مېتافزیک د فلسفي هغه څانګه ده چې د هستۍ، هویت او بدلون، مکان او زمان، علیت، اړتیا او شونتیا لومړني اصول مطالعه کوي. په دې کې د پوهې او شعور د ماهیت او د ذهن او مادې تر منځ اړیکې په اړه پوښتې شاملېږي. د مېتافزیک کلیمه د دوو یوناني کلیمو نه اخیستل شوې ده چې د "طبیعت [د مطالعې] نه وروسته، شاته یا ترمنځ] ته وايي. ویل کېږي، دا اصطلاح په لومړۍ زېږدیزه پېړۍ کې هغه مهال رامنځته شوه ،چې د ارستو ګڼ کوچني آثار په یوه رساله کې راټول کړای شول چې نوم يې و مېتافزیک (μετὰ τὰ φυσικά، meta ta physika یعنې له فزیک نه وروسته یا مابعدالطبیعه، د ارستو یو بل اثر). [۱][۲]

مېتافزیک هغه پوښتنې مطالعه کوي، چې د یوه شي په شتون او د هستۍ په شته ډولونو پورې اړه لري. مېتافزیک په دې دغو پوښتنو ته د تجریدي(انتزاعي) او بشپړو عمومي ځوابونو په لټه کې دي. [۳]

  1. هلته څه شی دي؟
  2. څه شکل لري؟

هغه موضوعګانې چې مېتافزیک یې په اړه څېړنه او ګروېږنه کوي ،دغه دي: هستي، شی او د هغو ځانګړتیاوې، مکان او زمان، سبب او نتیجه او شونتیا. مېتافزیک د فلسفې له څلورو څانګو نه یوه هغه ده او درې نورې یې دادي: پوهنپوهنه، منطق او علم الاخلاق. [۴]

پوهنپوهنیز بنسټ سمول

مېتافزیکي مطالعه د هغه نه د پایلې اخیستلو له لارې ترسره کېږي چې قیاسي یې بولي. د بنسټيزو ریاضیاتو (چيک کله ناکله د شمېر د شتون په اړه د مېتافزیک ځانګړی تطبیق شوی مورد ګڼل کېږي) په څېر، مېتافزیک هڅه کوي چې د نړۍ د جوړښت په اړه یو همغږی دلیل راوړي، چې له نړۍ نه زموږ د ورځني او علمي درک د تشرېح وړتیا ولري، او تناقض په کې نه وي. په ریاضیاتو کې، د شمېرو د تعریف لپاره ډېرې بېلابېلې لارې شته، په ورته توګه، په مېتافزیک کې، د شیانو، ځانګړتیاوو، مفهومونو، او نورو هغو هستیو د تعریف لپاره ډېرې بېلابېلې لارې شته چې ویل کېږي، نړۍ ترې جوړه شوې ده. په داسې حال کې چې ښايي مېتافزیک، د یوه ځانګړي مورد په توګه، د اتومونو او زبررښتو (superstrings) په څېر د بنسټيز ساینس هستۍ مطالعه کړي، خو د هغې اصلي موضوع د شي، ځانګړتیا او علیت په څېر د ډلبندیو ټولګه ده چې دغه علمي نظریې يې انګېرنه کوي. د بېلګې په توګه: دا خبره چې "الکټرونونه چارچ لري" یوه علمي نظریه ده، خو د دې پلټنه چې د الکټرونونو لپاره دا څه معنا لري، چې (لږترلږه، یا د درک له مخې) "شیان" وي، چارچ یوه "ځانګړنه" وي، او د دوی دواړه چې بیا په توپولوژیکي موجودیت کې شتون لري او "مکان" ورته وايي، د مېتافزیک دنده ده. [۵]

