د افغانستان جګړه (۲۰۰۱- ۲۰۲۱)
په افغانستان کې جګړه هغه ټکر و چې په مرکزي اسيايي هېواد افغانستان کې له ۲۰۰۱ز کال څخه تر ۲۰۲۱ز کال پورې رامنځ ته شو. دا جګړه هغه مهال پيل شوه کله چې متحده ايالاتو او د هغې ايتلافيانو پر افغانستان بريد وکړ، د طالبانو له خوا اداره کېدونکی اسلامي امارت يې رانسکور کړ. هغه مهال پای ته ورسېده کله چې طالبانو د ناټو ايتلاف او افغان وسله والو ځواکونو په وړاندې له نولس کاله او لس مياشتې بغاوت وروسته بيا واک په لاس کې واخست. دا د متحده ايالاتو په تاريخ کې تر ټولو اوږده جګړه وه، د ويتنام له جګړې (۱۹۵۵ -۱۹۷۵) څخه يې نږدې پنځه مياشتې زيات وخت ونيو.
عمومي مالومات | |
---|---|
پایله |
د افغانستان بريا |
ځای | |
هېواد |
برخه د | |
---|---|
پيل موده | |
پای | |
ګډونوال | |
لامل |
لګښت |
---|
په ۲۰۰۱ز کال کې د سپتمبر د يوولسمې له بريدونو وروسته، د متحده ايالاتو د هغه مهال ولسمشر جورج ډبليو. بوش له طالبانو، چې هغه مهال يې پر افغانستان بالفعل واکمني کوله، وغوښتل چې دوی ته اسامه بن لادن وسپاري، څوک چې د يادو بريدونو متفکر مغز و او تر هغه وخته يې په افغانستان کې په ازادانه ډول فعاليت کاوه. دې غوښتنې ته د طالبانو له خوا د رد ځواب ورکولو پر هېواد يرغل ته لاره هواره کړه؛ طالبان او دهغوی ايتلافي ډله القاعده تر ډېره بريده مات شول او له سترو ګڼ مېشتو مرکزونو څخه د امريکا په مشرۍ او د شمالي ايتلاف د ځواکونو له خوا و ايستل شول. که څه هم پاکستان ته د تېښتې له امله دوی ونه توانیدل چې بن لادن ومومي، متحده ايالات او له څلويښتو څخه د زياتو هېوادونو ايتلاف (د ناټو د ټولو غړو په ګډون) په افغانستان کې پاتې شو، د ملګرو ملتونو څخه تاييد شوی امنيتي ماموريت يې رامنځ ته کړ چې د نړيوال امنيتي ملاتړ ځواک (ايساف) په نوم پېژندل کېده، تر څو په هېواد کې نوې ديموکراتيکه واکمني پياوړې کړي او واک ته د طالبانو او القاعده د بيا راګرځېدو مخه ونيسي. د بن په کنفرانس کې نوي افغان لنډ مهالو چارواکو (چې ډېری يې له شمالي ټلوالې څخه و) حامد کرزی د نوې لنډمهالې ادارې د مشرتابه لپاره وټاکه. د طالبانو له ايستلو وروسته په ټول هېواد کې د بيا رغونې هڅې هم پيل شوې.[۷]
طالبان د ملا عمر په مشری بيا منظم شول او په ۲۰۰۳ز کال کې يې د نوي افغان حکومت پر ضد د بغاوت اعلان وکړ. د طالبانو او نورو ډلو باغيانو يوه نا برابره جګړه پیل کړه، په دې توګه چې په کليوالو سيمو کې يې چريکي بريدونه کول او کمينونه يې نيول، په ښاري اهدافو يې ځانمرګي بريدونه کول، د ايتلافي ځواکونو پر لور تلونکي کسان يې وژل او د هغوی له مرستندويانو يې غچ اخيست. تاوتريخوالی تر دې بريده چټک شو چې په ۲۰۰۷ز کال کې طالبانو د افغانستان ډېرې سيمې بېرته نيولې وې. ايساف د باغيانو پر ضد د عملياتو په موخه د سرتېرو په زياتولو سره غبرګون وښود تر څو کلي «تصفيه او بېرته ونيسي»، د سرتېرو د زياتوالي وضعيت په ۲۰۱۱ز کال کې خپل اوج ته ورسېد په داسې حال کې چې نږدې ۱۴۰،۰۰۰ بهرنيو سرتېرو د ايساف او متحده ايالاتو تر قوماندانۍ لاندې په افغانستان کې عمليات کول. [۸][۹][۱۰]
