فوکلور پېژندنه

فوکلور پېژندنهسمول

    فوکلور يا په بله ژبه فولکلور د يوناني ژبې مرکبه کلمه ګڼلی شو چې د خلکو د پوهې په مانا ياده شوې ده، دغه ټکی د لفظي مانا له مخې د ژوند هره برخه راچاپېروي لکه د زوکړې له وخت نه تر مړينې، د يوملت ، ولس، هېواد او قوم ټول کړه وړه د فوکلور د اجزاوو په توګه د مطالعې وړ ګڼل شوي، په تېره هغه څه چې يو ولس له نورو نه سره جلا کوي لکه ژبه، دود، دستور، د ځينو ځانګړو ژونديو پېښو په باب د يو ولس ليدلوری او انداز يا د فکر ډول.

     د فوکلور د مطالعې ساحه ډېره پراخه ده ځينې وايي له اسمان نه لاندې د ځمکې په سر ټول هغه کړه وړه چې په بېلابېلو ټولنو کې يې انسانان ترسره کوي، د هر ولس د ځانګړي فوکلور برخه ګڼل کيږي، ځينې نور بيا وايي، فوکلور د انسانانو يوازې هغه کړه وړه راښيي چې له نورو نه مختلف دي، يا هغه چې يو ولس يا يوه انساني کتله له بلې هغې نه سره جلا کوي، يا هغه بڼه چې د انساني ټولنو تر مينځ د بېلتون کرښې کاږي.

    د فوکلور د کلمې په باب ځينې وايي چې دا يوه انګليسي کلمه ده ، ځينې بيا وايي چې فوکلور يوه يوناني کلمه ده، خو ځينې يې بيا فرانسوي ګڼي، په فرانسوي، انګليسي او يوناني ژبو کې دا کلمه په همدغه اوسني جوړښت ويل کيږي، خو څرنګه چې د دغه ژبو ځينې لغتونه په يوناني او ځينې يې د هغې ژبې په مور لاتيني پورې اړه لري، نو فکر کيږي چې دا کلمه به هم اصلاً لاتيني وي  او د نورو اصطلاحاتو په څېر به دا اصطلاح هم دغو ژبو ته راننوتې وي، ځينې اوسني انګليسي ژبي د فوکلور پرځای يوازې د Fok توری کاروي، نو دا ښيي چې په نورو ژبو کې بايد دا ټکی لومړی د فوک په بڼه وکتل شي (لور) لاحقه وروسته جوړښت دی.

     څنګه چې د فوکلور د نومونې د ژبې په ريښه کې نظرونه بېلابېل دي، همداسې د فوکلور د سکښت او جوړښت په باب هم نظرونه بېلابېل دي، ورسره د فوکلور د چوکاټونو په اړه هم نظرونه ډېر دي يو شمېر څېړونکي  په دې اند دي چې فوکلور د ژوندانه هره برخه مطالعه کوي يا په بله ژبه فوکلور په چوکاټ کې د ژوندانه ټول اړخونه شامل دي په تېره هغه چې يو ولس له نورو هغو نه سره بېلوي لکه ډوډۍ خوراک، کالي اغوستل، واده کول، مړي ښخول، اړيکې، د پېښو په وړاندې غبرګون او ګڼ شمېر نور ځايونه.

     ځينې بيا وايي فوکلور يوازې هغه احساسات ګڼل کيږي چې د پېښو پر وخت د يوه ځانګړي ولس له خوا چې په يوه ګډه ژبه خبرې کوي، څرګنديږي په دې مانا چې فوکلور يوازې د خلکو د پوهې هغه برخه ده چې په ژبني توکونو کې تر چوکاټ کې تر چوکاټ بندۍ وروسته په ځان خبرۍ يا ناځان خبرۍ کې راڅرګند شوي وي، دلته په پيل کې د فولکلور د کليمې په اړه د ځينو قاموسونو او پښتنو څېړونکو نظريات ذکر کوو :

                                                                                                                                    ( ۱ : ۲۰ مخ )

فوکلور څه دی؟سمول

     (( فوکلور : فرانسوي ټکی دی د عوامو پېژندنه، د ولسي خلکو د ادابو ، دودونو او عنعناتو پوهنه يا علم، د سيمه ايزو عقيدو، افسانو او ترانو ټولګه.))

    معين فرهنګ ليکي : (( فولکلور فرانسوي ټکی دی چې  folk د خلکو او lore  د هغو پوهه ده، هغه علم چې د يوې سيمې د اصلي پخوانيو استوګنو له خوا د هغو دودونو، ادابو،اخلاقو، کيسو او ولسي تعانينو نه جوړ دی، يا خلک پېژندنه ده.))

      د څېړندوی محمدصديق روهي په نظر : (( فوکلور د زيار ايستونکو د هلو ځلو او ژوند پېښو هېنداره ده، چې په هغه کې د خلکو اجتماعي سيکالوژي ، د دوی انګېرنې او برداشتونه، د هغوی ارمانونه او غوښتنې، د دوی ذوق او پوهې سطحه، د دوی مبارزې او فعاليتونه او په پای کې د دوی باطني نړۍ ژوتياوې منعکسيږي، سره له دې چې په فوکلور کې جادوو،خرافات او دې ته ورته نور عقايد او تجربې هم شاملې دي، خو که موضوع په ژوره او هراړخيزه توګه وڅېړل شي، نو د لرغونو انسانانو جادو او خرافات هم، د حياتي اړتياوو سره نېغې اړيکې درلودې، له ځينې خرافاتي اړخونو په نفي کولو سره له فوکلور څخه د تربيتي مقصدونو و ستيتيکې غوښتنو د پوره کولو لپاره هم استفاده کيږي.))

    کانديد اکاډ ميستن محمد صديق روهي د څېړنوال دوست محمد دوست د کتاب  (ولسي ادب لارې ) په سريزه کې بل ځای ليکي ((  د فوکلور د اساساتو د څېړنو په ترڅ کې بايد د فوکلور او اجتماعي بشر پېژندنې ترمنځ حدود څرګند وي، پخوانيو ليکوالو دغه دواړه موضوع ګانې سره ګډې کړې وې.))

   د دې مانا دا ده چې عمومي بشر پېژندنه يوه بېله موضوع ده او د بشر به مټ توليد شوي مادي وسايل او د هغو په وړاندې احساسات جلا بحث دی دلته دی چې فوکلور په تيوريک لحاظ يوازې په هغه مسئلو بايد راوڅرخي چې له احساساتو نه سرچينه اخلي.

( ۱ : ۳۶ مخ )

    څېړندوی حبيب الله رفېع ليکي (( فوکلور ته په بېلابېلو ژبو کې د فرهنګ عامه، خلک پېژندنې، توره شناسي، دانش عوام، خلقيات او د اساطيرو او مېتودولوژۍ نومونه ور کړل شوي، چې هره يوه د خلکو د پېژندنې او د خلکو د فرهنګ مانا لري.)) همدا ليکوال بيا بل ځای کې داسې ليکي (( دا اصطلاح لومړی ځل انګريزي ليکوال ټامس په ۱۸۴۶ زېږديز کال کې د همدې مفهوم ( د خلکو پوهه او حکمت ) لپاره وضع کړه، خو محققين په پښتو کې ( د خلکو پوهه ) د فوکلور جامعه او مانعه مانا نه ګڼي، ځکه چې د خلکو پوهه يو عام نوم دی چې د دوی ټول علوم، زده کړې او تجربې پکې مطالعه کېدای شي او دا نو فوکلور ته نشو اختصاصولی...))

     فضل مير خټک وايي (( د عوامو مجموعي ژونند او د ژوند طور طريقو ته فوکلور وايي، دا داسې ژوندی طور او طريقې وي چې نه مري او نه زړيږي، ځکه دا د ماضي تعلق نه پرې کوي او په وړاندې وختونو کې نظر لري او ځان ته لار پيدا کوي لکه زمونږ دودونه، دستورونه.))

     پرفيسور داور خان داوود ليکي (( فوکلور د انګريزي ژبې يوه مرکبه کلمه ده چې د دوو کلمو ( فولک او لور ) نه ترکيب شوې ده، د فولک لغوي مانا د ولس يا خلک او د لور لغوي مانا پوهه يا زده کړه ده، دغسې د فوکلور د مرکبې کلمې مانا شوه د خلکو زده کړه يا ولسي پوهه.

    په دې اصطلاح کې فوکلور د يو ولس رسم او رواج، تهذيب او تمدن، توهماتو، عقايدو، رواياتو، کړو وړو، واده ښادۍ، مړي ژوندي، تعصباتو، خوښۍ ناخوښۍ، د ژوند طرز طريقو او داسې نورو سره تعلق لري.))

    پښتو- پښتو تشحريحي قاموس د فوکلور په اړه ليکي :

   فوکلور، فولکلور، فوکلار : د خلکو ابديات، د ولس ادبيات، د خلکو فرهنګ، ولسي پوهه، د خلکو زده کړې، عاميانه اداب او رسوم، ولس پېژندنه، د خلکو علم.

