روسي سترواکي

په یوریشیا او شمالي امریکا کې يوه پخوانۍ امپراتوري چې له (1721-1917) پورې يې دوام وکړ
(له د روسيې سترواکي نه مخ گرځېدلی)


د روسيې سترواکي چې په عام ډول ورته سترواکه روسيه وايي، يوه تاريخي سترواکي وه چې له ۱۷۲۱ ز کال څخه په Eurasia کې د روسيې د Tsardom په بريالی کېدلو او سره د Nystad له تړون څخه وروسته پراخه شوه، چې سترې شمالي جګړې (Great Northern War) يې پای ته ورساوه. د روسيې سترواکي د ګاونډيو سيالو ځواکونو له پرېوتنې سره په يوه وخت کې پېښه [رامنځته] شوه. ياد سيال ځواکونه د سويډن سترواکي، پولينډ او ليتوانيا، ايران، عثماني سترواکي او Qing China وو. د روسيې سترواکۍ د هغه لنډ مهاله حکومت له لورې د جمهوريت تر اعلامولو پورې دوام وکړ، چې د ۱۹۱۷ ز کال د فبروری له اوښتون (February Revolution) څخه وروسته يې واک تر لاسه کړ. دا سترواکي چې په تاريخ کې درېيمه تر ټولو پراخه سترواکي وه او په اروپا، اسيا او شمالي امريکا (درېو لويو وچو) کې غځېدله، د اندازې له مخې ورڅخه يوازې د بریتانيې او مغلو سترواکۍ مخکې وې. د ۱۸۹۷ز کال سرشمېرنې له مخې د ۱۲۵۶ ميليونه وګړو په لرلو سره د روسيې سترواکۍ له Qing China او هندوستان څخه وروسته، په هغه وخت کې د نړۍ درېيم تر ټولو ستر نفوس درلود، لکه: د نورو سترواکيو غوندې دې سترواکۍ هم ستر اقتصادي، توکميز، ژبني او مذهبي توپير ته بڼه ورکړه او څرګند ه شوه. [۱][۲]

د ۱۰مو او ۱۷ مو پېړيو په منځ کې دا خاوره، د boyars په نوم د يو شريف ټولګي له لورې اداره کېده، چې په راس کې يې تزار و چې وروسته سترواک شو. Tsar Ivan III (۱۵۰۵ – ۱۴۶۲ز کلونه) د هغې سترواکۍ د بنسټ ډبره کېښوده، چې وروسته راښکاره شوه. نوموړي د خپل دولت سيمه درې برابره کړه، د Golden Horde واکمني يې پای ته ورسوله، د مسکو کرملين يې بيا نوی کړ او د روسي دولت بنسټ يې کېښود. د رومانوف مجلس House of Romanov روسي سترواکي په ۱۷۲۱ ز کې له پيل څخه تر ۱۷۶۲ز کال  پورې اداره کړه. د دې سترواکۍ د پلارواک المان د پښت مورواکه څانګه House of Holstien-Gottorp-Romanov)) له ۱۷۶۲ ز کال څخه د سترواکۍ تر پايه پورې حکومت وکړ. د ۱۹ مې پېړۍ په پيل کې، نوموړې سترواکي په شمال کې د شمالي قطب له سمندر څخه په سوېل کې تور سمندر ته، په لوېديځ کې له بالتيک سمندر څخه الاسکا او شمالي کليفورنيا ته او په ختيځه برخه کې شمالي امريکا ته پراخه شوه. د ۱۹ مې پېړۍ په پای کې يې ښايي غوښتل، د شمال ختيځې اسيا ځينې برخې او مرکزي اسيا تر لاسه کړي. [۳]

