ګيورډانو برونو

ګيورډانو برونو چې د فلېپو برونو په نوم د ۱۵۴۸ زکال په جنوري يا فبروي کې زېږېدلی دی او د ۱۶۰۰ز کال د فبروري په ۱۷ نېټه مړ شو، يو ايټالوي فیلسوف، رياضيپوه، شاعر، د نړۍ پېژندنې د نظرياتو پوه او د کيمياوي يا جادويي رمز پوه و. نوموړی د نړۍ پېژندنه برخه کې د خپلو نظرياتو له امله پېژندل کېږي، چې په مفهومي ډول يې د هغه وخت کوپرنيکي غير عادي يا نوي موډل ته پراختيا ورکړه. نوموړي وړانديز وکړ چې ستورې بېل لمرونه وو، چې شا او خوا يې خپلو سيارو نيولې وه او نوموړي دا شونتيا رامنځته کړه، چې يادې سيارې ښايي خپل ژوند ته وده ورکړي؛ چې دا يو کاسمولوژيک دريځ دی، چې د نړيوال يا کاسميک د ګڼ اړخيز نظام په نوم پېژندل کېږي. نوموړي همدا راز ټينګار وکړ، چې کاينات نامحدود دي او هيڅ مرکز نه لري. [۲۲]

ګيورډانو برونو
(اطالوی: Giordano Bruno)
(لاطینی: Iordanus Brunus Nolanus د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګيورډانو برونو
ګيورډانو برونو

د شخص معلومات
زیږون نوم (اطالوی: Filippo Bruno د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۳۱ ډيسمبر ۱۵۴۷
مړینه 17 فبروري 1600 (51–52 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
روم [۱۵][۲][۳][۱۲]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک فیلسوف [۱۳][۱۶]
شاعر
ليکوال [۱۷][۱۲][۱۸]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) لاتين ژبه [۱][۱۷]
ایټالیایي ژبه [۱۹]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه فلسفه
تشيال پېژندنه   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار ورکوونکی پاریس پوهنتون [۲۰]  د (P108) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر ابن رشد
نيکولاوس کوپرنيکس
لوکرېتیوس [۲۱]  د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تحریک نوې اپلاتوني فلسفه   د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

په داسې حال کې چې برونو د دومينيکي غړي په توګه پيل وکړ، مګر جينيوا کې د اوسېدلو پر مهال يې کالوينيزم ومنه. برونو وروسته د رومن پلټنې څانګې له لورې له ډېری اصلي کاتوليک اصولو (لکه: د تل پاتې محکوميت، تثليث، د عيسي عليه السلام خدايي، د بي بي مريم بکارت او د جسم بدلون په يو بل جسم باندي) څخه د سرغړونې په تور، د عقيدې د خرابوالي له امله محاکمه شوی و. د برونو له لورې د ټولې خدايۍ د شتون يووالي يا پانتييزم ته کليسا په سپکه ونه کتل او نه يې له يو شخص څخه د وتلي روح په بل شخص کې د داخلېدلو په اړه د هغه لارښوونې بدې وګڼلې. پلټونکې ډلې نوموړی ګنهګار ثابت کړ او په ۱۶۰۰ کال د روم په کامپو ډي فيوري د سوځولو لپاره د هغه وخت په ځانګړې ستنې يا پايې پورې وتړه او ويې سوځوه. نوموړي له خپلې مړينې څخه وروسته د پام وړ نامتووالی تر لاسه کړ، چې په ځانګړي ډول د ۱۹ پيړۍ او د ۲۰ پېړۍ د لومړيو متبصرينو له لورې وستايل شو، چې نوموړی يې د پوهې يا ساينس شهيد وګڼه، که څه هم زياتره تاريخپوهان مني، چې د نوموړي د عقيدې د خرابوالي (کفر) محاکمه د نوموړي د نړۍ پېژندنې اړوند نظرياتو له امله نه وه؛ بلکې د هغه د مذهبي او له ژوند څخه د وروسته نظرياتو په غبرګون تر سره شوه. که څه هم ځيني تاريخپوهان په دې اړه هيڅ مخالفت نه کوي، چې د برونو د مړينې اصلي لامل په اصل کې د هغه کاسمولوژيکي نظريات وو. د برونو قضيه لا هم د ازاد فکر او راتلونکو پوهو په تاريخ کې يوه د پام وړ نښه ګڼل کېږي. [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

