ابن طفيل

ابن طفيل پوره نوم ابوبکر محمد بن عبدالملک بن محمد بن محمد الطفيل دى.

دی خالص عربي ځوځات څخه ؤ، نو ځکه ورته د اسلامي اندلس فېلسوف وايي. ده په شمېرپوهنه، رنځپوهنه، فلسفه، او شېر ويلو کې ښۀ وړتيا ترلاسه کړه. د يو څه وخت لپاره د غرناتې له حاکم سره شخصي سلاکار په توگه کار وکړ، او بيا د امي يوسف ابي يعقوب بن عبدالمومن (د مهدوي کورنۍ دويم امير ؤ، چې په ۵۸۰هجري سپوږميز کال ومړ) وزير او رنځپوه په توگه دندې ترسره کړې.

زېږېدنه

د ابن طفيل پيداېښټ کال ۴۹۴هجري سپوږميز کال، چې له ۱۱۰۱ز سره سمو خوري ، د اش نومي سيمې کې زېږېدلې دى.

آش له غرناتې څخه څه کم ۴۰ څلوېښت ميله د شمال ختيځ په لور پروت دى.

فلسفي افکار او نظريات

د فارابي او نورو مخکينيو فلاسفه ؤ په فلسفي افکارو تنقيد

ابن طفيل د د خپلو هم عصره فلاسفه ؤ او پوهانو په اړه داې وايي: زموږ معاصرين کوم چې د له هغو متقدمينو څخه وروسته راغلي، هغوي خو يا مبالغه کوي، يا له اصلې موضوع څخه خبر نه دي. يا د هغوي اصلي حالات موږ ته مالوم نه دي. د ابي نصر الفارابي کوم کتابونه چې موږ ترلاسه کړي دي، ډېرې يې په منطقي مسائلو کې ليکل شوي دي. دده د فلسفې اړوند کتابونو کې زياتره شکوک او شبهات ليدل کېږي. ده د (مله الفاضله) کتاب کې دا په زبات رسولې چې له مرگ څخه وروسته به شريره نفسونه په ډېر تکليف کې تر يوې نه اټکل کېدونکې زمانې پورې پاتې وي.


مگر د (مدينه الفاضله) په نامه کتاب کې يې په صراحت سره ويلي دي، چې شرير نفسونه به معدوم او ورکړ شي. البته بشپړو (کامل) نفوسه به تل ترتله ژوند په نصيب وي. لدې څخه وروسته د (اخلاق) په نامه کتاب کې يې د انسان د نېکمرغۍ په اړه يوڅۀ بحث کړې، او داسې ليکې چې دا نېکمرغي په همدې دنيوي ژوند کې ترلاسه کېداى شي. له دې څخه وروسته دده يو بل قول مخې ته راځي، چې وايي: له دې څخه پرته چې نور هرڅه دي، چټيات، بې مانا او هسې د زړو بوډاگانو کيسې دي. پدې ډول فارابي ټول مخلوق د څښتن تعالى له رحمت څخه مايوسه کړل. دا د هغه داسې خوېدنه ده، چې هېچېرې هم د بښلې وړ نده، او د کومې تلافي هم شونې نده. د نبوت په اړه دده فاسده عقايد دا دي، چې هغه (نبوت) د يو ځانگړي خيالي قوت پايله ده، له دې سره سره يې فلسفه په نبوت باندې په يو څو داسې امورو باندې غوره گڼلې چې دلته يې روښانول اړين نه برېښِي.


د ابن سينا په فلسفې نيوکه

دا هم وگورئ

سرچينې

مسلمان فیلسوفان
 
يعقوب کندي | ابن سینا بلخي | ابن عربي | ابي نصر الفارابي | غزالي | ابن خلدون | ابن رشد | ابن طفيل | علامه اقبال | سيد جمال الدين افغاني| امير حمزه شينوارې | امام فخر الدين رازي | رابعه بلخي | غني خان | ابو الاعلى مودودي | شاه ولي الله | {سېد محمد طباطبايي | عمر خيام |ابن مسکوی | سېد حسن نصر | جلال الدین رومي |شقیق بلخي | شېخ الاشراق سهروردي