۱ – د کولتور هغه څانګه چې انساني مشخصو ډلو عنعنې، دودونه، نکلونه، افسانې ، ارزښتونه، ټوټکې، کرکې، انګېزې،اعتقادونه، طب، ټوکې او داسې نور پکې شامل دي، په شوروي اتحاد کې فوکلور د ولي شفاهي ادب او خلاقيت، ولسي سندرو، ولسي موسيقۍ او ګډا په مفهوم استعماليږي او د فوکلور اصطلاح له شاعرانه ( شفاهي ) تخليق سره برابره راوړي.

۲ – فوکلور د محتوا له نظره درې برخې لري:

1)   شفاهي فوکلور : چې اجزاوې يې دا دي : سيمه ايزې ( محلي ) ويناګانې، سيمه ايزه نومونه، متلونه، سندرې ( لنډۍ )، معماوې، کيسۍ، ټوکې، دودونه ، ولسي قوانين، د مشرانو درناوی، د کشرانو حقوق، ټولنيزې چارې ( په ګډه اشر، بسپنه، نکلونه....)

2)   نيم شفاهي فوکلور : خرافاتي عقيدې، ( کرکې، پال، دستورو پېژندنه )، سيمه ايزې نڅاوې، او ګډېدا، سيمه ايزې لوبې.

3)   غير شفاهي فوکلور : سيمه ايز هنرونه، سيمه ايزه موسيقي، سيمه ايز خواړه، سيمه ايز ادب، سيمه ايزې اشارې...

د دغو عناصرو علمي څېړنه :

    فوکلور پنځه خاصيته لري، شفاهاً موجود دي، په عنعنوي توګه وجود لري، نظم يا نثر دی، جوړونکي يې معمولاً معلوم نه دي، د کولتور د جز په حيث په هر کولتور کې شته .

   اوس مو چې په قاموسونو کې د ولسي ادب ټکی هم وموند، نو د څېړنوال دوست محمد نظريات هم د کتو وړ دي چې په لاندې ډول يې ذکر کوو :

    (( فولکلور...د ولسي پوهې لمن بيخي پراخه ده چې د ولس دودونه، عادتونه، طب، د کور جوړولو، کرنې، پوښاک، خصوصيات، کيسې، سندرې، معاملې او نورو کې شامل دي، کله کله د ولسي ادب نه مطلب يوازې د ولس ادب هم وي، چې د خلکو ادب  ،  ولسي ادب ، شفاهي ادب، فولکلوريک ادب او خپله د فولکلور په نامه ياديږي.))

                                                                                                                                         ( ۲ : ۲ مخ )

  بل ځای د ولسي ادب وېش داسې راښيي :

   (( ولسي ادب په درېو برخو وېشلای شو :

1.     منثور ادب ( افسانې – کيسې ).

2.     منظوم ادب ( ولسي سندرې او نور).

3.     منظوم وزمه ادب ( متلونه، منثورې کيسې )).

      د څېړنوال دوست په اند که څه هم خاصې سندرې چې شاعر يې معلوم وي په ولسي فورم کې ويل شوي وي، خو معلوم ويونکي فوکلور نشي توليدولای، دا مسئله که څه هم د يوې نظريې په توګه د اورېدو وړ ده، ځکه کله چې د يوه اثر مثلاً چاربيتې يو ولسي يا په بله وينا نازده کړي شاعر په خپل دغه اثر کې ولسي احساسات د هماغه پر ژبه وړاندې کوي، د هماغو ( ولس ) په چاپېريال کې رالوی شوي خيالونه او د پېښو په وړاندې غبرګون راوښيي، نو که شاعر يې معلوم هم وي، د ځينو په فکر دغسې طرز تفکر له فوکلوره بهر نشي ګڼل کېدای ځکه چې داسې څه له هغه نورو ( عروضي يا دېواني ) هغه سره د فکر، اندېښنو او اغېز پېژندنې له پلوه توپير لري.

    د څېړنوال دوست دا نظريه هغه وخت د منلو وړ وه چې ويل کېدل ( ادب د ادب لپاره دی ) خو کله چې څرګنده شوه چې ادب يوازې د ادب لپاره نه دی، بلکې د ژوند لپاره هم دی، نو دا نظريه د معلوم شاعر شعر د هغه خپل ملکيت ګڼي او بل څوک پکې د مداخلې حق نه لري، دا وخت دا نظر ارزښت پيدا کوي چې د شاعر او ليکوال له خولې وتلې خبرې، د خلکو لپاره وي، د ده د ځان او ساعت تېرۍ لپاره نه وي او که وکتل شي، د تفريح مسئله پکې دوهمه درجه ارزښت مومي، زمونږ د فوکلور تاريخي چاربيتې چې د ډېرو پېښو تاريخونه يې ژوندي ساتلي د ټولو ګډ مال ګڼل کيږي او شاعر يې يوازې د موزونولو له کبله د شاباسي وړ ګڼل کيږي.

   په هره توګه دا دوه نظريې له پخوا نه موجودې دي او ځينې برخې يې لا هم څېړنو او بحثونو ته لار څاري، د ادبياتو د تيورۍ پېژندنې په برخه کې ارواښاد کانديد اکاډميسن پوهاند ډاکتر محمد رحيم الهامم، کانديد اکاډميسن محمد صديق روهي، څېړنوال دوست محمد دوست، کانديد اکاډميسن محمد انور نوميالی ( زياتره د انټرپولوجۍ يا بشر پېژندنې په برخه کې )  او ځينو نورو پام وړ نظريات وړاندې کړي، خو دا نظريات لاپسې غځول او پراخول غواړي.

    د کابل پوهنتون د دري ژبې او ادبياتو څانګې استاد پوهاند ډاکتر محمد افضل بنووال، په دې وروستيو کې په خپور کړي کتاب هم د دري ژبو په فوکلور کې يوازې ويناوې او ګړنې نه بلکې، د ژوندانه دودونه او دستورونه هم د فوکلور د اجزاوو په توګه د زده کړې لپاره د ادبياتو پوهنځي زده کړيالانو ته  مهم ګڼي، لکه کليوالي طبابت، لاسي هنر او نور.

    کانديد اکاډميسن روهي يو ځای فوکلور او ادب داسې سره وېشي ((د فوکلور پېژندنې له تاريخي سير څخه داسې جوتيږي چې د فوکلور ساحه ډېره پراخه ده، شفاهي ادبيات ( يا فوکلوريک ادبيات )، هغه يوه برخه ګڼل کيږي، څرنګه چې د فولکلور ځينې برخې د کولتوري انټر پولجستانو يا اتنولوجستانو له خوا په علمي توګه تر څېړنې لاندې راغلي، نو ځينو فوکلوريستانو  يوازې د شفاهي ادبياتو په ډګر کې خپلې څېړنې ترسره کړي او داسې تمايل منځته راغلی چې د فوکلور نورې برخې کولتوري بشرپېژندنې ته ور پريږدي. ښايي يوه بله وجه يې دا وي چې ځينو پوهانو د فوکلوريستانو کار ته په سپکه سترګه کتل او داسې تصوير يې درلود چې فوکلور له مبتذلو او غير علمي موضوعاتو سره سر او کار لري، نو فوکلوريستانو خپله پاملرنه په هغو برخو چې ستيتيکي ارزښت لري، متمرکزه کړه، په ځينو ځايونو کې فوکلور د خلکو د شفاهي ايجاداتو په مفهوم استعماليږي.))

                     ( ۶ : ۲۰ مخ )

     خو څېړندوی حبيب الله رفېع څلور کاله وړاندې ( په ۱۳۸۸ لمريز کال ) بيا هم د فوکلور پېژندنې يو نوی او جامع وېش وړاندې کړی :

    (( د خلکو ادبيات لکه سندرې، منظومې کيسې، نکلونه، متلونه، اصطلاحات، ټوکې، ترانې او نور دودونه او رواجونه، عنعنات، عقايد او طرز تفکر، ګډ کارونه، اشر، بدرګه، ګوندي او نور.

     پښتونولي او نرخونه، لکه روغه  جوړه، ناغه، ننواتې، تيږه، برمته او نور.

    خپلوي د ژوند اداب، د خپلوانو نومونه، د مشرانو درناوی، د کشرانو نازول او نور ارزښتونه او لوبې لکه د ځوانانو اونجونو لوبې، د ځوانانو او پېغلو لوبې او د لويانو لوبې،شګونونه ( بختونه )، فالونه، کرکې، کږنې، د خوبونو تعبيرونه او نور.

   دستورو، لمر، سپوږمۍ، ځمکې، اسمان، کهکشان اونورو موجوداتو په باب نظريې، د ستورو اغېزې، فالونه، د لاس کرښې، د تندي کرښې، او نور.

  جامې، د کور لوښي او نور ولسي ادب، لکه د بوټو او نورو په وسيله د ناروغيو درملنه، وينه ايستل، پوستکی اغوستل، هډوکي تړل او نور.

   کرنه، د څارويو او وښو د روزنې او جوړښت په باب معلومات، کرکېله او نور.

