افغان کورنۍ جګړه (۱۹۹۶ – ۲۰۰۱)


له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ پورې افغان کورنۍ جګړه د طالبانو د کابل د نيونې او د ۱۹۹۶ کال د سپټمبر پر ۲۷ مه د افغانستان د اسلامي امارت د رامنځته کولو او د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر پر ۷ نېټه پر افغانستان باندې د متحده ايالتونو او انګليستان د بريد تر منځ موده کې پېښه شوه. ياده دوره د افغان کورنۍ جګړې برخه وه، چې په ۱۹۸۹ کې پيل شوې وه او همدارنګه د يو څه پراخه معنا له مخې په افغانستان کې د هغه جګړې برخه وه، چې په ۱۹۷۸ کال کې پيل شوې وه. [۱][۲]

د افغانستان د اسلامي دولت حکومت د نړيوالې ټولنې د زياتې برخې لپاره د افغانستان په رسميت پېژندل شوی حکومت پاتې شو، که څه هم د طالبانو اسلامي امارت د سعودي عربستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو له لورې يې په رسميت پېژندنه تر لاسه کړه.

د افغانستان د اسلامي دولت د دفاع وزير احمد شاه مسعود د طالبانو پر وړاندې مخالفت کې متحده جبهه (شمالي ټلواله) جوړه کړه. متحدې جبهې ټول افغان توکمونه لکه تاجک، ازبک، هزاره، ترکمن، ځيني پښتانه او نور راونغاړل. د جګړې پر مهال طالبانو د پاکستان له لورې فوځي او د سعودي عربستان له لورې مالي ملاتړ تر لاسه کړ. پاکستان د متحدې جبهې پر وړاندې د خپلې پولې (سرحدي) لښکر او فوځ د نظامي واحدونو او کنډکونو په خپرولو سره په فوځي ډول افغانستان کې مداخله وکړه. القاعده له پاکستان، عربي هېوادونو او مرکزي اسيا څخه په رالېږدول شويو زرګونو جنګياليو سره د طالبانو ملاتړ وکړ. [۳][۴][۵][۶]

اصلي ګډونوالسمول

د متحده جبهې او د افغانستان د اسلامي دولتي لپاره احمد شاه مسعود، طالبانو لپاره ملا محمد عمر او د القاعده او بېلابېلو عربي ګټو لپاره له ايمن الظواهري سره اسامه بن لادن په افغانستان کې د جګړې مېشت اصلي مشران وو. له يوه اړخه په اصل کې د پاکستان له لورې لکه پروېز مشرف او ورڅخه وروسته جنرال محمود او له بله اړخه د متحده جبهې له لورې لکه حاجي عبدالقدير او عبدالرشيد دوستم د جګړې ځيني نور مشران وو، چې که څه هم په خپله تل په افغانستان کې نه وو. د افغان وګړو د ژوند څرنګوالی تر ډېره پر هغه ځانګړي مشر باندې تکيه و، چې د دوی د استوګنې سيمه يې په سيده ډول اداره کوله. په بېلابېلو سيمو کې ژوند او جوړښتونو ته په پام سره دردناک توپيرونه وو.

