Found term_end6, Found term_start6, Found term_end7, Found term_start7, Found term_end8, Found term_start8,

احمد حسن البکر
(اراگونېسي: أحمد حسن البكر د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
احمد حسن البکر
احمد حسن البکر
احمد حسن البکر

د عراق څلورم ولسمشر
د واکمنۍ دوران
۱۷ جون۱۹۶۸ – ۱۶ جون۱۹۷۹
عبدالرحمن عارف
صدام حسین
لومړی ‌وزیر عراق
د واکمنۍ دوران
۱۹۶۸ – ۱۹۷۹
ولسمشر خپله
عبدالرزاقنایف
صدام حسین
د واکمنۍ دوران
۱۹۶۳ – ۱۹۶۳
ولسمشر عبدالسلام عارف
عبدالکریم قاسم
طاهر یحیی
د عراق دفاع وزیر
د واکمنۍ دوران
۱۹۷۴ – ۱۹۷۷
لومړی وزیر خپله
-
عدنان خیرالله
د واکمنۍ دوران
۱۹۶۶ – ۱۹۷۹
د واکمنۍ دوران
۱۹۶۳ – ۱۹۶۴
د واکمنۍ دوران
۱۹۶۸ – ۱۹۷۹
د واکمنۍ دوران
۱۹۶۳ – ۱۹۷۹
د شخص معلومات
پيدايښت کينډۍ:زوکړه
تکریت، عثمانې ټولواکمني
مړینه کينډۍ:مړینه او سن
بغداد
هديره بغداد  د (P119) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت  عراق
مذهب اسلام سني
ګوند د عراق بعث ګوند
عملي ژوند
کار/مسلک سیاستوال
کاروونکي ژبه(ي) عربي  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
وفاداري  عراق
مقام جنرال
جګړه/جګړې Anglo-Iraqi War
لاسليک
حسن البکر
حسن البکر

احمد حسن البکرعمر د ۱۹۱۴ ز کال د جولای میاشتې په لومړۍ نېټه زېږېدلی او د ۱۹۸۲ ز کال د اکتوبر په څلورمه نېټه وفات شوی دی. د ۱۹۶۸ ز کال د جولای له ۱۷ مې نه د ۱۹۷۹ ز کال د جولای تر ۱۶مې نېټې  پورې د عراق څلورم ولسمشر و. هغه د عربي بعث سوسیالست انقلابي ګوند یو مخکښ غړی و. وروسته يې په بغداد کې د مېشت بعث ګوند او د هغه له سیمه ‌ییزو سازمانونو، لکه: د بعث ګوند-عراق سیمه (د بعث ګوند عراقي څانګه)، چې د عرب ملت‌پالنې او عرب سوسیالیزم ترکیب و او له بعثیت نه یې ملاتړ کاوه، مشري وکړه.  [۱]

البکر د لومړي ځل لپاره د جولای د ۱۴ مې له انقلاب نه وروسته چې سلطنتي نظام یې نسکور کړ، شهرت ته ورسېد. په نوي رامنځته شوي دولت کې هغه له شوروي سره د عراق د اړیکو په ښه کولو بوخت و. البکر په ۱۹۵۹ز کال کې د عراق له پوځ نه استعفا ته اړ شو. د عراق د وخت واکمنۍ هغه د دولت په خلاف فعالیتونو تورن کړ. هغه تر جبري تقاعد وروسته د بعث ګوند د عراقي څانګې د پوځي دفتر رئیس شو او د دغه دفتر له لارې يې د ملاتړ او ملتیا له لارې بعثیت ته غړي وګومارل. لومړی وزیر عبدالکریم قاسم د روژې په انقلاب (د فبرورۍ اتمه) کې له واک نه وغورځول شو، البکر د بعث ناصري په ائتلافي دولت کې د عراق لومړی وزیر او وروسته د عراق د ولسمشر د لومړي مرستیال په توګه وټاکل شو. دولت له یو کال نه لږ دوام وکړ او د ۱۹۶۳ ز کال په نومبر کې نسکور شو.

البکر او ګوند وروسته تر ځمکې لاندې فعالیتونه وڅارل او د دولت په سرسختو منتقدانو بدل شول. د دغه پړاو په بهیر کې البکر د بعث ګوند د عراقي څانګې عمومي منشي (مشر) وټاکل شو او د خپل تره زوی صدام حسین یې د ګوند د څانګې مرسیتال وټاکه. البکر او بعث ګوند د ۱۹۶۸ ز کال په کودتا کې واک ترلاسه کړ، چې وروسته د جولای د اوولسمې نېټې د انقلاب په نوم ونومول شو. د کودتا په پایله کې هغه د انقلابي قوماندې د شورا رئیس او ولسمشر وټاکل شو. هغه وروسته لومړی وزیر وټاکل شو. صدام د بعث ګوند مرستیال، د انقلابي قوماندې د شورا مرستیال او مرستیال ولسمشر وټاکل شو او د عراق د امنیتي خدمتونو مسؤلیت يې پر غاړه و.

