ابن ميمون چې په رنځ کې يې حکمت وموند (۱۲۰۴_ ۱۱۳۵)

د ابن ميمون(Maimonides) پېړۍ د تاريخ يو له شور او ځوږ څخه ډک دوران و. دې پېړۍ په خپله لمن کې درې تنه لوى جنگيالي وروزل او نړۍ ته يې وړاندې کړل. صلاح الدين ايوبي او ريچارډ شېردل، دا دواړه د جگړې سرتېري خو درېيم، ابن ميمون د سولې سرتېرى و.

د ابن ميمون د ژوند داستان، د صليبي جگړو د پرتم او لويۍ له کبله له ژبو پرېوت او پرځاى يې د دوو قبايلو، صلاح الدين او ريچارډ د ځوانمردۍ د نکلونو بازار تود شو. ويل کېږي، کله چې ريچارډ ناروغ شو، صلاح الدين يوشمېر الوچې، چې په واوره کې ساتل شوې وې، هغه ته ورولېږلې. او ريچارډ د دې لپاره چې صلاح الدين ته وروښيي چې له هغه څخه کم نه دى، خپله خور (جون) يې د صلاح الدين د ورور العديل په نامه کړه. خو دا ډول ځوانمردي چې د يو بل په حق کې يې روا گڼله، سرتېرو ته په گرانه پرېوته.

صلاح الدين ايوبي د يوه کمزوري سو تفاهم له کبله دوه نيم زره مسيحي يرغمل په ټولوژنه کې له منځه يووړل او ريچارډ هم له هغه سره په مقابله کې د دونيم زرو يرغمل شويو مسلمانانو د ټولوژنې امر صادر کړ. دا سو تفاهم ډېر ژر ليرې شو او دې دوو سخاوتمندانو مشرانو له يو بل څخه بخښنه وغوښته، خو له بده مرغه يرغمل شويو چې تر خاورو لاندې پراته وو، د دې وخت ونه موند چې د خپلو بادارانو له ځوانمردۍ خبر او د هغوى دې کار ته لاسونه وپړکوي.

ابن ميمون د بربريت او ځوانمردۍ په دې دوران کې د خپلې مانيزې (معنوي) نړۍ پر لار گام کښېښود، د ميمون د ارام ژوند ثمره د صليبي جگړو تر شور او ځوږ، اغېزناکه وه.

ابن ميمون د دوولسمې پېړۍ پوه کس و، کټ مټ لکه سنټ فرانسيس(St. Francis۱۱۸۱-۱۲۲۶م کال) چې د ديارلسمې پېړۍ اروا پېژنو.

دوو فيلسوفانو چې کله له يو بل سره د بشر د تاريخ په باب بحث کاوه، لومړني چې يو بدبينه فيلسوف و، وويل: ”کولاى شو چې د بشر بشپړ تاريخ په دې تورو کې بشپړ کړو، له انسان سره د انسان غيرانساني چلند“.

خو دويم چې يو هيله من فيلسوف و، بې له ځنډه يې ځواب ورکړ: ”نه، زما ملگريه، څو توري چې د بشر تاريخ بشپړوي، دا دي، د حکمت او پوهې په لار کې د درد او رنځ زغمل“.

د ابن ميمون له ژوند څخه څرگندېږي، چې دواړو فيلسوفانو رښتيا ويل: د ماشومتوب په دوران کې يې د دې تريخ حقيقت څکه وکړه، چې بشر د همډوله له شکنجې او ځورولو څخه خوند اخلي او دا تريخ حقيقت د يوه هوښيار او ارام فکري سيسټم زېږنده دى.

ابن ميمون د يارلس کلن و (1148م کال) چې کورنۍ يې له خپل اصلي بومي ټاټوبي يانې د اسپانيا د قرطبي له ښار څخه وشړل شوه. وايي: هغه څوک چې په اس سپور وي، د پلي خلکو له لاندې کولو څخه خوند اخلي. په فلسطين کې د بني اسرائيلو پاچايانو، خپل پيغمبران ووژل، په اروپا کې مسيحي کشيشانو يهودان تعقيب او محاکمه کړل او دا دى د اسپانيا مسلمانو واکمنانو مسيحان او يهودان له قرطبې څخه تبعيد ته اړ کړل.

