په کې الوتل کوي. دغه الوتونکي بیا له خوشي کېدو سملاسي وروسته هماغه شېبه په عادي توګه والوتل او دا د دې ښودنه کوي چې د دوی پرمختګ د زده‌کړې پر بنسټ نه، بلکې د عصبي عضلاتو د رسېدنې له امله دی.[۱۸]

سرچينې او ياداښتونهسمول

  1. Original file )))‎(SVG file, nominally 120 ×((( 58 pixels, file size: 6 KB)
  2. Original file )))‎(SVG file, nominally 120 ×((( 58 pixels, file size: 6 KB)
  3. James Rowland Angell, J.R. (1906). "The Important Human Instincts", Chapter 16 in Psychology: An Introductory Study of the Structure and Function of Human Consciousness, Third edition, revised. New York: Henry Holt and Company. https://brocku.ca/MeadProject/Angell/Angell_1906/Angell_1906_p.html
  4. McDougall, W. (1928). An Introduction to Social Psychology, 21st edition, Methuen & Co. Ltd, London, p. vii.
  5. McDougall, W. (1932). The Energies of Men: a Study of the Fundamentals of Dynamic Psychology, second edition, Methuen & Co. Ltd, London, p. 99.
  6. Original file )))‎(SVG file, nominally 120 ×((( 58 pixels, file size: 6 KB)
  7. Original file )))‎(SVG file, nominally 120 ×((( 58 pixels, file size: 6 KB)
  8. Hoehl, Stefanie; Hellmer, Kahl; Johansson, Maria; Gredebäck, Gustaf (2017). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Itsy Bitsy Spider…: Infants React with Increased Arousal to Spiders and Snakes"]. Frontiers in Psychology 8: 1710. doi:10.3389/fpsyg.2017.01710. PMID 29093687. 
  9. Bornstein, Marc H.; Putnick, Diane L.; Rigo, Paola; Esposito, Gianluca; Swain, James E.; Suwalsky, Joan T. D.; Su, Xueyun; Du, Xiaoxia et al. (2017). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Neurobiology of culturally common maternal responses to infant cry"]. Proceedings of the National Academy of Sciences 114 (45): E9465–E9473. doi:10.1073/pnas.1712022114. PMID 29078366. 
  10. Li, Ting; Horta, Marilyn; Mascaro, Jennifer S.; Bijanki, Kelly; Arnal, Luc H.; Adams, Melissa; Barr, Roland G.; Rilling, James K. (2018). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Explaining individual variation in paternal brain responses to infant cries"]. Physiology & Behavior 193 (A): 43–54. doi:10.1016/j.physbeh.2017.12.033. PMID 29730041. 
  11. Haun, Daniel B.M.; Rekers, Yvonne; Tomasello, Michael (2012). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Majority-Biased Transmission in Chimpanzees and Human Children, but Not Orangutans"]. Current Biology 22 (8): 727–731. doi:10.1016/j.cub.2012.03.006. PMID 22503497. 
  12. Dabbs, J. M.; Frady, R. L.; Carr, T. S.; Besch, N. F. (1987). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Saliva testosterone and criminal violence in young adult prison inmates"]. Psychosomatic Medicine 49 (2): 174–182. doi:10.1097/00006842-198703000-00007. PMID 3575604. 
  13. Dabbs, James; Hargrove, Marian F. (1997). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Age, Testosterone, and Behavior Among Female Prison Inmates"]. Psychosomatic Medicine 59 (5): 477–480. doi:10.1097/00006842-199709000-00003. PMID 9316179. 
  14. Gettler, L. T.; McDade, T. W.; Feranil, A. B.; Kuzawa, C. W. (2011). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Longitudinal evidence that fatherhood decreases testosterone in human males"]. Proceedings of the National Academy of Sciences 108 (39): 16194–16199. doi:10.1073/pnas.1105403108. PMID 21911391. 
  15. Grebe, Nicholas M.; Sarafin, Ruth E.; Strenth, Chance R.; Zilioli, Samuele (2019). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Pair-bonding, fatherhood, and the role of testosterone: A meta-analytic review"]. Neuroscience & Biobehavioral Reviews 98: 221–233. doi:10.1016/j.neubiorev.2019.01.010. PMID 30639674. 
  16. Curtis, Valerie; Aunger, Robert; deBarra, Mícheál (2011). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Disgust as an adaptive system for disease avoidance behaviour"]. Philos Trans R Soc Lond B Biol Sci 366 (1563): 389–401. doi:10.1098/rstb.2010.0117. PMID 21199843. 
  17. Curtis, Valerie; Biran, Adam (2001). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Dirt, disgust, and disease. Is hygiene in our genes?"]. Perspectives in Biology and Medicine 44 (1): 17–31. doi:10.1353/pbm.2001.0001. PMID 11253302. 
  18. Original file )))‎(SVG file, nominally 120 ×((( 58 pixels, file size: 6 KB)کينډۍ:Page needed