د ۱۹۶۳ ز کال د سوريې کودتا


د ۱۹۶۳ زکال د سوريې کودتا چې د سوريې د حکومت له لورې د مارچ ۸ اوښتون (عربي: ثورة الثامن من آذار) په نوم يادېږي، د عرب سوسياليست بعث ګوند د سوريې د سيمه ييزې څانګې “Syrian Regional Branch” د فوځي کمېټې له لورې سوريه کې د واک بريالۍ نيونه وه. د کودتا پلان او افشا کېدونکې دسيسې د عراق د سيمه ييزې څانګې له بريالۍ فوځي کودتا څخه انګېزه اخېستې وه.

کودتا د بعث ګوند د ملي مشرۍ په پرتله د فوځي کمېټې له لورې پلان شوې وه، مګر د ګوند مشر ميشل افلاق “Michel Aflaq” له دسيسې سره خوښي څرګنده کړه. د پلان جوړولو د بهير په اوږدو او د واک تر لاسه کولو څخه سمدستي وروسته د فوځي کمېټې د مشرۍ غړي محمد عمران، صلاح جديد او حفيظ الاسد وو. کمېټې د دوه مرستندويانو “Nasserists” رشيد القطاني او محمد الصوفي نومونه او د خپلواک زيد الحرير نومونه هم لښتليک کړل. ياده کودتا په اصل کې د مارچ د ۷ لپاره پلان شوې وه، مګر وروسته له هغې يوه ورځ وځنډول شوه، چې حکومت وموندله چې د دسيس جوړونکي د پلان جوړولو په موخه چېرته سره راټولېږي.

شاليد سمول

هغه پېښې چې کودتا ته لاره هواروي سمول

معاصره سوريه په لومړي ځل ۱۹۲۰ ز کال کې د لومړي فيصل تر پاچاهۍ لاندې د سوريې عربي پاچاهۍ “Arab Kingdom of Syria” په توګه رامنځته شوه. پلان داسې و چې دا دولت به يوازې سوريايي نه، مګر يوه نوې عربي پاچاهي وي او د عرب ملتپالنې او ټول (پان) اسلامي تګلارو ننګه يې وکړه. که څه هم برتانويانو چې له لومړۍ نړيوالې جګړې څخه وروسته يې د ياد دولت په رامنځته کولو کې مرسته کړې وه، له فرانسې سره د سايکس-پيکوټ تړون په نوم پټ تړون وکړ او سوريې او لبنان لپاره يې قيموميت رامنځته کړ. دې سيمې د همدې له امله د فرانسې د مستعمرې سيمې په توګه دنده تر سره کړه او نوي رامنځته شوي حکومت ته زياتره سوريايانو د ناخوښۍ په سرتګه کتل، چې زياتو وګړو يې د اروپايي امپرياليزم د مريي يا تر ملاتړ لاندې سيمې په توګه ګڼه. په دې پړاو کې ځينو خوځښتونو د سوريايي پېژندنې يا هويت رامنځته کولو هڅه وکړه، چې خورا د يادونې وړ يې د سوريې ټولنيز ملتپال ګوند “Syrian Social Nationalist Party” و يا دا چې د کمونېزم او اسلامېزم ګټندويان (مدافعين) شول. ډېره کيو سوريايانو د سوريايانو په پرتله ځانونه عربان ګڼل او دې ګڼلو ته يې دوام ورکړ.[۱][۲]