د ابن ميمون لپاره دا شړل د هغه د توپاني برخليک پيل و. نوموړى اړ و چې په خپل ټول عمر کې د استوگنځي په موندلو پسې پايڅې راپورته او د خپلې اروا د ارامتيا لپاره د يوه خوندي ځاى لټه وکړي. او دا غوښتنه يې د ټولو نړيوالو لپاره لرله.

(2)

د ابن ميمون ژوند د محروميت، نېستۍ، ناروغۍ، له انسان څخه د کرکې، د طبيعت د سختيو او د خطرونو په وړاندې مبارزه وه. کله چې د ابن ميمون کورنۍ له قرطبې څخه ايستلو ته اړ شوه، نهه کاله له يوه ښار څخه بل ښار ته سرگردان و. په بله وينا، هغې کورنۍ ته هېچا او هېڅ ځاى، ځاى نه ورکاوه. د ابن ميمون پلار يو ستورپوه او په رياضياتو پوه يهودي و. د نوموړي يو ښوونکى او يو کتابتون و، ځکه چې د دغو کډوالو په کڅوړه کې د کتابونو د ايښوولو لپاره تش ځاى نه و پاتې.

ابن ميمون د خپل مسافرت په کلونو کې چې په پلي توگه په اوښ يا هم بېړيو کې لار لنډوله- په دښته او سارا کې سفر چې ”موعود ښار“ په سترگو نه ليدل کېده- ده د تورات د کتاب، ځينو يهودي قوانينو، د يونان د فلسفې او د طب او رياضياتو مطالعه کوله.

ابن ميمون څنگه وتوانېد چې په دا دومره خطرونو، رنځونو او پرېشانۍ کې د تاريخ يو لوى او ځيرک انسان شي؟ دا په خپله د انساني مغزو يو حيرانوونکى راز دى.

دې روڼ انده کډوال په درويشت کلنۍ کې د ستورپوهنې او فلسفې په اړه دوه کتابونه وليکل. د سمندر پرمخ د مسافرت پر مهال به يې د شپې له خوا ستورو ته کتل. په پاى کې له ستورو سره مينې دېته وهڅاوه چې د ستورو او کايناتو په اړه څېړنه وکړي او د بشر له بېلابېلو انسانانو سره په مخامخېدو، د انساني مغزو دنده په ښه توگه ورته څرگنده شوه.

(3)

ابن ميمون په ۱۱۶۵م کال د مراکش پلازمېنه د فاس ښار د خپلې استوگنې لپاره غوره کړ. خو هلته د هغه پاتې کېدنه لنډمهاله وه. د مسلمانانو د څېړنې مامورين په دې هڅه کې شول، چې نوموړى توقيف او محاکمه کړي. د ابن ميمون يوه مسلمان ملگري د هغه مرستې ته ورودانگل او ابن ميمون يې خبر کړ. ابن ميمون هم د شپې له تيارې څخه گټه پورته کړه او يبلې پښې له هغه ښاره وتښتېد.

په دې سفر کې بېړۍ ماته شوه، يوه مياشت يې کړاوونه، رنځونه او خطرونه وليدل او په پاى کې يوځل بيا فلسطين ته ستون شو. خو د هغه پلرنى سپېڅلى ټاټوبى ، د صليبي جگړو له امله وران او په خاورو او ايرو بدل شوى و. هلته داسې څه نه و پاتې چې د ابن ميمون اروا ته خوښي ورپه برخه کړي. ځکه په دې هڅه کې شو، چې د خپلې اروا د ارامتيا لپاره تر دې غوره ځاى ومومي. په همدې موخه په يوه بېړۍ کې کښېناست او مصر ته يې مخه کړه.

ابن ميمون له ډېرې لالهاندۍ وروسته، په پاى کې د قاهرې په ښار کې مېشت شو. خو تر اوسه يې لا ستونزې پايته نه وې رسېدلې.