متحده جبهه (شمالي ټلواله)سمول

احمد شاه مسعودسمول

د خپل عملياتي تاريخ په ډېره برخه کې د افغانستان د ژغورنې لپاره د متحدې اسلامي جبهې (شمالي ټلوالې) مشري احمد شاه مسعود کوله، چې د کابل پوهنتون د انجنيري پوهنځي زده کوونکی و. نوموړی له انجنيري زده کړو څخه فوځي مشرۍ ته راوګرځېد او له افغانستان څخه د شوروي لښکر په ويستلو کې يې مخکښه ونډه ولوبوله، چې له امله يې د پنجشېر د زمري وړ نوم تر لاسه کړ. د نوموړي پيروان ورته امير صاحب شهيد (زموږ ګران شهيد قومندان) هم وايي. وال سټريت ژورنال په هغه وخت کې مسعود لپاره خپله يوه پښتۍ ځانګړې کړه او نوموړی يې «هغه افغان، چې سړه جګړه يې وګټله» وګاڼه. له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو له وتلو او د شوروي په ملاتړ د محمد نجيب الله د حکومت له وروستۍ ماتې (سقوط) څخه وروسته، مسعود د برهان الدين ربانې د حکومت تر مشرۍ لاندې په ۱۹۹۲ ز کال کې د دفاع وزير شو. په ۱۹۹۶ کې د طالبانو له راپورته کېدنې څخه وروسته مسعود د متحده اسلامي جبهې د فوځي قومندان په توګه خدمت کولو سره، د وسله وال مخالفت د مشرۍ ونډې ته بېرته وګرځېد. [۷]

مسعود يو ژور مذهبي او روحاني شخص و، چې د طالبانو يا القاعده له لورې د اسلام له ژباړو سره يې په سخته مخالفت وکړ. د يو سني مسلمان په توګه يې تل د صوفي الغزالي يو کتاب له ځان سره وګرځاوه. [۷]

طالبانو په پرله پسې يا مکرر ډول د نوموړي له لورې د مقاومت درولو په بدل کې د واک ورکولو وړانديز وکړ. مسعود د هغوی غوښتنه ځکه ونه منله چې پر وينا يې نوموړي د واک تر لاسه کولو لپاره جګړه ونه کړه. نوموړي په يوه مرکه کې څرګنده کړه چې:

طالبان وايي: «راشه او د لومړي وزير دنده ومنه او له موږ سره اوسه» او دوی به په هېواد کې تر ټولو لوړ دفتر (دنده) ساتي، چې ولسمشري ده. مګر په کومه بيه؟! زموږ تر منځ توپير په اصل کې د ټولنې او دولت د ورته اصولو په اړه د فکر کولو لارې چارې پورې اړه لري. موږ د هغوی د روغې جوړې شرطونه نه شو منلی، که نه نو موږ بايده ده چې د معاصرې ديموکراسۍ اصول پرېږدو. موږ په بنسټيز ډول «د افغانستان د امارت» په نوم نظام مخالف يو.

مسعود په دې باور و چې يوازې يو ديموکراتيک نظام کولی شي په افغانستان کې يوه تل پاتې سوله ډاډمنولی شي. نوموړي له يو سياسي بهير سره د طالبانو يو ځای کېدل غوښتل، چې د اټکل وړ راتلونکي کې د ديموکراتيکو ټاکنو لامل کېږي. [۸]

د ۲۰۰۱ ز کال د سپټمبر پر ۹ په متحده ايالتونو کې د سپټمبر د ۱۱ نېټې له بريدونو څخه دوه ورځې مخکې، مسعود د شکمنو القاعده استازو (اجنټانو) له لورې د افغانستان په تخار ولايت کې ووژل شو. د جنازې دود يې که څه هم په يو څه کليوالي سيمه کې تر سره کېده، مګر په سلګونو زرو خواخوږو په کې ګډون وکړ. نوموړی راتلونکی کال د افغان ولسمشر حامد کرزي په امر «ملي اتل» ونومول شو. د نوموړي د مړينې نېټه (د سپټمبر ۹) په افغانستان کې د مسعود د ورځې په نوم د ملي رخصتۍ په توګه په پام کې نيول کېده. د نوموړي له وژني څخه وروسته په ۲۰۰۲ ز کال کې د سولې نړيواله جایزه (Nobel Peace Prize) لپاره نوماند شو، چې اتفاقا له مړينې څخه وروسته هېڅکله نه ورکول کېږي. [۹][۱۰]