په ۲۰۱۱ز کال کې د اسامه بن لادن تر وژل کېدو وروسته (څوک چې د جګړې اصلي لامل و)، د ناټو اتحاد مشرانو د ځواکونو د ايستلو لپاره د انخلاء تګلاره پيل کړه. د ۲۰۱۴ز کال د ديسمبر په اته ويشتمه نېټه، ناټو په رسمي ډول په افغانستان کې د ايساف جګړه یيز ماموريت پای ته ورساوه او په رسمي ډول يې افغان دولت ته امنيتي مسئوليتونه وسپارل. په داسې حال کې چې له پوځي لارو د طالبانو په له منځه وړلو نه و توانيدلي، ايتلافي ځواکونو او په جلا ډول د ولسمشر اشرف غني حکومت ديپلوماسۍ ته مخه کړه، تر څو دا جګړه پای ته ورسوي. دا هڅې د ۲۰۲۰ز کال د فبرورۍ په مياشت کې هغه مهال پای ته ورسېدې کله چې متحده ايالاتو او طالبانو په دوحه کې د سولې يوه مشروطه معامله لاسليک کړه، په کوم تړون کې چې غوښتنه کېده چې د متحده ايالاتو سرتېري به د ۲۰۲۱ز کال د اپريل په مياشت کې له افغانستانه وځي. په مقابل کې طالبانو ژمنه وکړه چې د هرې هغې ډلې مخه به نيسي چې په راتلونکي کې د افغانستان له خاورې څخه پر متحده ايالاتو يا د هغې په ايتلافيانو بريد کوي. افغان دولت د دې معاملې برخه نه و او د بنديانو د خوشې کولو په برخه کې يې د دې تړون شرايط رد کړل.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
د متحده ايالاتو د انخلاء ټاکل شوې نېټه د اګست تر يودېرشمې وغځول شوه. د لومړي ضرب الاجل له پای ته رسېدو وروسته او په داسې حال کې چې د سرتېرو انخلاء روانه وه، طالبانو د دوبي په اوږدو کې پراخ بريدونه وکړل او له دې لارې يې د افغانستان ډېره برخه ونيوله، په پايله کې يې د ۲۰۲۱ز کال د اګست مياشتې په پنځلسمه نېټه کابل هم ونیو. په همدې ورځ د افغانستان ولسمشر اشرف غني له هېواده وتښتېد؛ طالبانو د بريا او جګړې د پای ته رسېدو اعلان وکړ. د طالبانو د واکمنۍ بيا پر ځای کېدل د متحده ايالاتو له خوا تاييد شو او د اګست په دېرشمه نېټه وروستۍ امريکايي پوځي الوتکې افغانستان تر شا پرېښود، په دې توګه په افغانستان کې د لویدیځ نږدې شل کلن پوځي شتون پای ته ورسېد.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]
د «جګړې پروژې د لګښت» په وينا دې جګړې افغانستان کې ۱۷۶،۰۰۰ خلک ووژل؛ د دوی په منځ کې ۴۶۳۱۹ ملکيان دي، ۶۹۰۹۵ پوځيان او پوليس دي او لږ تر لږه ۵۲،۸۹۳ د مخالفينو جنګيالي دي. د ملګرو ملتونو په وينا په ۲۰۰۱ز کال کې تر بريد وروسته له پنځه اعشاريه اوه ميليونه پخوانيو کډوالو څخه بېرته افغانستان ته راستانه شوي. په هر حال، په ۲۰۲۱ز کال کې د طالبانو له خوا د جګړې د بيا تازه کولو له امله دوه اعشاريه شپږ ميليونه افغانان يا په کډوالۍ کې پاتې شول او يا هم وتښتېدل، ډيری يې پاکستان او ايران ته او نور څلور ميليونه افغانان د هېواد په داخل کې په کور دننه بې ځايه شوي خلک دي.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]
نومونه