    د انسان پېژندګلوۍ او د هغه د پيدايښت په باب افسانې او اساطير د پښتني فوکلور موضوعات دي او د ټولو تر شا افسانې او اسطورې ولاړې دي.))

                                                                                                                  ( ۴ : ۵۲ مخ )

فوکلور د نورو له اندهسمول

     د فوکلور يا فولکلوريکو څېړنو په اړه د نړۍ په هره برخه کې نظريات موجود دي، چې ځينې ډېر مهم يې دلته ذکر کوو :

  د فوکلور د کلمې په اړه د نورې نړۍ د پوهانو نظرونه هم بېلابېل دي، ځينې يې د مادي ژوند وسايل او له وسايلو سره چال چلند د دغه پوهې يوه برخه ګڼي، خو ځينې يې بيا داسې نه ګڼي، يو شی چې د ټولو ترمنځ ګډ ښکاري دا دی چې د فوکلور ارزښت، ساتنه او پالنه د ټولو له نظره ارزښتمن کار ګڼل شوی دی دلته يې په لنډ ډول يادونه کوو :

   نامتو روسي پوه ماکسيم ګورکي وايي : (( زه بيا ستاسو پام دغه ټکي ته راګرځوم چې فوکلور د خلکو د ژبې محصول دی او  دوی له دغه لارې ډېر پياوړي اتلان چې په هنري لحاظ کامل ټيپونه ( کرکټرونه ) ګڼل کيږي، خلق کړي دي، مونږ هغه وخت د مبارزو انسانانو په تاريخ پوره پوهېدلی شو چې د فوکلور په باره کې يې جامع معلومات ولرو...))

                  ( ۳ : ۷۸ مخ )

    معاصر انګليسي تاريخ پوه تاين بي وايي : (( د بشري تمدنونو د تکامل او يا تنازل په باره کې نه نژادي او نه محيطي عوامل موثر دي بلکې دا له بشري روح سره اړه لري، په دې توګه ميتودولوژي او فوکلور په دې برخه کې خورا ارزښت لري، د بشري او جغرافيايي عواملو له مخې د تمدن مطالعه يوه سهوه ده ځکه چې دا ډول مطالعه د انسانانو په روحياتو پورې اړه لري او مونږ بې ځايه مدي علوم لکه بيولوجي او جيو لوجي په دې لاره کې استخداموو... ))

      په وروستيو منځنيو پېړيو کې په لوېديځ کې فوکلور ته د څېړونکو پام ور اوښتی، خو دا پام په نولسمې او شلمې پېړۍ کې پراخه شو او بېلابېلو لوېديزو پوهانو نظريات ور کړل، په دوی کې په اوولسمه پېړۍ کې جان اوبري( ۱۶۸۷ زېږديز کال زوکړه ) ، سرادوارد تايلر ( ۱۹۱۷ – ۱۸۳۲ زېږديز  کال )، سرجيمز جورج فريزو (۱۹۴۱ – ۱۸۵۴ زېږديز کال ) او توماس (۱۸۴۶  زېږديز کال ) د يادونې وړ دي.

   د کېپلنګ انګليسي پوه له انده په فوکلور کې لاندې موضوعات د مطالعې وړ دي :

·       د ځمکې او اسمان پيدايښت او بېلتون.

·       د طبيعت د تاريخ خصوصيات .

·       د انساني تمدن پيل.

·       د مذهبي او اجتماعي عاداتو او دودونو سرچينه.

     سر جورج لارنس ګومي ( ۱۹۱۶ – ۱۸۵۳ زېږديز ) په خپل کتاب کې فوکلور داسې وېشي :

1)   دوديزې کيسې، عاميانه حکايات، د اتلولۍ داستانونه، ترانې، سرودونه، او نور .

2)     دودونه، ولسي رواجونه او عادات، مراسم، لوبې او نور.

3)     عقيدې او خرافات، جادوګري، نجوم، خرافي او موهومي تمرينونه ‎.

4)   عاميانه ويناوې او خطابې، د خلکو دوديزې ويناوې، متلونه، هجايي شعرونه او کيسې.

   د کورنيو او بهرنيو څېړونکو پورتني نظريات په ټوله کې په دې راټول او متمرکز دي چې فوکلور د خلکو هغه ولسي پوهه ده چې د سيمه ايز چاپېريال د تعبيرونو په ښودنه، د ژوندانه په باب په منثور او منظمه بڼه ويل شوي وي، دا هم تقريباً په ټولو نظرياتو کې وينو، چې د ژوندانه رواجونه او دودونه هم د فوکلور يوه برخه ده، خو په ځينو نظرياتو کې بيا هم فوکلور او ولسي ادبيات په يوه مانا ګڼل شوي دي، په داسې ترڅ کې چې فوکلور يوه عامه کلمه ده او ادبيات خاصه په لاندې کرښو کې دا تفصيل روښانولای شو.

                                                                                                                          ( ۳ : ۸۲ مخ )

فوکلوريک ادبياتسمول

     فوکلوريک ادبيات يوازې بايد هغه وګڼو چې په ګړني ډول په کليو، بانډو او ولسونو کې د ښځينه وو او نارينه وو له خوا په منظوم او منثور ډول توليد شوي وي او هنري ارزښت ولري، د فوکلوري توکيو ( ژانرونو ) هغه برخې چې هنري ښېګڼې او ښکلاوې و نه لري، په فوکلوريکو يا ولسي ادبياتو  نه شي حسابېدای، هغه نورې برخې چې د کليوالي دود او دستور او د پېښو پر وخت د ځانګړي طرز او تفکر استازيتوب کوي، کېدای شي د فوکلور د يوې برخې يا جز په توګه د بحث وړ وبولو، نه د فوکلوريک ادب په توګه.

   سر محقق هېوادمل هم دې ټکي ته پام کړی او يوځای ليکي (( اوسني زياتره کره کتوونکي د يوې ژبې هغه شفاهي توکي او ليکلي اثار ادبيات بولي چې يوه موضوع په هنري بڼه بيان کاندي يانې دا چې دا چې د هنر په ښېګڼو اراسته او پسوللی وي، دغسې چې اوسني ادبي کره کتونکي هر ډول ليکنې او منظومې په ادبياتو کې نه شمېري، نو دارنګه بايد شفاهي ژبني توکي مونږ هم د شفاهي ادبياتو په جمله کې تنصنيف بندي نه کړو،دا هغه ژبني شفاهي توکي دي چې د يوې ژبې د ادبياتو د تاريخ په عمومي مباحثو کې پرې خبرې نه شي کيدای، بلکې د ژبپوهنې د ځينو څانګو څېړونکي او پلټونکي ترې ګټه اخيستی شي.))

    په دې توګه د ده له انده دې نتيجې ته رسيږو چې په خپله ځينې فوکلوريک منظوم ژانرونه مخامخ ادب نه دی لکه د ماشومانو سندرې، د ميندو سندرې، فالونه، کيسۍ او په نثري برخه کې وړې کيسې، اصطلاحات او محاورې، ستړې مه شي او مخه ښه، تشبېهات او استعارې، تکيه کلامونه، دوعاوې او ښېراوې، القاب او صفات، نومونه، روايات، عقيدې او اندونه ( طرز و فکر ) ، کنايې او دې ته ورته نور ژانرونه يا بڼې چې هنري ارزښت نه لري، په ادبياتو کې نه شو شمېرلی، خو بل پلو د ژوندانه هره برخه تقريباً يو ځانګړی هنر لري، کېدای شي دا هم وويل شي چې هر فن او مسلک ځانګړی هنري ارزښت لرلی شي دلته به يوازې ادبي ټکی کارول ورته وړ وي، د ادبي هنر ارزښت يا ارزښتونه د دغه تازه نظرياتو په رڼا کې د ولس او خلکو له ټکي سره د ادبي ټکی په احتياط کارول په کار دی.