د نړۍ پېژندنې سربېره، نوموړي د ياد يا حافظې هنر په اړه هم پراخه ليکنې وکړې، چې د ياد د لارو چارو او اصولو يوه نږدې ناتړلې منظمه ټولګه ده. تاريخپوه فرانسيس ياټيس استدلال کوي، چې برونو د امپدوکلس، د اپلاتون د نوي اصالت يا نيوپلاتونيزم، د نوي والي يا رنسانس دورې د هيرميتيسيزم يا جادو پلوۍ او د مصري خدای هرميس تريسمېګيسټس د يوناني کلتوري مفکورې له رانغاړونکې، لرغوني انجيل ته ورته افسانو تر ژور اغېز لاندې راغلی و. د برونو نورو څېړنو د رياضياتو برخه کې د نوموړي په کيفيتي چلند او ژبه کې د هندسې د فضايي مفکورو د کارونې برخې باندې تمرکز کړی دی. [۳۳][۳۴]

ژوند سمول

د ژوند لومړي کالونه: ۱۵۴۸ – ۱۵۷۶ز کال سمول

د فلېپو برونو په نوم ۱۵۴۸ز کال کې نولا سيمه (د کامپانيا په سويلي ايټالوي سيمه کې يوه کوچنۍ سيمه، چې هغه وخت د ناپل پاچاهۍ برخه و او اوسمهال ناپل ولايت کې پرته ده) کې زېږېدلی برونو د پوځي ګيوواني برونو او فراوليسا ساولېنو زوی و. نوموړي د ځوانۍ پر مهال ناپل ته د زده کړو کولو په موخه استول شوی و. هلته په اګسوټاني صومعه کې په خصوصي ډول روزل شوی و او د سټديوم جنرال “Studium Generale” ښوونځي په عمومي بيانونو کې يې ګډون وکړ. نوموړی د ۱۷ کلنۍ په عمر، ناپل کې د سان دومينيکو ماګيوري صومعه کې دومينينکي ترتيب ته ننوت او په لومړيو کې يې د ګيورانډو او وروسته د خپل ميتافزيک روزونکي ګيورانډو کرېسپو نوم خپل کړ. هلته يې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ او د زړه کړې تازه پړاو يې بشپړ کړ او په ۱۵۷۲ز کال د ۲۴ کلنۍ په عمر پادري وټاکل شو. ناپل کې د اوسېدنې پر مهال د ياد د هنر په اړه د خپل مهارت له امله وپېژندل شو او په يوه موکه يې روم ته سفر وکړ، چې د پينځم پاپ پيوس او کارډينل [له پاپ څخه ټيټ رتبه] ريبيبا پر وړاندې د ياد يا حافظې په اړه خپل سيستم ور وپېژني. نوموړي په خپلو وروستيو کالونو کې ادعا وکړه، چې پاپ په دې وخت کې د نوموړي له لورې «د نوح د بېړۍ په اړه “On the Ark of Noah”» د ورک شوي کتاب ډالۍ ومنله. [۳۵][۳۶]

په داسې حال کې چې برونو د خپلې پام وړ وړتيا له امله له نورو څخه ځانګړی شوی و، د ازاد فکر او منع شويو کتابونو په اړه لېوالتيا يې ډېر ژر د هغه د ستونزو لامل شول. هغه شخړې ته په پام سره، چې هغه يې د ژوند په وروستيو کې لامل شو، دا حيرانونکې ده، چې نوموړي بيا هم د يوولس کالونو لپاره په روحاني نظام کې د پاتې کېدلو وړتيا درلوده. نوموړی زيات کالونه وروسته د خپلې محاکمې پر مهال، وينيټي پلټونکو [هغه قاضيان، چې د مېز تر شا ناست وي او پرېکړه کوي] ته په خپله ګواهۍ کې وايي، چې د نوموړي پر وړاندې د بزرګانو د انځورونو د لرې کولو، يوازې يو صليب ساتلو او نابلده وګړو ته د کړکېچنو يا د بحث وړ متنونو د وړاندې کولو له امله، دوه ځلې اقدامات تر سره شوي وو. د نوموړي دا ډول چلند ښايي له پامه وغورځول شي، مګر د برونو حالت هغه وخت ډېر زيات سخت شو، چې له ارين کفري عقيدې څخه د ګټڼدويۍ په اړه يې راپور ورکول شو او د هغه له خوا د تشرېح شوي اراسموس د منع شويو ليکنو يو پټ شوی نکل د صومعې په تشناب کې وموندل شو. کله چې هغه پوه شو، چې ناپل کې يې پر وړاندې محاکمه د جوړېدلو په حال کې ده، وتښتېده او د يو څه مودې لپاره يې خپل مذهبي عادت پرېښود. [۳۷][۳۸]

