چین د خلکو جمهوریت

(له چین نه مخ گرځېدلی)

چين چې رسمي نوم يې د چين د خلکو جمهوريت دی، په ختيځه اسيا کې پروت هېواد دی. د نړۍ تر ټولو زيات نفوس لرونکی هېواد دی، چې د وګړو شمېر يې له يو اعشاريه څلور ميليارده نه زيات دی. چين پنځه جغرافيايي زماني سيمې لري او له څوارلسو هېوادونو سره پولې لري، له روسيې نه وروسته له ډېرو هېوادونو سره پوله لرونکی دويم هېواد دی. مساحت يې نږدې نهه اعشاريه شپږ ميليونه کيلو متر مربع (۳،۷۰۰۰۰۰ ميل مربع) دی، د نړۍ درېيم يا څلورم ستر هېواد دی. دا هېواد دروېشت ولايتونه، څلور نېغ په نېغه اداره کېدونکې سيمې، پنځه خپلواکې سيمې او دوه ځانګړې اداره کېدونکې سيمې (هانګ کانګ او مکاو) لري. پلازمېنه يې بیجنګ دی، ستر ښار او مالي مرکز يې شانګهای دی او شينجين يې د تيکنالوژۍ او نوښتونو دروازه ده.

People's Republic of China
中华人民共和国[a]
Zhōnghuá Rénmín Gònghéguó
بيرغ نښان
PRC-administered areas in dark green; PRC territorial claims in light green
PRC-administered areas in dark green;
PRC territorial claims in light green
نخشه
موقعيت PRC-administered areas in dark green;
PRC territorial claims in light green
حکومت
 -  ولسمشر شیجیپنګ
 -  Premier وین جیان باو
 -  NPCSC Chairman Wu Bangguo
 -  CPPCC Chairman Jia Qinglin
Legislature National People's Congress
جوړښت
 -  People's Republic of China proclaimed. 1 October 1949 
ارتوالی
 -  ټولټال ۹,۶۴۰,۸۲۱ کيلومتر2 [c] or 9,671,018 km²[c](3rd/4th)
۳٬۷۰۴٬۴۲۷ sq mi 
 -  اوبه (%) 2.8[d]
د وګړو شمېر
 -  2010 estimate 1,338,612,968[۱] (1st)
 -  2000 census 1,242,612,226 
 -  ګڼه ګونه 139.6/km2 (53rd)
۳۶۳٫۳/sq mi
نا خالص داخلي تولید (PPP) 2010 اټکل
 -  ټولټال $9.712 trillion[۲] (2nd)
 -  پر کس $7,240[۲] (99th)
GDP (nominal) 2010 اټکل
 -  ټولټال $5.365 trillion[۲] (2nd[۳])
 -  پر کس $3,999[۲] (98th)
Gini (2007) 41.5[۴] 
بشري پرمختيا (2007) 0.772[۵] (medium) (92nd)
د وخت سيمه (UTC+8)
د نېټې بڼه yyyy-mm-dd
or yyyyLua error in Module:Lang at line 988: attempt to call field 'is_Latin' (a nil value).mLua error in Module:Lang at line 988: attempt to call field 'is_Latin' (a nil value).dLua error in Module:Lang at line 988: attempt to call field 'is_Latin' (a nil value).
(CE; CE-1949)
د موټر چلولو لوری right, except for Hong Kong & Macau
د انټرنټ مخکښ شپول .cn[d] .中國[۶] .中国
پيل ګڼ +86[d]

چين د ژيړ سمندر په ښېرازه څنډو او د چين په شمالي ډګرونو کې د نړۍ د لومړيو مدنيتونو په توګه راڅرګند شو. دا هېواد په لومړيو دوه زريزو کې له لومړۍ څخه تر نولسمې پېړۍ پورې د نړۍ يو له لومړيو اقتصادي ځواکونو نه و. د زرګونو کلونو لپاره د چين سياسي نظام پر ميراثي مطلق العنان سلطنتونو يا کورنيو واکمنيو ولاړ و چې له میلاد نه مخکې په يو وېشتمه پېړۍ کې د نيمه افسانوي «شيا» واکمنۍ څخه پيل شوی و. له هغه وخته چين بيا بيا پراختيا ومونده، بيا بيا مات شو او بيا يو ځای شو. له میلاد مخکې په درېيمه پېړۍ کې،«چين» د چين مرکزي سټه سره بيا يو ځای کړه او لومړۍ چينايي سترواکي يې جوړه کړه.  تر دې وروسته د هان لړۍ(سلسله) (له میلاد مخکې ۲۰۶- تر ميلاد وروسته ۲۲۰) د هغه مهال يو له پرمختللو ټيکنالوژيو څخه وه، د روغتيايي پرمختګ تر څنګ يې کاغذ او قطب نما جوړه کړه. په ټانګ سلسله حکومت (۶۱۸-۹۰۷) کې باروت کشف او دوی خوځنده لیکل جوړ کړل او د شمالي سانګ سلسله حکومت (۹۶۰-۱۱۲۷) څلور ستر اختراعات بشپړ کړل. د ټانک کلتور په اسيا کې پراخ خپور شو او د ورېښمو د نوې لارې سوداګر بين النهرين او د افريقا هان ته راورسول. د چين وروستۍ د سلطنت کورنۍ چينګ سترواکۍ، کومې چې د اوسني چين ځمکنی بنسټ کېښود او د بهرني امپرياليزم په وړاندې  یې درانده زيانونه وګالل.