سترواک Peter I (۱۷۲۵ – ۱۶۸۲ز کلونه) ګڼې جګړې وکړې او وار له مخه لويه سترواکي يې يو ستر اروپايي ځواک ته پراخه کړه. نوموړي پلازمېنه له مسکو څخه نوي ډول ښار سنټ پيټرزبرګ (Saint Petersburg) ته ولېږدوله، چې د لويديځې طرحې يا نقشې له مخې په پراخه ډول جوړ شوی و. نوموړي د يوه کلتوري اوښتون مشري وکړه، چې د ځينو دوديز پلوي او د منځنيو دورو ټولنيز او سياسي اداب او رسمونه يې په معاصرو علمي، لويديځ ته مايل او د خرڅ ورکوونې نظام سره بدل کړل. د سترې کترينا (Catherine the Great (1762–1796)) په نوم سترواکې د سرو زرو د دورې مشري وکړه. نوموړې د بريا، زبېښاک [استعمار] او سياسي اړيکو له لارې دولت پراخ کړ، په داسې حال کې چې په لويديځو اروپايي کرښو سره يې د لومړي Peter د معاصريت کړنلارې ته دوام ورکړ. سترواک لومړي الکساندر (Emperor Alexander I (1801-1825)) د اروپا د اداره کولو په موخه د ناپيليون هيلو ته په ماتې ورکولو او همدارنګه د محافظه کار پاچاهيو د مقدس يووالي (Holy Alliance) قانون جوړونه کې يې ستره ونډه ولوبوله. روسيه لويديځ، سوېل او ختيځ ته نوره هم پراخه شوه او د هغه وخت يو له تر ټولو ځواکمنو اروپايي سترواکيو څخه شوه. د روسيې او ترکيې تر منځ جګړې کې يې برياوې د کريميا په جګړه کې (۱۸۵۶ – ۱۸۵۳ ز کلونه) د ماتې ورکولو له مخې وکتل شوې، چې د سمون يوې دورې او په مرکزي اسيا کې يې پياوړې پراختيا ته لاره هواره کړه. سترواک دويم الکساندر (Emperor Alexander II (1855–1881)) ګڼ سمونونه رامنځته کړل، چې تر ټولو ناڅاپي هغه يې په ۱۸۶۱ کې د ټولو ۲۳ ميليونه مريانو خپلواک کول وو. په ختيځه اروپا کې د نوموړي سياست په عثماني سترواکۍ کې دننه د ختيځ ارتودوکس عيسويانو (Eastern Orthodox Christians) خونديتوب راونغاړه. دا په ۱۹۱۴ ز کال د مرکزي ځواکونو پر وړاندې د متحد ځواکونو په پلوۍ، لومړۍ نړيوالې جګړې ته د روسيې د ننوتلو يو لارښود عامل و.  [۴]

د روسيې سترواکۍ د ارتودوکس، يو واکۍ (اټوکراسۍ) او مليت په نظرياتو اصولو له مخې د ۱۹۰۵ کال اوښتون (هغې مودې) پورې د یو بشپړ شاهي دولت په توګه دنده تر سره کړه، چې په نوم يو نيمه قانوني شاهي دولت [مشروطه شاهي] رامنځته شو. د لومړۍ نړيوالې جګړې پر مهال يې په کمزوري ډول عمل وکړ، چې د فبروري اوښتون او د دويم Nicholas د ګوښه کېدنې لامل شو او له همدې څخه وروسته شاهي نظام له منځه لاړ [لغوه شو]. د اکتوبر اوښتون (October Revolution) کې بلشويکانو واک تر لاسه کړ، چې د روسيې کورنۍ جګړې ته يې لاره هواره کړه. بلشويکانو په ۱۹۱۸ ز کې سترواکه کورنۍ له منځه یووړه او په ۱۹۲۲ ز کال يې  په کورنيو جګړو کې له برياوو څخه وروسته شوروي اتحاد (Soviet Union) رامنځته کړ.

تاريخچه سمول

که څه هم ياده سترواکي د تزار د دورې د سترواک لومړي Peter له لوري په ۱۷۲۱ ز کال د Nystad تړون څخه تر وروسته مودې پورې په رسمي ډول نه وه اعلان شوې، ځيني تاريخپوهان استدلال کوي، چې نوموړې سترواکي هغه وخت منځته راغله چې د روسيې درېيم ايون (Ivan III of Russia) په ۱۴۷۸ز کال  کې Veliky Novgorod ونيو. د بل ليد لوری له مخې د Tsardom اصطلاح چې په ۱۵۴۷ ز کال کې د څلورم ايون (Ivan IV) د تاج پر سر ايښودلو له دود څخه وروسته وکارول شوه، وار له مخه د «سترواکۍ» لپاره يو معاصر روسي ويی و.