ورور يې داود له هغه سره د مرستې لپاره د جواهراتو سوداگري پيل کړه، خو په يوه سمندري سفر کې يې بېړۍ ډوبه شوه او د تل لپاره يې دا نړۍ پرېښوده. ابن ميمون ته د ورور مړينه، د درد او غم هغه دروند بار و، چې کلونه کلونه يې شا ترې لاندې کړوپه وه.

په خپله ليکي: ”دا تر ټولو دروند گوزار و، چې پر سر مې راپرېوت... د داود وړه لور او کونډه مېرمن راپاتې شول... پوره يو کال د سختې تبې او نهيلۍ له کبله په بستر کې پرېوتم... داود زما په غېږ کې رالوى شوى و. هغه زما ورور او زده کوونکى و... داود ډېر وخت سفرونه کول، چې گټه وکړي...د دې لپاره چې زه په کور کې پاتې شم او خپلې زده کړې ته دوام ورکړم.... زما يوازېنۍ خوښي د داود په ليدو کې نغښتې وه. خو هغه تلپاتي کورته لاړ او زه يې په يوه پردي هېواد کې خواشينى او يوازې پرېښودم. زه بايد د دې مصيبت له امله مړ شوى واى، خو تورات ما ته ډاډگيرنه راکړه او فلسفې، مرستې ته راودانگل او درد او رنځ يې راڅخه ليرې کړ”.

ابن ميمون د خپل ورور تر مړينې وروسته، طبابت ته مخه کړه، چې له دې لارې خپله روزي ترلاسه کړي.

ابن ميمون د اړتيا له مخې طبابت کاوه، خو په دې علم کې يې دومره پرمختگ وکړ، چې شهرت يې د لومړي وزير (صدر اعظم) صلاح الدين تر غوږونو هم ورسېد. ځکه يې فيلسوف ته بلنه ورکړه، چې د دربار طبيب شي.

ان په دې دوره کې هم د ابن ميمون په ټنډه کې سوله او نېکمرغي نه وه ليکل شوې. د صليبي جگړو په يوه واړه شور او ځوږ کې د فلسطاط ښار چې د ابن ميمون کور په کې و اور واخيست، دې اور نژدې دوې مياشتې دوام وموند او کله چې د اور لمبې کښېناستې، هلته وبا گډه شوه.

ابن ميمون پر دې مهال خپل ډېر وخت د ناروغانو په درملنه تېراوه. هغه به يهودي دربدرو خلکو ته ډاډبخښونکي ليکونه ليکل او خپل ليکلى کتاب ”نور“ يې چې د نوموړي فلسفي ليکنه ده، له سره کوت.

(4)

د ابن ميمون فلسفه د هغو وگړو لپاره يو څراغ و، چې د ناپوهۍ په توره تياره کې روان وو. دې څراغ د سولې او ارامۍ رڼاوې خپرولې، په حقيقت کې د لالهاندو لپاره يو لارښود و. ابن ميمون خپل وروستي لوى کتاب ته د ”لالهاندو لارښود“ نوم ورکړى و.

له دې لارښوونې څخه د هغه موخه په دې مادي او مانيزې (معنوي) نړۍ کې د بني اسرائيلو د پيغمبرانو اخلاقي اصول او د يوناني فيلسوفانو د فکرونو سره اوډل وو.

ابن ميمون د بني اسرائيلو د پيغمبرانو نظر چې عدالت او انصاف يې تر هرڅه غوره گاڼه، منلى و او د يونان د فلاسفه وو په څېر يې هماهنگي او منځلارتوب ته په غاړه ايښودلو سره اعلان وکړ، چې:

عدالت په حقيقت کې هماغه هماهنگي او تعادل دى. عادل هغه څوک دى چې ژوند يې همغاړى وي. په دې مانا چې په خپلو حقوقو کې د نورو حقوق ولټوي. ژوند د يوه موزيک په څېر دى او هرڅوک بايد خپل موزيک په ډېره ارامه او سمه توگه، نه لوړ او نه هم ټيټ وغږوي. هغه څوک چې خپل موزيک په سمه توگه غږوي، هم عادل دى او هم معتدل او موږ د هغه توان خاوندان يو، چې يوناني فيلسوفان يې پرځان حاکميت او پر نفس غلبه تعبيروي.

