توماس هابز

توماس هابز
(انګلیسي: Thomas Hobbes د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
توماس هابز
توماس هابز

د شخص معلومات
پيدايښت ۵ اپرېل ۱۵۸۸[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]
مړینه 4 ډيسمبر 1679 (91 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۲][۱۳]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده فیلسوف[۱۵]
سياستوال
ليکوال[۱۶]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) لاتين ژبه
انگليسي[۱۷][۱۸]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه فلسفه
پېښليک
اخلاق
مېچپوهنه  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر اپلاتون
ارستو
فرانسېس بیکن  د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تحریک سياسي فلسفه
سیاسي علوم  د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
توماس هابز
توماس هابز

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

توماس هوبس (ځینې وختونه د مالمزبېري توماس هابز په نوم یادیږي؛ د ۱۵۸۸ ز کال د اپریل ۵/۱۵ – د ۱۶۷۹ ز کال د ډسمبر ۴/۱۴) یو انګلیسی فیلسوف ؤ او د عصري سیاسي فلسفې له بنسټګرو څخه ګڼل کیږي. هابز د خپل ۱۶۵۱ ز کال کتاب لویاثان (Leviathan) لپاره زیات مشهور دی، چې په هغه کې د ټولنیز تړون تیوري یو اغېزمن جوړښت تشریح کوي. هابز د سیاسي فلسفې سربېره په نورو مختلفو ساحو کې لکه په تاریخ، فقه، هندسه، دین پوهنه او اخلاقو، همدارنګه عموماً په فلسفه  کې یې مرسته وکړه.    [۱۹][۲۰][۲۱]

ژوندلیک    سمول

لومړنی ژوند    سمول

توماس هابز د ۱۵۸۸ ز کال د اپریل په ۵ (زوړ سټایل) په ویسټپورټ کې زیږېدلی، چې اوس د انګلستان په ویلټشایر کې د مالمزبېري برخه ده. کله چې د هابز مور د هسپانوي آرماډا د راتلونکي یرغل په اړه واورېدل، له وخت څخه مخکې وزېږېد، هابز وروسته وویل چې:"زما مور غبرګوني ماشومان وزیږول: زه او ډار." هابز د اډمونډ په نوم یو ورور، چې له ده څخه تقریباً دوه کاله مشر ؤ او د اني په نوم یوه خور درلوده.       [۲۲][۲۳]

که څه هم د توماس هابز ماشومتوب تر ډېره حده نامعلوم دی، د مور نوم یې هم نامعلوم دی، خو دا معلومه ده چې د هابز پلار، توماس سینیر، د چارلټون او ویسټپورټ دواړو ویکر ؤ. د هابز د ژوندلیک لیکونکي جان اوبري په وینا، د هابز پلار بېسواد ؤ او "زده کړو ته یې ارزښت نه ورکاوه." توماس سینیر د خپلې کلیسا څخه بهر د ځایی کشیشانو سره په جګړه کې ښکېل شو، هغه یې اړ کړ چې لندن خوشی کړي. په پایله کې کورنۍ د توماس سینیر مشر ورور، فرانسیس، چې د دستکش یو بډایه تولیدوونکی ؤ او خپله کورنۍ يې نه درلوده، تر پامرنه لاندې پاتې شوه .   [۲۴][۲۵]

تعلیم سمول

هابز جونیر له څلور کلنۍ په ویسټپورټ کلیسا کې زده کړې وکړې، د مالمزبېري ښوونځۍ ته ولاړ او بیا خصوصي ښوونځۍ ته لاړ چې د رابرټ لاتیمر په نوم یو ځوان کس چې د آکسفورډ پوهنتون فارغ الحصیل ؤ، اداره کېده. هابز یو ښه زده کونکی ؤ او د ۱۶۰۱ ز کال او ۱۶۰۲ ز کال ترمنځ مګډالن هال ته، چې د آکسفورډ د هرټفورډ کالج مخکینی نوم ؤ، لاړ چې هلته تحصیلي منطق او فزیک زده کړې ورکړل شوې. رئیس جان ولکنسن یو پاک دین یا پیوریتن ؤ او په هابز باندې یې یو څه نفوذ درلود. هابز مخکې له دې چې آکسفورډ ته لاړ شي، د یوریپیډس مډیا یې له یوناني څخه لاتین نظم ته وژباړه.   [۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

