د اکتوبر انقلاب

د اکټوبر انقلاب په رسمي توګه د شوروي اتحاد تر چتر لاندې د لوی اکټوبر سوسیالیستي انقلاب په نوم پېژندل کېږي او همدارنګه د بلشویک انقلاب په نوم هم پېژندل کېږي. دا انقلاب په روسیه کې د ولادیمیر لینین د ‎ بلشویک ګوند په مشرۍ ترسره شو، چې د روسیې د ۱۹۱۷ – ۱۹۲۳ ز کلونو په لوی انقلاب کې یې اړین رول درلود. دا انقلاب په ۱۹۱۷ ز کال کې په روسیه کې د حکومت بدلېدو دویم لوی انقلابي بدلون و، چې د ۱۹۱۷ ز کال د نومبر میاشتې په ۷مه نېټه په پتروګراد (اوسني سن پترزبورګ) کې د یوه وسله وال پاڅون له لارې پیل شو، چې دا پېښه د روسیې د کورنۍ جګړې د پیلېدو نښه وه.[۱]

د اکټوبر انقلاب د ۱۹۱۷ ز کال په پیل کې د فبروري انقلاب تعقیب او له دې انقلابه یې ګټه واخیسته. د فبروري انقلاب، تزاري استبدادي حکومت ړنګ کړ او په پایله کې یې یو لنډمهاله حکومت رامنځته شو. لنډمهاله حکومت، وروسته له هغه واک په لاس کې واخیست چې د تزاري دویم نکیولاس کشر ورور ګراند دیوک مایکل د واک له اخیستلو ډډه وکړه. په دې وخت کې ښاري کارګرانو، د شوراګانو (شوروي اتحاد) په تنظیم او رامنځته کولو پیل وکړ، چې په دې شوراګانو کې انقلابیانو په موقت حکومت او د دې حکومت په کړنو نیوکې کولې. د موقت حکومت محبوبیت تر ډېره حده په لومړۍ نړیواله جګړه کې د پاتې کېدو لپاره د دوی د پرېکړې له امله لږ شو. د لا ډېرو بغاوتونو مخنیوي لپاره موقت حکومت د اوړي په اوږدو کې اوسپنیز هوډ سره واکمني پیل کړه، چې په پایله کې یې سلګونه لاریون کوونکي د جولای په ورځو کې ووژل شول.

د جولای ورځو او د جګړې ضد پراخو احساساتو په ګډه د بلشویکانو د محبوبیت په ډېرېدو کې مرسته وکړه. له دې محبوبیت نه په استفادې سره، بلشویکانو د کیڼ اړخي سوسیالستي انقلابي ګوند تر مشرۍ لاندې اړوند اداره باندې فشار راوړ، چې د دوی غوښتنې ومني. کله چې دا تګلاره ناکامه شوه، نو بلشویکانو د پوځي پاڅون لپاره د خلکو د راټولېډو غږونه پیل کړل. د ۱۹۱۷ ز کال د اکټوبر میاشتې په ۱۰مه نېټه د تروتسکي په مشرۍ د پتروګراد (سن پټرزبورک) شورا د پوځي پاڅون ملاتړ ته رایه ورکړه او د اکټوبر په ۲۴مه نېټه حکومت د انقلاب د مخنیوي په موخه زیاتره ورځپاڼې بندې کړې او د پیټروګراد ښار یې وتاړه، یوازې کوچنۍ وسله والې نښتې وشوې. په سبا ورځ کله چې د بلشویکانو یوه بېړۍ بندر ته ننوتله او په لسګونو زره سرتیري د بلشویکانو په ملاتړ راپورته شول، نو په بشپړه توګه پاڅون پیل شو. د اکټوبر میاشتې په ۲۵مه نېټه د بلشویک سور ساتونکي پوځ ځواکونو د نظامي – انقلابي کمېټې تر نظر لاندې، د دولتي ودانیو نیول پیل کړل. بله ورځ ژمنۍ ماڼۍ (د لنډ مهاله حکومت پلازمېنه، چې په پتروګراد ښار کې یې موقعیت درلود او د روسیې د هغه وخت پلازمېنه وه) ونیول شوه.

