باروچ سپینوزا
باروچ (دي) سپینوزا چې د باروچ اېسپینوسا، او وروسته بیا د مولف او خبرنګار په توګه د بېنېډېکټوس ډي سپینوزا او په انګلیسي کې بېنېډېکټ ډي سپینوزا په نامه یادېږي، په ۱۶۳۲ ز کال د نوامبر په ۲۴مه زېږېدلی او د ۱۶۷۷ ز کال د فبروري په ۲۱مه مړ شوی دی. هغه یو هالنډی فیلسوف او په خټه پرتګالی یهودی و. باروچ د روشنګرۍ (Enlightenment)، د انجنیل د معاصرو منتقیدونو او د ځان او نړۍ د معاصرو مفاهیمو یو له لومړیو متفکرینو څخه و. هغه د ۱۷مې پېړۍ د عقلانې فلسفې یو له سترو معتقدینو څخه ګڼل کېږي، یعنې هغه یو (rationalist) و. سپینوزا د رېنې ډیکارټ د مخکښ مفکر څخه په الهام اخیستلو سره د هالنډي زرین عصر یوه مخکښه فلسفي څېره شوه. سپينوزا ته په ډېرو ژبو لقبونه ورکړل شوي چې یو يې هم "مبارک یا Blessed " دی. د یهودانو په عبراني ژبه يې نوم دا ډول لیکل کېږي: ברוך שפינוזה. په هالنډ کې هغه د بېنتو پرتګالی نوم کاروه. په خپلو لاتیني او هالنډي آثارو کې يې د بېنېډيکټوس ډي سپینوزا لاتیني نوم کاراوه. [۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]
باروچ سپینوزا | |
---|---|
د شخص مالومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
د مړینې لامل | نری رنځ |
عملي ژوند | |
نامتو زده کونکي | ګوټفرېډ وېلهلم لایبنېتس |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | پرتګالي ژبه |
کاروونکي ژبه | |
د کړنې څانګه | فلسفه ، اخلاق ، پوهنپوهنه ، مېتافزیک |
مؤثر | رنه دیکارت ، ابن ميمون ، کسنوفانس ، نېكولو مكياوېلې ، ابن طفيل ، ګيورډانو برونو ، فرانسېس بیکن ، توماس هابز ، ابن رشد ، دېموکریتوس ، اپیکوروس ، لوکرېتیوس ، ابن سينا بلخي ، اپلاتون ، ارستو |
خوځښت | سولپالنه ، لوېديځه فلسفه |
لاسليک | |
سمول |
سپینوزا په امسټردام کې په یوه هسپانوي-پرتګالي-یهودي ټولنه کې رالوی شوی و. هغه د عبراني انجیل او د الهي ماهیت د اصالت او رښتینولۍ په اړه زښته ډېرې ګډې وډې مفکورې رامنځته کړې. یهودي دیني مقاماتو د هغه پر ضد یو حرم " חרם " [د اسلام د فتوا معادل] صادر کړ او هغه يې په ۲۳ کلنۍ کې سملاسي وشاړه او له یهودي ټولنې څخه يې منع کړ. ان د هغه کورنۍ هم دا کار ورسره وکړ. د هغه کتابونه وروسته د کاتولیک کلیسا د منع شویو کتابونو په لړلیک کې ورشامل کړل شول. اوسني وګړي هغه ته ډېری مهال د "بې دینه یا atheist" اصطلاح کاروي، حال دا چې سپینوزا پخپل هېڅ اثر کې د خدای د شتون پر وړاندې کوم بحث نه دی کړی. [۲۰]
سپینوزا د آپټیکي لینزونو د جوړونکي په توګه یو خورا ساده ژوند درلود او د کونسټنټاین او کریسټن هوجینز سره يې د مایکروسکوپ او ټیلیسکوپ لینزونو په ډېزاین کې همکاري کوله. هغه په ټول ژوند کې د جایزو او اعزازونو له اخیستلو څخه ډډه وکړه، ان د ښوونکي درنه دنده يې هم ونه منله. هغه په ۱۶۷۷م کال کې د ۴۴ کلونو په عمر د سږو ناروغۍ له امله ومړ. هغه ښايي توبرکلوز یا سلیکوز ناروغۍ يې درلوده چې د لینزونو د جوړولو پر مهال د ښيښې ګرد تنفس کولو په پایله کې به نوره هم سخته شوې وي. هغه په هاګ کې د نیووې کیرک سیمې په یوه عیسوۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو. [۲۱]