                                                                              ( ۷ : ۱۳ مخ )

د فوکلور پيدايښت او سرچينېسمول

    فوکلور د قبيلوي ټولنو د ګډ ژوند د احساساتو محصول دی، دا ټولنې د انسانيت د زېږون له ورځې تر نن ورځې موجوده دي او په بېلابېلو قومونو، سيمو او هېوادونو وېشل شوي دي، په لرغونو زمانو کې د بشر لپاره د اوسني مادي ژوند تصورات ممکن نه و او هر څه په دوديزه بڼه د هر چا د چاپيريال له شرايطو سره سم مطرح کېدل، مثلاً انسانانو هغه څه ته چې د دوی په څنګ کې و او اړتيا يې ور ته لرله بېلابېل نومونه وضع کړل، بيا يې د دغه څيزونو وېش خبره ياده کړه، بيا دا انساني ټولنې سره جلا شوې، بېلابېلې برخې په ختيزو او لوېديزو، شمالي او سويلي خواو ولاړې، دوی مادي شيانو ته له خپل ذهن او فکر سره سم نومونه کېښودل، چې دا وخت په طبيعي توګه د ژبو وېش را منځته شو، ژبې دوی ته د مادي څيزونو نومونه وروښودل او د هغو د کارونې لارې چارې يې ورته برابرې کړې، له دغه څيزونو نه د استفادې بڼې د دوی فکرونه پراخه کړل او ورو ورو يې نويو کتنو او انګېرنو ته مخه کړه، چې له امله يې انساني قبيلې د خپلو فکرونو او تصوراتو په وړاندې د غبرګون او چال چلن کولو ځانګړی دود خپل کړ، دغه دود ورو ورو ټولنيزو چارو ته ور وغځېد او په پای کې د ژوندانه په ټولو چارو کې چاپېر شو، انسانان اړ شول چې د پېښو په وړاندې د غبرګون ښوونې لپاره ژبه او فکر سره رايوځای کړي  يا يې د حل لپاره لارې چارې ولټوي او يا يې د ژبې په بيان مطرح کړي، دغه مطرح کېدنه کله د يو برياليتوب او کله هم د يوې ماتې کيسه وي او کله بيا د ژوند د هرې پېښې په باب ، کله دا خبرې د کيسې او داستان په بڼه په نثر بيان شوي او کله هم په منظومو لفظونو، کله چې داسې وشول، نو بيا يې د وېش او بېڼ خبره ياده شوه، چې په کوم چوکاټ کې؟

      بل پلو د ژوندانه د همدغه پېښو له تړاو سره نورې لارې چارې لکه دا چې ولې دا پېښه رامنځته شوه؟ په کومو اوزارو او وسايلو او د څه لپاره؟ د داسې پوښتنو په وړاندې فزيکي غبرګونونه د ژوندانه د طرز او طريقې د يوې بلې بڼې ښوونه کوي چې هغه يې فزيکي چال چلن شو، هغه برخه چې يوازې په احساساتو، خيالاتو، عواطفو او کله هم په موهوماتو او ارمانونو راڅرخېده، د ولس خبرې، د ولس پوهه، د ولس ادبيات او د ولس احساساتو د استازي په نوم يې پېژنو، هغه چې د دغه احساساتو د ايجاد او رامنځته کېدو وسيله شول او په فزيکي نړۍ پورې يې اړه ومونده، د ولس په دود او دستوراو طرز او فکر ( اندود ) پورې يې اړتيا ومونده، نو هغه بايد د فوکلور د مادي يا فزيکي برخې په نامه ونوموو، په دې برخه کې د څېړونکو ترمنځ بېلابېل نظريات شته دی ، خو په دې ټول يوه خوله دي چې فوکلور د يوه ولس د ژبې او دودونو او فکرونو هغه مجموعه ده چې په خپل چاپېريال کې يې د پېښو پر وړاندې څرګندوي.

                                                                                                                                          ( ۶ : ۸ مخ )

د فوکلور ارزښتسمول

     فوکلور د ځينو لپاره د مخکنيو ولسونو ، ټولنو او د ځينو لپاره اوس هم د يوه ولس او يا يوې ټولنې د ژوند پېښو هېنداره ده، د ژوندانه د ټولو او کله هم د ځينو پېښو په وړاندې د يوه ولس د نظرياتو، فکرونه، بڼې او جوړښتونه راښيي، دا چې يو ولس د پېښو په وړاندې څه ډول نظر لري؟، د زوکړې له پيله بيا د ژوندانه تر وروستۍ ورځې او بيا تر دې هم ور اخوا تر وروستيو دودونو پورې.

په دې برخه کې سربېره پر دې چې کولای شو د يو ولس د ژوندانه له پيله تر پايه هر څه وونيو او پرې پوه شو، د ولس په ځانګړې ژبه د دوی ماتې او برياوې او يا ټولې ژوند پېښې ربرسېره کړو، نو په  دې توګه ويلای شو چې د يوه ولس د ايجاد، ودې او بشپړتيا پړاوونه په خوندوره، احساساتي او توللې ژبه راښيي، کله کله دا بيان دومره احساساتي وي چې مبالغه او خرافات هم ورسره ملګري وي او کله هم په رښتيني ، صفا او ډانګپېيلي ژبه، دا نو اوس د فوکلور پېژندونکو دنده ګڼل کيږي چې څه ډول وښيي، کومه پېښه يا کوم احساس په کومه ژبه يا په څه ډول ژبه او څه ډول فکر وړاندې شوی دی.

    فوکلور د ولس تاريخ، ميراثونه، احساسات، عقيدې، او باورونه ژوندي ساتي، د يوه نسل نه يې بل نسل ته خوله په خوله او يا هم سينه په سينه لېږدوي، پښتون ولس لا تر ننه په يوه ناانډوله نړۍ کې راګېر پروت دی او ډېره برخه يې له سواد نه محرومه ده د فوکلور ميتافزيکي برخه  تر نورو ډېره ژغورلې او لا تر ننه هم په دغه ژبه کې د فوکلور د توليد زمينې شته ، د پښتنو د برياليتوب او حماسو وياړونه په فوکلور کې خوندي دي چې هم يې د دوی احساسات ساړه کړي او هم يې ورته په ناخبرۍ کې د دوی تاريخ ژغورلی، که څه هم د فوکلور ځينې بڼې يا ځينې برخې د فنا بادونو په مخه کړي، خو لا يې هم يادونه ژوندي دي او نن مونږ پرې خبرو کوو.

      پېغله سلمی شاهين د فوکلور ارزښت او هدفونو په اړه په يوه ليکنه کې ليکي            (( فوکلور هغه  علم دی چې د ولسي ژوند او ادبي تاريخ له نامعلومه لرغونيو دورو سره تعلق لري، د دې علم د زده کړې مقصد دا دی چې په صدو ( پېړيو ) مخکې د يوې معاشرې د خلکو سوچ او فکر انداز( بڼه ) څه وه؟  د قديمي فکر هغه لرغوني اثاثه چې د ټول ولس شريک ميراث وي او د هغوی د ژوند ترجماني کوي د دې ليکونکي معلوم نه وي، خو د هغوی ټول ژوند احاطه کوي، د هغوی تهذيب او تمدن يعنې حوادث، جامه، ناسته پاسته، طرز و فکر، دودونه دستورونه، عقايد، طرز معاشرت او د کليوال ژوند هغه اړخونه او روايات څرګندوي چې ګڼ اقدار يې لا اوس هم زمونږ په کليوال ژوند کې رواج لري او موجود دي...))

   پروفيسور محمد نواز طاير ليکي (( فولکلور چې په پښتو کې ورته شفاهي يا ولسي ادب ويلی شي او مقصد يې د يو ولس د رواياتو تجزيه کول، د هغوی د ژوند د معاشرتي نظام او ذهنيت اندازه لګول دي، دا د ولسي رواياتو د هغه علمي او ادبي افکارو نه بيخي بدل دي کوم چې د لويو لويو عالمانو او مفکرينو او پادشاهانو په ليک کې راوستی شي، د دغه ادب د مطالعې په ذريعه د معاشرې معنوي او علمي اړخ څرګندېدای شي او روايات چې د معاشرې اډانه پرې ولاړه وي، په دې کې محفوظ وي د دې په ذريعه د بېلابېلو نسلونواو ولسونو د فطرت مزاج او نسلي امتيازاتو سره اشنا کېدی شو.))

   پروفيسور طاير په عمومي توګه فوکلور ادب ګڼي، يانې هغه توکي چې که هنري ښکلا ونه لري، که داسې وشي، نو بايد فوکلور له دود و دستور او هغه توکيو سره په ګډه مطالعه شي چې کوم هنري خوند، کيفيت، غوړېدا او احساس ونه لري.

د نورو پوهنو سره د فوکلور اړيکې

   د ( رهمنای فولکلور ) په نامه کتاب چې په افغانستان کې د فوکلور پېژندنې لومړنی کتاب ګڼل شوی، د فوکلور پېژندنې د چوکاټ پېژندنې برخه ډېره پراخه  راپېژني، د دغه کتاب له انده فوکلور د انسانانو د زوکړې تر مړينې ټولې خواوې راچاپېره وي.

  د دغه اثر له مخې ټولو علومو او فنونو له فوکلور نه سرچينه اخيستې ده چې ځينې يې اوس شته او ځينې يې له منځه تللې دي، دې ته ورته نظريات په لوېديځ کې هم موجود دي چې اکثره انساني کړنې او نظريې له فوکلور نه اخيستل شوې راښيي.

   دا چې فوکلور څه ډول په نورو پوهنو کې ځای لري او يا دا چې څېړونکو څه ډول ځای ور کړی ، دا مسئله په لاندې جدول کې يو ځای په لنډ ډول تر څېړنې لاندې داسې راغلې ده.

       خلک پېژندنه د فوکلور د مطالعې برخه ده ، دا يوه نظيه ده او فوکلور د کولتور پوهنې ترڅنګ له ځينو نورو خواوو نه هم د څېړنې وړ دی، مثلاً دا نظر چې                     ( ميتودولوژي ) د اتلانو داستانونه، داساطيرو او وياړلو ارباب الانواعو کيسې دي او دا هغه څه دي چې د فوکلور د مطالعې برخه ده.