د ۱۹۱۱ ز انقلاب پر مهال د چين سلطنت په ۱۹۱۲ کې ونړېد، په داسې حال کې چې د چين جمهوريت د چينګ ميراثي واکمنۍ ځای ونيو. په دويمه نړيواله جګړه کې جاپاني سترواکۍ پر چين بريد وکړ. په ۱۹۴۹ز کال کې کورنۍ جګړه د چين د خاورې د وېش لامل وګرځېده، کله چې په مرکزي ځمکو کې د چين کمونست ګوند د چين د خلکو جمهوريت تاسيس کړ، په داسې حال کې چې د کومنتانګ په مشرۍ د ROC دولت د تايوان ټاپو ته شاتګ وکړ. دواړه دعوا کوي چې د چين يوازينی مشروع حکومت دی، خو ملګرو ملتونو له ۱۹۷۱ز کال څخه د چين د خلکو جمهوريت د يوازيني استازي په توګه پېژندلی دی. چين له ۱۹۷۸ز کال نه يو لړ اقتصادي اصلاحات رامنځ ته کړي او په ۲۰۰۱ز کال کې نړيوال تجارتي سازمان ته دننه شو.

اوسمهال د يوه جمهوري سوسيال په توګه د چين کمونست ګوند په نوم د يوه ګوند له خوا اداره کېږي. چين د ملګرو ملتونو د امنيت شورا دايمي غړی دی او د ګڼو څو اړخيزو او سيمه یيزو همکاريو د سازمانونو بنسټ اېښودونکی غړی دی، لکه د اسيا د زېربناوو د پانګونې بانک، د ورېښمو لارې صندوق، نوي پرمختيايي بانک، شانګهای همکاريو سازمان او RCEP، همدا راز د BRICS, G8+5, G20, APEC او د ختيځې اسيا د سرمشريزې غړيتوب هم لري. د ملکي آزادۍ، حکومتي روڼتيا، رسنيو د خپلواکۍ، مذهب د آزادۍ او توکميزو لږه کيو په اړوند د کړنو په برخه کې په نړيواله کچه په ښکته اندازه ډلبندي شوی. په چينايي چارواکو د هغوی سياسي مخالفين او د بشري حقوقو فعالين له دې امله نيوکې کوي چې، د بشري حقونو نه یې پراخې سرغړونې کړې دي، په دې سرغړونو کې سياسي ځپل، پراخ بنديزونه، د خپلو اتباعو پراخه څارنه او په تاوتريخوالي سره د اعتراضونو ځپل شامل دي.

د پيرلو د وړتيا له پلوه چين ناخالص کورني توليد ته په کتنې سره د نړۍ تر ټولو ستر اقتصاد او د جزئي کورني ناخالص توليد له اړخه د نړۍ دويم ستر اقتصاد دی، د نړۍ دويم ستر شتمن هېواد دی. دا هېواد د نړۍ په کچه تر ټولو تېز وده کوونکی اقتصاد دی، د نړۍ ستر توليدونکی او صادرونکی هېواد او د پوځيانو له اړخه د نړۍ تر ټولو ستر پوځ لري، په نړۍ کې د چين دفاعي بوديجه په دويمه درجه کې ده او د هستوي وسلو لرونکي هېواد په توګه پېژندل شوی دی.

