خاد يا د خاد د څارگرۍ اداره د افغانستان يوه دولتي اداره او د خدمات امنيت دولتي يو لنډون دی. د دولتي اطلاعاتي خدمات يا خاد په افغانستان کې د شوروي د يرغل وروسته د ببرک کارمل د ولسمشرۍ په مهال رامېنځ ته شوې چې د دې ادارې غړو اکثراً د افغانستان د کمونيستي مارکسيستي گوند د پرچم ډلې غړيتوب يې درلوده. دغه څارگرې اداره که څه هم چې په ښکاره د افغانستان د گټې د ساتنې او د افغانستان د دښمنانو د دسيسو د شنډولو په موخه جوړه شوې وه خو داسې ډېرې لږې پېښې به وي چې د دغې ادارې لخوا ترسره شوي دي چې د افغانستان په گټه تمامې شوې وي. د دغې څارگرې ادارې کړنې هغه وخت رسوا شوې چې مجاهدينو په افغانستان کې واک تر لاسه کړ خو کله چې د مجاهدينو تر مېنځ خپلمنځي تنظيمي جگړې او د هغوی لخوا د ظلمونو او ناورينونو لړۍ پيل شوې نو د افغانستان خلکو د خاد نوم نژدې هېر کړ او د تنظيمي ډلو د ربړو او شکنجو نه يې سرټکول پيل کړل. د خاد څارگرې ادارې لخوا د بنديانو ربړول او د هغوی شکنجې او ځورونې دغه اداره په يوې ډېرې بدنامې او کرغېړنې استخباراتي اداره بدله کړه. خاد د افغانستان اصلي استخباراتي اداره وه چې د شوروي د یرغل پرمهال یې د پتو پوليسو په توگه دنده تر سره کوله. د خاد اداره د اگسا يا ( د افغانستان د گټو د ساتنې ادارې) ځای ناستې ده چې د افغانستان د دولت يوه برخه گڼل کېده خو د ۱۹۸۹ کال پورې د شوروي تر مستقيم کنترول لاندې يې کار کاوه. د ۱۹۸۶ کال د جنوري په مياشت کې د خاد ادارې وزارت ته ارتقا وکړه او له هغه وروسته د دولتي امنيت د وزارت په نوم ياد شو. په ۱۹۷۹ کال کې د شوروي له يرغل وروسته د خاد اداره د پخواني شوروي اتحاد د جاسوسي ادارې يا کی جي بي تر کنترول لاندې راوستل شوه. دغه اداره د افغانستان ديموکراتيک جمهوري دولت د داخلي مخالفينو د ځپلو لپاره جوړه شوې وه. خو ددې سره سره د خاد ادارې په ۱۹۹۲ کال د شوروي تر ملاتړ لاندې کمونستي نظام له راپرزېدو وروسته هم خپل فعاليت ته دوام ورکړ او د شمالي ټلوالې د يوې استخباراتي ادارې په توگه يې له کال ۱۹۹۶ – ۲۰۰۱ يعنې د کورنۍ جگړې پرمهال کار کاوه.

د خاد د ادارې رسمي نښان