سمولدې جګړې ته له ۲۰۰۱ز کال څخه تر ۲۰۲۱ز کال پورې د افغانستان د جګړې نوم ورکړل شوی دی، تر څو يې له نورو جګړو څخه توپير وشي، په ځانګړي ډول د شوروي-افغان جګړې څخه. د لویدیځ له انده دا جګړه وېشل شوې ده، له ۲۰۰۱ز څخه تر ۲۰۱۴ز کال پورې (د ايساف ماموريت) و، دا هغه مهال و کله چې ډېر جګړه ايز عمليات د ايتلافي ځواکونو له خوا تر سره کېدل، دوهمه برخه يې له ۲۰۱۵ز کال څخه تر ۲۰۲۱ز کال پورې ده، کله چې افغان وسله والو ځواکونو د جګړې ډېره برخه په غاړه واخسته. له ۲۰۰۱ز کال څخه تر ۲۰۱۴ز کال پورې دې جګړې ته د متحده ايالاتو له خوا د «د دايمي ازادۍ عمليات» شفري نوم ورکړل شوی و، او له ۲۰۱۵ز څخه تر ۲۰۲۱ز کال پورې دې ماموريت ته د ازادۍ ساتلو عمليات نوم ورکړل شو. په ځينو هېوادونو کې دې جګړې ته په افغانستان کې د متحده ايالاتو د جګړې نوم ورکول کيږي. په افغانستان کې ورته په ډېرو ساده ټکو «افغانستان کې جګړه» (په دري ژبه کې جنگ در افغانستان او په پښتو کې د افغانستان جګړه) ويل کېږي.
د جګړې له پيل مخکې
سمولد افغانستان د کورنۍ جګړې منشأ
سمولپه اسيا کې د افغانستان ستراتيژيک موقعيت ته په کتنې سره دا هېواد بيا بيا د ناکامو بريدونو موخه ګرځېدلی، دومره ډېر ځله تر برېدونو لاندې راغلی چې اوس ورته «د سترواکيو هدېره» ويل کېږي (خو دا په تېروتنې سره، ځکه چې تر اوسه پورې هيڅ کومه سترواکي د مستقیم يا اټکلي بريد په پايله کې نه ده نړېدلې). برتانيې يوه پېړۍ ولګوله چې دا هېواد ونيسي، له ۱۸۳۸ز کال يې پيل کړی و، خو ډېرې ناوړه پايلې يې درلودلې. په پايله کې برتانويان پوه شول چې دوی په مستقيم ډول دا هېواد نه شي نيولای او په ۱۸۷۹ز کال کې يې نيمه ګوډاګی حکومت هلته نصب کړ. افغانستان په ۱۹۱۹ز کال کې بيا خپلواکي تر لاسه کړه او له دې وروسته د يو سلطنت تر واکمنۍ لاندې و.[۲۵][۲۶]
په ۱۹۷۰ز کلونو کې د افغانستان سياسي نظم ړنګېدل پيل شول. لومړی محمد داود خان د ۱۹۷۳ز کال په جولای مياشت کې د يوې کودتا په پايله کې واک ونيو، په داسې حال کې چې سلطنت د استازي جمهوريت په پلوۍ راوپرزول شو. داود خان بيا د ۱۹۷۸ز کال په اپريل مياشت کې د غويي د انقلاب پر مهال ووژل شو، دا هغه کودتا وه چې په پايله کې يې کمونست «د افغانستان د خلکو ديموکراتيک ګوند» (PDPA) د حکومت واک په لاس کې واخيست او په دې توګه د څلوېښتو کلونو جګړه رامنځ ته شوه. خلق ګوند د سوسيال لور ته د تبديلۍ هڅه پيل کړه په دې ډول چې د کورنۍ په خوښه ودونه يې له منځه يوړل، د عوامو زده کړې ته يې وده ورکړه او د ځمکې د ملکيت قوانينو کې يې سمون راوست. دې چارې دوديز قبايلي نظم له منځه يوړ او په ټولو کليوالو سيمو کې يې مخالفتونه راوپارول. د خلق ګوند محدوديتونو او د زرګونو سياسي بنديانو اعدام له پرانيستي بغاوت سره مخ شو چې يو يې هم د ۱۹۷۹ز کال د هرات پاڅون و. خلق ګوند د ګوند په داخل کې د مشرتابه اختلافاتو له کبله هم وځپل شو او د ۱۹۷۹ز کال د سپتمبر په يوولسمه نېټه د داخلي کودتا له لارې په دې ډول اغېزمن شو، کله چې حفيظ الله امين نور محمد ترکی له څوکۍ لرې کړ. شوروي اتحاد د خلق ګوند کمزوري محسوس کړه، درې مياشتې وروسته يې بريد وکړ تر څو امين له څوکۍ راښکته کړي.[۲۷][۲۸]
د امریکا د راتګ وجه
