سوله د ټولنیزې ملګرتیا او ورورولۍ او همغږۍ مفهوم دی چېرې چې د دښمنۍ او تاوتریخوالي لپاره ځای نه‌وي. د ټولنیز مفهوم له‌مخې، سوله په ټولیزه توګه د جګړې په څېر د ناخوالو نشتون او له تاوتریخوالي څخه د ټولنې د وګړو خلاصون ته ویل کېږي. د تاریخ په اوږدو کې، مشرانو د سولې او ډیپلوماسۍ څخه کار اخېستی دی او داسې یو چلندي محدودیت یې رامنځ‌ته کړی دی چې پایله یې، د هوکړو یا د سولو معاهدو بېلابېلو بڼو له‌لارې د سیمې سوله‌من کېدل یا اقتصادي وده ده. د دغو چلندي محدودیتونو په سیوري کې، د جګړو کچه راټیټه شوې ده، اقتصاد لا زیات تعاملي شوی او پایله یې سمسورتیا او غوړېدا وه.

«رواني سوله» (لکه: سوله‌ییز تفکر او احساسات) ګواکې هغومره ښه تعریف شوي نه‌وي، خو بیا هم د «چلندي سولې» رامنځ‌ته کولو لپاره اړین لومړیتوب ګڼل کېږي. کله ناکله سوله‌ییز چلند له «سوله‌ییز دنني مزاج» څخه رامنځ‌ته کېږي. د ځینو په باور، کېدای شي سوله په ځانګړي کیفیت سره له دننۍ هوساینې څخه پیل کړو چې د ورځني ژوند ناڅرګندتیا پورې تړاو نه‌لري. د دغه ډول «سوله‌ییز دنني مزاج» په ترلاسه کېدو سره به، هغو ستونزو ته د حل لاره پيدا شي چې له ورایه خورا پېچلې برېښي. سوله د اضطراب او هیجان حالت نه‌دی، که څه هم د هیجان پر مهال خوشحاله یاستو، خو سوله هغه مهال رامنځ‌ته کېږي چې د انسان ذهن ارام او هوسا وي.[۱][۲][۳]

تاریخچه

سمول

په لرغونو دورو کې تر څو وروستیو پېړیو پورې، د بېلابېلو هېوادونو او ملتونو ترمنځ سوله‌ییز اتحاد د سلطنتي ودونو له‌لارې رامنځ‌ته کېده. دوه بېلګې یې دا دي چې، لومړي هرمودیک شاوخوا ۸۰۰ کاله مخکې تر میلاده او دوه‌یم هرمودیک شاوخوا ۶۰۰ کاله مخکې تر میلاده د اګاممنون کورنۍ دوه یوناني شهزادګۍ وې چې د اوسنۍ ترکیې (منځنۍ انادولو) له دوو پاچاهانو سره واده وکړ. د ایولیس له یونانیانو سره د فریګیا/لیدیا اتحاد په سیمه کې سوله راوړله، چې له‌امله یې ټکنالوجیکي مخکښو مهارتونو لرغوني یونان ته لاره ومونده؛ په همدې توګه، غږلیکون او سکه‌وهنه (د فلزي سکو اسعارو کارونې لپاره، چې ارزښت یې د دولت له‌خوا تضمین شوی دی) د دغو پرمختګونو له ډلې څخه وه. دواړه نوښتونه په چټکۍ سره د شاوخوا هېوادونو له‌خوا د لا زیاتې سوداګرۍ او همکارۍ له‌لارې ومنل شول او د تمدن د پرمختګ لپاره ګټور واقع شول.[۴][۵][۶]

د تاریخ په اوږدو کې، د جګړو ګټونکي لوري کله ناکله پر بایلونکي لورې باندې د سولې د تحمیل کولو لپاره له بې‌رحمۍ څخه کار اخېستی دی. رومي مورخ «تاسیتُس» په خپل کتاب «اګریکولا» کې د روم د لوټمارۍ او ځواک وږيتوب پر ضد اغېزناک او شریر بحثونه راوړي دي. یو یې، چې د تاسیتس په وینا د کالېدونیا مشر «کالګاکوس» دی، چې په لاندې توګه پای ته رسېږي:

«دوی ویجاړولو، وژلو، په درواغو پلمو غصب کولو ته ‹ټولواکمني› وایي؛ او کله چې یو ځای په بېدیا اړوي، د سولې نوم ورکوي».

