پرچم ګوند (افغانستان)

د افغانستان د خلق ډيموکراټيک ګوند بېله شوې څانګه

پرچم د خلق ډيموکراتيک ګوند يوه بېله شوې ډله وه، چې د خلق ګوند په مېنځ کې د ځينو مخالفتونو په ترڅ کې رامېنځته شوه، د خلق ګوند مهمو غړيو لکه نورمحمد ترکي او حفيظ الله امين له مېنځه تګ وروسته د دې ګوند پاتې شوي غړي ببرک کارمل د 'خلق ګوند' نوم د 'پرچم ګوند' ته بدل کړ. خو بيا وروسته د ډاکټر نجيب الله احمدزي په واکمنۍ کې د ځينو اصلاحاتو راوستلو په موخه د "پرچم ګوند" د وطن ګوند ته بدل شو.

Parcham

پرچم
ګوندمشرببرک کارمل
رئیسببرک کارمل
بنسټ اېښودنه۱۹۶۹
له منځه تللجون ۱۹۹۰
ځايناستی يېد وطن ګوند
ځایکابل، د افغانستان دموکراتیک جمهوریت
ورځپاڼهخلقي (۱۹۶۶)
پرچمي (۱۹۶۹)
ځوانانو څانګهد افغانستان ډيموکراټيک ځوانانو سازمان
رسمي غړي۵۰٬۰۰۰ (ډيسمبر ۱۹۷۸ – جون ۱۹۷۹)
۱۶۰٬۰۰۰ (لسيزه ۱۹۸۰)
سياسي موخهافغان نشنلیزم
سوسیالیزم
سيکولريزم
مارکسيزم
کمونيزم
سياسي موقفکيڼ اړخی
رسمي رنګ     سور،      ژېړ

ببرک کارمل شاوخوا ۷ کلونه د افغانستان ولسمشر وو چې وروسته د سرطان په ناروغۍ اخته شو او واک يې داکټر نجيب احمدزي ته وسپاره، ډاکټر نجيب د هېواد د ولسمشر په توګه ۶ کلونو پر واک پاتې شو، هغه د خپلې واکمنۍ په دوران کې بېرته د 'پرچم ګوند' نوم د 'وطن ګوند' ته بدل کړ, او د افغانستان ډيموکراټيک جمهوريت نوم يې د افغانستان جمهوريت ته بدل کړ.

رامېنځته کېدل

سمول

د ۱۹۷۹ زېږدیز کال په اوږدو کې کله چې ببرک کارمل د حفيظ الله امين حکومت د له مېنځه وړلو لپاره د شوروي اتحاد ځواکونه افغانستان ته رادننه کړل نو په مرسته يې حفيظ الله امين وواژه او د لومړي ځل لپاره د خلق ډيموکراتيک ګوند افغاني حکومت له مېنځه لاړ او په پایله کې يې د پردیو په وسيله يو حکومت رامېنځته شو.

د حفيظ الله امين د وژلو وروسته ببرک کارمل د هېواد مشري په غاړه واخيستل او رسماً ځان يې ولسمشر اعلان کړ، د خپل حکومت په لومړي سر کې يې د خلق ګوند د پرچم ګوند ته بدل کړ، (پرچم له دې مخکې د خلق ګوند څخه بېل شوی وو، خو د ثور انقلاب پرمهال دواړه سره يو شوي وو) د یادونې وړ ده چې ببرک کارمل خپله د خلق ګوند رامېنځته کولو پرمهال د نورمحمد ترکي ډېر نږدې کس وو، خو د واک پر سر مخالفتونو خلقيان سره وپاشل.

د پرچم ګوند رسماً د ببرک کارمل واکمنۍ په لومړیو کې رامېنځته شو، ببرک کارمل شاوخوا ۷ کلونه د افغانستان واکمن پاتې شو چې بالاخره د ۱۹۸۶ زېږدیز کال په اوږدو کې د سرطان په ناروغۍ اخته شو او مسکو ته لاړ، د هغه مهال د استخباراتي سازمان خاد مشر ډاکټر نجيب الله احمدزی يې د ځان ځایناستی اعلان کړ او واک يې ورسپاره.

ډاکټر نجيب الله احمدزي چې رسماً د هېوادمشر په توګه خپله دنده پیل کړه په ځينو اصلاحاتو يې لاس پورې کړ، هغه غوښتل چې په هېواد کې د افغانانو پر لاس جوړ شوی خپلواک او ولسواک جمهوريت رامېنځته کړي، که څه هم د هغه حکومت د ډېرو داخلي جنګسالارانو لکه احمدشاه مسعود، ګلبدين حکمتيار ، رباني، سياف او ځينو نورو سره په جګړه کې وو خو بياهم غوښتل يې له دوی سره سوله وکړي.