وينو چې ابن ميمون هم د يونان فيلسوفانو ته ورته نظر درلود. نوموړي هم له عدالت څخه ډک ژوند، هماهنگي او پر نفس واکمني غوښتله. په بله مانا نوموړى د يوه داسې عدالت په لټه کې و، چې د بني اسرائيلو پيغمبرانو غوښت.

د ابن ميمون په فلسفه کې د پخواني يونان حکمت په عبري شېوه موندلاى شو. د نوموړي فلسفه د ارسطو فلسفې ته نژدېوالى لري او له بله پلوه د بني اسرائيلو د پيغمبرانو اشارو او د سنټ پل له حکمت سره خپلوي لري.

په حقيقت کې دې اقرطبيه يي يهودي ترسوسي (سنټ پل) هغو اخلاقي اصولو ته معتقد و، چې د مسيحيت د ايمان، اميد، مهربانۍ او بخښنې په نوم يادېږي.

ابن ميمون وايي: ”تر هرڅه دمخه بايد ايمان ولرو او خالق وپېژنو، خو نه هغه خالق چې جسماني شتوالى لري او لکه ژوپيتر تر انسان د غوره وجود په توگه ستايل شوى وي، بلکې هغه خالق چې مطلق قدرت دى، د عدل جوهر دى او د هماهنگۍ رامنځته کوونکى. خدايي عقل زموږ د پيدا کېدو لامل شو او د هغه خير موږ ته پناه راکړه. خداى تلپاتى او هستي ازلي او ابدي قانون دى. هغه، هغه سندره ده، چې موزيکونه ورڅخه زېږي. هغه حقيقت دى چې خوبونه له هغه څخه عملي بڼه نيسي او هغه پيل دى، چې نړۍ ورڅخه پيدا شوې ده. هغه اروا ده چې پر پيغمبرانو يې پاکي لورولې ده او دا هغه اروا ده چې پر پيغمبرانو يې پاکي او سپېڅلتيا ورلورولې ده.

د هغه رښتينى جوهر چې پيغمبران يې نور وته ورښودل غواړي، دا دى چې: ”ټول بنيادمان ځان لري او ژوند تلپاتى دى او هېڅوک نه مري“.

دا څرگندونې موږ د ابن ميمون د فلسفې يوې بلې برخې ته بيايي، يانې له ايمان څخه بايد اميد ولرو او پر دې چې تر مرگ وروسته ژوند شته او هغه ژوند ته بايد هيله من واوسو.

ابن ميمون پر خداى او تلپاتيوالي باندې زموږ ايمان اصلاح کوي او وايي: ” له تلپاتي توب څخه دا مانا نه ده، چې موږ خپلې هيلې او جسماني غوښتنې ډېرې کړو، بلکې خپل وجود بايد په خپل وجدان او نړيوال منشور کې ووينو او د خداى په مطلقه هستۍ کې يې محو کړو. هر ژوندي سارى د خداى فکر او قدرت څرگندوي، چې د زمان پر پاڼه مهر شوى دى. که د دې کتاب يوه پاڼه چې د فردي ژوند څرگندويي کوي خرابه شي، د خداى هغه ريښه چې د فرد په وجود کې يې تجلي کړې ده، له سترگو څخه محو کېږي، خو حقيقت يې هېڅکله له منځه نه ځي، بلکې تلپاتې دى“.

د دې مطلب د لا سپيناوي لپاره يوه بېلگه راوړو: کله چې د مقدس کتاب يوه برخه چې له ملکوتي سندرو ډکه ده له منځه لاړه شي، په حقيقت کې سندره نه ده محو شوې، بلکې هغه برسېرن اثر چې پر کاغذ نقش شوى و، له منځه تللى دى.

دا سندرې د دې کتاب په ټولو برخو کې توشپلي (تيت) دي. ښايي ټولې پاڼې له منځه لاړې شي، خو هېڅوک د دې توان نه لري چې د تورو په قالب کې نغښتې اندېښنې له منځه يوسي. ”بدن مري، خو اروا تلپاتې ده“. دا مطلب به له يوې بلې تشبېه سره لا روښانه شي. موږ هر يو هغه رنگينه ټوټه يو چې د ژوند په رنگينه پرده کې انځور شوي يو. که پرده له منځه لاړه شي، رنگ ژر او يوځلي نه محو کېږي، بلکې له ځلېدونکي او تلپاتي سپينوالي سره يوځاى شوى دى.

