عبدالسلام عارف

عبد السلام محمد عارف الجميلي ( 21 مارچ 1921 - 13 اپریل 1966) د 1963 څخه تر 1966 پوري ترهغه وخته د عراق دوهم ولسمشر وو کله چي ددالوتکي دلوېدو په یوه پېښه کي ووژل سو. نوموړي د جولای د14مي نیټې په انقلاب کي چي په عراق کي ترسره اوپه پایله کي یې د هاشمي سلطنت ړنګ سو مخکښ رول ولوباوه .

عبدالسلام عارف
(اراگونېسي: عبد السلام عارف د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عارف په 1960 لسیزه کي
عارف په 1960 لسیزه کي
عارف په 1960 لسیزه کي

دویم دعراق ولسمشر
د واکمنۍ دوران
1963 دفبروري 8 نېټه – 1966 داپرېل 13 نېټه
لومړی وزیر Ahmed Hassan al-Bakr
Tahir Yahya
Arif Abd ar-Razzaq
Abd ar-Rahman al-Bazzaz
Muhammad Najib ar-Ruba'i
عبدالرحمن عارف
د شخص معلومات
پيدايښت ۲۱ مارچ ۱۹۲۱(1921-03-21)[۱]
بغداد, دیکتاتور عراقی رژیم
مړینه ۱۳ اپريل ۱۹۶۶ (۴۵ کال کلنۍ کي)
Basra Governorate, Iraqi Republic
د مړینې لامل دالوتکي سقوط
تابعیت Iraqi
ګوند Arab Socialist Union
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال
پوځي ځواک   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
وفاداري Iraq
مقام Colonel
جګړه/جګړې First Arab–Israeli War
July 14 Revolution
  1. Al-Marashi, I.; Salama, S. (2008). Iraq's Armed Forces: An Analytical History. Routledge. د کتاب پاڼې 74. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780415400787. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ ډيسمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)

د 1958 کال کودتا او دقاسم سره شخړه سمول

د عبدالکریم قاسم او نورو عراقي پوځي افسرانو سره عارف هم دعراق د آزادو افسرانو د پټ سازمان غړی وو. دقاسم په څېر، عارف د 1948 په ناکامه عرب - اسراییل جګړه کي د امتیاز سره چوپړ ترسره کړ چیري چي هغه دجینین سیمي په هغه ځای کي ونیول سو کوم چي اوس دفلسطین لویدیځه برخه ده. د 1958 کال په دوبي کي دعراق لومړي وزیر نوري السعید د عارف په مشرۍ عراقي سرتیرو ته امر وکړ چې د عرب فدراسیون د یوې موافقي دیوې برخي په توګه د اردن سره مرسته وکړي. عارف ددې ترڅنګ دعراق پلازمیني بغداد ته د خپلو پوځي واحدونو مشري وکړه او د جولای په 14 یې د هاشمي سلطنت پر ضد کودتا ترسره کړه. دکودتا تر بریالیتوب وروسته قاسم د نوي اعلان سوي جمهوریت لاندي حکومت جوړ کړ او عارف د هغه مرستیال، دلومړي وزیر مرستیال، د کورنیو چارو وزیر اوهمدرانګه دوسله والو ځواکونو لوی درستیز مرستیال وټاکل سو. [۱]

د عراق ولسمشري سمول

 
عرب مشران په 1964 کي دمصرپه اسکندریه کب د عرب لیګ په سرمشریزه کې . له کیڼ څخه ښي خواته: حسین د اردن واکمن ، جمال عبدالناصر ، عارف، حبیب بورګیبا او حسن دویم دمراکش واکمن

قاسم د ۱۹۶۳ کال د فبرورۍ په ۸ مه د بعثیانو، پوځي واحدونو او نورو پان عربي ډلو له خوا له واکه وغورځول سو. عارف تردې پیښي مخکي دعراق د انقلابي قوماندې شورا مشر ټاکل سوی وو خو ترکودتا وروسته د خپل شهرت له امله د عراق ولسمشر وټاکل سو. [۲] پرځول سوي واکمن (قاسم) له عارف څخه دخپل اعدام پر ځای د جلاوطنۍ غوښتنه وکړه ځکه چي دوه کاله مخکي یې دعارف دمرګ سزا کمه کړې وه. خوعارف ترځینو خبرو اترو وروسته له ده سره جوړ رانغی او په پایله کي یې قاسم اعدام سو. [۳]

عارف که څه هم د ولسمشر په توګه وټاکل سو خو ډېر واک د بعث ګوند دعمومي منشي علي صالح السعدي او دبعثي لومړي وزیر احمد حسن البکر په لاس کي وو. په سوریه کي د 1963 کال د مارچ په میاشت کي د بعثیانو تر مشرۍ لاندې کودتا وروسته عارف خپل هیواد د سوریې او مصر سره د یووالي خبرو اترو ته داخل کړ، کوم چي په 1961 کې د UAR څخه جلا سوي وه. د جولای په میاشت کي دناصر سره دخبرو ترناکامی وروسته دعراق دبعثي حکومت ټول غیر بعثي غړي له کابینې څخه لرې کړل سوه خوددې سره سره عارف دناصر ملاتړ درلود. [۲] د نومبر په ۱۸ عارف په پوځ کي دناکراره عناصرو په ملاتړ دبعث تر منځ له ویش څخه ګټه پورته کړه، چي په پایله کي یې ګوند کمزوری کړ اوعارف خپل غړي له حکومت څخه وشړل. عارف تردې وروسته یوه نوې کابینه جوړه کړه چي یو څو بعثیان پکښي موجود وه خو زیاتره یې له ناصري پوځي افسرانو او تکنوکراتانو څخه جوړ سوي وه.

مړینه سمول

د ۱۹۶۶ کال د اپرېل په ۱۳ نېټه عارف دعراق په سوېل کي د بصرې له هوايي ډګر څخه په ۱۰ کیلومترۍ کي د عراقي هوايي ځواک ډي هایلنډ DH.104 Dove 1, RF392 په غورځېدو کې ووژل سو او پر ځای یې د هغه ورور عبدالرحمن عارف د ولسمشر په توګه وټاکل سو. [۴]

  1. Ismael, Ismael, and Abu Jaber, 1991, pp. 158–159.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Ismael, Ismael, and Abu Jaber, 1991, p.163.
  3. Ajami, 2006, pp. 185–186.
  4. Ismael, Ismael, and Abu Jaber, 1991, p. 166.