سمولکله چې پر امریکا د سپتامبر د یولسمې نېټې برید وشو، نو د امریکا د هغه مهال ولسمشر “جورج بش” طالبانو ته د ۲۰۰۱ کال د سپتامبر په ۲۰مه لاندې وړاندیزونه وکړل کوم چی په لاندی شکل وو: )۱( طالبان دې امریکا ته د القاعدې ټول غړي وسپاري. )۲( له طالبانو سره چې څومره بهرنیان بندیان دي، خوشې دی یی کړي. )۳( طالبان دې ژر تر ژره د وسله والو جنګياليو د روزنې مرکزونه وتړي، ټول “ترهګر” او د دوی ملاتړي باید مناسبو چارواکو ته وسپاري امریکا ته بايد د “ترهګرو” د ټرېنېنګ مرکزونو ته لاره ورکړي، څو دوی هلته خپل تحقیقات وکړي. خو طالبانو طالبانو بیا سملاسي د سپتامبر پر ۲۱مې دا وړاندیزونه رد کړل او د دليل په دود يې امريکا ته وویل، چې د سپتامبر د يولسمې په پېښه کې د اسامه د ښکېلتيا هېڅ ډول ثبوت نشته دی؛ ځکه نو دوی نه شي کولی، چې اسامه امريکا ته وسپاري. وروسته بيا د اکتوبر پر څلورمه طالبانو امریکا ته وړاندیز وکړ، چې دوی چمتو دي، څو اسامه پاکستان ته وسپاري او هلته د اسلامي شریعت تر چتر لاندې په یوه نړیواله محکمه کې پرېکړه وشي؛ خو دا وړاندیز د مشرف له خوا رد کړای شو. د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر پر ۷مه طالبانو يو ځل بیا وړانديز وکړ، چې دوی چمتو دي په افغانستان کې دننه په يوه محکمه کې پر اسامه پرېکړه وکړي، خو په همدې ورځ امریکایانو بیا د طالبانو دا وړاندیز د افغانستان پر خاوره په هوايي بریدونو بدرګه کړ. د اکتوبر پر ۱۴مه طالبانو يو ځل بیا بل وړاندیز وکړ، چې که امریکا دوی ته ثبوتونه وړاندې کړي، دوی حتی دې ته هم چمتو دي، چې اسامه کوم بل دریم هېواد ته وسپاري. خو د امريکا ولسمشر دا ټول وړاندیزونه رد کړل او ویې ویل، چې که طالبان اسامه بن لادن امريکا ته ونه سپاري، نو له طالبانو وخت تېرېدونکی دی. په دې توګه د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو اترو ټولې دروازې بندې شوې او امريکايانو پر افغانستان يرغل وکړ. په نړيوالو قوانينو کې د امريکا د يرغل حيثيت: د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا د سپتامبر د ۱۱مې پر پېښه دوه غبرګونونه د ۱۳۶۸ او د ۱۳۷۳ قراردادونو په بڼه کې راڅرګند شول. په دغو دواړو قراردادونو کې يوه قرارداد هم پر افغانستان د یرغل اجازه نه ورکوله او نه هم دغو قراردادونو کومه تعرضي ژبه درلوده؛ بلکې په عمومي توګه يې يوازې په اصطلاح “ترهګريزې پېښې” او “ترهګر” غندلي وو. وروسته بيا په يوه بل ۱۳۸۶ قرارداد کې د ایساف ځواکونو رامنځته کېدل هم شامل وو، چې دا به په کابل او شاوخوا سیمو کې د امنیت او سولې لپاره میشت وي، خو دا قرارداد بیا د ۲۰۰۱ کال دسامبر پر ۲۰مه شوی و او پر افغانستان د امریکايي یرغل څو اوونۍ تېرې شوې وې. په نړيوالو قوانينو کې هم دا يو منل شوی اصل دی، چې هر فرد د خپلې کړنې مسؤول دی، چې د اسلام مقدس دين هم همدا راښيي. د ملګرو ملتونو د نړيوال قانون د ۱۴مې مادې له مخې که يو خوځښت يا ارګان چې په کوم هېواد کې دننه وي او يا د يوه هېواد تر ولکې لاندې سيمو کې کومه کړنه ترسره کوي، دا به د دولت د کړنو مترادف نه وي. دا چې د ستامبر په پېښه کې نه کوم افغان شامل و؛ نه امریکایانو د هغو کسانو په اړه کوم جامع ثبوتونه وړاندې کړای شول، چې د دوی پر اند د ستامبر په پيښو کې ښکېل وو، ان تر ننه پورې هغه ثبوتونه چې کولن پاول يې ژمنه کړې وه، خپاره نه شول؛ نو امریکا څرنګه پر یوه داسې هېواد برید وکړ، چې دې ته چمتو و، چې پر اسامه د شواهدو د وړاندې کولو په صورت کې، نه یوازې دا چې په خپل هېواد کې بلکې په کوم بل درېیم هېواد کې هم د هغه د محاکمې لپاره تیار و؟ د دې ترڅنګ د ملګرو ملتونو د قانون په ۳۳مه ماده کې راغلي، چې د قضیو لوري باید تر ټولو لومړی د قضیې حل د خبرو اترو، پلټنو، د درېیم لوري په مرسته، په محکمه کې… او د نورو لارو پر مټ ولټوي، نه د زور له لارې. خو امریکا په بل اړخ کې د ۲۰۰۱ کال د ۱۱ سپتامبره رانیولې تر ۱۵ اکتوبر پورې د خبرو اترو لارې له بندو دروازو سره مخ کړې او یوازې یې د زور خبره کوله. همدا راز امریکایانو د ملګرو ملتونو د ۵۱ مادې له مخې، چې یوه هېواد ته د دفاع حق ورکوي، پر افغانستان یرغل وکړ. دا چې په دې بریدونو کې نه کوم افغان ښکېل و او نه د طالبانو اسلامي امارت، بلکې د اسامه د سپارلو په اړه طالبانو یوازې د شواهدو په اړه ټینګار کاوه، دا په هېڅ ډول هم د دې خبرې معنا نه لري، چې امریکا د هغه مهال د افغان دولت له خوا تر ګواښ لاندې وه. که څه هم امریکا مستقيماً د طالبانو تر ګواښ لاندې نه وه او نه هم طالبانو پر امریکا کوم برید ترسره کړی و؛ خو له دغو ټولو سره سره امریکا د غچ اخېستلو په دود، د ملګرو ملتونو د قانون له ماتولو سره د بې ګناه افغانانو د وينو پر بهولو پيل وکړ.
د افغانستان د جګړې موخې او پايلې
سمولظاهراً پر افغانستان د امریکايي يرغل تر شا د اسامه بن لادن قضیه وه او همدا راز په دې جګړه کې د امریکایانو نورې موخې، د طالبانو د اسلامي امارت ړنګول، بلکې خپله د طالبانو ختمول، د افغان اردو جوړونه او دغه راز د طالبانو د اسلامي امارت پرځای د یوه دېموکراتيک نظام رامنځته کول وو، چې هېواد ته سوله او ثبات راوړي. که چېرې امريکا ته د اسامه ورسپارل له طالبانو څخه د امریکا يوازېنۍ تقاضا وه؛ نو په کار وه، چې د هغه له وژل کېدو سره امریکا نور له دې سیمې وتلې وای؛ خو خبره هومره هم ساده نه ده، بلکې امریکایان دلته نورې ډېرې پټې او ښکاره ګټې لري، البته په يوه توپير سره، چې دوی لا پر دې نه دي توانېدلي چې په کافي توګه خپلې څرګندې موخې خوندي یا ترلاسه کړي. په دغو څرګندو موخو کې د طالبانو او القاعدې ختمول وو، چې له یوې خوا طالبان ورځ تر بلې پياوړي کېږي او امریکایان ورسره ان له ۲۰۱۰ کال راهیسې په خبرو اترو مصروف دي او له بلې خوا القاعده شبکه هم د پخوا په څېر خپل فعاليت لري، بلکې د دوی انشعابي ډلې “داعش” په [[[عراق]] او سوريهکې تر پخوانيو ډلو زياته خونړۍ جګړه پيل کړې ده. د ځينې شنونکو په اند د دوی نورې موخې د چین، ایران او روسیې حصارول و، چې په دې موخو کې هم تر ډېره نه دي بريالي شوي او دوی دلته د منځنۍ اسیا بډايه منابعو راوستلي وو؛ خو د مغرورانه پاليسۍ له امله يې دا منابع یې هم نه دي ترلاسه کړي. اوس چې د امریکا پر جګړې ۱۳ کلونه تېرېږي، د امريکا د دفاع وزارت د شمېرو له مخې، يوازې ۲۳۸۶ امریکايي سرتېري په دې جګړه کې وژل شوي او لسګونه