همدارنگه د انسان وجود نن له خړو اوبو سره تشبېه کوو، چې اروا د لمر د وړانگو غوندې هغه ته روښنايي وربخښي. کله چې دا اوبه وچې يانې مړې شي، د نور انعکاس هم پايته رسېږي، خو لمر د پخوا په څېر ځلا لري او وړانگې شيندي.

ژوند وروسته له مړينې يو ډول خوب ته ورته والى لري. داسې يو حالت چې په يوازېتوب ښکاره کېږي او وگړي له منځه تلو څخه تلپاتې هستۍ ته بيايي.

دا ډول خوب کله ناکله د تصادف له مخې زموږ په ورځني ژوند کې هم پېښېږي. د بېلگې په توگه د زړه وړونکې شعر لوستل، د الهام ورکوونکې نغمې اورېدل، لمر ختل او د غروب زړه وړونکې منظره، د خلکو په خوښيو کې ونډه اخيستل، پېرزوينه او لورېينه او داسې نور دا هغه وختونه دي، چې انسان کله ناکله ورسره مخ کېدى شي.

دا څرگندونې د ابن ميمون د فلسفې درېيم اصل څرگندوي. يانې اميد او ايمان د ا نسان شفقت او اکرام، يا په بله وينا شفقت او اکرام زموږ اميد ته پياوړتيا وربخښي.

هغه مهال چې په رښتينې توگه له خپلو گاونډيانو سره د همدردۍ او زړه سوي احساس وکړو او په دې هڅه کې شو، چې د هغوى ستونزې اوارې کړو، له نړيوالې اروا سره هماهنگي او پيوستون لرو.

ابن ميمون يو گوښه گيره فيلسوف نه دى، بلکې د عمل مېړنى دى. نوموړى ايمان لري چې که له خپلو گاونډيانو سره د مهربانۍ احساس ونه لرو، هغه مهال به پر خداى ايمان او راتلونکي ته تمه موږ ته بې ارزښته وي. ښه ژوند فعال دى او دا له خلکو سره نژدېوالى او لويوالي ته هڅه ده.

دا ډول ژوند لرل، تر غيرفعال منفي شوق او هيلې لوړ مقام لري. ”نېک انسان به جنت ته پورته کېږي او په دې لار کې به د شفقت پر هغه زينه خېژي، چې اته طلايي پلې لري“.

د هغه په اند، لومړنى ډېر ټيټ بخښښ هغه دى، چې يوازې لاس يې ورکوي، خو زړه په کې کومه ونډه نه لري.

دويمه درجه اکرام (بخښښ) په ورين تندي دى، خو ”د غوښتونکي له اړتيا او د بېوزلي په پام کې نيولو پرته“.

درېيمه درجه اکرام هغه دى، چې په ورين تندي ورکول کېږي، خو هغه وخت چې څوک يې غوښتنه وکړي.

په څلورمه درجه کې، دا درې واړه شرطونه په پام کې نيول کېږي، خو کله چې ورکوونکى او اخيستونکى د دا ډول اکرام پر مهال له يو بل سره مخامخېږي، د اخيستونکي پر ټنډه د شرم خولې ماتې شي.

پنځم پړاو، غوښتونکى اړتيا لري، خو بخښونکى هغه نه پېژني، داسې لکه زموږ نېکونو چې بېوزله کسان نه پېژندل، هغوى به يوڅه شته په خپلو څادرونو پورې د دې لپاره تړل، چې کوم ناپېژندوى بېوزله بې له دې چې ويې پېژني، له ځان سره يې واخلي.

شپږم مقام چې د يوې لويې درجې لرونکى دى، هغه بخښښ دى، چې غوښتونکى څرگند وي، خو بخښونکى ناڅرگند، هغه لار چې پخوانيو غوره کړې وه، هغوى بې له دې چې وپېژندل شي، د بېوزلو د اړتيا وړ توکي به يې د هغوى کورونو ته ورلېږل.

