د اوکراين د خپلواکۍ جګړه

 

د اوکراين د خپلواکۍ جګړه
برخه د  ختيځ جبهه کې لومړۍ نړيواله جګړه
او د روسيې داخلي جګړه
300px
د صوفيې په ميدان (چوک)کې د جمهوري غوښتونکو څرګندونې کی‌یف په ۱۹۱۷کې
نيټه۸ نومبر ۱۹۱۷ – ۱۷ نومبر ۱۹۲۱
(کينډۍ:Age in years, months, weeks and days)
ځایمرکزي اروپا و ختيځه اروپا
پايله بريا بلشويک
Territorial
changes
د اوکرایین د شوروي سوسیالیست جمهوریت جوړښت او دوهم پولنډي جمهوریت هغه څه چې اوس لوېدیځ اوکراین دی ترلاسه کوي.
جنګیالي

داوکراين خلقي جمهوریت
د لوېديخ اوکراين خلقي جمهوریت


د جرمني امپراتوري
(۱۹۱۸)

د پولينډ دوهم جمهوریت
(۱۹۲۰–۱۹۲۱)
د اوکراين سوسياليستي شوروي جمهوريت
کينډۍ:Country data Russian SFSR د فدراتيو روسيې سوسياليستي شوروي جمهوريت
د اوکراين جګړه
(تر ۱۹۱۹)

د اوکراين دولت

سپينه جګړه
کينډۍ:Country data German Empire د جرمني امپراتوري
(۱۹۱۷–۱۹۱۸)

د رومانيا پادشاهي
(۱۹۱۸)

د پولينډ دوهم جمهوريت
(۱۹۱۸–۱۹۱۹)

د فرانسې دريم جمهوريت
(۱۹۱۹)

د يونان پادشاهي
(۱۹۱۹)

د اوکراین د خپلواکۍ جګړه ( انګلیسي: Ukrainian War of Independence ) د سیاسي او نظامي ځواکونو تر منځ د سختو جګړو دوره وه چې د 1917 مېلادي څخه تر 1921 مېلادي کلونو پورې یې دوام درلود. دا شخړې د اوکراین د جمهوریت د رامنځته کېدو لامل شوې. چې وروسته د شوروي اتحاد یوه برخه شوه.

په دې شخړو کې، حکومتي، سیاسي او نظامي ځواکونه د اوکراین ملتپالان ، انارشيستان ، بالشویکان ، د اتریش- هنګري امپراتورۍ، د آلمان استعماري ځواکونه، عثماني امپراتورۍ ، د بلغاریا سلطنت ، د سپینې روسیې رضاکار پوځ، او د پولينډ دوهم جمهوريت ځواکونه شامل وو. د پولنډ جمهوریت د فبرورۍ له انقلاب وروسته د اوکراین د کنټرول لپاره جګړه وکړه، د روسیې په سلطنت کې، د رومانیا او فرانسې متحدین هم ښکیل وو. پورته ذکر شوي شخړې د فبروري 1917 مېلادي څخه تر نومبر 1921مېلادي پورې دوام وکړ او د بالشویکانو، پولنډ ، رومانیا او چکوسلواکیا ترمنځ د اوکراین د جلا کېدو لامل شو. دا شخړه د روسیې د کورنیو جګړو او د لومړۍ نړیوالې جګړې د ختیځې جبهې د تړلو په توګه هم ګڼل کیږي.

شاليد سمول

د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال اوکراین په لومړۍ کرښه کې و. د 1917 په پیل کې، د بروزیلوف له یرغل وروسته، د روسیې امپراتورۍ پوځ د والینیا او ختیځ ګالیشیا بېرته ونیول. د 1917 مېلادي کال د فبرورۍ انقلاب د روسیې په امپراتورۍ کې ډېری توکمیزې ډلې وهڅولې چې د لویې خپلواکۍ او ځاني حکومت غوښتنه وکړي.