نفوس سمول

د روسيې ډېره پراختيا په ۱۷ مه پېړۍ کې د Pacific د لومړۍ مستعمره کوونې لوړ ټکي ته په رسېدلو، له ۱۶۵۴ ز کال څخه تر ۱۶۶۷ز کال پورې د روسيې او پولينډ تر منځ جګړې چې د کيڼ اړخي اوکرايني بانک مرستې ته يې لاره هواره کړه او د روسيې له لوري د صربستان په نيولو سره پېښه شوه. پولينډ له ۱۷۷۲ ز کال څخه تر ۱۸۱۵ ز کال دوره کې د خپلو درې ګاونډيو ځواکونو له لورې وېشل شوی و، چې ډېری خاوره او نفوس يې د روسي حکومت له لوري نيول شوي وو. په ۱۹ مه پېړۍ کې د روسي سترواکۍ تر ټولو زياته وده د صربستان سويل ته په مرکزي او ختيځه اسيا کې د سيمې له نيولو څخه تر لاسه شوه. په ۱۷۹۵ ز کال کې د پولينډ له وېش څخه وروسته روسيه په اروپا کې له فرانسې څخه مخکې تر ټولو ګڼ وګړيز دولت شو. [۵]

يادښتونه د روسيې نفوس (ميليون له مخې)[۶][۷] کال
د بالتيک او پولينډ سيمې په ګډون ۱۵،۵ ۱۷۲۰
د پولينډ برخې په ګډون ۳۷،۶ ۱۷۹۵
د فنلينډ په ګډون ۴۲،۸ ۱۸۱۲
د کانګرس پولينډ (Congress Poland) او Bessarbia په ګډون ۷۳ ۱۸۱۶
د روسي سترواکۍ سر شمېرنه ۱۲۵،۶ ۱۸۹۷
د نويو اسيايي سيمو په ګډون ۱۶۴ ۱۹۱۴

اتلسمه پېړۍ سمول

ستر پيټر Peter the Great (1672-1725) سمول

لومړی پيتر چې ستر پيټر هم ورته وايي، روسي سترواکۍ ته د اروپايي دولتي نظام په ورپېژندلو کې ستره ونډه ولوبوله. هغه مهال چې د سترواکۍ پراخو سيمو ۱۴ ميليونه نفوس درلود، د غلو دانو حاصلات د لويديځ [غلو دانو] شا ته پاتې شول. په ښارګوټو کې يوازې د کوچنۍ سلنې اوسېدونکو څخه پرته نور نږدې ټول نفوس کرنې ته ځانګړی [وقف] شو. د kholop ټولګی، چې دريځ يا موقف يې مريانو ته نږدې و، په روسيه کې تر ۱۷۲۳ کال يا هغې مودې پورې يو ستر بنسټ پاتې شو، چې Peter د کورنۍ kholops د کور مريانو ته واړول؛ په دې ډول يې دوی د رايې ورکولو د ماليه لګونې لپاره وشمېرل؟ د روسيې کرنيز kholops د ۱۶۷۹ز کال په لومړيو کې په رسمي ډول مريانو ته اړول شوي دي. دوی د ۱۹ پېړۍ تر وروستيو پورې، په يو فيوډالي حس کې په زياته اندازه په ځمکې پورې تړل شوي وو. [۸]

سرچينې سمول

  1. Geoffrey Swain (2014). Trotsky and the Russian Revolution. Routledge. د کتاب پاڼې 15. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781317812784. مؤرشف من الأصل في 19 سيپټمبر 2015. د لاسرسي‌نېټه 20 جون 2015. The first government to be formed after the February Revolution of 1917 had, with one exception, been composed of liberals. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Alexander Rabinowitch (2008). The Bolsheviks in Power: The First Year of Soviet Rule in Petrograd. Indiana UP. د کتاب پاڼې 1. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0253220424. مؤرشف من الأصل في 10 سيپټمبر 2015. د لاسرسي‌نېټه 20 جون 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. In pictures: Russian Empire in colour photos Archived 20 August 2018 at the Wayback Machine., BBC News Magazine, March 2012.
  4. "The Great Game, 1856-1907: Russo-British Relations in Central and East Asia | Reviews in History". reviews.history.ac.uk (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۸ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Brian Catchpole, A Map History of Russia (1974) pp 8–31; Martin Gilbert, Atlas of Russian history (1993) pp 33–74.
  6. Brian Catchpole, A Map History of Russia (1974) p 25.
  7. "Первая всеобщая перепись населения Российской Империи 1897 г." [First general census of the population of the Russian Empire in 1897]. Demoscope Weekly (په روسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Pipes, Richard (1974). "Chapter 1: The Environment and its Consequences". Russia under the Old Regime. New York: Scribner. د کتاب پاڼي 9–10. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780684140414. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)