رېښه

د «China» ټکی، په انګليسي کې له شپاړسمې پېړۍ نه کارېږي، په داسې حال کې چې هغه مهال دا ټکی په خپله چينايانو نه کاراوه. د دې ټکې رېښې د پرتګالي، مالايي او فارسي په واسطه د سنسکريتي ژبې لفظ (Chīna) ته رسېږي، کوم به چې په لرغوني هندوستان کې کارېده. «China» ټکی، د ريچارډ ادن په ۱۵۵۵ ژباړه کې موندل شوی، کله چې هغه د پرتګالي لوڅاوو «دوارته باربوسا» ۱۵۱۶ ز مجله ژباړلې وه. باربوسا، دا ټکی د فارسي له چين ټکي څخه اخستی و او دا ټکی بيا په خپل وار سره د سنسکريت ژبې له « Cīna (चीन» الفاظو څخه اخستل شوی و. Cīna د مهابهارت (له میلاد مخکې پنځمه پېړۍ) او د مانو د قانون (له میلاد مخکې دويمه پېړۍ) په ګډون، په لومړي ځل د هندوانو په لومړيو سپېڅلو کتابونو کې کارول شوی و. په ۱۶۵۵ز کال کې مارټينو مارټيني څرګنده کړه چې د چين ټکی د چين (Qin) سلسله سلطنت (له میلاد مخکې ۲۲۱-۲۰۶) نه اخستل شوی دی. که څه هم د دې نوم کارول د ياد سلطنت نه مخکې په هندي سرچينو کې شوی و، بيا هم په ډېرو سرچينو کې د دې اشتقاق حواله ورکول کېږي. د اکسفورډ انګليسي قاموس تر مخې د سنسکريت ټکي اصليت د بحث موضوع ده. په بديلو وړانديزونو کې يې د يلانګ او د جينګ يا «چو» ايالت شامل دي. د دې هېواد نوی رسمي نوم «د چين د خلکو جمهوريت» دی. لنډ ډول يې «China» دی، دا هغه اصطلاح ده چې په لوېدېځه «ژو» واکمنه سلسله کې هغه مهال وده وکړه، کله به يې چې د خپل سلطنتي حکومت يادونه کوله. مخکې له دې چې دا نوم کله ناکله د چين (Qing) د حکومت د لاندې ايالتونو لپاره وکارول شي، دا نوم بيا وروسته د ختيځ «ژو» واکمنۍ پر مهال د «لويي» شا او خوا سيمو ته کارېده، «اوسنی لويويانګ» او له دې وروسته، بيا د چين دښتي سيمو ته کارول شوی دی. دا نوم يو کلتوري تصور هم و، تر څو د ويکسيا (Huaxia) د خلکو او بربريانو تر منځ توپير وکړي. د«Zhongguo» نوم په انګليسي کې د «منځنۍ پاچهي» په معنا هم ژباړل شوی دی. کله چې د ROC او PRC تر منځ توپير کېږي، نو چين د  مرکزي ځمکې په نوم يادېږي. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

تاريخچه

د لرغون پېژندنې شواهد څرګندوي چې ۲.۲۵ ميليونه کاله مخکې لومړيو انسانانو په چين کې ژوند کړی. د پکینګي سړي، هغه په ملا نېغ ولاړ انسان چې له اور څخه يې ګټه اخستې، د هغه انسان ته ورته پاتې شوني د بيجينګ سره نژدې د «ژوکوديان» په يوه غار کې موندل شوي؛ تاريخ يې د ۶۸۰۰۰۰ او ۷۸۰۰۰۰ تر منځ کلونو ته رسېږي. د هوښيار انسان د غاښونو پاتې شوني (چې تاريخ يې ۱۲۵۰۰۰ -۸۰۰۰۰ کاله پخوا ته رسېږي) د هونان د «داو» ولسوالۍ د «فويان» په غار کې کشف شوي دي. د چين پروټو- ليکل له میلاد نه ۷۰۰۰ کاله مخکې په جياهو کې، په «دامايدي» کې له میلاد ۶۰۰۰ کاله مخکې، په داديوان کې له میلاد مخکې د ۵۸۰۰ او ۵۴۰۰ کلونو تر منځ او په بانپو کې له میلاد مخکې پنځمه زريزه کې شته(موجود) و. ځينې پوهان په دې نظر دي چې د جياهو نښې (له میلاد مخکې اومه زريزه) تر ټولو پخواني چينايي ليک نظام جوړ کړی و.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

تاریخ

په ۱۷۰۰ ( ق.م. )کال کی د ژېړ سیتد نژدې د چین لومړی پاچایی د شانگ دکورنۍ لخوا تاسیس شوه. په دی وخت کی د چین توری ( کلمی ) اختراع شو. په ۲۲۱ ( ق.م.) کال کی یو چینی جکمران څو نور دښمنی حکمرانان ماته کړل او د چین امپراطور شو. په اوس وخت کی دغه امپراطور د چخین شی خوانگ ټی ( Qin Shi Huang Ji ) به نوم یادېږی. په دی وخت کی قطب نما اختراع شوه او د چین د دیوال جوړول پېل شول. په ۱ پېړی کی د خان د حکمرانانو په وخت کی کاغذ اختراع شو. د تخانگ دحکمرانانو په وخت کی ( ۶۱۸-۹۰۶ ) چینی لوښی او د کتابو چاپونه اختراع شوه. په ۱۲۱۵ کال کی چینگیزخان د چین پر امپراطوری برید وکړ. په ۱۲۷۹ کال کی د چینگیزخان لمسۍ کوبلای خان دچین حکمرانان ماته وکړه. د مینگ د حکمرانانو په وخت کی ( ۱۳۶۸-۱۶۴۴ ) د چین د دیوار د جوړولو کار پای ته ورسېده. په ۱۶۴۴ کال کی د مینگ حکمران د چخینگ د حکمرانانو لخوا ماته وخوړل. د چخینگ حکمرانانو د چین امپراطوری پراخه کړه . په ۱۶۸۳ کال کی تایوان د چخینگ د پوځ لجوا ونیول شو.