لکه څنګه چې دا انقلاب په نړیواله کچه په رسمیت و نه پېژندل شو، نو هېواد کورنۍ جګړې ته ننوت، چې تر ۱۹۲۳ ز کاله پورې یې دوام وکړ. بلشویکانو د کورنۍ جګړې په ګټلو سره د ۱۹۲۲ ز کال په وروستیو کې د شوروي اتحاد پخوانۍ روسي سترواکۍ بیا جوړه کړه. د دې پېښې تاریخي توضیحات له ۱۹۱۷ ز کاله راپه دې خوا په پراخه کچه په توپیر لرونکو بڼو وړاندې شوي. ګټونکي بلشویکان دا د خپلې ایډیولوژۍ د اعتبار او په پانګوالۍ سیستم باندې د کارګرانو بریا بولي. له بلې خوا لوېدیځو قدرتونو دا یوه کودتا بلله، په داسې ځای کې چې بلشویکانو د ډموکراټیک کنترول لاندې کارګرانو اړوند شوراګانې په مطلقه ډیکټاتورۍ بدلې کړې.

د شوروي اتحاد په وخت کې د اکټوبر د انقلاب ورځ د یوه ملي جشن په توګه وپېژندل شوه او د هېواد د بنسټ اېښودلو په کیسه کې یې د دې انقلاب اهمیت وښود. دا پېښه د زیاتره فرهنګي آثارو الهام بښونکې وه او په ټوله اروپا او نړۍ کې یې کمونیستي خوځښتونه راوپارول. د نړۍ په ګوټ ګوټ کې زیاتره مارکسیست – لینینیست ګوندونه لاهم د دې انقلاب ورځ لمانځي. معاصرې روسیې له خپل تقویم او خپلو ملي جشنونو نه د اکټوبر انقلاب په له منځه وړلو سره ځان له خپل پخواني شوروي اتحاد نه لرې کړ.

مخینه سمول

د فبروري انقلاب سمول

د فبرورۍ میاشتې انقلاب، د روسیې د تزار دویم نیکولاس راوپرځاوه او د هغه حکومت یې د روسیې په لنډمهاله حکومت سره بدل کړ. په دې توګه دا چې موقت حکومت کمزوری و، نو د کورنیو اختلافاتو له امله شیندل شوی و. دې حکومت لومړۍ نړیوالې جګړې ته دوام ورکړ، چې له امله یې په پراخه توګه د خلکو له لوري له پامه وغورځېد. په ټول هېواد کې یو ناورین رامنځته شوی و، چې ټولې ټولنیزې، اقتصادي او سیاسي اړیکې یې اغېزمنې کړې. په صنعت او ټرانسپورټ کې بې نظمي زیاته شوې وه او د اجناسو په چمتو کولو کې ستونزې زیاتې شوې وې. د ۱۹۱۴ ز کال په پرتله په ۱۹۱۷ ز کال کې ناخالص صنعتي تولید له ۳۶ سلنې نه ډېر کم شو. د همدې کال په مني کې په یورال، ډونباس او نورو صنعتي مرکزونو کې تر ۵۰ سلنه تصدۍ وتړل شوې، چې د ډله يیزو بېکاریو لامل شوې. په همدې وخت کې د ژوند لګښتونه په چټکۍ سره لوړ او زیات شول. د ۱۹۱۳ ز کال په پرتله حقیقي مزد او حق الزحمې تر ۵۰ سلنې راکمې شوې. د ۱۹۱۷ ز کال تر اکټوبر میاشت پورې د روسیې د ملي پور کچه ۵۰ میلیارده روبلو ته لوړه شوه، چې له  دې  ډلې د بهرنیو حکومتونو پورونه  له ۱۱ میلیارده روبلو نه ډېر و، په  دې  توګه دا هېواد د مالي ماتې له ګواښ سره مخامخ و.

