هوګو ګروشيس

هالينډي پيلسوپ، سياستپوه او حقوقپوه(۱۵۸۳-۱۶۴۵ زېږديز)

هوګو ګروشيس (10 اپريل 1583 – 28 اګست 1645)، چې د «هوګو ډي ګروټ» او «هيوګ ډي ګروټ» په نوم هم پېژندل کېږي، يو هالنډی بشرپال، ديپلومات، وکيل، دينپوه (الاهيات پوه)، فقيه، سياتوال، شاعر، او ډرامه ليکونکی و. نوموړی په کم عمرۍ کې یو عبقري و، په «ډيلفټ» کې زېږېدلی او په «ليډن» پوهنتون کې يې زده کړې کړې وې. نوموړی د هالنډي جمهوريت د مذهبي تګلارو پر سر په شخړو کې د ښکېلتیا له امله په «لويسټاين» کلا کې بندي شوی و، خو د کتابونو په يوه صندوق کې په پټه وتښتېد، کوم صندوق چې «ګورينچم» ته ولېږدول شو. «ګروشيس» خپل ډېر اثار په فرانسه کې د تبعيد پر مهال لیکلي دي.[۸][۹]

هوګو ګروتيوس
Hugo Grotius (هالنډي ) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږونځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۱۰ اپرېل ۱۵۸۳[۳][۱][۴] — ۱۵۸۳[۵] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۲۸ اگسټ ۱۶۴۵[۳][۱][۴] — ۱۶۴۵[۵] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې ځای
ښخولو ځای
زدکړنځی
ژبې
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
دین
اړين مالومات
مهمې پېښې

په شپاړسمه او اولسمه پېړۍ کې «ګروشيس» د فلسفې، سياسي نظريې او قانون په برخو کې يوه مهمه څېره وه. د «فرانسسکو ډي ويټوریا» او «البيريکو جينټيلي» د لومړيو اثارو تر څنګ، د نوموړي لیکنو د نړيوال قانون بنسټ کېښود، چې په خپل پروټسټانټ اړخ کې په طبيعي قانون ولاړ دی. د هغه دوه کتابونو د نړيوال قانون په ډګر کې تلپاتې اغېز پرېښودلی چې هغه دا دي: De jure belli ac pacis (د سولې او جګړې د قانون په اړه) dedicated to Louis XIII of France and the Mare Liberum (ازاد سمندرونه)، د کوم له امله چې «ګروشيس» ته د نړيوال قانون پلار ويل کېږي. «ګروشيس» د حقوقو د تصور په وده کې هم مهمه ونډه درلودلې ده. تر هغه دمخه، حقوق تر هر څه لوړ ګڼل کېدل چې تر شيانو پورې تړلي و؛ خو له هغه وروسته، حقوق تر اشخاصو پورې پورې تړلي بلل کېږي، د عمل کولو د وړتيا د ښودلو يا د يو څه د درک کولو د وسيلې په توګه. [۱۰]

«پيټر بوشبرګ» وايي چې «ګروشيس» په هسپانيه کې له «فرانسسکو ډي ويټوريا» او «سکول اف سلامانکا» (يو خوځښت و) څخه ډېر متاثره و، چا چې د دې اند ملاتړ کړی و چې د يو ملت خپلواکي يوازې د خدای په خوښه په کوم واکمن کې نه وي اېښې، بلکې پيل يې د هغه ملت په خلکو کې کېږي، څوک چې کوم واکمن ته د دا ډول واکونو ورکولو سره موافق وي. همدا راز فکر کېږي چې «ګروشيس» لومړی هغه څوک نه و چې د نړيوالې ټولنې اصل يې وضع کړ، بلکې هغه په څرګند ډول د دولتونو د يوې ټولنې د نظريې د تعريف کونکو لومړيو اشخاصو څخه و، چې دا دولتونه په زور يا جګړه نه اداره کېږي، بلکې د حقيقي قوانينو او د دې قوانينو د پلې کولو په اړوند د دوه اړخيز تړون په مټ اداره کېږي. لکه چې «هيډلي بُل» په 1990ز کال کې څرګنده کړې چې: "د نړيوالې ټولنې هغه نظریه د «ويسټفيليا» په سوله کې په څرګند ډول ښودل شوې، کومه چې «ګروشيس» وړاندې کړې وه، او «ګروشيس» د اوسني عصر د دې لومړۍ عمومي سولې د جوړجاړي فکري پلار بلل کېدای شي". سربېره پر دې، په ارمينيايي دينپوهنه کې د هغه ونډې، ارمينيايي مېشتو خوځښتونو ته د تخم کار وکړ، لکه «ميتوډيزم» او «پينټي کوسټلزم»؛ «ګروشيس» په ارمينيايي-کيلوينسټ بحث کې د يو مهم شخص په توګه منل کېږي. د ازادې سوداګرۍ په اړوند د هغه د مذهبي اساساتو له امله، نوموړی همدا راز يو اقتصادي دينپوه هم بلل کېږي.[۱۱][۱۲][۱۳]

د وخت په تېرېدو سره له منځه تګ وروسته، د لومړۍ نړيوالې جګړې په تعقيب په شلمه پېړۍ کې د «ګروشيس» د نظرياتو اغېز بيا راژوندی شو.