د چین جمهوریت

په ۱۹۱۱ کال کې لوی قیام پېل شو او تر لوی قیام وروسته په ۱۹۱۲ کال کې د چین جمهوریت د داکتر سانوونسین لخوا تاسیس شو. په دی وخت کی ملي گوند هم تاسیس شو.

د چین ولوسی جمهوریت

د چین ولسی جمهوریت تر داخلي جگړې وروسته په ۱۹۴۹ کال کی تاسیس شو.



































سرچينې

  1. China – People. https://www.cia.gov.+2009.+Archived+from the original on 12 June 2007. https://web.archive.org/web/20070612213511/https://www.cia.gov/library/publications/the-world-factbook/geos/ch.html. Retrieved 1 January 2010. 
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ ۲٫۳ "People's Republic of China". International Monetary Fund. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اپرېل ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. 16 August 2010, China Overtakes Japan as World's Second-Biggest Economy, Bloomberg
  4. CIA World Factbook Archived 2009-05-13 at the Wayback Machine. [Gini rankings]
  5. Human Development Report 2009. The United Nations. Retrieved 5 October 2009.
  6. "ICANN Board Meeting Minutes". ICANN. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جون ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "China". Oxford English Dictionary. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:ISBN
  8. "China". The American Heritage Dictionary of the English Language (2000). Boston and New York: Houghton-Mifflin.
  9. Martino, Martin, Novus Atlas Sinensis, Vienna 1655, Preface, p. 2.
  10. Wade, Geoff. "The Polity of Yelang and the Origin of the Name 'China'". Sino-Platonic Papers, No. 188, May 2009, p. 20.
  11. Bodde, Derk (1978). Denis Twitchett; Michael Loewe (المحررون). The Cambridge History of China: Volume 1, The Ch'in and Han Empires, 221 BC – AD 220. د کتاب پاڼې 20. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-24327-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Yule, Henry (1866). Cathay and the Way Thither. د کتاب پاڼي 3–7. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-81-206-1966-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Wilkinson, Endymion (2000), Chinese History: A Manual, Cambridge: Harvard University Asia Center, د کتاب پاڼې 132, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-674-00249-4 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Tang, Xiaoyang; Guo, Sujian; Guo, Baogang (2010). Greater China in an Era of Globalization. Lanham, MD: Rowman & Littlefield Publishers. د کتاب پاڼي 52–53. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7391-3534-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. . Two "Chinese" flags in Chinatown 美國唐人街兩面「中國」國旗之爭. BBC
  16. . Chou Hsi-wei on Conflict Zone. Deutsche Welle
  17. "China-Taiwan Relations". Council on Foreign Relations. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. . What's behind the China-Taiwan divide?. BBC
  19. Ciochon, Russell; Larick, Roy (1 January 2000). "Early Homo erectus Tools in China". Archaeology. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ نومبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "The Peking Man World Heritage Site at Zhoukoudian". UNESCO. مؤرشف من الأصل في ۲۳ جون ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ مارچ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Shen, G.; Gao, X.; Gao, B.; Granger, De (March 2009). "Age of Zhoukoudian Homo erectus determined with (26)Al/(10)Be burial dating". Nature 458 (7235): 198–200. doi:10.1038/nature07741. ISSN 0028-0836. PMID 19279636. Bibcode2009Natur.458..198S. https://www.semanticscholar.org/paper/d502c36487e27d90c7962fc60d28c48ab16c8f0e. 
  22. (په 14 October 2015 باندې). Fossil teeth place humans in Asia '20,000 years early'. BBC News
  23. (په 17 April 2003 باندې). 'Earliest writing' found in China. BBC News
  24. Qiu Xigui (2000) Chinese Writing English translation of Lua error in Module:Lang at line 549: attempt to call field 'is_rtl' (a nil value). by Gilbert L. Mattos and Jerry Norman Early China Special Monograph Series No. 4. Berkeley: The Society for the Study of Early China and the Institute of East Asian Studies, University of California, Berkeley. کينډۍ:ISBN