- سور رنگ: د وينو يا شونډو رنگ چې له اصلي رنگو څخه يو رنگ شمېرل کېږي.
- سور لښکر: د پخواني شوروي اتحاد لښکر .
- سورصليب: د سره صليب نړيواله ټولنه
- سره مياشت:
- سور رپی: هغه رپی چې د اوښتون استازولي کوي يا د اوښتونيز ټولنوالي تمثيلوي، د خطر نښه.
- سور هندی: د شمالي امريکې هندي چې د پوستکی رنگ يې سور وبره دی.
- سره وړانگه: هغه وړانگه چې خطر تمثيلوي او د موټرانو ، رېلو د درېدو نخښه.
- سور سيند: هغه سيند چې د ټکزاس او لويز يانا څخه و مسي سي پي ته وربهېږي.
- سور سمندرگی: سره بحيره، رېډسي، بحيرۀ احمر.
- سورگل: د مينې يوسمبول دی چې زياتره دا مفهوم افاده کوي، سوځوونکې مينه.