۱ – فوکلور د ژوند پېژندنې په توګهسمول

      کله چې مو وويل چې د ځينو په اند فوکلور د ژوندانه هره خوا راچاپېره کړې او د يو ولس د عادي، ټولنيزو فعاليتونو ترڅنګ د هغوی دودونه، فکرونه، د ژوند طرز طريقې او بڼې، جامې،، خوښۍ او خپګانونه، بېلابېل ژوندي مراسم، د پېښو په وړاندې غبرګونونه او نور دا ډول چارې ټولې پکې شامليږي، خو دلته د پام وړ خبره دا ده چې له انټر پولوجۍ سره بايد د فوکلور حدود هم وټاکل شي او هغه په دې توګه چې فوکلور د دغه اړتياوو، عاداتو او دودونو په اړه، فکر، اندېښنې، احساسات او د بيان ژبه ده، نه په خپله دغه چارې، نو ځکه ويلی شو چې د ژوندانه د يادو چارو په اړه يوازې احساسات فوکلور ګڼل شوی، ځکه نو د ځينو په فکر دغه نظريه فوکلور او بشر پوهنه يو له بل سره بېلوي، خو ځينې نور بيا وايي د دغه دواړو ترمنځ اړيکې ډېرې ژورې دي او يو د بل په پېژندنه يې درک کولای شو، دا بحث له نورو بشري علومو سره په اړيکو او يا هم په کتنه د لا څېړنې وړ دی، نو په دې توګه ويلی شو، چې فوکلور د انسانانو د پېژندنې يا د يو ولس د تاريخ، دودونو، ژوند او فکر پېژندنې په توګه مطرح دی او که وغواړو چې يو ملت يا ولس په سمه توګه وپېژنو بايد د هغوی د فکر بڼه او وېش وپېژنو او بيا تر ارزونې وروسته په نتيجو خبرې وشي.

                                                                                                     ( ۶ : ۴۹ مخ )

۲ – فوکلور د ګړني ادب په توګهسمول

      فوکلور د ګړني ادب د پېژندنې په توګه هم مطرح دی، ګړنۍ ويانوې معمولاً د پېښو پروخت د زړه هغه ځانګړی احساس دی چې انسانان يې څرګندولو ته اړ وځي، دا ويناوې که په نظم دي که په نثر، په خپلو ځانګړو چوکاټونو کې په ناځانخبري ډول پېيل شوي او چوکاټ بندي شوي، چې اوس يې مونږ د فوکلوريکو ژانرونو په توګه پېژنو ، دا ژانرونه ولس نه دي ټاکلي، ولس يوازې خپلې ويناوې پکې تنظيم کړي، خو فوکلور څېړونکو څرګنده کړې چې کوم ژانر څه ډول دی او يا دا چې معمولاً کوم ژانرونه د کومو موضوعاتو په باب په کومه کچه يا اندازه بحث کوي؟

     دغه وېش د علومو او پوهنو په هره برخه کې شته او دا د پېژندنې، زده کړې او بحث او څېړنې لپاره يوه مناسبه او ضروري مسئله ده، پښتو فوکلوريک يا ولسي ادب په تېره نزېدې څه کم يوه پېړۍ کې په بېلابېلو ژانرونو وېشل شوی چې ځينې يې وروسته د ژانرونو له کتاره ايستل شوي او ځينې نوي ډولونه پکې تر موندنې وورسته ايجاد شوي يا دا چې ځينې ډولونه يې مخکې چا په کره توګه پېژندلي نه وو، که څه هم د پښتني شفاهي فوکلور وېش بېلابېل او يا په ځينو کتابونو او ليکنو کې توپيري ښکاري، خو په عمومي توګه د چوکاټ بندۍ نظريه او هدف يو دی او هغه د پښتني ګړني ( شفاهي ) ادب پوره او سمه پېژندنه او کره کول دي.

   په دې کتاب کې به د ځينو نورو سره په توپير يو وېش وړاندې کړو چې نسبتاً معقول ښکاري .

    يوه بله مسئله چې د هېرولو نه ده، دا ده چې په دغه وېش کې ځينې داسې ژانرونه هم پېژندی شئ، چې د هنريتوب له پلوه به د پښوتنې وړ وي، په دې مانا چې که دغو ته د ولسي ادب نوم ور کوو، نو د ادب هغه تعريف بايد هېر نه کړو چې وايو د هنري ارزښت لرونکي اثر ته ادب وايي. دا ژانرونه لکه د ميندو سندرې، د ماشومانو سندرې او ځينې نورې بېلګې، خو که مونږ دا د بېلتون کار کوو، اړ يو يو مناسب چوکاټ بندي ور ته ولرو، فوکلوريک ادب يا فوکلوري ادب هم ورته اصطلاح ده چې بايد څه ډول يې وپېژنو؟ خو دلته هڅه شوې ، ټول منظم فوکلور په نښه کړو، د هنري ارزښت، ټاکنې مسئله يې بايد لوستونکي او څېړونکي وښيي، د فوکلور پېژندنې د څانګو يو شمېر څېړونکي دا وېش معقول نه ګڼي او ليکي چې فوکلور دې د دود او دستور او عامو ولسي انددودونو په چوکاټ کې وڅېړل شي او ادبي نومونه به دا مانا وښندي، چې فوکلور له ولس نه يوه خاص پوړ خلک ته منسوب شي.

                                                                                         ( ۵ : ۱۹ مخ )

د فوکلوري موادو ډلبنديسمول

    د فوکلور لغوي مانا چې د ولسي پوهې په ماناده ، د ټولنې د جوړښت او ژبې د منځ ته راتګ سره يو ځای منځته راغلې ده او بيا يې د لومړنۍ ټولنې په هر اړخيزه وده او پرمختګ کې ستر رول لوبولی ، لومړني انسان د لومړي سر نه د طبيعت د ټولو پديدو په اړه د خپل خيال سره سم د لامل او لاملونو په باره کې فکر کاوه او په پای کې په طبيعت کې په هره شېبه کې يوه داسې طبعي پېښه چې د انسان له توانه وتلې وه، منځته راتله او په هغه شېبه کې يې خيال او تصور بدلېده او فکر يې کاوه چې هغه ځواک سم نه دی بلکې دا ځواک دی، چې هر څه منځته راولي، د دې لپاره چې هغه يې خوشحاله کړی وي د هغې له ضرره يې ځان بچ کړی وي، نو د هغې درناوی يې کاوه.

   دا چې د ټولې نړۍ طبعي او جغرافيايي موقعيت يو ډول نه دی ، بلکې د طبيعت د هرې سيمې موقعيت ځانله ځانله جوړښت لري، چې ځينې سيمې يې سخت او ستونزمن جغرافيايي موقعيت لري او د نړۍ په هره سيمه کې رنګارنګ طبيعي پېښې منځ ته راځي، نو له دې کبله دا بيخي طبيعي ده چې د نړۍ په هره سيمه کې د هغې پېښې پر وړاندې د دوی خيال، تصور او عقيده بېله وي، دا چې په بشري نړۍ کې د خلکو د مادي او معنوي ودې او تکامل پروسه يو شان نه وه، په دې اړوند د طبيعت د هرې پېښې په وړاندې ډول ډول  مفکورې، نظريې او عقيدې رامنځته شوې، چې په طبيعت کې د هرې ټولنې د ولسونو عقيدې بېخي يو د بل سره توپير لري چې په دې بهير کې په لسګونو عقيدې منځته راغلي دي او د علومو مختلفې او بېلابېلې څانګې رامنځته شوي دي او بيا د علومو هره څانګه په څو څانګو وېشل شوې چې اوس د علومو د هرې څانګې ساحه ډېره پراخه شوې ده.

    د فوکلور اصطلاح او تعبير په اړه د ړۍ په مختلفو سيمو کې ځانګړي تعريفونه د مختلفو پوهانو له خوا وړاندې شوي دي او تر اسه پورې د فوکلور د کلمې په اړه يو جامع او ټولمنلی تعريف چې د نړۍ پوهان ورسره موافق وي نه دی رامنځته شوی چې زه دلته د فولکور د اصطلاح او تعريف په اړه څو بېلګې راوړم.

   فوکلور د عوامو هغو عنعنو ته ويل کيږی چې د ډېرو لرغونو زمانو څخه راپاتې شوي چې د اوسنۍ زمانې له پوهنو او نورو نويو معنوي لاسته راوړنو سره يو څه توپير لري.

   يو بل پوه وايي: په هره ټولنه کې د خلکو او پراخو پرګنو عنعنو، افسانو، سندرو او دودونو ټولګې ته فوکلور ويل کيږي.

   د برېتانيکا دايرة المعارف د فوکلور په اړه ليکي (( فوکلور د هغو اسطورو ، افسانو، کيسو، متلونو، سندرو، جشنونو، اخترونو، نڅاوو، روايتونو، حکمتونو، جادو او خرافاتو نوم دی چې په ناليکلي توګه د پخوانيو وختونو څخه تر دې وخته پورې رارسېدلي دي.))