تر څار يا قيمومت لاندې سيمه د ځانګړتيا له مخې فيوډالي وه او په نيمه ليبرال اوليګارشي ټولنيز يا سوسيال بنسټ باندې پاتې شوه. دا نظام د عرب متحده جمهوريت “United Arab Republic (UAR)” تر رامنځته کېدنې پورې په خپل حال پاتې شو او يوه طبقاتي ټولنه يې رامنځته کړه، چې د ښاري او کليوالي ژوند نمونو ته يې غبرګون ورکاوه. د اټکل له مخې درې زره کورنۍ سوريه کې د نيمايي ځمکې څښتنانې وې. منځني پوړ له کوچني تر منځنۍ کچې ملکيتونو ډېری برخه درلودل. څه ناڅه دوه پر درې برخې بزګرانو ځمکې نه درلودې. کرنيز عايدات خورا ټيټ وو، د نفوس دوه غوره سلنې د عايد ۵۰ سلنه تر لاسه کاوه، په داسې حال کې چې منځني پوړ (سوداګرو يا منځنيو ځمکوالو ډلو) چې د نفوس ۱۸ سلنه وه، د کرنيزو عوايدو ۲۵ سلنه تر لاسه کړل. د ټولنې ښکته ۸۰ سلنه پوړ پاتې عايد تر لاسه کړ. د ځمکوال او بزګرانو اتحاد د ټولګي يا پوړ د يو بل تر منځ د توپيرونو او ټولنيز مخالفت پر بنسټ و، چې دا ښايي د ځمکوالو پرېوتنې يا ماتې ته لاره هواره کړي. [۳][۴][۵]

ياد قيموميت په ۱۹۴۶ز کال کې فرانسې ته د انګليستان د وروستي شرط له امله له منځه لاړ (منحل شو) او سوريه د ۱۹۴۶ زکال د اپرېل په ۱۷ نېټه يو خپلواک هېواد شو. ورته ممتازه پرګنه چې د قيموميت پر مهال يې سوريه باندې حکومت کړی و، واک کې پاتې شو او د تېر په څېر واکمني يې وکړه. د عرب او اسرئيل تر منځ د ۱۹۴۸ ز کال جګړه “1948 Arab-Israel War” کې پاتې والی د دوديز ممتاز پرګنې د ماتې او سياست کې د فوځ د راپورته کېدلو لامل شو. حسنی الضعيم “Husni al-Za’im” په ۱۹۴۹ ز کال کې د سوريې لومړنی فوځي زورواکی يا دکتاتور شو، مګر په ۱۹۵۰ ز کال کې فوځي لوړ رتبه مامور ادېب شېخاکلي “Adib Shikhakli” د پردو تر شا واک تر لاسه کړ او په ۱۹۵۳ ز کال کې يې يو بل فوځي استبداد يا زورواکي رامنځته کړې وه. د سوريې سياسي پردې ته د فوځ ورپېژندنې هغه اوليګارشي ړنګه کړه، چې منځني پوړ ته يې په سوريايي سياست کې د ګډون وړتيا ورکوله. که څه هم په داسې حال کې چې واکونه يې کمزوري شوي وو، مګر دوديز ممتازې ډلې توليد شوې ډېری شتمني تر لاسه کړه. [۶][۷][۸]

د بعث پلوۍ نظريه په همدې چاپيريال کې رامنځته شوه. ۱۹۴۰ ز لسيزه کې د ميشل افلاق او صالح الدين البطر له لورې د عرب بعث خوځښت “Arab Ba’ath Movement” رامنځته شو، چې بعث پلوي خوځښت لومړيو پړاونو کې د يادونې وړ نور لوبغاړي ذکی الارسوزي، واهب الغنيم او جلال السيد وو. اکرم الحوراني ۱۹۵۳ ز کال کې عرب سوسياليست ګوند “Arab Socialist Party (ASP)” جوړ کړ، چې د بعث ګوند په اصل کې د همدې ګوند او عرب بعث ګوند په يو ځای کېدنه يا اتحاد کې رامنځته شوی و. په ۱۹۴۷ ز کال کې د عرب بعث ګوند د رامنځته کېدنې ډلې يا غونډې ته د ۱۵۰ استازو له ډلې ډېره کي يې د منځني پوړ ممتاز مسلکي وګړي يا روڼ اندي وو. په ۱۹۵۰ ز لسيزه کې ياد ګوند وکولی شول د ښاري منځني پوړ بنسټ تر لاسه کړي. که څه هم د بعث ګوند سوچه د منځني پوړ ګوند نه و او له خورا لومړيو وختونو څخه يې د نويو غړيو د استخدامولو او د ګوند د نوي، سازمانونو د جوړولو په موخه کليوالي سيمو ته د ګوند کادر غړي واستول. بعث ګوند په ۱۹۵۶ ز کال کې د سوريې په تاريخ کې د کارګرو لومړني لاريون جوړ کړ. په داسې حال کې چې بعث ګوند پياوړی و، له سراسر ټولنې څخه د غړو د ګومارنې پرېکړه يې د ګوند دننه قوم پلوۍ “tribalism” او پيرو پلوۍ “clientelism” لامل شوه. د ګوند مشرانو بيا په ديموکراتيکو معيارونو او کړنلارو باندې سترګې پټې کړې. [۹][۱۰][۱۱][۱۲]

