قضیه
په منطق او ژبپوهنه کې يوه قضيه يوه اعلانونکې جمله ده. په فلسفه کې، «معنا» يوه غېر ژبنۍ هسته بلل کېږي، کومه چې په همدې یوې «معنا» د ټولو جملو تر منځ شريکه وي. په برابر ډول، قضيه د سمې يا ناسمې معنا لرونکې غېر لساني ده، کومه چې هره هغه جمله جوړولای شي چې د قضيې څرګندونه کوي، که هغه سمه وي که ناسمه وي.[۱]
په داسې حال کې چې د قضيې اصطلاح کله کله په ورځني ژوند کې کارېدونکې ژبه کې د کوم ژبني بيان لپاره استعمالېدای شي چې شونې ده دا بيان سم يا ناسم وي، تخنيکي فلسفې اصطلاح، کومه چې د رياضي له استعمال څخه مختلفه ده، په ځانګړي ډول د بيان تر شا غېر ژبني معنا لور ته اشاره کوي. کله کله دا صطلاح په ډېره پراخه معنا کارول کېږي او دا د فلسفې په تاريخ او معاصرې تحليلي فلسفې دواړو کې د مختلفو اړوندو اندونو لور ته هم اشاره کوي. دا عموماً د لاندې يادو شويو مواردو د ځينو يا ټولو د يادولو لپاره هم استعمالېدای شي چې هغه موارد دا دي: د رېشتياوالي د ارزښتونو ابتدايي لرونکی (لکه سم او ناسم)؛ د باور او نورو قضيوي رويو مفعولونه (لکه، په کوم څه چې باور کېږي، يا شک کېږي او داسې نور)؛ د «چې» فقرې مراجع (لکه، دا سمه ده «چې» اسمان ابي رنګ لري او زه باور لرم «چې» اسمان ابي رنګ لري، په دواړو کې دا قضيه شته چې اسمان ابي رنګ لري) او د خبریه جملو معناوې.[۱]
له دې امله چې قضيې د رويو د شراکت وړ موضوعاتو او د سم او ناسم بنسټيزې معنا لرونکي په توګه بيان کېدای شي، د دې معنا دا ده چې د قضيې اصطلاح د ځانګړو افکارو يا ځانګړو خبرو لور ته اشاره نه کوي (کوم چې په بېلا بېلو بېلګو کې د شراکت وړ نه دي)، په همدې ډول هغو ته هم اشاره نه کوي چې ثابتې پېښې يا حقايق دي (کوم چې درواغ نه شي بلل کېدای). په بنسټيز ډول، قضيوي منطق د قضيو او د دوی تر منځ منطقي اړيکو سره سروکار لري.[۱]
تاريخي استعمال
سمولد ارستو له خوا
سمولارستويي منطق يوه قطعي قضيه د يوې جملې په توګه پېژني، کومه چې په اختياري ډول د وصل کونکي فعل په مرسته د يو فاعل د يوې خبرې تصديق يا ترديد کوي. د ارستو قضيه «ټول نارينه فاني دي» يا «سقراط يو انسان دی» بڼه غوره کولای شي. په لومړۍ بېلګه کې، فاعل «سړي» دی، خبره «فاني» او وصل کونکی فعل يې «دي» دی، په داسې حال کې چې په دويمه بېلګه کې، فاعل «سقراط» دی، خبره «سړی» دی او وصل کونکی فعل يې «دی» دی.[۲]
د منطقي مثبت پالو له خوا
سمولډېر وخت قضيې تر بندو فارمولو (یا منطقي جملو پورې) پورې تړلي وي، تر څو دوی له هغو جلا کړي چې په پرانيستو فارمولو څرګندېږي. په دې معنا سره قضيې جملې دي، کومې چې رښتيا وي. د يوې قضيې دا انځور د منطقي مثبت پالنې د فلسفې مکتب فکر له خوا تاييد شوی دی.