د سرګردانۍ لومړي کالونه: ۱۵۷۶ – ۱۵۸۳زکال سمول

برونو لومړی د نولي جينويز بندر او له هغې څخه وروسته ساونا، تورين او په پای کې وينايس ته لاړه، چې نوموړي په کې (محاکمه کې د ادعا له مخې) د ډومنيکي ريمېګيو نانېني فيورينټېنو “Remigio Nannini Fiorentino” په اجازه «د وختونو د نښو په اړه« خپل وروستی کتاب خپور کړ. نوموړی له وينايس څخه پاډويا ته لاړه او هلته يې له دومينيکن ملګري وکتل، چې برونو يې بېرته خپله مذهبي عادت خپلولو ته وهڅوه. هغه له دې وروسته بيرماګو او بيا د الپ غرونو څخه په تېرېدلو، چامبيري او ليون ته لاړه. له دې وخت څخه وروسته د نوموړي ګرځېدنې ناڅرګندې دي. [۳۹]

نوموړی په ۱۵۷۹ز کال جينوا ته ورسېد. لکه څرنګه چې د برونو ژوندليک ليکونکی ډي ډبليو سېنګر يادونه کوي: «په دې اړه ځيني وختونه پوښټنه راپورته کېدله، چې ايا برونو پروتستانت شوی دی او ايا په دې اړه ثبوت شته، چې نوموړی له کالوېني کليسا سره يو ځای شوی دی. نوموړي د خپلې وينيټي محاکمې پر مهال پلټونکو ته وويل، چې هغه مهال چې نوموړی په جينيوا کې و، د ناپل مارچيس ډي وېکو ته چې جينوا کې د ايټالوي کډوالو د مرستې له امله د يادونې وړ شخص و، وويل چې: «ما د ښار د دين منل اراده نه درلوده. ما هلته يوازې د پاتې کېدلو هيله درلوده، چې ښايي ازادۍ او خونديتوب کې ژوند وکړم». برونو يو جوړه شلوارونه درلودل، چې د همغه لپاره جوړ شوي وو او مارچيس او نورو ورته په ښکاره ډول يوه توره، خولۍ، پيک لرونکي خولۍ او د پوښآک نور اړين وسايل ډالۍ کړل، چې په دې ډول لباس کې نوموړی نور د پادري په توګه نه شو پېژندل کېدلی. د يو څه وخت لپاره يې چارې ښې پر مخ تللې؛ لکه: هغه د ۱۵۷۹ زکال په می مياشت کې خپل نوم د جينيوا پوهنتون د پوهنتون د رئيس په کتاب “Rector’s Book” کې شامل کړ [د پوهنتون رئيس شو]. مګر نوموړی د خپل شخصيت په پام کې نيولو سره، نور غلی نه شو پاتې کېدلی. هغه په اګسټ مياشت کې د نامتو پروفيسور انټوني ډي لا بايي د کتاب په غبرګون ليکنه خپره کړه. برونو او د نوموړي د ليکنې خپرونکی جين بيرجیون سمدستي ونيول شول. نوموړی د دې پر ځای چې بخښنه وغواړي، له خپلې خپرونې څخه دفاع کولو ته يې دوام ورکړ. د ديني دود د تر لاسه کولو حق يې ونه منل شو. که څه هم ياد حق يې ډېر بېرته ورکړل شو، مګر له جينيوا څخه لاړه. [۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸]