په هېواد کې د سولې راوستلو لپاره ډاکټر نجيب الله احمدزي د خپل اصلاح راوستونکي فکر پر اساس له شوروي ځواکونو وغوښتل چې افغانستان پرېږدي او له هېواد ووزي، ترڅو په داخل کې له جنګیالیو سره سوله وکړي، شوروي ځواکونو يې خبره ومنل او ووتل. له وتلو وروسته بياهم جنګیالي نه راضي کېدل ځکه يوازينۍ ستونزه يې د واک ترلاسه کول وو، هغوی غوښتل چې واک ته ورسېږي. چې په پایله کې يې د ډاکټر نجيب حکومت هم له مېنځه يووړ.

ايډيالوژي

سمول

د پرچم ډله په اصل کې د خلق ګوند څخه بېله شوې وه، کله چې د خلق ډيموکراتيک ګوند جوړ شو له تېرېدو څه موده وروسته يې ځينې غړي د پرچم په نوم بېل ګوند جوړ کړی وو.

د خلق ګوند د غريبې او کاريګري طبقې د پرمختګ او ښه ژوند لپاره رامېنځته شو، د خلق ګوند بنسټګر نور محمد تره‌کی د يوې غریبې او ټيټې کورنۍ څخه وو، هغه په خپلو ادبي آثارو کې تل پر غريبو طبقو د لوړو طبقو خلکو ظلمونه راسپړلي، نور محمد تره‌کی د دې هرڅه په ليدو د کمونيزم ايډيالوژۍ لاروی شوی وو هغه ايډيالوژي چې انساني برابرۍ ته يې لومړيتوب ورکاوه، کاريګرو او غريبو ته يې ښه ژوند غوښت، دوی په دې باور وه چې لوړو طبقو (حکومت او شتمنو خلکو) غريب او کاريګر خلک د ځانونو غلامان کړي.

هغه مهال چې پر افغانستان باندې محمد ظاهر شاه واکمن وو نور محمد تره‌کی او همفکرانو يې د خلق ګوند جوړ کړی وو، چې د کاريګري طبقې پلوي يې کول او د هغو ظلمونو پر وړاندې يې تل غږ پورته کاوه چې د حکومت او لوړو خلکو لخوا پر غريبو خلکو کېدل.

خلقيان د جوړېدو څه موده وروسته په پرچم او خلق ووېشل شول، خلق معمولاً غريبه طبقه وه او پښتانه وه، چې نور محمد تره‌کی، حفيظ الله امين، خيبر، عبدالقادر او نور وو. خو پرچميان زیاتره د دري ژبې ويونکي وو چې ببرک کارمل، علي کشتمند او راتبزاده يې مخکښان وو. (که څه هم خلک ادعا کوي چې ببرک کارمل پښتون وو). خو په هر حال؛ هغه مهال دوی د قوم په خاطر سره بېل شوي نه وو او قومي موضوعات مهم نه ول، د دوی مخالفتونه د واک او نورو پر سره وه. خو د ثور انقلاب پرمهال دواړه ډلې (خلق او پرچم) سره يو شول او د سردار محمد داود خان حکومت يې ړنګ کړ چې وروسته يې يوځل بيا مخالفتونه سره ډېر شول.

خلقيان ولسمشران (نور محمد تره‌کی او حفيظ الله امين) تر ډېره خپلې ايډيالوژۍ ته وفادار وو، او د طبقاتي برابرۍ تګلاره يې مخته وړل، د غاصبينو او خورا ډیرو ځمکو درلودونکو کسانو څخه يې تر يوې ټاکلي اندازې پورې شتمني اخيستل او له غریبو کاريګرو طبقو سره يې وېشل. په پښتنو ټولنو کې يې د ولور لوړې بیې راټیټې کړې او ډېر داسې نور کارونه يې وکړل چې د کاريګري طبقې په ګټه وو.

خو د پرچم ګوند مخکښ غړی ببرک کارمل چې د روسانو په مرسته ولسمشر شو، ايډيالوژي يې له خلقي څخه بدله کړه، بيا د نوموړي د حکومت وروسته کله چې د خاد مشر ډاکټر نجيب احمدزی ولسمشر شو، په بشپړه توګه يې د خلق او پرچم نوم ورک کړ، هرڅه يې د سردار محمد داود خان حکومت په څېر کړل، لکه؛ د افغانستان ډيموکراتيک جمهوريت يې د افغانستان جمهوریت ته بدل کړ، د خلق ګوند يې د وطن ګوند ته بدل کړ، اساسي قانون يې بدل کړ. د دې کار موخه يې د داخلي جګړو مخنیوی او د جنګسالارانو سره سوله وه، خو وروسته چې د سولې لپاره يې استعفا ورکړه د همدې جنګسالارانو له خوا ووژل شو.

ورته ليکنې

سمول

د خلق ډيموکراتيک ګوند

د افغانستان ډيموکراتيک جمهوريت

د افغانستان وطن ګوند

ببرک کارمل

حفيظ الله امين

نورمحمد تره‌کی

ډاکټر نجيب الله احمدزی

سرچينې

سمول