د اخلاق یا Ethics، په نامه د سپینوزا شاهکار اثر د هغه له مړینې څخه وروسته د هغه د مرګ په کال چاپ شو. هغه پخپل اثر کې د دیکارت د ذهن-بدن د دوه ګوني فلسفه رد کړه او په دې توګه د غربي فلسفې یوه له ډېرو مهمو مفکرینو څخه وګڼل شو. په هغه اثر کې، "سپینوزا وروستی قطعي لاتیني شاهکار لیکلی دی او هلته د منځني پېر فلسفې اصلاح شوي مفاهیم په پای کې یو د بل پر ضد شوي او په بشپړ ډول له منځه تللي دي". هېګل وايي: "حقیقت دا دی چې سپینوزا په معاصره فلسفه کې د آزمايښت ټکی (testing-point) جوړ کړی دی، نو ویلای شو چې: یا ته سپینوزا-پال يې او یا هېڅ فیلسوف نه يې". د هغه د فلسفي لاسته راوړنو او اخلاقي شخصیت له امله فرانسوي فیلسوف ژیل دلوز هغه ته "د فیلسوفانو 'شهزاده'" نوم ورکړی دی. [۲۲][۲۳][۲۴]
ژوندلیک
سمولکورنۍ او د ټولنې مبادي
سمولد نیکولاس ډينګز په لاس د سپینوزا مجسمه (۲۰۰۸)، امسټرډام، زوانینګ بورګوال، له دې لیکنې سره "د دولت هدف آزادي ده" (ژباړه، د ټراکتاتوس تیولوجیکو-پولیتیکوس له وینا څخه، ۱۶۷۷)
د سپینوزا پلرونه او نیکونه په ټبر سفاردي یهودان او د پرتګال د یهوادنو د ټولنې برخه وه چې په ۱۵۳۶م کال کې د پرتګال د مذهبي تفتیش له پیل سره امسټرډام ښار ته راکډه شول. د مذهبي تفتیش پایله دا وه چې دوی په جبر سره له دین څخه اړول کېدل او ایبیریا ټاپوزمې څخه وېستل کېدل. د هالنډ د مرکزي ایالت اوترکت د اتحاديې د ۱۵۷۹م کال د زغم د فرمان سره سم، د پرتګال هغه یهودیان چې کاتولیک مذهب ته اوښتي و لومړی په ۱۵۹۳م کال کې امسټرډام ته په کښتیو کې راکډه شول او بیا سملاسي بېرته یهودیت ته راواوړېدل. په ۱۵۹۸م کال کې د کنیسې [د یهودیانو جومات] جوړولو اجازه ورکړل شوه او په ۱۶۱۵م کال کې د یهودیانو د شامیلېدو او سرپرستي حکم تصویب شو. د جلاوطنه ټولنې په توګه، د امسټرډام پرتګالي یهودیانو په خپل هویت زښته ویاړ کاوه. [۲۵][۲۶][۲۶][۲۷]
که څه هم په پرتګالي ژبه کې "دي اېسپېنوزا" یا "اېسپېنوزا" په "ز" تلفظ کېږي، همدا لامل دی چې له هسپانوي ژبې ګډوډېږي. د اېسپېنوزا کورنۍ شجرې ته په کتو هېڅ داسې شواهد نشته چې وښيي د ده کورنۍ دي د هسپانيې د شمالي کاستیل د بورګوس سره نږدې اېسپېنوسا ډي لوس مونتېروس یا له پالېنسیا سره نږدې له اېسپېنوسا دی سېراتو څخه راغلې وې. اېسپېنوزا د هسپانوي ژبې عام اړول شوی کورنی نوم و. تړاوونه دا ښيي چې ممکن د اېسپېنوزا کورنۍ له هسپانيې څخه راغلې وي او د پرتګال له لارې هالنډ ته تللې وي. د سپېنوزا کورنۍ په ۱۴۹۲م کال کې له هسپانيې څخه وېستل کېږي او پرتګال ته تېښتي. پرتګال په ۱۴۹۸م کال کې دوی اړ باسي چې کاتولیک مذهب ته واوړي، نو ځکه دوی هالنډ ته راځي. [۲۸][۲۹]