د البکر د واکمنۍ پر مهال، عراق د تېلو د نړیوالې بیې د لوړوالي له امله له اقتصادي پلوه وده وکړه، چې په عربي نړۍ کې يې درېځ پیاوړی او د عراقیانو د ژوند معیار یې لوړ کړ. د ځمکې سمونونه(اصلاحات) معرفي شول او شتمني په برابر ډول ووېشل شوه. د ۱۹۷۰یمې ز لسیزې په وروستیو کې د صدام تر لارښونې لاندې یو ډول سوسیالیستي اقتصاد رامنځته شو. البکر په ۱۹۷۰  ز لسیزه کې په ورو ورو واک صدام ته له لاسه ورکړ، ځکه صدام د امنیتي خدمتونو له لارې په ګوند او دولت کې خپل موقف پیاوړی کړ. البکر په ۱۹۷۹ ز کال کې له ټولو دولتي منصبونو نه د « روغتیایي دلیلونو» له امله استعفا وکړه او په ۱۹۸۲ز کال کې وفات شو. د مړینې د لامل په اړه یې کوم راپور نه شته.  

لومړنی ژوند او دنده سمول

البکر د ۱۹۱۴ز کال د جولای میاشتې په لومړۍ نېټه د عثماني عراق په تېکرېت کې زېږېدلی. هغه د ابوبکر کورنۍ د البجات څانګې له ناصر ټبر نه و. هغه په لومړني ښوونځي کې تر شپږ کلنې استادۍ وروسته، په ۱۹۳۸ ز کال کې د عراق پوځي اکادمۍ ته ولاړ. هغه د خپل نظامي دوران په لومړیو کې په ۱۹۴۱ ز کال کې د بریتانیا خلاف د رشیدالګیلاني په ناکام پاڅون کې برخه واخیسته، چې له امله یې لومړی زنداني او وروسته له پوځ نه وشړل شو. البکر د خپل حیثیت د اعادې تر ۱۵ کلنې هڅې وروسته، په ۱۹۵۶ ز کال کې د عراق پوځ ته راستون شو، په هم‌هغه کال کې يې د عربو د سوسیالست بعث ګوند د عراقي څانګې غړیتوب ترلاسه کړ. په ۱۹۵۷ ز کال کې يې د ډګرجنرالۍ رتبې ته ارتقاع وکړه. البکر په همدې مهال کې د خپلواکو افسرانو او غیرنظامیانو له غورځنګ سره په اړیکه کې شو. هغه د جولای د څوارلسمې نېټې د انقلاب په بهیر کې د عبدالکریم قاسم په واک ته رسېدو کې د هاشمیانو د سلطنتي رژيم له نسکورلو سره مرسته وکړه. هغه د قاسم د حکومت په دوران کې په عامه روښنايۍ کې لنډمهاله برخه درلوده، عراق یې د بغداد له تړون نه بهر کړ او له شوروي اتحاد سره یې د عراق په دوه اړخیزو اړیکو کې د پام وړ اغېزدرلود. البکر تر کودتا یو کال وروسته، په ۱۹۵۹ز کال کې په موصل کې د دولت خلاف بغاوت کې د متحده عربي جمهوریت سره د نږدې اړیکو په پلوۍ  د افسرانو د مشرۍ په تور له پوځ نه تقاعد ته اړ شو.  د دې پړاو په بهیر کې د بعث ګوند غړی شو. البکر له دې سره د عرب سوسیالست بعث ګوند په عراقي څانګه کې خپل ځای خوندي کړ. [۲][۳][۴]

د ۱۹۵۰مې لسیزې په وروستیو کې، کله چې صدام د بعث ګوند غړیتوب ترلاسه کړ، دوی دواړو له یو بل سره اړیکه جوړه کړه. په راتلونکي کې د دوی نږدې اړیکې د صدام د تره خیرالله طلفاح له امله شونې شوې. صدام په لومړیو کې یوازې د بعث ګوند یو غړی و، نه د ګوند فعال کس.  [۵]