تر دې وروسته د اوومې مرحلې وار دى، په دې مرحله کې اخيستونکى او غوښتونکى يو بل نه سره پېژني. دا چلندونه په پخوانيو معبدونو کې ترسره کېدل، په هغو سپېڅلو محلونو کې د ”سکوت د کوټو“ په نوم ځايونه وو، هلته به يې په پټه توگه هغه څه چې مهربانو زړونو يې د بخښلو غوښتنه کوله، بېوزلو ته به يې ايښوول.

اتمه او وروستۍ درجه، چې تر ټولو غوره ده، هغه ډول اکرام دي، چې په خلکو کې د بېوزلۍ او نېستۍ تر رامنځته کېدو مخکې ترسره کېږي. دا وروستۍ درجه او ”اکرام د طلايي زينې“ د پاى پله ده. ابن ميمون د هغه علم يو بنسټ ايښودونکى دى، چې نن ورځ د ټولنپوهنې په نوم پېژندل کېږي.

(5)

نوموړي د خپل ژوند وروستي شل کلونه د اروايي او جسمي ناروغانو درملنې ته ځانگړي کړل او ښايي دا دوره د هغه د ژوند تر ټولو غوره او ستړې دوره وي.

ابن ميمون يو فيلسوف، پوه او خداى پېژندونکى و. ده به نړيوالو ته داسې ليکونه ليکل چې له مينې او ارامتيا څخه به ډک وو او د يوې اوونۍ کار به يې په يوه ورځ کې ترسره کاوه.

د هغه د ورځني فعاليت ژوندى تصوير، که څه هم چې سالم انسان نه و، له يوه ليک څخه چې د خپلو تاليفاتو يوه ژباړونکي ته يې لېږلى دى، په ذهن کې پاتې کېږي:

”هغه مينه چې زما د ليدو لپاره يې لرې، په ډېر شوق سره يې غوښتونکى يم او په عين حال کې غواړم چې تاسو ته نصيحت وکړم، پر خپل ځان باندې د سفر رنځ بېځايه مه گالئ. داسې نه چې له دې ليدو څخه ډېره لږه پايله ترلاسه شي“ او بې له ځنډه د خپلې دې وينا لاملونه په ډاگه کوي او وايي: ”د منلو لپاره زما وخت ډېر لږ دى“ زه په فسطات کې اوسم او سلطان په قاهره کې ژوند کوي. دا دواړه ښارونه خپل تر منځ لږ او زيات درې کيلومتره واټن لري. د سلطان په وړاندې زما دندې په بشپړه توگه څرگندې دي. اړ يم چې هر سهار يې ليدو ته ورشم. که هغه يا د هغه يو ماشوم او يا هم د سلطان د دربار کوم غړى ناروغ وي، اړ يم چې د ډېر وخت لپاره په دربار کې پاتې شم. ډېر مهال د دربار کوم غړى ناروغ وي او زه بايد چې د هغه درملنه وکړم، پر دې سربېره د دود په شان بايد تر ماسپښينه په قاهره کې پاتې شم.

کله چې فسطات ته راگرځم، نو د لوږې له امله نژدې وي، چې مړ شم، ځکه (پوهېږئ چې زه هېڅکله هم د سلطان خواړه نه خورم).

کور ته په راتلو سره، د انتظار کوټه له يهودي او مسيحي، شتمن او بېوزله قاضي او مجرم، دوست او دښمن څخه ډکه وي. هغوى زما د راتلو انتظار کوي، چې د خپلو ناروغيو په اړه مشوره راسره وکړي. له اس څخه کښته کېږم. خپل لاسونه مينځم او ناروغانو ته ورځم. له هغوى څخه هيله کوم چې يوه شېبه د ساه ايستلو وخت راکړي، وروسته د ناروغانو په ليدنه پيل کوم او هغوى ته نسخې ليکم.

ناروغان د لمر تر لوېدو پورې راځي او ځي او کله- کله خو تر نيمو شپو پورې په تگ راتگ کې وي. که څه هم چې د ستړيا له امله اوږد غزېدلى يم، خو بيا هم له هغوى سره خبرې کوم او کله چې وروستى ناروغ کوټه پرېږدي، دومره ستړى يم، چې نه شم کولاى خبرې وکړم.