د سپینوزا پلار نږدې یوه پېړۍ وروسته له هغه نړۍ ته سترګې پرانیستې چې بېجا ته نږدې په الېنتېجو کې د ویدیګوېرا په نامه د پرتګال په کوچني ښار کې په زوره خلک له خپل دین څخه اړول کېدل. کله چې د سپېنوزا پلار میګوېل (میکل) لا ماشوم و، د سپېنوزا نیکه، ایساک دی سپینوزا، چې د لېسبون سیمې و، خپله کورنۍ د فرانسې نانتېس ته بوتله. دوی په ۱۶۱۵م کال کې له فرانسې وشړل شول او بیا روټرډام ته ولاړل او ایساک همالته په ۱۶۲۷م کال کې مړ شو. د سپېنوزا پلار او تره مانوېل بیا امسټرډام ته ولاړل او هلته یې بېرته یهودیت پیل کړ. میګوېل یو بریالی سوداګر و او د کنیسې او همدا ډول د امسټرډام د یهودي ښوونځي مشر شو. هغه درې ښځې درلودې او له شپږو اولادونو درې هغه یې بلوغ ته له رسېدو وړاندې مړه شول. [۲۶][۲۹]
د ۱۷مې پېړۍ هالنډ
سمولامسټرډام او روټرډام دوه هغه مهم ښاري مرکزونه و چې د سوداګرو کښتیو به د نړۍ له بېلابېلو برخو د ګڼو دودونو او عقیدو لرونکي خلک راوړل. دغه د پرمختګ په حال کې سوداګریز فعالیت د دې لامل شو چې د نویو مفکورو د وړاندې کولو لپاره د زغم فرهنګ رامنځته شي او د کلیسا د چارواکو د سانسور څخه سترې کچې خوندي وي (که څه هم هغه خلک به چې "ډېر وړاندې" تلل، هغوی به ان په هالنډ کې هم ځورول کېدل). نو دا کومه تصادفی خبره نه ده چې د دیکارت او سپېنوزا فلسفی آثار په ۱۷مه پېړۍ کې د هالنډ جمهوریت په کلتوري او فکري محیط کې رامنځته شول. سپېنوزا د ټولنیزو دودونو په پام کې نه نیونکو ملګرو یوه کړۍ درلوده چې په هغې کې د کولیګیانټ (Collegiants) ډلې غړی هم و. یو سړی چې ده پېژندلو، په لیډن کې د نېلز سټېنسن په نامه یو تکړه ډنمارکی زده کوونکی و؛ بل يې بیا البرټ بورګ نومېږي چې سپېنوزا به لیکونه ورته استول را استول. [۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]
ماشومتوب او ځواني
سمول
سرچينې او ياداښتونه
سمول- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118616242 — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ پیوستون : 118616242 — د نشر نېټه: ۱۰ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ Dutch Instrument Makers ID: http://www.dwc.knaw.nl/biografie/scientific-instrument-makers/?pagetype=authorDetail&aId=PE00003113
- ↑ "Spinoza". Collins English Dictionary. HarperCollins. بياځلي په 27 April 2019.
- ↑ "Definition of BARUCH". www.merriam-webster.com.
- ↑ Popkin, Richard H. "Benedict de Spinoza Dutch-Jewish philosopher". Encyclopedia Brittannica.
- ↑ Dutton, Blake D. "Benedict De Spinoza (1632–1677)". Internet Encyclopedia of Philosophy.
- ↑ مېريام وېبسټر Spinoza
- ↑ Jonathan Israel in his various works on the Enlightenment, e.g., Israel, Jonathan (2001). Radical Enlightenment: Philosophy and the Making of Modernity, 1650–1750. (in the index "Spinoza, Benedict (Baruch) de") and Israel, Jonathan (2011). Democratic Enlightenment: Philosophy, Revolution, and Human Rights 1750–1790.