   د فوکلو کلمه د نړۍ په زيات شمېر ژبو کې په همدې بڼه منل شوې ده، خو مفهوم يې له يوه ځايه تر بل ځايه پورې يو څه تغير موندلی دی، په فرانسه، جرمني، او په تېره بيا په سکاندنياوي هېوادنو کې د فوکلور په مفهوم کې کور جوړولو عنعنوي سکونه، د کرنې لارې چارې او کرنيز افزار، د اوبو لګولو طريقې او د مادي کولتور ځينې برخې، چې د انترو پولوجستانو له خوا څېړل کيږي، شاملې دي.

    څه رنګه چې د انتروپالوجي او فوکلور ترمنځ ي، شمېر موضوعات مشترک دي، انترو پالوجي داسې علم دی چې د انسان د پيدايښت نه تر اوسه پورې د هغه د ارګانيک موجوديت او کولتوري هستۍ او فعاليتونو په باره کې بحث کوي.

   پخوانيو فوکلوريستانو خپل موارد د موضوع په اساس تصنيفول او دا تصنيف تر اوسه پورې هم کارول کيږي، لکه :

1.     شفاهي فوکلور

2.     د خلکو ټولنيز دودونه

3.     د خلکو هرنونه

Sir Georgh.go me  په خپل اثر ( فوکلور لارښود ) کې فوکلور په دې ډول تصنيف کړی دی :

1.   عنعنوي روايتونه : ولسي نکلونه، د اتلانو په باب افسانې، منظوم داستانونه ، سندرې او محلي روايتونه.

2.     عنعنوي دودونه : ملي دودونه، د اخترونو او مېلو دودونه، د مراسمو دودونه او لوبې.

3.     خرافات او انګېرنې : کوډې او جادو، خرافاتي کارونه او خيالي شيان.

4.     د خلکو ويناوې : وجيزې، عاميانه اصطلاحات .

                                                                                      ( ۲ : ۲۳ مخ )   

  په ۱۳۳۵ لمريز کال محمد قدير تره کي له ترکي منابعو نه په استفادې سره په کابل مجله کې د فوکلوري موادو لاندې تصنيف بندي کړې ده :

معنوي برخه :

لومړی – ادبيات :سمول

1.     نظم : د شعر ډولونه، طويل بحر، رنګارنګ ملي سندرې.

2.     نثر: کيسې، حکمتونه، معماوې او کيسۍ.

دوهم – پوهنې :سمول

1.   طب : د زړو ښځو د معالجې او درملنې ډول ، اغېزه لرونکي واښه او کاڼي، شکسته بندي، د بسمل غورځول او نور.

2.     د مار ، لړم او غونډل د چيچلو تداوي د ګران بيه کاڼو او بوټو په واسطه.

3.     نجوم

4.     غريبه علوم لکه د پېريانو حکم راوستل او نور.

5.     عاميانه سکالوجي.

درېم – دودونه او رواجونه :

1.     اخترونه : د مبارسک ۍورځې ، محلي بازارونه، مېلې...

2.     د زېږېدو، مړينې، واده په باب قومي رسمونه .

3.   د ماشومانو، ښځو او سړيو ډول ډول لوبې او ساعت تېرۍ او د هغوی د منځته راتللو روايتونه.

4.     موسم پېژندنه، د تقويم حساب.

5.     د حقوقي تعاملاتو پاتې شوني، ننواتې او نرخونه.

6.     خرافات او اباطيل.

7.     متلونه او حکمتونه.

مادي برخه :

1.     د ودانيو او کورونو په اړه عقيدې.

2.     خاص انځورونه لکه کاشي کاري.

3.     د کور سامان، کالي او کاڼي.

4.     د جګړې، ښکار او کرلو افزار او وسايل او نور.

5.     د خلکو کسبونه : لکه د جولا، نداف، بزګر، ډم، کلال او نورو حرفې.

6.     نقاشي، رسامي، موسيقي، ملي اتڼ، ډول.

7.     محلي غذاوې .

    د اکاډمېسن کانديد سرمحقق محمد صديق روهي فولکلور په پنځو کتګوريو وېشلی دی چې دا ډلبندي د فوکلور دمخه وېش سره لږ توپير لري چې په نړۍ او افغانستان کې د ځينو پوهانو له خوا منځته راغلې ده ، د فوکلور دا ډلبندي د پام وړ ده، په دې ډلبندۍ کې مخکې له دې چې د فولکلري موادو پر اساس په دې ډلبندۍ وغږېږم ښه دا ده چې د انتروپالوجي، اتنوګرافي، اتنيکي او ارکيالوجي پېژندنه وشي ځکه په دې کتګورۍ کې يې ځينې مواد په انتروپالوجي، اتنوګرافي، اتنيکي ارکيالوجي څانګو پورې اړه لري.

انتروپالوجي : يو داسې علم دی چې د انسان له پيدايښت نه تر اوسه پورې د هغه اورګانيک موجوديت او کولتوري هستي او فعاليتونو په باره کې بحث کوي، همدارنګه په طبيعي او روحي يا فکري ساحو کې د انسان له پرمختګ څخه بحث کوي.

   په لنډه توګه بايد ووايم چې د فولکور ځينې عنعنوي ساحې د خپلو څېړنو په قلمرو کې داخلوي او د فوکلور لپاره يوازې د عنعنوي ايستيتيکي پديدې څېړنه پاتې کيږي، همدارنګه په کولتوري انترو پالوجۍ کې د يوې ټولنې د کولتور او جوړښت په باره کې څېړنه کيږي او د کولتور د انکشاف بېلابېل عوامل لکه اقتصادي، تاريځي، جغرافيوي، اجتماعي، اروايي ( سايکولوجيکي ) او نور تر بحث لاندې نيسي.

اتنو ګرافيکي : توکم پېژنده، نژاد پېژندنه ، هغه علم او پوهه چې خلک د نژاد له مخې مطالعه کوي همدارنګه کالي، زېورات، زړې وسيلې او نور هم د اتنوګرافيکي د بحث موضوعات دي.

اتنيکي : د هغو مسايلو سره اړه لري چې په قوم يا اتنيک پورې اړوند وي.

ارکيا لوجي : له لرغون پېژندنې څخه عبارت ده.

    په پورته ډلبندۍ کې چې د مختلفو يو شمېر نړۍ والو او داخلي پوهانو له خوا ترسره شوې ده، په يو او بل کې تداخل لري او په وروستيو وختونو کې يو شمېر پوهان په فوکلور کې يوازې د شفاهي ادبياتو د څېړنو اجازه ور کوي او نورې څېړنې نورو علومو ته چې دمخه يې يادونه وشوه پرېږدي.

   لنډۍ ، لنډکۍ، سروکي، نيمکۍ، مقام، د اتڼ نارې، د وا ده سندرې، د ماشوم د پيدا کېدو د مراسمو سندرې، د ماشومانو سندرې، د بي بي سندرې، سولې، سلسلې، چيفيا، د مړي پروخت د وير او غم سندرې ، فالونه، د وړو مشاعرې، کيسۍ، د ځوانانو سندرې، محلي پارچې يا ولسي سندرې، ساندې، کاکړۍ، نکلونو نارې، د ښادۍ سندرې، سنځرخېلۍ نارې، چاربيتې، د مروتو کسرونه، بدله، لوبه، بګتۍ، سوزخواني، داستان خواني، داستان، پښتو نکلونه، روايات، ټوکې، اسطورې، تکيه کلامونه، ستړي مه شئ لړ مخه ښه ، اصطلاحات او محاورې، رمزونه او کنايې دوعاوې او ښېراوې، لوړې او قسمونه، منثورې کيسې، ډرامې، د کيسو بېلابېل ډولونه او نور.

                         ( ۲ : ۳۹ مخ )

فوکلوريک ژانرونهسمول

    علوم او فنون د ښې پېژندنې لپاره په بېلابېلو څانګو وېشل کيږي،فوکلور هم د سيستماتيکې پېژندنې او بېلونې لپاره دغه ډول وېش ته اړ دی، خو مونږ دلته ټول فوکلوريک اړخونه په ژانر پېژندنه او ټاکنه کې تر پېژندنې لاندې نه شو راوستی، يوازې هغه برخې پېژنو چې يا مخامخ په ادب پورې اړه مومي او په هنري ارزښتونو کې د پښتنو د ژوند بېلابېلې برخې راښيي او يا دغو ارزښتونو کې ډېرې نژدې دي، دغه ډول ادبي ايجادات بايد په لاندې توګه ووېشو :

منظوم فوکلوريک ژانرونهسمول

منظم فولکوريک ژانرونه په دوه ډله دي :

1.     عام ژانرونه

2.     خاص ژانرونه

عام منظوم فوکلوريک ژانرونه

   د پښتو ولسي ادب منظوم ژانرونه هغه دي چې ويونکی يا شاعر يې معلوم نه وي، د يو ادبي اثر د ايجاد ځای، شخصي،حالت او څرنګوالی يې څرګند نه وي، دا ژانرونه د ټول ملت ګډ ملکيت ګڼل کيږي دا د هغه ولسي خلکو احساسات راښيي چې سواد نه لري او د ادبي پوهنو په اړه بيخي په څه نه پوهيږي، بلکې د پېښو په وخت د هغوی احساساتو د څرګندونې يوازې يوه وسيله ګرځېدلی وي چې په دغو کې منظومې او منثورې برخې دواړه راتللای شي لکه په منظومو ژانرونو کې لنډۍ، کاکړۍ، سروکي، نارې، پړاکي، لنډکۍ، فالونه، د ښادۍ سندرې، د ميندو سندرې، د ماشومانو سندرې، کيسې يا اړ، متلونه...