نبوغ ځينو داسې معرفي کړى دى: ”د درد او رنځ د زغملو لپاره نامحدود ظرافت او استعداد“. دا ستاينه په لږ بدلون سره د ابن ميمون په حق کې روا گڼلاى شو. هغه پر خپل رنځ او درد سربېره د کار کولو لپاره بې پايه وړتيا درلوده.

په هغه ليک کې چې ابن ميمون خپل ژباړن ته ليکلى، د خپلو فلسفي او طبي څېړنو په اړه يې يادونه کړې، بېشمېره کتابونه يې ليکلي دي، خو د خپلو فلسفي ليکونو،دين، طب او علمي نصيحتونو يادونه يې نه ده کړې، چې دا په خپله د پام وړ خبره ده.

له دې ټولو دردونو او رنځونو سره د هغه ليک په دوو ټکو پايته رسېږي، چې په هغوى کې د ابن ميمون خاکساري، په څرگنده توگه ليدلاى شو.

”که بيا هم زما په ليدلو ټينگار کوئ، کولاى شئ د ژباړې له تمامېدو سره سم ما ته راشئ. ژمنه درسره کوم چې په ليدو به مو ډېر خوښ شم، خو بايد يادونه وکړم چې له ما څخه به هېڅ هم زده نه کړئ“.

(6)

ابن ميمون خپل ژوند په هغه توگه چې پيل کړى يې و، بې له ځوږ، باټو او دروغو پايته ورساوه. موږ د هغه ژوند د يوه پخواني شعر په يوه بيت کې لنډولاى شو. هغه خپل ټول عمر سوله غوښتونکو کړنو ته ځانگړى کړ، له خپل گاونډي سره يې په مهربانۍ چلند وکړ او د خداى په عبادت بوخت و.

د هغه مينه نه يوازې يهودو ته ورسېده، بلکې مينه يې تر عيسويانو او مسلمانانو هم وغزېدله.

د هغه وخت مسيحيانو او يهودانو ابن ميمون ته “د انسانيت د طبيب او ښوونکي“ نوم ورکړى و.

هغه طب ته په اخلاقي لارښوونو يووالى وروباښه او ويل يې: ”د نفس په سلامتيا کې درې لاملونه ارزښت لري، نرم چلند، وړ ورزش او د دنيايي چارو په وړاندې صبر او زغم“ د هغه فلسفه هم د نوموړي د طبابت په څېر د انسانانو تر منځ د شخړو او انساني رنځونو د له منځه وړلو پر ستنو لاړه وه.

د صليبي جگړو د وخت له درېيو سردارانو څخه ريچارډ او صلاح الدين تېرو وختونو ته نظر درلود او د جنگ جگړو اور يې بل کړ، خو ابن ميمون راتلونکي ته کتل او په نېک فکر کولو او خير غوښتنې يې د بد سوچ کولو او بد غوښتلو راپرځولو ته مېړانه وکړه.

د انسان لپاره د هغه د خيرغوښتنې شدت په يوه ډراماتيکه افسانه کې په ښه توگه څرگندېږي. کله چې ابن ميمون په اوياکلنۍ کې مړ شو، نو جنازه يې له مصر څخه فلسطين ته ولېږدول شوه، ځکه دا په خپله د نوموړي هيله وه، چې په سپېڅلې خاوره کې دې خاور ته وسپارل شي. کله چې د هغه جنازه له يوه بيابان څخه تېرېده، نو غلو يرغل پرې وروړ، کله چې وپوهېدل چې د ابن ميمون د جنازې په وړاندې يې بې احترامي کړې، له شرمه يې سرونه وځړېدل او د جنازې د ساتلو لپاره تر هديرې پورې ورسره لاړل. ځکه ابن ميمون هغه څوک و، چې ټولو ليد، ډېر کلونه بې له دې چې مزد واخلي د هغوى د ناروغانو درملنه يې کړې وه او ويلي يې وو:

”ځکه مې د طبابت دنده خپله کړه، چې ناروغانو ته روغتيا ورکړم، نه دا چې د مال او شتمنۍ خاوند شم“.