بعث ګوند له يو مهم دوه اړخيز حالت سره مخامخ شو، چې يا بايد د سيالو ټاکنو او يا بايد د زورواکۍ له لارې واک تر لاسه کړي. ان دا چې لېبرال او ديموکراسۍ ته متمايل بنسټ اېښودونکي مشران هم د زورواکۍ له لارې د واک تر لاسه کولو پلوي وو او د فاسد ټاکنيز بهير يادونه يې کوله. بعث ګوند د واک له تر لاسه کولو څخه وړاندې سلا وکړه، چې د عرب متحده جمهوريت کې ګمال عبدالناصر سره د واک شريکولو ته به اجازه ورکړل شي. د عرب متحده جمهوريت “UAR” به د مصر تر واک لاندې اوسېدل ثابتوي او بعث ګوند اړ د ځان منحل کولو ته اړ و، مګر “UAR” په ۱۹۶۱ ز کال کې سوريه کې د فوځي کودتا له امله ړنګ شو. د عرب متحده جمهوريت رامنځته کېدنه او ړنګېدل د بعث ګوند لپاره ځکه يو ناورين و، چې هغو خلکو په منځ کې يې بېلتون رامنځته کړ، چې د ياد جمهوريت پلوي يې کوله، هغوی چې مخالفت يې کاوه او هغوی چې سد ګوند د دوديزو مشرانو ملاتړ يا مخالفت يې کاوه. په ۱۹۶۲ ز کال کې افلاق د بعث ګوند کانګرس جوړ او ګوند يې يو ځل بيا رامنځته کړ. د UAR پر مهال بېلابېلو څانګو امرونه نه وو څارلي او منحل شوي نه وو او پر ځای يې په ژور ډول د پان يا ټول عربپال فکر دښمنان شوي او د پرځای يې راډيکال سوسيالېستان شوي وو. فوځي کمېټې چې د مارچ د ۸ اوښتون يې تر سره کاوه، خپل ډېری نظريات شريک کړل. [۱۳][۱۴][۱۵]

سرچينې سمول

  1. Hinnebusch 2001، ص. 18.
  2. Hinnebusch 2001، صص. 17–18.
  3. Hinnebusch 2001، ص. 21.
  4. Hinnebusch 2001، صص. 20–21.
  5. Hinnebusch 2001، ص. 20.
  6. Hinnebusch 2001، ص. 24.
  7. Hinnebusch 2001، صص. 22–23.
  8. Hinnebusch 2001، صص. 21–22.
  9. Hinnebusch 2001، ص. 32.
  10. Hinnebusch 2001، ص. 30.
  11. Hinnebusch 2001، صص. 29–30.
  12. Hinnebusch 2001، ص. 28.
  13. Hinnebusch 2001، صص. 40–42.
  14. Hinnebusch 2001، ص. 34–35.
  15. Hinnebusch 2001، ص. 33.