ځينې فيلسوفان دليل وړاندې کوي چې د خبري ويناوو تر څنګ يو شمېر (يا ټول) خبرو يا کارونو ډولونه هم قضيوي مواد لري. د بېلګې په ډول په هو –نه سره ځواب کېدونکې پوښتنې قضيې وړاندې کوي، په دې ډول چې دا د دې پوښتنو د رښتياوالي د ارزښت په اړه پوښتنې حال معلومول دي. له بلې خوا، شونې ده چې ځينې نښې هم قضيوي اعلاميې وي، بې له دې چې کومه جمله جوړه کړي يا ژبه وي (د بېلګې په ډول، د ترافيکو نښې خاصې معناوې لري، کومې چې يا سمې وي يا ناسمې وي).
قضيې د باورونو او دې ته ورته قصدي رويېو د عناصرو په توګه هم ښودل شوي دي، لکه هيلې، غوراوي او اميدونه. د بېلګې په ډول، «هيله لرم چې يو نوی موټر ولرم»، يا «حيران یم چې واوره به وشي» (يا دا چې حالت داسې وي چې واوره به وشي). هيله، باور، شک او همداسې نور په همدې بنسټ قضيوي رويې بلل کېږي، کله چې په دوی کې دا ډول عناصر موجود وي. [۳]
د رسل له خوا
سمولبترانډ رسل په دې باور و چې قضيه يوه جوړه شوې هسته ده، په کومه کې چې شیان او خصوصيات د اجزاوو په توګه پراته دي. د «Ludwig Wittgenstein» د اند تر منځ يو مهم توپير (د کوم په باور چې يوه قضيه د ممکنه نړيو/حالتونو د چارو يوه ټولګه ده، په کومو کې چې دا رښتيا ده) دا دی چې د رسلي روايت پر بنسټ، دوه قضيې چې د چارو په يو شان حالتونو کې سم دی، بيا يې هم توپیر کېدای شي. د بېلګې په ډول، دا قضيه چې «دوه جمع دوه له څلورو سره برابر دي» د رسلي روايت پر بنسټ د دې قضيې څخه توپير لري چې «درې جمع درې له شپږو سره برابر دي». په هر حال، که قضيه د ممکنه نړيو ټولګه وي، بيا ټول رياضياتي حقايق (او ټول نور اړين حقايق) يوه ټولګه ده (د ټولو ممکنه نړيو ټولګه).
له ذهن سره يې اړيکه
سمولد ذهن په اړوند، د قضيو په اړه په بنسټيز ډول هغه شان بحث کېږي، څنګه چې دوی په په قضيوي رويو کې جوړېږي. قضيوي چلندونه په ساده ډول د ولسي روان (عقيده، هيله او داسې نور) خصوصيت لورنکي چلندونه دي چې يو څوک يې د قضيې په اړه خپلولای شي (لکه باران ورېږي، واوره سپينه ده او داسې نور). په انګليسي ژبه کې، قضيه عموماً د «چې فقرې» په مټ ولسي رواني رويې تعقيبوي (لکه احمد په دې باور دی «چې» باران ورېږي). د ذهن او روانپوهنې په فلسفه کې، ذهني حالتونه ډېر ځله په بنسټيز ډول د قضيې چلندونه لري. عموماً ويل کېږي چې قضيې د چلند ذهني مواد بلل کېږي. د بېلګې په ډول، که چېرې احمد د دې باور ذهني حالت لري چې باران وريږي، نو د هغه ذهني مواد دا دي چې باران کېږي. سربېره پر دې، له دې امله چې دا ډول ذهني حالتونه د يو څه په اړه وي (چې هغه قضيې دي)، نو دې ته بیا قصدي ذهني حالتونه ويل کېږي.