    او په منثورو کې فولکوريکي کيسې، لطيفې او د ولسي نندارو په وخت شفاهي روايتونه اونور.

    عام فوکلوريک ژانرونه په لاندې ډول دي:سمول

·       فوکلوريک ژانرونه

·       لنډۍ

·       غاړې او ډولونه يې

·       پړاکي

·       د ميندو سندرې

·       د ماشومانو سندرې

·       کيسۍ يا اړ

·       سروکي

·       نارې

·       فالونه

·       انګۍ

·       د ښادۍ سندرې

·       بلندۍ

·       سلسلې

·       برغازۍ

·       منظوم متلونه

·       ساندې

               ( ۷ : ۲۴ مخ )

خاص منظوم فوکلوريک ژانرونهسمول

   خاص فلوکلوريک ژانرونه د پښتني منظوم فوکلوريک ژانرونو دوهمه برخه ګڼل کيږي ، دا برخه ځکه خاصه يا ځانګړې ګڼل کيږي چې ويونکي يې معلوم اشخاص دي، دغو شاعرانو د بېلابېلو فوکلوري ژانرونو په چوکاټ کې شاعري کړېده.

   د فوکلور په اړه عام نظر دا دی چې فوکلوري مواد بايد د نامعلومو ښځينه وو او نارينه وو  له خوا ويل شوي وي، خو دلته ډېری وخت شاعران څرګند او معلوم خلک وي، د دوی د ژوند او کار په اړه معلومات وي، نو دا څنګه فوکلور کې شاملېدای شي؟

   د ځينو په اند دغه ډول سندرې دې فوکلور نه ګڼل کيږي، خو ځينې بيا وايي د خاصو سندرو يوازې شاعران او ناظمان معلوم وي، خو د دوی توليد کړي نظمونه په فوکلوري چوکاټ کې وي، خيال ، فکر او احساسات يې ولسي وي هماغسې چې د ناڅرګندو وينا والو له خوا ويل شوي عام ژانرونه د اصيل فوکلور په توګه ګڼو، دغسې خاص ژانرونه هم اصيل فوکلور ګڼلی شو، يوازې د شاعر په معلومېدو بايد خاص فوکلوريک ژانرونه د فوکلور له دايرې بهر ونه ويستل شي.

   د فوکلور څېړونکو ترمنځ دا دوه نظريات لا هم شته، هغه څوک چې خاص فوکلوريک ژانرونه فوکلور نه ګڼي، نو يې بيخي د فوکلور له دايرې ويستی هم نشي، ځکه د دغه ډول شعرونو او نظمونو جوړښتي بڼه، ويل شوي اصطلاحات او وړاندې شوي خيالونه يې ټول ولسي او فوکلوري رنګ لري.

                                                                           ( ۷ : ۳۳ مخ )


خاص فوکلوريک ژانرونه په لاندې ډول دي:سمول

·       چاربيتې

·       د چاربيتو بېلابېل ډولونه

·       کسرونه

·       بدلې

·       لوبې

·       بګتۍ

·       مقام

·       داستان

              ( ۷ : ۵۱ مخ )

د فولکور ټولونې اهميتسمول

    د هرې ټولنې او هر قام په ژبه کې خپل خپل ارزښتونه او فولکلوريکې سرچينې شتون لري، همدې اساس د مر کزي اسيا په قومونو او ژبو کې پښتو ژبه يو داسې ژبه ده چې د فوکلور له اړخه يوه درنه پانګه او زېرمه په خپلې ځولۍ کې رانغاړي، چې د دې ژبې ويوونکي سره د ژوند په هر رنګه حالاتو او شرايطو کې غاړه په غاړه يا خوله په خوله د مزل تنابونه لنډوي بله دا چې دغه فولکلور د دغه قام او ولس د پراخو پرګنو ښکارندوينه کوي، چې خپله هنري تنده يې پرې وخت ناوخته خړوبه کړې هم ده او ددوی ولسي ژوند يوه رڼه هېنداره يې بللی شو، اوس به د فوکلور په مرکبه کلمه يو لنډ غوندې بحث وکړو، فوکلور يا فولکلور يوه انګليسي کلمه ده چې له ( فولک ) او           ( لور ) څخه ترکيب شوې چې ( فولک ) د خلکو او ( لور ) د پوهې او حکمت مانا ور کوي او مجموعي مانا يې د خلکو پوهه يا ولسي پوهه کيږي، دا اصطلاح لومړي ځل انګريزي ليکوال ټامس په ۱۸۴۶ زېږديز کال د همدې مفهوم لپاره وضع کړه، انګرېزان د فولکلور وينګ کې ( ل ) غږ نه تلفظ کوي ، نو اوس ويل شو چې فولکلور د فرهنګ لويه او عمده برخه جوړوي چې يوه مرکبه انګليسي کلمه ده او ژرماتيکه ريښه لري او د دوو برخو فولک د خلکو او وګړو او لور د حکمت، عقل او پوهې په مانا کارول کيږي، چې د ټولو خلکو پوهه او عقل تر مطالعې لاندې نيسي.

     فولکلور د يو قام، ټولنې او يا د يوه ملت د مادي او معنوي شتون ارزښتناکه ټولګه ګڼل کيږي، چې د مادي پلوه د معمارۍ ډولونه، کاشي کاري، انځور ګري، حکاکي، هيکل توږنه، ښکلې ليکنې، ګنډنې، ګلدوزي، زرګري، د اوبولو ډلونه او دې ته ور ته نور .

   خو په  معنوي اړخ کې د خلکو انګېرنې، اسطورې، فالونه، روايتونه، متلونه، سندرې، ټوکې، دوديز خوراکونه، کيسې، د پيريانو او شيشکو کيسې، اصطلاحات، محاورې، لنډۍ، زمزمې، جادوګري، دوعاوې او ښېراوې، رټنې، خواب ګرځونې، ملنډې، اتڼونه، ځنې کالي، نکلونه، ، دودونه، سيمه ييزې لوبې، د واده ځانګړې سندرې او دې ته ورته نور بې شمېره ارزښتونه پکې ځای ، يانې فوکلور د عوامو خلکو د يو ملت او يا يو قوم او يا د يو نژاد په نظر د حقايقو مجموعه ده، د دوی عنعنوي سرمايه او د ژوند او جهان په باب د دوی فکر او عقيده، معلومات او د يو هېواد په فوکلور کې د هغوی ټوله ماضي او د موجودو او راتلونکي ژوند لپاره ارزښتونه پراته دي، د نولسمې پېړۍ تر پيله پورې فوکلوريکو څېړنو او شننو دومره ارزښت نه درلود، خو په همدې پېړۍ کې لږ وروسته ورته ځينو ختيځ پوهانو او څېړونکو پاملرنه وکړه او په کليو او بانډو کې يې په فوکلور څېړنې او شننې وکړې او ځينې کتابونه يې پرې وليکل، خو په خپله پښتنو په شلمه پېؤۍ کې دې خواته پام وکړ او د ځينو پښتون مېشتو سيمو له کليو، درو او بانډو او کيږديو بېلابېل فوکلوري توکي راټول کړل او د مجموعو او ټولګو په بڼه يې چاپ کړل، همدې اصل ته په پام که مونږ د خپلې ټولنې شرايطو او حالاتو په رڼا کې رېښتي ارزيابي وکړو، نو د پښتني فوکلور او شفاهي ادبياتو ساحو په شته کارونو يوه ځغلنده رڼا واچوو او ورته ښه ځير شو، د دې شويو کارونو ارزښت په خپل ځای دی او ځينې نيمګړتياوې او ناسمې يې ګټورتوب ته دومره زيان نشي رسولای يانې که مونږ د پښتو فوکلور د ټولونې بهير له نظره تېر کړو، نو ترې راڅرګنديږي چې د فوکلور ټولونې د پيل سره سم د وخت د حالاتو او شرايطو د څېړلو په رڼا کې هر څېړونکي چې څه راپيدا کړي دي او يا يې پرې څېړنه او شننه کړې ده، له خپل ذوق او ميل سره يې په يو ډول معرفي کړی او شنلی دی، که له يو خوا ځينې توکي اصلي بڼه نه خپلوي، نو له بل پلوه يې ارزښت په دې کې دی چې د ورکېدا څخه ژغورل کيږي.