زره نور ټپيان شوي او د امریکا لخوا پرې تقریباً یو تریلیون ډالره مصارف هم راغلي دي؛ خو نه د دوی په اصطلاح “تروریزم” ختم شو، نه طالبان! نه يې هم افغانستان ته سوله راوړه او نه يې هم د یوه باثباته نظام بنسټ کېښودلای شوی؛ بلکې دلته پر دې نظام د نړۍ تر ټولو د فاسد هېواد نښان لګېدلی، په مخدره موادو کې د نړۍ ۹۰ سلنه تقاضا پوره کوي، او ورځ تر بلې پکښی امنيت او ثبات خپل ځای ناامنيو او بې ثباتۍ ته پرېږدي. په دې جګړه کې لسګونه زره افغانان شهيدان شول. که څه هم د نړيوالو ځواکونو په بريدونو او بمباريو کې د ملکي وګړو د تلفاتو شمېرل سخت برېښي؛ خو ترڅنګ یې دا چې د دغو ملکي تلفاتو کچه معلومول ولې سخت دي؟ خپله د يوه امریکايي جنرال له دې مشهورې جملې، چې: “تاسو پوهیږئ موږ مړي نه شمېرو“ څخه هم جوتیږي. که دوی د مړو شمېرو ته پاملرنه نه کوي، نو د ملکي کسانو تلفات هم ورته د اندېښنې وړ نه دي. ستونزمنه ده، چې د امریکایانو د بریدونو له کبله د ملکي تلفاتو په اړه دقیق ارقام جوت شي، البته په دې اړه ډېرو مرکزونو او ادارو څېړنې کړې دي لکه: یوناما، هیومن رایټس واچ، د افغانستان د بشري حقونو کمیسون، د یو شمېر پوهنتونو او نړیوالو ورځپاڼو ارقام او … خو دا څېړنې هم کاملاً يو طرفه او په يوه څېړنيزه ليکنه کې يې راوړل له انصافه لرې برېښي.
سرچینۍ
سمولسر چینی
سمول- ↑ ذکر کېدنه: United States executive order.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.federalregister.gov/documents/2004/12/02/04-26685/establishing-the-afghanistan-and-iraq-campaign-medals.
- ↑ Retrieved: ۱۴ مې ۲۰۲۰.
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ ذکر کېدنه: انټرنېټ ادارې دوتنه. دوتنې ټوليزه پېژندنه: 4997894-9. اثر ژبه: جرمني ژبه. Retrieved: ۸ مې ۲۰۲۳. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
- ↑ سرچينې تړی: https://watson.brown.edu/costsofwar/files/cow/imce/figures/2021/Human%20and%20Budgetary%20Costs%20of%20Afghan%20War%2C%202001-2021.pdf. Retrieved: ۲۳ اگسټ ۲۰۲۱.
- ↑ سرچينې تړی: https://thediplomat.com/2014/08/why-the-us-spent-more-on-afghanistan-than-on-the-marshall-plan/. Retrieved: ۱۸ اگسټ ۲۰۲۱.
- ↑ Xu, Ruike (5 January 2017). Alliance Persistence within the Anglo-American Special Relationship: The Post-Cold War Era. ISBN 9783319496191.
- ↑ "Afghanistan 'falling into hands of Taliban'". the Guardian. 22 November 2007.
- ↑ "Ten Stories the world should know more about, 2007". un.org. خوندي شوی له اصلي څخه په 18 January 2017. بياځلي په 28 June 2017.
- ↑ "International Security Assistance Force (ISAF): Key Facts and Figures" (PDF). nato.int. 4 March 2011. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 12 October 2017. بياځلي په 19 July 2017.
- ↑ "NATO to endorse Afghan exit plan, seeks routes out". Reuters. 21 May 2012. خوندي شوی له اصلي څخه په 27 March 2019. بياځلي په 12 March 2019.