يو کډوال چې له طالبانو څخه د مسعود سيمې ته د تېښتې په موخه يې د خپلې کورنۍ ۲۷ تنه يې په يو زوړ جيپ کې سپاره کړل، د مسعود سيمه «د افغانستان تر ټولو وروستۍ زغم لرونکې څنډې» په توګه بيان کړه. نوموړي د مسعود په سيمه کې د خپل ژوند په اړه وويل: «زه دلته د خپلواکۍ احساس کوم. تاسې پوهېږئ... زما دا سيمه خوښېږي، هېڅوک مې نه ځوروي. زه خپله دنده کوم. زه مې د خپلې کورنۍ پالنه کوم. زه هغه ډول چې غواړم، په سيمه کې ژوند کوم». مسعود د عبدالرشيد دوستم په سيمه کې د استوګن وګړو پر ژوند باندې هېڅ اغېز نه درلود. نوموړی (دوستم) د طالبانو پر وړاندې د جګړې په موخه له متحده جبهې سره يو ځای شوی و. [۱۱]

د مسعود تر واک لاندې سيمه کې ښځې او نجونې اړ نه وې، چې افغاني څادري (برقه) پر سر کړي. دوی ته د کار کولو او ښوونځي ته د تګ اجازه ورکړل شوې وه. په لږ تر لږه دوه پېژندل شويو بېلګو کې مسعود د زور واده د حالتونو پر وړاندې په شخصي ډول منځګړيتوب (مداخله) وکړه. په داسې حال کې چې د مسعود څرګند باور و، چې نارينه او ښځې برابر دي بايد له ورته حقونو څخه برخمن شي. نوموړي بايد له هغو افغاني دودونو سره مخامخ شوی وی، چې د نوموړي پر وينا د له منځه وړل به يې يو يا له يو څخه زيات نسل ته اړتيا ولري. د نوموړي په نظر ياده موخه (د يادو دودونو له منځه وړنه) يوازې د زده کړو له لارې تر لاسه کېدای شي. [۱۲]

مسعود ديموکراتيک بنسټونه رامنځته کړل، چې په بېلابېلو کمېټو لکه سياسي، روغتيا، زده کړو او اقتصاد کمېټو کې جوړ شوي وو. بيا هم ډېر خلک نوموړي ته د خپلو ستونزو د حل په موخه په شخصي ډول راتلل. [۱۲]

په سلګونو زرو کډوال له طالبانو څخه د مسعود تر واک لاندې سيمو ته وتښتېدل. په ۲۰۰۱ ز کال کې مسعود او انځور اخيستونکي او د ملګرو ملتونو پخواني سفير رضا دقتي (Raza Deghati) د افغان کډوالو تريخ حالت بيان کړ او د انساني مرستو غوښتنه يې وکړه. [۱۳]

سرچينېسمول

  1. کينډۍ:Cite report
  2. . Canada in Afghanistan: 2001.
  3. کينډۍ:Cite AV mediaکينډۍ:Cbignore
  4. "Profile: Ahmed Shah Massoud". History Commons. 2010. د اصلي آرشيف څخه پر جنوري 25, 2014 باندې. د لاسرسي‌نېټه اګست 12, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. (په September 11, 2001 باندې). Afghanistan resistance leader feared dead in blast. The Telegraph.کينډۍ:Cbignore
  6. Grad, Marcela (2009). Massoud: An Intimate Portrait of the Legendary Afghan Leader. Webster University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-9821615-0-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Grad, Marcela (2009). Massoud: An Intimate Portrait of the Legendary Afghan Leader. Webster University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-9821615-0-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Balcerowicz, Piotr (اګست 2001). "The Last Interview with Ahmad Shah Massoud". orient.uw.edu.pl. د اصلي آرشيف څخه پر سيپټمبر 25, 2006 باندې. د لاسرسي‌نېټه اګست 13, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. National Holiday Dates, Massoud Day and Nobel Peace Prize Nomination
  10. Afghanistan Events Archived September 7, 2008, at the Wayback Machine., Lonely Planet Travel Guide.
  11. کينډۍ:Cite AV media
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Grad, Marcela (2009). Massoud: An Intimate Portrait of the Legendary Afghan Leader. Webster University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-9821615-0-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. کينډۍ:Cite AV mediaکينډۍ:Cbignore