    د فوکلور ستر ارزښت دا دی چې نوي او روان نسلونه د ماضي ( تېرې ) ټولنې يا د ملت د وګړو د اندونو، هيلو، غوښتنو او بېلابېلو ټولنيزو اړخونو څخه د دوی د ټولنيز ژوند او پېښو تاريخ څرګندوي او د همدې پرمټ د اوسني وخت د حالاتو سره پرتله کېدای شي، ځکه چې فوکلور تاريخي څېړنو لپاره ډېر مواد برابرولی شي او د يوې مهمې سرچينې په توګه ستر ځواک ور بښلی شي، دا يو حقيقت دی چې فوکلور د يوې ژبې ادب تاريخ کې بنسټيز حيثيت لري او بيا د همدې فولکلوري ادب او مرغلرو په ټينګ امېل او اساس د يوې ژبې او ليکنې ادب خپلې لوړې پوړۍ او اوج ته ځان رسوي، د فوکلور ټولونې په بهير کې ډېر غور او دقت په کار دی او ټول فوکلوريک توکي بايد له هر ډول مصنوعيت څخه پاک وساتل شي او د مصنوعيت نه يې ډډه وشي يانې فوکلور راټولولو مېتودولوژي حکم کوي چې د  ولس فولکلوري بانګه دې د همدوی په ژبه راغونډه او خوندي شي، په کومو فولکلوري موادو کې چې لاسوهنې وشي يا ادبي رنګ ور کړل شي، لاس پرې ووهل شي، يا په بله اصطلاح لاس وهنه پکې وشي، نو بيا دا مواد فولکوري ارزښت له لاسه ور کوي که چېرته يو فولکلور څېړونکی او شننوکی دغې اصولو ته پام ونه کړي، نو د فولکلور ټولونې له اصولو څخه په څرګنده توګه بغاوت او سرغړاوی کوي همداسې ډېرو ليکونکو د فولکلور ځينې برخې په دې نيامت خذفې کړي دي چې د دوی په اصطلاح له ښاري فرهنګ سره اړخ نه لګوي، ځينې برخې يې په دې اساس غورځولې چې ورته بابيزه ښکاره شوي دي حال دا چې دا ډول کارونه د فولکلور ټولونې له اصولو څخه سرغړاوی بلل کيږي، ځينو حتی په فوکلور کې ډېرې نورې ناوړه لاس وهنې کړي دي، د فولکلور ارزښت په دې کې دی چې د ټولنې د وګړو له ژوند سره يوځای پرمختګ او وده کوي او همدغه وده د دې لامل کيږي چې د ټولنې وګړي بايد د ماضي حالاتو او وختونو نه تر اوسه پورې له ځانه يو څه پرېښي دي، چې د فولکلور پوهنې روشونه فولکلور ټولوونکو ته ښيي، چې دوی  دې شفاهي او نيمه فولکلور شفاهي توکيو په ضبط  کې د ويونکو ګړدود (لهجه ) له پامه نه غورځوي، که فولکلور ټولوونکی سندرې او نور توکي د لهجې په پام کې نيولو سره سمې ټولې کړي وي،نو له يوې خوا به يې د امانت اصل له پامه نه وي غورځولی او له بلې خوا به يې شفاهي توکي له خپلو ټولو باريکيو سره ثبت کړي وي او بلې خوا به يې له ادب پوهانو او ټولنپوهانو سربېره ژبپوهانو لپاره سره ارزښتمنه مرسته کړي او دا به د ټولو لپاره ډېر ارزښتمن وي، که شفاهي توکي د ويوونکو له لهجې سره برابر ټول شي، لهجه څېړونکي ترې ډېره ښه استفاده کولای شي، اوس که هر فوکلور ټولوونکی يا هغه څوک چې د وګړو خويونه او عادات، دودونه، ديني او مذهبي نمانځنې، خرافات او توهمات، روايتي نظمونه، نکلونه، متلونه او نور شيان څېړي په نتيجه کې هرو مرو دوه ټکي ورته اوڅاريږي:

     لومړی دا چې تر ثبتولو پخوا د فولکلور ډېر ارزښتناکه برخه د انسانانو له مرګ سره يو ځای د هغوی په مغزو کې ګور ته ورسره تللې او تر خاورو لاندې شوې ده.

     دوهم دا چې که مونږ فولکلوري مواد ثبت کړو له مرګه ژغورل کيږي او راتلونکي نسلونو ته ژوندي پاتې کيږي، د هيڅ هېواد خپرونې بايد د فولکلور له خپرولو غاړه ونه غړوي، د دې څېړنيزې مقالې په پای کې بايد ووايو چې د شفاهي عنعنې ليکل د فوکلور په حيث د هغې ارزښت او فولکلوريت ته زيان نه رسوي او حتی ګټور تماميږي او ګټه يې دا ده چې که وليکل شي، نو په همغه خپل شکل ثابت خوندي کيږي له مرګه ساتل کيږي او له دې لارې نورو کولتورونو ته انتقاليږي، انساني حافظه لکه څنګه چې يو شی ژر اخلي هماغسې يې ژر هېروي هم، لکه څنګه چې يو شی ژر جوړوي هماغسې يې ژر خرابوي هم، نو فوکلور ليکل فوکلور له هېرولو او خرابولو څخه ژغوري او د ژبې ادبي پانګه ترې جوړيږي چې مستقبل او راتلونکي نسلونه له دې لارې د خپل ولس د مادي او معنوي ارزښتونو څخه خبريږي يو بله يادونه لازمي ده هغه دا چې اوسنی فوکلور پوهنه نه يوزاې د فولکلور ګډون يا تکرار ثبتوي، بلکې د هغو خاصو ملي او ټولنيزو شرايطو څېړنې ته ارزښت ور کوي چې بشري ټولنې د هغو سره سم وده او پرمختيا کوي او د دغو شرايطو له مخې فوکلوريک اثار يو تر بله نژدې يا لرې کيږي.

   ( ۵ : ۴۹ مخ )

پايله  سمول

    دا چې زما د مونوګراف موضوع فوکلور پېژندنه ده، نو ما هم په دې برخه کې د خپل لارښود استاد رحمان الله قانع صاحب په مشوره د بېلابېلو ماخذونو نه په استفادې سره د خپل مونوګراف موضوع باندې کار کړی دی، د مونوګراف په لومړۍ برخه کې د فوکلور پېژندنې باندې بحث شوی، چې فوکلور څه ته وايي او ورپسې د فولکلور په اړه هغه نظريات چې بېلابېلو پوهانو ور کړي دي، هغه مې هم راخيستي او د موضوع په تړاو مې د فوکلوريکو ادبياتو او همدا ډول د فولکور پيدايښت او سرچينې څېړلي دي، د دې ترڅنګ مې د فولکور ارزښت باندې هم لږ بحث کړی دی، چې په ټولنه کې د فولکلور ارزښت څه دی او د موضوع په اړوند مې د فولکوري موادو ډلبندي کړې ده او ورپسې مې فولکلوريک ژانرونه او د هغوی پېژندنې راخيستي دي چې په فولکلوريک کې کوم ډولونه په ژوندانه کې شته دي او بيا د دې ترڅنګ مې د عام او خاصو منظومو فوکلوريک ژانرونو لږ غوندې بحث کړی دی، چې عام او خاص فوکلوريک ژانرونه کوم ژانرونه دي او د مونوګراف په پای کې مې د فوکلور د ټولونې اهميت باندې هم بحث کړی دی، چې په يو ټولنه کې څه اهميت لري او په دې ډول مې خپله د مونوګراف موضوع راټوله او ترتيب کړې ده.

په درنښت

ماخذونهسمول

1)   روهي، محمد صديق ( څېړندوی ) : ( ۱۳۶۵ ل ) کال، فولکور پېژندنه، کابل، د افغانستان د علومو اکاډمي ( خپرندوی ).

2)   شينواری، دوست ( څېړنوال ): ( ۱۳۸۷ ل ) کال، د پښتو د ولسي ادب لارې، پېښور، دانش تخنيکي څانګه ( خپرندوی ).

3)     غروال، محمد عارف : ( ۱۳۶۰ ل ) کال، غرنۍ سندرې، کابل، پښتو ټولنه (خپرندوی ).

4)   غريبيار کامه وال، سيداګل: ( ۱۳۸۵ ل ) کال، ولسي مرغلرې، پېښور، په خپله ليکوال ( خپرندوی ).

5)   د لال پاچا ازمون په زيار: ( ۱۳۸۹ ل ) کال، فولکور ( د سمينار د مقالو ټولګه )، جلال اباد، د ختيزې سيمې د ليکوالانو او ژورنالستانو خپلواکه ټولنه (خپرندوی ).

6)   وفا، محمد داوود ( پوهنيار ): ( ۱۳۹۳ ل ) کال، د فوکلور پېژندنې لارښود، جلال اباد، مومند تخنيکي څانګه ( خپرندوی ).

7)   هېوادمل، زلمی : ( ۱۳۷۶ ل ) کال، پښتو ولسي ادبيات، پېښور، د ساپي موقوفاتو اداره ( خپرندوی ) .