د دې په اړه چې "نړۍ" نه شی ده، مېتافزیک دوه پراخ درېځونه مطالعه کوي. د مېتافزیکي ریاليزم پر بنسټ، هغه شیان چې مېتافزیک یې مطالعه کوي، د کوم څارونکي نه پرته په مستقل ډول موجود دي، نو ځکه شی د ټولو علومو بنسټ دی. له بله اړخه، مېتافزیکي انټي-ریالیزم داسې انګېري، هغه شیان چې مېتافزیک یې مطالعه کوي، د یوه څارونکي د ذهن په د دننه کې موجود دي، نو ځکه شی د ځاني ځیریدنې (introspection) او مفهومی شننې (conceptual analysis) یو شکل دی. دا درېځ تر ډېره اوسنۍ سرچینه لري. ځینې فیلسوفان، لکه: کانت، پر دغوو دواړو "نړیو" او هغه څه چې کېدای شي، له یوه بل نه رامنځته شي بحث کوي. ځینې نور، لکه: منطقي پوزیټیویسټان او نور پوهان مېتافزیکي ریالیزم نه مني ، بې معنا او د نه تایید وړ يې بولي. نور بیا په غبرګون کې وايي چې: د تجربوي ساینس په ګډون، په هر ډول، هغه علم دا ډول نیوکه کېدای شي چې د انساني ادراک د منځپانګې نه پرته د بل هر څه د توصیف دعوی کوي، او له همدې امله، د ادارک نړۍ په یوه ډول عیني او رښتینې نړۍ ده. په خپله مېتافزیک معمولاً داسې انګیري چې، د دې پوښتنو په اړه درېځ غوره شوی دی او ښايي د دې غورچاڼ نه ناپېیلی مخته لاړ شي . دا پوښتنه چې کوم درېځ غوره شي، د فلسفې په بله څانګه، یعنې پوهنپوهنه پورې اړه لري.[۶]

مرکزي پوښتنې سمول

هستي پېژندنه (موجودیت) سمول

هستي پېژندنه (Ontology) د فلسفې یوه څانګه ده چې د هستۍ (existence)، موجودیت (being)، [رامنځته] کېدل (becoming) او واقعیت (reality) په څېر مفهومونه مطالعه کوي. په دې کې هغه پوښتنې شاملېږي چې څرنګه هستۍ په بنسټيزو کټګوریو کې ډلبندي کېږي او کومې هستي بیا په بنسټیزه کچه شتون لري. هستي پېژندنې ته کله ناکله د [رامنځته] کېدلو علم (science of being) هم وايي. دا علم د ځانګړي میتافزیک پر ځای چې د [رامنځته] کېدلو په ډېرو مشخصو اړخونو پورې اړه لري، علمي مېتافزیک ګڼل کېږي. هستي پېژندونکي ډېری مهال هڅه کوي، معلومه کړي چې کټګورۍ یا تر ټولو لوړ ډولونه کوم دي او څرنګه دوی د کټګوریو داسې یو سیستم جوړوي چې د ټولو هستیو ډلبندي په کې رانغاړل کېږي. په عمومي وړاندیز شویو کټګوریو کې ماده، ځانګړنه، اړیکې، حالت او پېښې راځي. دا کټکورۍ د بنسټيزې هستي پېژندنې مفهومونو په وسیله مشخصېږي، لکه: ځانګړتیا او عمومیت، تجرید او عینیت ، شونتیا او اړتیا. د هستي پېژندنې تړاو مفهوم ځانګړی اهمیت لري، ځکه ښيي چې ایا د یوې کټګورۍ هستۍ په تر ټولو بنسټيزه کچه شته کنه. په هستۍ پېژندنه کې ډېری مهال په اړه دي چې ایا په یوه خاصه کټګورۍ پورې تړلې هستۍ شته کنه او، که وي، دوی له نورو هستیو سره څه ډول تړاو لري. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