داسې ښکاري چې توماس هابز په پوهنتون کې خپل درسي پروګرام تعقیب کړی دی، ځکه چې مکتبي زده کړو ته یې لږ پام ؤ. هابز د آکسفورډ په پرېښودو سره په ۱۶۰۸ ز کال کې د کمبرج په سنټ جان کالج کې د شمولیت له لارې  خپل لیسانس سند ترلاسه کړ. هغه په ​​​​مګډالن کې د خپل استاد سر جېمز هسي له لوري ویلیم، د ویلیم کاوینډیش زوی، د هارډویک بارون (او وروسته د ډیونشایر ارل) ته د ښوونکي په توګه وړاندیز شو او د دې کورنۍ سره یې مادام العمره اړیکه پیل کړه. ویلیم کاوینډیش په ۱۶۲۶ ز کال کې د خپل پلار په مړینې سره د اشرافي مقام ته ترفیع وکړه، دوه کاله یې تر خپلې مړینې پورې په ۱۶۲۸ ز کال کې وساته. زوی یې، ویلیم هم د ډیونشایر دریم ارل شو. هابز دواړو نارینه وو ته د ښوونکي او منشي په توګه خدمت وکړ. د لومړي ارل کوچنی ورور، چارلز کاوینډیش دوه زامن درلودل چې د هابز پلویان وو. مشر زوی یې، ویلیم کاوینډیش چې وروسته د نیوکسل لومړی ډوک شو، د کورنۍ جګړې په جریان کې د لومړي چارلز مخکښ ملاتړی ؤ، چې د پاچا لپاره یې شخصاً اردو تمویل کوه او د ویلز شهزاده، چارلز جیمز، د کارنوال ډوک، والي ؤ. همدا ویلیم کاوینډیش ؤ چې هابز خپل د قانون عناصرو کتاب ورته ډالۍ کړ.   [۳۰][۳۱]

هابز د ځوان ویلیم کاوینډیش ملګری شو او دوی دواړو د ۱۶۱۰ز  او ۱۶۱۵ز کلونو ترمنځ د اروپا په لوی سفر کې کډون وکړ. هابز د سفر په اوږدو کې، د خپلې مکتبي فلسفې برعکس چې په آکسفورډ کې یې زده کړې وه، د اروپا ساینسي او بحراني میتودونو سره آشنا شو. هابز په ونیز کې د فولګینزیو میکانزیو سره چې د پائولو سارپي همکار او ونیزي څېړونکی او سیاستوال ؤ، آشنا شو.   [۳۲]

په هغه وخت کې یې د علمي هڅو موخه د یونان او لاتین کلاسیک لیکوالانو دقیقه څېړنه وه، چې پایله یې په ۱۶۲۸ ز کال کې د توسیدید د پیلوپونیسوس د جګړې تاریخ (Thucydides' History of the Peloponnesian War) غوره ژباړه وه، چې له یوناني نسخې څخه انګلیسي ژبې ته د دې اثر لومړۍ ژباړه ده. داسې استدلال شوی چې د ۱۶۲۰ ز کال په خپرونو کې له خبرو اترو څخه درې چې د Horae Subsecivae په نوم پېژندل کیږي: مشاهدې او خبرې اترې هم په دې دوره کې د هابز اثر څرګندوي.     [۳۳][۳۰]

که څه هم هغه د بېن جانسن په څېر ادبي شخصیتونو سره همکار ؤ او د لنډې مودې لپاره یې د فرانسیس بیکن د محرر په توګه کار وکړ او ګڼ شمېر مقالې یې لاتین ته وژباړلې، خو د فلسفې په برخه کې يې خپلې هڅې تر ۱۶۲۹ ز کال وروسته ونه غځولې. د ۱۶۲۸ ز کال په جون کې یې کارګمارونکی کاوینډیش، چې د هغه وخت د ډیونشایر ارل ؤ، د طاعون له امله مړ شو او کونډې یې، کنټس کریشن، هابز له دندې ګوښه کړ.[۳۴][۳۵]