په‌دې توګه، د سولې بحث په ورته مهال کې د هغې د بڼې په هکله بحث دی. ایا سوله د ډله‌ییزو تنظیمي وژنو (جګړې) نه‌شتون په معنی دی، یا سولې لپاره ځانګړي اخلاق او عدالت اړین دی؟ (د «یوازې سوله» کتاب). سولې ته لږ تر لږه له دوو ګوټونو څخه وکتل شي:[۷]

  • د وسلو ساده چوپتیا، د جګړې نه‌شتون.
  • د جګړې نه‌شتون سربېره، د اړیکو دوه‌اړخیز توافق لپاره ځانګړې اړتیاوې، چې د عدالت، دوه‌اړخیز درناوي، د قانون درناوي او لورینې په څېر ګړنو له‌لارې ټاکل کېږي.

په‌دې وروستیو کې، په قضایي سیسټمونو کې د بنسټیزو اصلاحاتو پلویان د غیرجزایي او ناتاوتریخوالي اصلاحي عدالت مېتودونو د عامه پالیسي غوښتونکي دي. ډېرشمېر هغه کسان چې د دغو مېتودونو بریالۍ اغېزه مطالعه کوي (له هغې جملې څخه، «د اصلاحي عدالت په تړاو د ملګرو ملتونو کاري ډله» ، چې د ۲۰۱۱ز کال د جولای پر ۲۶مه د وېبک ماشین (Wayback Machine) په ډیجیتلي آرشیف کې ثبت شوی دی)، هڅه کوي ترڅو عدالت د سولې اړوند ګړنو له‌لارې بیا تعریف کړي. د ۲۰۰۰ز لسیزې له وروستیو راهیسي، د عملي سولې تیوري وړاندیز شوی دی، چې د مفهوم له پلوه، عدالت د سولې په یوې لا لویې تیوري کې یوځای کوي.[۸]

د سولې لپاره یوه بله نړیواله تګلاره، د جګړې راولاړېدلو په صورت کې د نړیوالو، ملي او سیمه‌ییزو هڅوبي شتمنیو ساتنه ده. ملګري ملتونه، یونسکو او نړیواله شنه زغره د هڅوبي میراث د ساتنې لپاره کار کوي. دا د ملګرو ملتونو د سولې ساتنې ځواکونو په هکله هم صدق کوي. د یونسکو عمومي مشره ایرینا بوکووا ویلي دي: «د هڅوب او میراث ساتنه یو بشرپاله او امنیتي اړینه پالیسي ده چې د انعطاف مننې، پخلاینې او سولې لپاره زمینه برابروي». د هڅوبي میراث په ساتنه کې باید د یوه ایالت، ښاروالې یا سیمې ځانګړی حساس هڅوبي یادګار، مخ‌په‌ودې هڅوبي تنوع او اقتصادي بنسټ ته پاملرنه وشي. په ډېري جګړو کې یرغلګر پلاوی په لوی لاس د جګړې د بل لوري د هڅوبي میراث ویجاړولو هڅه کوي. په‌دې تړاو، د هڅوبي میراث او د تېښتې ترمنځ یوه اړیکه شتون لري. سره له‌دې، ساتنه یوازې د اساسي همکارۍ او د سیمې له وګړو سره یوځای د نظامي قطعاتو او ملکي پرسونل د روزنې له‌لارې په دوامداره توګه ترسره کېدونکې ده. د «نړیوالې شنې زغرې» مشر کارل فون هبسبورګ، پورتني ټکي په لاندې توګه لنډوي: «له سیمه‌ییزې ټولنې او سیمه‌ییزو ګډونوالو پرته، د هڅوبي میراث ساتنه به په بشپړه توګه ناشونې وي».[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