- ↑ DeYoung, Karen (27 May 2014). "Obama to leave 9,800 US troops in Afghanistan". The Washington Post. خوندي شوی له اصلي څخه په 28 May 2014. بياځلي په 29 May 2014.
- ↑ "Afghan Taliban Cool To Ghani Peace Offer While UN, 20 Countries Support It". RadioFreeEurope/RadioLiberty. بياځلي په 2021-10-02.
- ↑ Dadouch, Sarah; George, Susannah; Lamothe, Dan (29 February 2020). "U.S. signs peace deal with Taliban agreeing to full withdrawal of American troops from Afghanistan". Washington Post. خوندي شوی له اصلي څخه په 1 March 2020. بياځلي په 1 March 2020.
- ↑ Schuknecht, Cat (1 March 2020). "Afghan President Rejects Timeline For Prisoner Swap Proposed In US-Taliban Peace Deal". NPR. بياځلي په 1 March 2020.
- ↑ Miller, Zeke; Madhani, Aamer (8 July 2021). "'Overdue': Biden sets Aug. 31 for US exit from Afghanistan". AP NEWS. بياځلي په 9 July 2021.
{{cite web}}
: CS1 maint: url-status (link) - ↑ AGENCIES, DAILY SABAH WITH (30 August 2021). "Afghan President Ghani relinquishes power, Taliban form interim gov't". Daily Sabah. بياځلي په 15 August 2021.
- ↑ "Remarks by President Biden on Afghanistan". The White House. 16 August 2021.
- ↑ Gibbons-Neff, Thomas; Katzenberg, Lauren (2021-08-30). "The U.S. military finishes its evacuation, and an era ends in Afghanistan". The New York Times. ISSN 0362-4331. بياځلي په 2021-08-30.
- ↑ "Human and Budgetary Costs to Date of the U.S. War in Afghanistan, 2001-2022 | Figures | Costs of War". The Costs of War. بياځلي په 2021-09-01.
- ↑ Afghan Refugees, Costs of War, "Archived copy". خوندي شوی له the original on 10 March 2013. بياځلي په 30 May 2013.
{{cite web}}
: CS1 maint: archived copy as title (link), 2012 - ↑ "In numbers: Life in Afghanistan after America leaves". BBC News. 13 July 2021. بياځلي په 2021-07-15.
- ↑ * "US War in Afghanistan: 1999–2021". Council on Foreign Relations. 2021.
{{cite web}}
: CS1 maint: url-status (link)- "US War in Afghanistan". NBC News. 2015. خوندي شوی له اصلي څخه په 21 February 2015. بياځلي په 21 February 2015.
- Lamothe, Dan (6 January 2015). "This new graphic shows the state of the US war in Afghanistan". The Washington Post. خوندي شوی له اصلي څخه په 10 January 2015. بياځلي په 21 February 2015.
- Michael Cox; Doug Stokes (9 February 2012). US Foreign Policy. Oxford University Press. p. 140. ISBN 978-0-19-958581-6. خوندي شوی له اصلي څخه په 25 January 2016. بياځلي په 31 October 2015.
- Robert M. Cassidy () (2004). Peacekeeping in the Abyss: British and American Peacekeeping Doctrine and Practice After the Cold War. Greenwood Publishing Group. p. 243. ISBN 978-0-275-97696-5. خوندي شوی له اصلي څخه په 25 January 2016. بياځلي په 31 October 2015.
- ↑ David P. Auerswald; Stephen M. Saideman (5 January 2014). NATO in Afghanistan: Fighting Together, Fighting Alone. Princeton University Press. pp. 87–88. ISBN 978-1-4008-4867-6. خوندي شوی له اصلي څخه په 25 January 2016. بياځلي په 31 October 2015.
- ↑ Caryl, Christian (2010-07-26). "Bury the Graveyard". Foreign Policy. خوندي شوی له the original on 2021-05-04. بياځلي په 2021-08-12.
- ↑ Malkasian, Carter (2021). The American war in Afghanistan : a history. New York: Oxford University Press. ISBN 978-0-19-755077-9. OCLC 1240264784.
- ↑ "Mohammad Daud Khan". Afghanland.com. 2000. خوندي شوی له the original on 17 August 2017. بياځلي په 11 March 2018.
- ↑ Kepel, Gilles (2002). Jihad: The Trail of Political Islam. Harvard University Press. ISBN 978-0-674-01090-1. OCLC 685132509.