هویت او بدلون سمول

هویت یوه بنسټيزه مېتافزیکي قضیه ده. مېتافزیک فیلسوفان چې پر هویت تحقیق کوي ،په دې پوښتنه کې ډوب دي چې ایا، په دقیق ډول، یو شی څه ډول خپل ځان ته یا – د بحث په توګه – یو بل شي ته هویت لري. د هویت مسئلې د زمان په سیاق کې راپورته کېږي: دا څه معنا چې یو شی دې د زمان په دوو شېبو کې په خپله همدی وي؟ موږ به يې څنګه توضېح کوو؟ د هویت بله پوښتنه، هغه مهال راپورته کېږي چې د هویت د ټاکلو لپاره زموږ معیارونه څه دي، او څنګه د هویت واقعیت له ژبنیو تعبیرونو سره تفاعل کوي.

هغه مېتافزیکي درېځونه چې یو کس یې د هویت په اړه نیسي، د ذهن-بدن موضوع، شخصي هویت، اخلاقو او قانون په څېر مسئلو په اړه پراخې پایلې لري.

یو څو لرغونو یونانیانو د بدلون د ماهیت په اړه سخت درېځ غوره کړی و. پارمېنیدیس له سره بدلون نه مانه، خو هراکلیتوس استدلال کاوه چې بدلون هر چېرې شته: "هېڅ سړی، دوه ځله په عینِ سیند کې پښه نه ږدي."

هویت، کله ناکله عددي هویت ورته وايي، هغه اړیکه ده چې یو شی يې له خپل ځان سره لري او هېڅ پرته له خپل ځان نه له بل شي سره اړیکه نه لري (وګورئ ورته والی).

لایبنیز یو له هغو معاصرو فیلسوفانو نه دی چې د هویت پر فلسفه یې تلپاتې اغېز درلود او د هغه د ورته شیانو د تشخیص نه منلو قانون (Law of the Indiscernibility of Identicals) نن هم په پراخ ډول منل شوی دی. دا قانون کاږي چې که یو شی x یو بل شی y ته ورته وي، نو هره ځانګړتیا چې x لري، y به يې هم لري.

د شکل له اړخه، دا قانون کاږي

خو داسي ښکاري چې شیان د وخت په تېرېدو سره بدلون کولای شي. که یو څوک یوه ورځ یوې ونې ته وګوري او وروسته يې یوه پاڼه راتويې شي، داسې برېښي چې دا کس به بیا هم عینِي ونې ته ګوري.

سرچینې سمول

  1. "Metaphysics". Encyclopedia.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Cohen, S. Marc. "Aristotle's Metaphysics". Stanford Encyclopedia of Philosophy. The Metaphysics Research Lab Center for the Study of Language and Information Stanford University Stanford, CA. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ نومبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. What is it (that is, whatever it is that there is) like? Hall, Ned (2012). "David Lewis's Metaphysics". The Stanford Encyclopedia of Philosophy (Fall 2012). Ed. Edward N. Zalta. Center for the Study of Language and Information, Stanford University. 
  4. "Epistemology". Encyclopedia Britannica. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جون ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Massimo Pigliucci (3 April 2020). "The crucial difference between metaphysics and epistemology". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Khlentzos, Drew (2021). "Challenges to Metaphysical Realism". The Stanford Encyclopedia of Philosophy. Metaphysics Research Lab, Stanford University. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Aune, Bruce (1985). Metaphysics. Univ of Minnesota Press. د کتاب پاڼې 11. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Hofweber, Thomas (2020). "Logic and Ontology". The Stanford Encyclopedia of Philosophy. Metaphysics Research Lab, Stanford University. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Borchert, Donald (2006). "Ontology". Macmillan Encyclopedia of Philosophy, 2nd Edition. Macmillan. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Sandkühler, Hans Jörg (2010). "Ontologie". Enzyklopädie Philosophie. Meiner. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ مارچ ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Honderich, Ted (2005). "Ontology". The Oxford Companion to Philosophy. Oxford University Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)