د اپوزیسیون پر وړاندې د قاسم د حکومت د ظالمانه پالیسۍ له امله، د عرب سوسیالست بعث ګوند د عراقي څانګې منشي (مشر) علي صالح السعدي بیاځلي د ګوند دوسیه او دسیسه ترتیب کړه او د ۱۹۶۲ ز کال د دسمبر میاشتې په ۲۴ مه یې د قاسم د حکومت خلاف په ټول هېواد کې د لاریون له لارې په لار واچوله. له مخالفانو سره د دولت چلند نرم نه شو او تر ۱۹۶۳ ز کال پورې د قاسم د دولت خلاف د کودتا د طرحې په موخه د عراقي بعثیت څو مشرانو بیروت ته سفر وکړ. طرحه ساده وه: په پوځ کې د یوې ملاتړې شبکې رامنځته کول. په عمل کې د دغو طرحو د پلي کولو لپاره یو پوځي دفتر رامنځته شو. البکر یې رئیس وټاکل شو. یاد دفتر د افسرانو د مخ پر زیاتېدونکي شمېر په ګومارلو بریالی شو، چې زیاتره له ځانګړو افرادو سره د شخصي اړیکو له لارې وو، د مثال په ډول: ځیني افسران له یاد دفتر سره ځکه یو ځای شول، چې له البکر سره یې اړیکه لرله. البکر د عراق د ۱۹۶۳ ز کال د کودتا مشري پر غاړه درلوده، چې وروسته د روژې د انقلاب په نوم یاد شو او د قاسم دولت یې نسکور کړ. [۶][۷][۸][۹]

واک ته د رسېدو په لار کې سمول

لومړی وزیرتوب سمول

تر کودتا وروسته، عبدالسلام عارف چې یو خپلواک و، د ولسمشر په توګه وټاکل شو. البکر د ولسمشر لومړی مرستیال او لومړی وزیر، السعدي د لومړي وزیر مرستیال او د کورنیو چارو وزیراو طاهر یحیی د دفتر رئیس وټاکل شو. تر واک اخیستو وروسته دوه ډلې رامنځته شوې؛ رادیکالیان(سخت درېځي) چې تر ډېره پوځیان وو او د سوسیالستو پالیسیو غوښتونکي وو او بله ډله منځ‌لاري و، چې مشري يې د طالب شبیب پر غاړه وه، چې غوښتل يې په دولت کې د غیر بعثیانو له ځای پر ځای کولو سره د دولت دودیز ملاتړ پراخ کړي. البکر یو منځلاری(معتدل) و او خپل ډېر وخت یې د دواړو ډلو تر منځ د جوړجاړي په هڅه کې تېر کړ، خو کومه پایله یې نه درلوده.   [۱۰][۱۱]

البکرد ګوند د ډلو تر منځ د اېډیولوژیکو اختلافونو د حل لپاره د بعث ګوند د مشرتابه له  ارګان او ملي قوماندې سره یوه غونډه راوبلله. دا لېدنه څرنګه چې البکر پلان کړې، پرمخ نه ولاړه. د ملي قوماندې سرمنشي مېشل افلاق (د بعث ګوند مشر) وړاندیز وکړ چې، ملي قومانده باید د عراق د بعث ګوند هسته په واک کې ولري. دغې غونډې ولسمشرعارف ته لار پرانیست،ه چې په عراق کې د ۱۹۶۳ زکال د نومبر میاشتې د کودتا  مشري وکړي.   [۱۲]

سیاسي ژوند سمول

شخصیت سمول

  1. Profile of Ahmed Hassan al-Bakr
  2. Tucker, Spencer (2010). The Encyclopedia of Middle East Wars: The United States in the Persian Gulf, Afghanistan, and Iraq Conflicts. 1. ABC-CLIO. د کتاب پاڼې 191. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-85109-947-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Coughlin, Con (2005). Saddam: His Rise and Fall. Harper Perennial. د کتاب پاڼې 39. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-06-050543-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Tucker, Spencer (2010). The Encyclopedia of Middle East Wars: The United States in the Persian Gulf, Afghanistan, and Iraq Conflicts. 1. ABC-CLIO. د کتاب پاڼي 191–192. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-85109-947-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Coughlin, Con (2005). Saddam: His Rise and Fall. Harper Perennial. د کتاب پاڼې 27. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-06-050543-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Emadi, Hafizullah (2001). Politics of the Dispossessed: Superpowers and Developments in the Middle East. Greenwood Publishing Group. د کتاب پاڼې 87. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-275-97365-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. al-Marashi, Ibrahim; Salama (2008). Iraq's Armed Forces: an Analytical History. Routledge. د کتاب پاڼې 92. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-40078-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. al-Marashi, Ibrahim; Salama (2008). Iraq's Armed Forces: an Analytical History. Routledge. د کتاب پاڼې 97. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-40078-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Tripp, Charles (2010). A History of Iraq. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 167. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-87823-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Emadi, Hafizullah (2001). Politics of the Dispossessed: Superpowers and Developments in the Middle East. Greenwood Publishing Group. د کتاب پاڼې 87. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-275-97365-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Ballard, John (2010). From Storm to Freedom: America's Long War with Iraq. United States Naval Institute. د کتاب پاڼې 23. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-59114-018-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Coughlin, Con (2005). Saddam: His Rise and Fall. Harper Perennial. د کتاب پاڼې 45. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-06-050543-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)