د ژوند لومړي کلونه

سمول

د هالنډ د بغاوت پر مهال په «ډيلف» کې زېږېدلی «ګروشيس» د «جين کارنيټس ډي ګروټ» او «اليډا وان اورچای» لومړی بچی و. پلار يې د زده کړې مينه وال و، نوموړي يو ځل په «ليډن» پوهنتون کې د نوميالي «يوستوس لپسيس» سره زده کړه کړې وه، د دې تر څنګ يې سياسي اوڅارتوب هم درلود. کورنۍ يې د «ډيلف» له اشرافو بلل کېده، ځکه چې د هغه نيکونو له ديارلسمې پېړۍ راهيسې په سيمه ييز حکومت کې مهمې ونډې تر سره کړې وې.[۱۴][۱۵]

«جان ډي ګروټ» همدا راز د «ارشمديس» ژباړن او د «لډولف وين کايلن» ملګری و. نوموړي خپل زوی له کوچنيوالي څخه په دوديزې بشرپالنې او ارستويي زده کړې سينګار کړ. «ګروشيس» چې يو عبقري زده کونکی و، يوازې د يوولس کلنۍ په عمر کې په «ليډن» پوهنتون کې داخل کړای شو. په دې ځای کې نوموړي په شمالي اروپا کې د يو شمېر مشهورو پوهانو سره زده کړه وکړه، لکه «فرانسسکس جونيس، جوزف يوسټس سکاليګر»، او «روډولف سنيليس». په شپاړس کلنۍ کې (1599) نوموړي خپل لومړی کتاب خپور کړ: د پخواني لرغوني ليکوال «مارټيانس کپيلا» د اوو لبرال هنرونو په اړوند اثر يوه علمي نسخه، چې د «Martiani Minei Felicis Capellæ Carthaginiensis viri proconsularis Satyricon» په نوم وه. دا کتاب د څو پېړيو لپاره د يوې حوالې په توګه کارېدو.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

په 1598ز کال کې، کله چې هغه پنځلس کلن و، له «يوهان وان اولډن بارنيولټ» سره پاريس ته په يو ديپلوماتيک ماموريت ولاړ. پر دې مهال، د فرانسې پاچاه څلورم هنري په خپل دربار کې «ګروشيس» د هالنډ د عبقري په توګه وړاندې کړ. په فرانسه کې د اوسېدو پر مهال، نوموړي د «اورلينز» له پوهنتون څخه په برياليتوب سره په قانون کې يو سند تر لاسه، يا يې راونيو. په هالنډ کې، «ګروشيس» په 1599ز کال کې د «هاګ» په محکمه کې د يو وکيل په توګه وګومارل شو، او له دې وروسته په 1601ز کال کې د د هالنډ ايالتونو لپاره د رسمي مؤرخ په توګه وټاکل شو. دا نېټه وه، کله چې د هالنډ ايالتونو له «ګروشيس» څخه د هسپانيې په وړاندې د متحدو شويو ايالاتو د بغاوت د يو روايت غوښتنه وکړه؛ «ګروشيس» په حقيقت کې د اسپانيې او نيدرلينډ تر منځ د اتيا کلونو اوږدې جګړې همعصره دی. د دې په پايله کې نوموړي د «Annales et Historiae de rebus Belgicis» په نوم  اثر چمتو کړ، چې له 1559 څخه تر 1909ز کاله موده يې تشریح کړې، دا اثر د رومي تاريخ پوه «ټيسيټس» په سبک ليکل شوی و، او لومړی په 1612ز کال کې پای ته رسېدلی و. دي ايالتونو دا اثر خپور نه کړ، ښايي لامل يې دا وي چې دې اثر کې د هالنډ جمهوريت په داخل کې سياسي-مذهبي کړکېچ انګازې کولې.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

کله چې نوموړی د هالنډي سوداګرو له خوا د سينګاپور په ابنا کې د يوې پرتګالۍ بېړۍ او د هغې د توکو له نيولو وروسته په قانوني جريان کې شامل شو؛ نو نوموړي د نړيوال عدالت د موضوع په اړه په منظم ډول په 1604ز کال کې ليکل وکړل. د خپل ژوند په اوږدو کې «ګروشيس»، د ژبپوهنې، دينپوهنې او سياسي-دينبوهنې په اړه ډول ډول اثار وليکل.