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11894377x — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Dizionario Biografico degli Italiani
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Dizionario Biografico degli Italiani — سرليک: Bruno — نشرونه لخوا د: Infernal Dictionary, 6th ed.
  4. Dizionario Biografico degli Italiani — د نشر نېټه: ۲۲ اگسټ ۲۰۱۷ — پیدا کوونکی: John O'Connor او Edmund Robertson
  5. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w64j37hb — subject named as: Giordano Bruno — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/8066021 — subject named as: Giordano Bruno — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. subject named as: Giordano Bruno — IMSLP ID: https://imslp.org/wiki/Category:Bruno,_Giordano — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — منښتلیک: Creative Commons Attribution-ShareAlike 4.0 International
  8. https://frankfurter-personenlexikon.de/node/3298 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  9. https://brockhaus.de/ecs/julex/article/bruno-giordano — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  10. Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0012585.xml — subject named as: Giordano Bruno — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  11. InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/2715 — subject named as: Giordano Bruno — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Internet Philosophy Ontology project
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ ۱۲٫۲ Archivio Storico Ricordi person ID: https://www.digitalarchivioricordi.com/it/people/display/13007 — د نشر نېټه: ۳ ډيسمبر ۲۰۲۰
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ BeWeb person ID: https://www.beweb.chiesacattolica.it/persone/persona/1336/ — د نشر نېټه: ۱۴ فبروري ۲۰۲۱
  14. subject named as: Giordano Bruno — BIU Santé person ID: https://www.biusante.parisdescartes.fr/histoire/biographies/index.php?cle=3282
  15. پیوستون : 118516221  — د نشر نېټه: ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  16. https://cs.isabart.org/person/160472 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  17. ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ https://cs.isabart.org/person/160472 — خپرونکی: SISMEL – Edizioni del Galluzzo
  18. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  19. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/27135843
  20. https://books.google.es/books?id=8hewAgAAQBAJ&pg=PA298
  21. https://iep.utm.edu/lucretiu/#SH2e
  22. Gatti, Hilary. Giordano Bruno and Renaissance Science: Broken Lives and Organizational Power. Cornell University Press, 2002, 1, کينډۍ:ISBN
  23. "Giordano Bruno | Biography, Death, & Facts | Britannica". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Birx, H. James. "Giordano Bruno" Archived 16 May 2019 at the Wayback Machine. The Harbinger, Mobile, AL, 11 November 1997. "Bruno was burned to death at the stake for his pantheistic stance and cosmic perspective."
  25. Frances Yates, Giordano Bruno and the Hermetic Tradition, Routledge and Kegan Paul, 1964, p. 450
  26. Michael J. Crowe, The Extraterrestrial Life Debate 1750–1900, Cambridge University Press, 1986, p. 10, "[Bruno's] sources... seem to have been more numerous than his followers, at least until the eighteenth- and nineteenth-century revival of interest in Bruno as a supposed 'martyr for science.' It is true that he was burned at the stake in Rome in 1600, but the church authorities guilty of this action were almost certainly more distressed at his denial of Christ's divinity and alleged diabolism than at his cosmological doctrines."
  27. Adam Frank (2009). The Constant Fire: Beyond the Science vs. Religion Debate, University of California Press, p. 24, "Though Bruno may have been a brilliant thinker whose work stands as a bridge between ancient and modern thought, his persecution cannot be seen solely in light of the war between science and religion."
  28. White, Michael (2002). The Pope and the Heretic: The True Story of Giordano Bruno, the Man who Dared to Defy the Roman Inquisition, p. 7. Perennial, New York. "This was perhaps the most dangerous notion of all... If other worlds existed with intelligent beings living there, did they too have their visitations? The idea was quite unthinkable."
  29. Shackelford, Joel (2009). "Myth 7 That Giordano Bruno was the first martyr of modern science". In Numbers, Ronald L. (المحرر). Galileo goes to jail and other myths about science and religion. Cambridge, MA: Harvard University Press. د کتاب پاڼې 66. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) "Yet the fact remains that cosmological matters, notably the plurality of worlds, were an identifiable concern all along and appear in the summary document: Bruno was repeatedly questioned on these matters, and he apparently refused to recant them at the end.14 So, Bruno probably was burned alive for resolutely maintaining a series of heresies, among which his teaching of the plurality of worlds was prominent but by no means singular."