سازمانونه او جایزې

سمول

ملګري ملتونه

سمول

ملګري ملتونه (UN) یو نړیوال سازمان دی چې بیان شوې موخې یې نړیوالو حقوقو، نړیوال امنیت، اقتصادي ودې، ټولنیز پرمختګ، بشري حقونو او د نړۍ په کچه د سوله‌ییزې فضا رامنځ‌ته کولو لپاره د زمینې چمتو کول دي. د ملګرو ملتونو سازمان په ۱۹۴۵ز کې له دوه‌یمې نړیوالې جګړې وروسته د ملتونو ټولنې په ځای، د هېوادونو ترمنځ د جګړو پای ته رسولو او مذاکرې لپاره د لارې اوارولو په موخه تاسیس شو.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له تایید وروسته، ملګري ملتونه د سولې ساتونکي ځواکونه هغو سیمو ته استوي چې وسله‌والې جګړې په هغو کې مخ په درېدو وي ترڅو د سولې د هوکړو شرایط اجرا کړي او د جګړې لوري وهڅوي ترڅو له نښتو څخه لاس واخلي. څرنګه چې ملګري ملتونه خپل پوځ نه‌ساتي، د سولې ساتونکي ځواکونه په داوطلبانه توګه د ملګرو ملتونو غړو دولتونو له‌خوا چمتو کېږي. دغه ځواکونه د «شنې زغرې» په توګه هم پېژندل کېږي؛ دوی د ملګرو ملتونو تړون پلي کوي او د ملګرو ملتونو مډالونه ترلاسه کوي، چې د نظامي نښانونو په ځای د نړیوالو نښانونو په توګه ګڼل کېږي. د سولې ساتونکو ځواکونو په ۱۹۸۸ز کې د نوبل د سولې جایزه وګټله.

د اولمپیک لوبې

سمول

د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې، د سولې اېډیالیستي پلویتوب (چې د نوبل سولې جایزې، د رودز بورسیو، د نړیوالې سولې لپاره د کارنېګي خیریې موسسې او په پای کې د ملتونو ټولنې رامنځ‌ته کېدلو لپاره یې زمینه برابره کړه) هم د لرغوني اېډیال اولمپیک د بیا ظهور شاهد ؤ. دغه بهیر، د پیر دو کوبرتین په مشرۍ، د لومړي ځل لپاره په ۱۹۸۶ز کې د عصري اولمپیک لوبو په ترسره کېدلو سره خپل هسک ټکي ته ورسېده.

سرچينې

سمول
  1. Dalai Lama XIV: Quotable Quotes Archived 17 September 2017 at the Wayback Machine. Goodreads. Downloaded 15 September 2017
  2. "UN Logo and Flag". UN.org. United Nations. بياځلي په 10 December 2020.
  3. "International Day of Peace 2020 Poster" (PDF). UN.org. United Nations. بياځلي په 10 December 2020.
  4. The Cambridge Ancient History, edited by John Boederman, Cambridge University Press, 1997, pg 832
  5. Mycenaean Origin of Greek Mythology, Martin Nilsson, 1983 Univ of California Press, p. 48.
  6. Amelia Dowler, Curator, British Museum; A History of the World; http://www.bbc.co.uk/ahistoryoftheworld/objects/7cEz771FSeOLptGIElaquA
  7. Šmihula, Daniel (2013): The Use of Force in International Relations, p. 129, ISBN 978-80-224-1341-1.
  8. "The Theory of Active Peace". internationalpeaceandconflict.org. خوندي شوی له the original on 25 July 2015.
  9. "Protect Heritage Now for Resilience and Peace". 26 November 2015.
  10. "UNESCO Legal Instruments: Second Protocol to the Hague Convention of 1954 for the Protection of Cultural Property in the Event of Armed Conflict 1999".
  11. UNESCO convenes Libyan and international experts meeting for the safeguard of Libya's cultural heritage. UNESCO World Heritage Center - News, 21. Oktober 2011; Roger O’Keefe, Camille Péron, Tofig Musayev, Gianluca Ferrari "Protection of Cultural Property. Military Manual." UNESCO, 2016, p 73; Eric Gibson: The Destruction of Cultural Heritage Should be a War Crime. In: The Wall Street Journal, 2 March 2015; UNESCO Director-General calls for stronger cooperation for heritage protection at the Blue Shield International General Assembly. UNESCO, 13 September 2017.
  12. "UNIFIL - Action plan to preserve heritage sites during conflict, 12 Apr 2019". 12 April 2019.
  13. "Austrian Armed Forces Mission in Lebanon" (in الماني).
  14. Jyot Hosagrahar: Culture: at the heart of SDGs. UNESCO-Kurier, April-Juni 2017; Rick Szostak: The Causes of Economic Growth: Interdisciplinary Perspectives. Springer Science & Business Media, 2009, ISBN 9783540922827.