په 1608ز کال کې، نوموړي له «ماريا وين ريګرسبرچ» سره واده وکړ؛ دوې درې لوڼې او څلور زامن درلودل.[۲۳]

د قضا دنده

سمول

هالنډيان له اسپانيانو سره په جګړه کې وو؛ سره له دې چې پرتګال د هسپانيې نږدې ايتلافي و، بيا هم له هالنډ سره په جګړه کې ښکېل نه و. د جګړې د پيل سره نږدې، د «ګروشيس» تربور «جګړن جيکب وين هيمسکرک» په 1603ز کال کې له اوسني سينګاپور څخه لېرې د «سانتا کيټرينا» په نوم په توکو يوه بار سوداګريزه پرتګالۍ بېړۍ ونيوله. «هيمسکرک» د يونايټيډ امسټرډيم کمپنۍ (د ختيځ هندوستان هالنډ شرکت برخه) کارمند و، او که څه هم نوموړي د حکومت يا شرکت له خوا د زور د استعمال واک نه درلود، ډېر ونډه وال د هغو شتمنيو هيله مند و چې نوموړي دوی ته راوړې وې.[۲۵][۲۶]

سرچينې

سمول
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ۱٫۳ ذکر کېدنه: Biografisch Portaal. Biografisch Portaal van Nederland ID: 09047823. عنوان: Hugo de Groot. Retrieved: ۱۴ اکتوبر ۲۰۱۷.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ ۲٫۳ ۲٫۴ ذکر کېدنه: ECARTICO. ECARTICO person ID: 37484. Retrieved: ۲ اکتوبر ۲۰۲۳. اثر ژبه: انګرېزي ژبه.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ ۳٫۳ ذکر کېدنه: BnF authorities. Bibliothèque nationale de France ID: 119854851. Retrieved: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵. ليکوال: Bibliothèque nationale de France. اثر ژبه: فرانسوي ژبه.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ ذکر کېدنه: Encyclopædia Britannica Online. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: biography/Hugo-Grotius. Subject named as: Hugo Grotius. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګرېزي ژبه.
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ ۵٫۲ ذکر کېدنه: Library of the World's Best Literature. خپرېدو نېټه: ۱۸۹۷.
  6. CONOR.SI ID: 74425955. ذکر کېدنه: CONOR.SI.
  7. ذکر کېدنه: datos.bne.es. Retrieved: ۲۴ فبروري ۲۰۲۴. National Library of Spain ID: XX908856. اثر ژبه: اسپانيايي ژبه.
  8. Murray, John (1838). A hand-book for travellers on the continent: being a guide through Holland, Belgium, Prussia. BIBLIOBAZAAR. pp. 73. ISBN 1-117-07017-4.
  9. Davies, Charles Maurice (2010). History of Holland, from the beginning of the tenth to the end of the Eighteenth Century, Volume 2. General Books. p. 539. ISBN 978-1-151-01164-0.
  10. "Hugo Grotius | Dutch statesman and scholar | Britannica". www.britannica.com (in انګليسي). بياځلي په 2023-04-21.
  11. Borschberg, Peter (2011), Hugo Grotius, the Portuguese and Free Trade in the East Indies, Singapore and Leiden, NUS Press & KITLV Press, ISBN 978-9971-69-467-8
  12. Thumfart 2009.
  13. Bull، Roberts او Kingsbury 2003.
  14. Blom, Hans W. (2009). Property, Piracy and Punishment: Hugo Grotius on War and Booty in De iure praedae: Concepts and Contexts. Leiden: BRILL. p. 249. ISBN 978-90-04-17513-6.
  15. Nellen, Henk J. M. (2014). Hugo Grotius: A Lifelong Struggle for Peace in Church and State, 1583 – 1645. Leiden: BRILL. p. 22. ISBN 978-90-04-27436-5.
  16. Blom, Hans W. (2009). Property, Piracy and Punishment: Hugo Grotius on War and Booty in De iure praedae: Concepts and Contexts. Leiden: BRILL. p. 249. ISBN 978-90-04-17513-6.
  17. Brunstetter, Daniel R.; O’Driscoll, Cian (2017). Just War Thinkers: From Cicero to the 21st Century (in انګليسي). Oxon: Routledge. ISBN 978-1-317-30711-2.
  18. Vreeland 1917، chap 1.
  19. Stahl 1965.
  20. Korab-Karpowicz, W. Julian (2010). A History of Political Philosophy: From Thucydides to Locke. New York, NY: Global Scholarly Publications. p. 223. ISBN 978-1-59267-113-7.
  21. "Hugo Grotius | Dutch statesman and scholar | Britannica". www.britannica.com (in انګليسي). بياځلي په 2023-04-21. and: J. Waszink, ‘Tacitism in Holland: Hugo Grotius' Annales et Historiae de rebus Belgicis’ in Rhoda Schnur (ed.), Acta Conventus Neo-Latini Bonnensis: Proceedings of the 12th International Congress of Neo-Latin Studies (Bonn 2003). Medieval & Renaissance Texts & Studies vol. 315, 2006
  22. Grotius and Waszink (2023). Waszink, Jan (ed.). Annals of the War in the Low Countries, ed. with introduction by J. Waszink. Bibliotheca Latinitatis Novae. Leuven (BE): Leuven UP. doi:10.11116/9789461664853. ISBN 978-94-6270-351-3. S2CID 251530133.
  23. ۲۳٫۰ ۲۳٫۱ Miller 2014، م. 2.
  24. von Siebold 1847.
  25. "The Santa Catarina Incident". The National Library Board, Government of Singapore. 2021. بياځلي په 2021-04-01. [The Santa Catarina] was taken under the laws of war by Dutch Admiral Jacob van Heemskerk
  26. van Ittersum 2006، Chap. 1.