د جګړې ضد لاریونونه سمول

د بهرنیو چارو وزیر پاول میلیوکوف د مې میاشتې د لومړۍ نېټې په ډیپلوماټیک یادښت کې د لنډمهاله حکومت هیله څرګنده کړه، چې د مرکزي قدرتونو په وړاندې جګړې ته تر «یوې بریالۍ پایلې» پورې دوام ورکړي، چې دې کار پراخې غوصې راوپارولې. د می میاشتې له ۱ نه تر ۴مه نېټې پورې د پیتروګراد ښار کابو ۱۰۰۰۰۰ کارګرانو او پوځیانو، او له دوی وروسته، د بلشویکانو په مشرۍ د نورو ښارونو کارګرانو او پوځیانو د «مرګ په جنګ» او «ټول واک شوراګانو ته» شعارونو لیکل شوو بینرونو لاندې پراخ لاریونونه وکړل، چې دا پراخ لاریونونه د لنډمهالې حکومت لپاره د یو لوی کړکېچ لامل شول. د جولای میاشتې په لومړۍ نېټه نور پراخ لاریونونه وشوو، داسې چې یوازې په پیتروګراد ښار کې شاوخوا ۵۰۰۰۰۰ کارګرانو او پوځیانو لاریونونه وکړې او یو ځل بیا یې د «ټول واک شوراګانو ته»، «مرګ په لسو سرمایه لرونکو وزیرانو» شعارونه ورکړل. همدارنګه د جولای میاشتې په لومړۍ نېټه لنډمهاله حکومت، د مرکزي ځواکونو پر ضد برید پیل کړ، چې ډېر ژر ناکامه شو. د دې برید د ناکامۍ خبر د کارګرانو او سرتیرو مبارزه لاپسې پیاوړې کړه او د جولای میاشتې په ۱۵مه نېټه په موقت حکومت کې نوی ناورین پیل شو.[۲]

د کورنیلوف نښته سمول

هغه څه چې د کورنیلوف نښتې په نوم نامتو شو، په هغه کې جنرال لاورکورنیلوف چې د جولای میاشتې له ۱۸مې نېټې راهیسې د پوځ عمومي قوماندان و، هغه د کرنیسکي له موافقې سره سم د الکساندر کریموف په مشرۍ د اردو یوې ډلې ته لارښوونه وکړه، چې د عمومي نظم ټیکاو په موخه د پیتروګراد ښار پر لور حرکت وکړي. په دې اړه جزئیات ‎لا تر اوسه روښانه شوي نه دي، خو داسې ښکاري، چې کرنیسکي د دې احتمال له امله وېره درلوده، چې ګواکي پوځ به کودتا وکړي او له همدې امله یې امر بدل کړ، د دې په وړاندې نامتو تاریخ پوه ریچارډ پایپس وايي، چې دا پېښه د کرنیسکي له خوا طراحي او جوړه شوې وه. د اګسټ میاشتې په ۲۷مه نېټه کورنیلوف د حکومت له خوا د خیانت له احساس کولو وروسته د پیتروګراد پر لورمخته ولاړ. سره له دې چې په جبهه کې لږه اندازه سرتیري پاتې وو، کرنیسکي له شوروي سره د مرستې لپاره پیتروګراد ته مخه کړه. بلشویکانو، منشویکانو او سوسیالیست انقلابیانو له پوځ سره مقابله وکړه او هغوی یې دې ته قانع کړل چې ودرېږي. د ریل پټلۍ او ټیلګراف پر کارګرانو د بالشویکانو نفوذ هم د سرتیرو د حرکت په مخنیوي کې ډېر ګټور ثابت شو. ښي اړخو داسې احساس وکړ، چې له هغوی سره خیانت شوی او کیڼ اړخي بیا راپورته کېده. د کورنیلوف د ناکامې کودتا لومړۍ مستقیمه پایله په رسمي توګه د پاچهۍ له منځه وړل او د سپټمبر میاشتې په لومړۍ نېټه د روسیې د جمهوریت اعلان شو. [۳][۴][۵]

د کورنیلوف له ماتې سره په مرکزي او سیمه ییزه کچه په شوراګانو کې د بلشویکانو محبوبیت د پام وړ وده وکړه. د اګسټ میاشتې په ۳۱مه نېټه د پیتروګراد د کارګرانو او سرتیرو شورا او د سپتمبر میاشتې په ۵مه نېټه د مسکو شوروا د کارګرانو استازو د واک په اړه بالشویکي پرېکړه لیکونه تصویب کړل. بلشویکانو تر ډېره په بریانسک، سمارا، ساراتوف، زاریتسین، مینسک، کیف، تاشکند او د نورو ښارونو اړوند شوراګانو کې اکثریت رایې وګټلې.

سرچينې سمول

  1. Samaan, A.E. (2013). From a "Race of Masters" to a "Master Race": 1948 to 1848. A.E. Samaan. د کتاب پاڼې 346. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0615747880. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ فبروري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Richard Pipes (1990). The Russian Revolution. Knopf Doubleday. د کتاب پاڼې 407. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780307788573. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Провозглашена Российская республика". Президентская библиотека имени Б.Н. Ельцина (په روسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۶ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Service 2005, p. 54
  5. Pipes 1997, p. 51