یوه میاشت وروسته، په کیف کې د اوکراین خلکو اعلان وکړ چې دا هېواد یو خپلواکه دولت دی چې د روسیې له انتقالي حکومت سره نږدې اړیکې لري، چې د دې هېواد چارې به د سوسیالیستي مرکزي شورا له خوا پرمخ وړل کيږي. په پیټروګراد کې انتقالي حکومت د 1917مېلادي کال په دوبي کې د کرسنکي ناولسي جګړې نه خپله وفاداري اعلان کړه. دا جګړه د روسیې د پوځ لپاره یو بشپړ ناورین و. د جرمني ځوابي برید د دې لامل شو چې روسیه د 1916مېلادي کال ټولې لاسته راوړنې له لاسه ورکړي او د دې سربېره د اردو مورال هم مات شو او په پایله کې د روسیې د امپراتورۍ په اوږدو کې وسله وال ځواکونه او د واکمنۍ حاکميت سقوط وکړ.

ډېری بې لارې شوي سرتېري او افسران - په ځانګړې توګه اوکراینیانو -په راتلونکي کې د امپراتورۍ باور له لاسه ورکړ او په زیاتېدونکي ډول یې احساس وکړ چې مرکزي ځاني حکومت کول د دوی لپاره د شوروي پر وړاندې يو ښه بدیل دی. د اوکراین انارشیست نیستور ماخنو د اوکراین په سویل کې خپل فعالیتونه د هغو روسي سرتېرو او افسرانو په بې وسلې کولو سره پیل کړل چې د هایخور سیند څخه تېر شوي وو، په داسې حال کې چې د دونات سیند په ختیځ کې، د بالشویک تر نفوذ لاندې سوداګریزو ټولنو یو لړ اعتصابونه وکړل.

اوکراین د روسیې له انقلاب وروسته سمول

دا ټولې پیښې په سینټ پیټرزبورګ کې د اکتوبر انقلاب لامل شوې. یو انقلاب چې په چټکۍ سره د روسیې په امپراتورۍ کې خپور شو. د 1917 کال د نومبر په میاشت کې د کیف پاڅون په پلازمېنه کې د روسیې د امپراتوري ځواکونو د ماتې لامل شو. مرکزي خپلواکه شوروي په چټکۍ سره په کیف کې واک ترلاسه کړ، په داسې حال کې چې د 1917مېلادي کال د دسمبر په وروستیو کې بالشویکانو په ختیځ ښار خارکوف (خارکیف ) کې یو سیال اوکرایني جمهوریت تاسیس کړ، چې په پیل کې د اوکراین د خلکو جمهوریت بلل کېده. چې له دې سره سمدستي په کییف کې د اوکراین د مرکزي شورا پر ضد جګړه پیل شوه.

په همدې حالت کې د ۱۹۱۸ کال د جنورۍ په ۲۲ مه د اوکراین مرکزي شورا خپله خپلواکي اعلان کړه او له روسیې سره یې اړیکې پرې کړې.

میراث سمول

له 1918 څخه تر 1922 کلونو پورې ، ډېری فولکلوریکي سندرې رامینځته شوې چې د دې جګړو له خلکو او پېښو يې لهام اخیستې و.

د "ریډ ویبرنوم" سندره یوه ملي سندره ده چې د سټیپن کارنیټسکي لخوا چمتو شوې. سندره "پیسنیا پرو تیوتیونیک" د اوکراین د خلکو د اردو د لوا قوماندان یوري یوری تیوتیونیک له پېښو الهام اخیستی وه. په دې وخت کې لیکل شوې بله سندره "زا یوکرانو" وه. دا د جګړې سندرې بیا د اوکراین په لوېدیځ کې د میخایل ګورباچوف د گلاسنوستتراعلان وروسته په عمومي ډول بيا وويل شوې او د اوکراین له خپلواکۍ وروسته مشهورې شوې.

سرچینې سمول

  • مشارکت‌کنندگان ویکی‌پدیا. «Ukrainian War of Independence». در دانشنامهٔ ویکی‌پدیای انگلیسی، بازبینی‌شده در ۸ اوت ۲۰۱۷.

بېرونۍ تړنې سمول