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118551698  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11907586g — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11907586g — د نشر نېټه: ۲۲ اگسټ ۲۰۱۷ — پیدا کوونکی: John O'Connor او Edmund Robertson
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Thomas-Hobbes — subject named as: Thomas Hobbes — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6q23zcp — subject named as: Thomas Hobbes — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ NE.se ID: https://www.ne.se/uppslagsverk/encyklopedi/lång/thomas-hobbes — subject named as: Thomas Hobbes — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Nationalencyklopedin
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/6903 — subject named as: Thomas Hobbes — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/14010 — subject named as: Thomas Hobbes — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/3223 — subject named as: Thomas Hobbes — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Internet Philosophy Ontology project
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/hobbes-thomas — subject named as: Thomas Hobbes — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  11. Store norske leksikon ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4342&url_prefix=https://snl.no/&id=Thomas_Hobbes — subject named as: Thomas Hobbes — سرليک: Store norske leksikon
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0032774.xml — subject named as: Thomas Hobbes — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/26729 — subject named as: Thomas Hobbes — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  14. Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=25823 — subject named as: Thomas Hobbes — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  15. Oxford Dictionary of National Biography ID: https://www.oxforddnb.com/view/article/13400 — سمونګر: Colin Matthew — سرليک: Oxford Dictionary of National Biography — خپرونکی: Oxford University Press
  16. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  17. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11907586g — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  18. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/39360867
  19. Williams, Garrath. "Thomas Hobbes: Moral and Political Philosophy." Internet Encyclopedia of Philosophy. Retrieved 20 June 2020.
  20. Sheldon, Dr. Garrett Ward (2003). The History of Political Theory: Ancient Greece to Modern America. Peter Lang. د کتاب پاڼې 253. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8204-2300-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Lloyd, Sharon A., and Susanne Sreedhar. [2002] 2018. "Hobbes's Moral and Political Philosophy." Stanford Encyclopedia of Philosophy. Retrieved 20 June 2020.
  22. Hobbes, Thomas (1679). "Opera Latina". In Molesworth, William (المحرر). Vita carmine expressa. I. London. د کتاب پاڼې 86. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Thomas Hobbes Biography." Encyclopedia of World Biography. Advameg, Inc. 2020. Retrieved 20 June 2020.
  24. Jacobson, Norman; Rogow, Arnold A. (1986). "Thomas Hobbes: Radical in the Service of Reaction". Political Psychology. W.W. Norton. 8 (3): 469. doi:10.2307/3791051. ISSN 0162-895X. JSTOR 3791051. LCCN 79644318. OCLC 44544062. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-393-02288-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Sommerville, J.P. (1992). Thomas Hobbes: Political Ideas in Historical Context. MacMillan. د کتاب پاڼي 256–324. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-333-49599-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Philosophy at Hertford College". Oxford: Hertford College. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ جولای ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Helden, Al Van (1995). "Hobbes, Thomas". The Galileo Project. Rice University. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. King, Preston T. (1993). Thomas Hobbes: Politics and law. Routledge. د کتاب پاڼې 89. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-08083-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Sommerville, J.P. (1992). Thomas Hobbes: Political Ideas in Historical Context. MacMillan. د کتاب پاڼي 256–324. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-333-49599-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. ۳۰٫۰ ۳۰٫۱ ۳۰٫۲ Robertson 1911، ص. 545.
  31. کينډۍ:Cite ODNB
  32. Sommerville, J.P. (1992). Thomas Hobbes: Political Ideas in Historical Context. MacMillan. د کتاب پاڼي 256–324. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-333-49599-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Hobbes, Thomas (1995). Reynolds, Noel B.; Saxonhouse, Arlene W. (المحررون). Three Discourses: A Critical Modern Edition of Newly Identified Work of the Young Hobbes. University of Chicago Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-226-34545-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Bickley, F. (1914). The Cavendish family (په انګلیسي ژبه کي). Рипол Классик. د کتاب پاڼې 44. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-5-87487-145-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Robertson 1911، ص. 546.