- ↑ Anthony Gottlieb (18 July 1999). "God Exists, Philosophically (review of Spinoza: A Life by Steven Nadler)". Books. The New York Times. بياځلي په 7 September 2009.
- ↑ "Spinoza, Benedict De | Internet Encyclopedia of Philosophy".
- ↑ Nadler, Steven (1 December 2008). "Baruch Spinoza". Stanford Encyclopedia of Philosophy (substantive revised).
- ↑ Yalom, Irvin (21 February 2012). "The Spinoza Problem". The Washington Post. خوندي شوی له the original on 12 November 2013. بياځلي په 7 March 2013.
- ↑ Yovel, Yirmiyahu, Spinoza and Other Heretics: The Adventures of Immanence (Princeton University Press, 1992), p. 3
- ↑ "Destroyer and Builder". The New Republic. 3 May 2012. بياځلي په 7 March 2013.
- ↑ Nadler 2001، م. 42.
- ↑ Scruton 2002، م. 26.
- ↑ Nadler 2001، م. 45.
- ↑ Nadler 2001، م. 1.
- ↑ Stewart 2007، م. 352.
- ↑ de Spinoza, Benedictus; Hessing, Siegfried (1977). Speculum Spinozanum, 1677–1977. Routledge & Kegan Paul. p. 828. ISBN 9780710087164.
- ↑ Hegel Society of America. Meeting (2003). David A. Duquette (ed.). Hegel's History of Philosophy: New Interpretations. SUNY Series in Hegelian Studies. SUNY Press. ISBN 9780791455432. خوندي شوی له اصلي څخه په 13 May 2011. بياځلي په 2 May 2011.
- ↑ quoted in the translator's preface of Deleuze's Expressionism in Philosophy: Spinoza (1990).
- ↑ Scruton 2002، م. 32.
- ↑ Magnusson 1990.
- ↑ ۲۶٫۰ ۲۶٫۱ ۲۶٫۲ Scruton 2002، م. 19.
- ↑ Scruton 2002، م. 15.
- ↑ The family was probably expelled from Spain in 1492 and fled to Portugal. Portugal compelled them to convert to Catholicism in 1498. Cf. Javier Muguerza in his Desde la perplejidadکينډۍ:Full citation needed; see also Ben-Menahem, Ari, Historical Encyclopedia of Natural and Mathematical Sciences, Volume 1 (Springer, 2009), p. 1095.
- ↑ ۲۹٫۰ ۲۹٫۱ Scruton 2002، م. 20.
- ↑ Israel, J. (1998), The Dutch Republic: Its Rise, Greatness, and Fall, 1477–1806, Oxford, Oxford University Press, pp. 4, 583, 677, 917.
- ↑ De Dijn, Herman, Spinoza: The Way to Wisdom (Purdue University Press, 1996), pp. 3 & 4.
- ↑ Curley, Edwin, "Spinoza's exchange with Albert Burgh", in Melamed & Rosenthal (eds.), Spinoza's Theological-Political Treatise: A Critical Guide (Cambridge University Press, 2010), pp. 11–28.
- ↑ Nadler 2001، م. 195.
- ↑ Historische Gids van Amsterdam, opnieuw bewerkt door Mr H.F. Wijnman, p. 205; Vaz Dias A.M. & W.G. van der Tak (1932) Spinoza, Merchant & autodidact, pp. 140, 174–75. Reprint in: Studia Resenthaliana. Vol. XVI, number 2, 1982.
- ↑ Die Lebensgeschichte Spinozas. Zweite, stark erweiterte und vollständig neu kommentierte Auflage der Ausgabe von Jakob Freudenthal 1899. M. e. Bibliographie hg. v. Manfred Walther unter Mitarbeit v. Michael Czelinski. 2 Bde. Stuttgart-Bad Canstatt: frommann-holzboog, 2006. (Specula 4,1 – 4,2.) Erläuterungen. p. 98, 119.