له ذهن سره د قضيو اړيکې تشريح کول په ځانګړي ډول د قضيو د غېر ذهني نظرياتو لپاره ستونزمن دي. لکه د منطقي مثبت پالو او رسل افکار، کوم چې مخکې تشريح شول او د «ګوټلوب فريج» دا اند چې قضيې اپلاتوني هستې دي، کومې چې په تجريد او په غېر فيزيکي دايره کې موجودې دي. په همدې بنسټ د قضيو ځينې وروستيو اندونو دا د ذهني په توګه منلي دي. که څه هم له دې کبله چې قضيې د شراکت وړ نه دي نو په اړه يې دا فکر نه شې کېدای شي چې ځانګړې وي، شونې ده چې د علمي پېښو اقسام وي، يا د افکارو خصوصيات وي (چې شونې ده د مختلفو مفکرينو لپاره يو شان وي).[۴][۵][۶]
د قضيو په اړه فلسفي بحثونه، کوم چې د قضيو د چلندونو اړوند دي، په وروستيو کې يې په دې اړه خپله توجه مرکوزه کړې ده چې ايا د عامل لپاره دوی بهرني او که داخلي دي، يا ايا دوی په ذهن متکي دي که له ذهن څخه خپلواکې هستې دي. د نورو معلوماتو لپاره، د ذهن په فلسفه کې د داخليت او خارجيت په اړه معلومات وګورئ.
په منطق کې يې سمبالښت
سموللکه چې مخکې يې يادونه وشوه، په ارستويي منطق کې يوه قضيه د جملې يوه ځانګړې بڼه ده (خبري جمله) چې د يو فاعل خبره تاييدوي يا ردوي، په اختياري ډول د يو وصل کونکي فاعل په مرسته. ارستويي قضيې «ټول نارينه فاني دي» او «سقراط يو انسان دی» په څېر بڼې خپلوي.[۷]
قضيې په نوي رسمي منطق کې د رسمي ژبې د جملو په توګه راڅرګندېږي. يوه رسمي ژبه د ډول ډول نښو سره پيل کېږي. په دې نښو کې متغيرات، فعاليتونه، تابع نښې، خبري (يا اړوند) نښې، اندازه کونکي او قضيوي ثوابت شامل وي. (ډلبندي کونکي نښې لکه حد بندي کونکي ډېر ځله د ژبې په استعمال کې د اسانتيا لپاره شاملولای شي، خو کومه منطقي دنده نه لري). د تکراري اصولو تر مخې نښې يو له بل سره تړل کېدای شي، تر څو وکولای شي داسې کړۍ جوړې کړي، په کومو کې چې د رښتيا ارزښونه زياتېدای شي. دا اصول وايي چې عمل کونکي، تابع او خبرې نښې او اندازه معلومونکي له نورو نړيو سره يو ځای کېدای شي. په همدې بنسټ يوه قضيه د يوې ځانګړي بڼې سره يوه لړۍ ده. دا قضيه چې کومه بڼه خپلوي، دا خپله بیا د منطق په بڼې پورې اړه لري.[۸]
سرچينې
سمول- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ McGrath, Matthew; Frank, Devin. "Propositions (Stanford Encyclopedia of Philosophy)". Plato.stanford.edu. نه اخيستل شوی 2014-06-23.
- ↑ Groarke, Louis. "Aristotle: Logic — From Words into Propositions". Internet Encyclopedia of Philosophy. نه اخيستل شوی 2019-12-10.
- ↑ McGrath, Matthew; Frank, Devin. "Propositions (Stanford Encyclopedia of Philosophy)". Plato.stanford.edu. نه اخيستل شوی 2014-06-23.
- ↑ Balaguer, Mark (2016). "Platonism in metaphysics: Propositions". Stanford Encyclopedia of Philosophy. نه اخيستل شوی 30 June 2021.
- ↑ Soames, Scott (2014). "Propositions as cognitive event types" (PDF). In King, Jeffrey C.; Soames, Scott; Speaks, Jeff (eds.). New Thinking about Propositions. New York: Oxford University Press. ISBN 9780199693764.
- ↑ Joaquin, Jeremiah Joven B.; Franklin, James (2021). "A causal-mentalist view of propositions". Organon F. 28. نه اخيستل شوی 30 June 2021.
- ↑ Groarke, Louis. "Aristotle: Logic — From Words into Propositions". Internet Encyclopedia of Philosophy. نه اخيستل شوی 2019-12-10.
- ↑ "Mathematics | Introduction to Propositional Logic | Set 1". GeeksforGeeks (په انګليسي). 2015-06-19. نه اخيستل شوی 2019-12-11.