ولسمشر د ولس او مشر له نومونو څخه جوړ يو تړنگنوم دی چې د ملي زعيم يا لارښود په مانا دی. يو وخت دا د جمهور ريس لپاره کارېده خو وروسته د کره کتنو څخه د ولسمشر پر ځای هېوادمشر د جمهور ريس لپاره غوره نوم وگڼل شو او د دې دليل دا دی چې ريس جمهور چې د ټاکنو له مخې ټاکل کېږي نو اړينه نه ده چې د ټول ولس په خوښه ټاکل شوی وي، خو د رايو په اکثريت گمارل کېږي. ولسمشر بيا په ټول ولس کې منل شوی رهبر وي چې هېڅوک يې د مشرۍ څخه منکر نه وي. د بېلگې په توگه مهاتما گاندي د هند ولسمشر يا ملي رهبر دی. ميرويس نيکه په خپل وخت کې د افغانستان ولسمشر يا ملي رهبر ومنل شو چې بيا يې د پارس د گورگين واکمنۍ وړاندې جگړه وکړه او د افغانستان بنسټ يې کېښوده.