  30. Martínez, Alberto A. (2018). Burned Alive: Giordano Bruno, Galileo and the Inquisition. University of Chicago Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1780238968. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Gatti, Hilary (2002). Giordano Bruno and Renaissance Science: Broken Lives and Organizational Power. Ithaca, NY: Cornell University Press. د کتاب پاڼي 18–19. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0801487859. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ مارچ ۲۰۱۴. For Bruno was claiming for the philosopher a principle of free thought and inquiry which implied an entirely new concept of authority: that of the individual intellect in its serious and continuing pursuit of an autonomous inquiry… It is impossible to understand the issue involved and to evaluate justly the stand made by Bruno with his life without appreciating the question of free thought and liberty of expression. His insistence on placing this issue at the center of both his work and of his defense is why Bruno remains so much a figure of the modern world. If there is, as many have argued, an intrinsic link between science and liberty of inquiry, then Bruno was among those who guaranteed the future of the newly emerging sciences, as well as claiming in wider terms a general principle of free thought and expression. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Montano, Aniello (2007). Antonio Gargano (المحرر). Le deposizioni davanti al tribunale dell'Inquisizione. Napoli: La Città del Sole. د کتاب پاڼې 71. In Rome, Bruno was imprisoned for seven years and subjected to a difficult trial that analyzed, minutely, all his philosophical ideas. Bruno, who in Venice had been willing to recant some theses, became increasingly resolute and declared on 21 December 1599 that he 'did not wish to repent of having too little to repent, and in fact did not know what to repent.' Declared an unrepentant heretic and excommunicated, he was burned alive in the Campo dei Fiori in Rome on Ash Wednesday, 17 February 1600. On the stake, along with Bruno, burned the hopes of many, including philosophers and scientists of good faith like Galileo, who thought they could reconcile religious faith and scientific research, while belonging to an ecclesiastical organization declaring itself to be the custodian of absolute truth and maintaining a cultural militancy requiring continual commitment and suspicion. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. The primary work on the relationship between Bruno and Hermeticism is Frances Yates, Giordano Bruno and The Hermetic Tradition, 1964; for an alternative assessment, placing more emphasis on the Kabbalah, and less on Hermeticism, see Karen Silvia De Leon-Jones, Giordano Bruno and the Kabbalah, Yale, 1997; for a return to emphasis on Bruno's role in the development of Science, and criticism of Yates' emphasis on magical and Hermetic themes, see Hillary Gatti (1999), Giordano Bruno and Renaissance Science, Cornell.
  34. Alessandro G. Farinella and Carole Preston, "Giordano Bruno: Neoplatonism and the Wheel of Memory in the 'De Umbris Idearum'", in Renaissance Quarterly, Vol. 55, No. 2, (Summer, 2002), pp. 596–624; Arielle Saiber, Giordano Bruno and the Geometry of Language, Ashgate, 2005
  35. Dorothea Waley Singer (1950), Giordano Bruno, His Life and Thought, New York.
  36. This is recorded in the diary of one Guillaume Cotin, librarian of the Abbey of St. Victor, who recorded recollections of a number of personal conversations he had with Bruno. Bruno also mentions this dedication in the Dedicatory Epistle of The Cabala of Pegasus (Cabala del Cavallo Pegaseo, 1585).
  37. Gargano (2007), p. 11
  38. Gosselin has argued that Bruno's report that he returned to Dominican garb in Padua suggests that he kept his tonsure at least until his arrival in Geneva in 1579. He also suggests it is likely that Bruno kept the tonsure even after this point, showing a continued and deep religious attachment contrary to the way in which Bruno has been portrayed as a martyr for modern science. Instead, Gosselin argues, Bruno should be understood in the context of reformist Catholic dissenters. Edward A. Gosselin, "A Dominican Head in Layman's Garb? A Correction to the Scientific Iconography of Giordano Bruno", in The Sixteenth Century Journal, Vol. 27, No. 3 (Autumn, 1996), pp. 673–678.
  39. Dorothea Waley Singer, Giordano Bruno, His Life and Thought, New York, 1950 "Following the northern route back through Brescia, Bruno came to Bergamo where he resumed the monastic habit. He perhaps visited Milan, and then leaving Italy he crossed the Alps by the Mont Cenis pass, and came to Chambéry. He describes his hospitable reception there by the Dominican Convent, but again he received no encouragement to remain, and he journeyed on to Lyons. Bruno's next movements are obscure. In 1579 he reached Geneva."
  40. "Giordano Bruno | Biography, Death, & Facts | Britannica". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. "Giordano Bruno - Biography". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. "No. 241: Giordano Bruno". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. Dorothea Waley Singer, Giordano Bruno, His Life and Thought, New York, 1950; Singer points out in a footnote that Bruno's name appears in a list, compiled one hundred years later, of Italian refugees who had belonged to the Protestant church of Geneva. However, she does not find this evidence convincing.
  44. Singer, Dorothea Waley (1968). Giordano Bruno: His Life and Thought (په انګلیسي ژبه کي). Greenwood Press. د کتاب پاڼې 12. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8371-0230-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. Boulting, William (1914). Giordano Bruno: His Life, Thought, and Martyrdom. London: Kegan Paul, Trench, Trübner. د کتاب پاڼې 42. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  46. Boulting 1914، صص. 44–45.
  47. Boulting 1914، صص. 46–47.
  48. Boulting 1914، ص. 48–49.