امير شېرعلي خان

د افغانستان امیر
(له امیر شیر علی خان نه مخ گرځېدلی)

امیر شېر علي خان (زوکړه؛ ۱۸۲۵ - مړینه ۱۸۷۹م کال) يو افغان پاچاه وو چي د ۱۸۶۳ څخه بیا تر ۱۸۶۶م کال پوري او ورپسې د ۱۸۶۸م څخه بیا تر خپلې مړينې پورې یې پر افغانستان واکمني وکړه.[۲]

امير شېرعلي خان
اړوند
زېږونځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۱۸۲۵ — ۱۸۲۳[۱] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۲۱ فېبروري ۱۸۷۹ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې ځای
ښخولو ځای
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وروڼه او خويندې

نوموړی د ستر افغان واکمن او بارکزیو د واکمنۍ بنسټ ایښودونکي امير دوست محمد خان درېيم زوی کېدی. امیر شېر علي خان د افغانستان په معاصر تاریخ کي یوه نوموتې څېره ګڼل کیږي، چي پر مهال یې پښتو ژبي ته لوی چوپړ ترسره سو، او ددې ترڅنګ هیواد د لمړي ځل لپاره له پرمختللي او عصري پوځ څخه برخمن وګرځېدی، چي له امله یې په هره سیمه کي پراخه سوکالي رامنځ ته سوه.

مخينه

سمول

امير شېر علي خان د امير دوست محمد خان درېيم زوی وو، او دوست محمد خان تر خپلې مړينې مخکي دا وصيت کړی وو چي راتلونکی ځایناستی یې بايد شېر علي خان وي، خو د امير دوست محمد خان تر مړينې وروسته د شېر علي خان مشر ورور امير محمد افضل خان د نوموړي په وړاندي ستونزه جوړ کړې، او امیر شېر علي خان یې مجبوره کړ ترڅو زور ته لاس واچوي چي په دې توګه افغانستان له یو لنډمهاله اړو دوړ سره مخ سو، او په پایله کي امیر شیرعلي خان وتوانېدی ترڅو د خپلو مخالفینو په ځپلو سره دویم ځل واک په لاس راوړي.

لمړۍ دوره

سمول

د دوست‌ محمد خان د وفات وروسته امیر شېر علي خان په ۱۸۶۲ کال کي په هرات ولایت کي ځان د افغانستان واکمن اعلان کړ. دده نور وروڼه په ځانګړې توګه محمدافضل خان چي دا وخت د ترکستان والی وو او محمداعظم خان چي د کرم او زرمت حاکم وو، په ښکاره دده اعلان ته کوم غبرګون ونه ښود، خو په پټه یې د هغه اطاعت ونه مانه، او له دې سره یې نور وروڼه هم بغاوت ته وهڅول.

د شیرعلی خان په وروڼو کي د نوموړي اصلي مخالفین سردار محمداعظم خان او محمدافضل خان وه، او تر هغه وروسته یې د افضل خان زوی (عبدالرحمان خان) لوی رقیب ګڼل کېدی.

شیرعلی خان په هرات کي تر څو ورځو تېرولو وروسته خپل زوی محمدیعقوب خان چې یوازي ۱۴ کاله عمر یې درلود، د هرات مشر کړ، او خپله د کندهار له لاري کابل ته روان سو. کله چي کندهار ته ورسیدی، هلته یې وروڼه محمدامین خان (د کندهار والي) او محمدشریف خان لیدو ته رانغلل، او امیر هم بېله کومي پوښتني او ګروېږني د غزني په لور ولاړی.

غزني ته له رسېدو سره امیر شېر علي خان له خپل لوري یو لیک محمداعظم خان ته ولېږه او له هغه څخه یې د لیدو غوښتنه وکړه. اعظم خان هم دده سره لیدنه ومنل، او دواړو ژمنه وکړه چي له یوبل سره به پوره همکاري کوي؛ خو لږ وخت وروسته محمداعظم خان بیرته سرکښي پیل کړه، او پر کړې ژمنه ونه درېدی.

شېر علي خان چي کابل ته ورسید، پرېکړه یې وکړه ترڅو د خپلو وروڼو فتنه نور له مخه لیري کړي او په دې توګه یې لومړی پوځ زرمت او کرم سیمو ته ولېږه او محمداعظم خان یې اړ کړ چي د تېښتي لاره خپله وکړي.

څرنګه چي انګرېزان هم د شیرعلی خان د سلطنت پر دوام ډاډمن نه وه، نو ځکه یې له هغه سره همکاري نه کوله؛ تر داسي اندازې چي دده ځیني لیکونه یې هم نه ځوابول. شیرعلی خان هم د انګرېزانو څخه ښه زړه نه درلود، او هغوی یې په وړاندي د محمداعظم خان ملاتړ کاوه، چي په دې سره شېر علي خان له لمړۍ ورځي ددوی پر سیاست شکمن وګرځېدی.

شیرعلی خان وروسته له هغه چي محمداعظم خان یې له منځه یووړ، پرېکړه یې وکړه ترڅو خپل مشر ورور محمدافضل خان چي د ترکستان والي وو، له مخه لیري کړي. امیر د هغه د لیري کولو په موخه شمال ته لاړ او د محمدافضل خان سره یې د لیدو غوښتنه وکړه. عبدالرحمان خان سره د دې چي د یادي لیدني مخالف وو، خو محمدافضل خان بیا هم د شیرعلی خان سره وکتل او چي څنګه د شېر علي سیمي ته ورغی سمدستي ونیول سو. شېر علي خان د هغه توپخانه او وسایل ټول ونیول او عبدالرحمان خان چي نور یوازي پاته وو، د بخارا امیر ته پناه یووړه. شېر علي خان د محمدافضل خان ترڅنګ د هغه کورنۍ هم ونیوله او ټول یې کابل ته ورسره یووړه.

دویمه دوره

سمول

تر پنځو کلونو جګړو وروسته شېر علي خان په ۱۸۶۸ کال کي کابل ته راستون سو، دا ځل یې پرته له کومي سیالۍ تر ۱۸۷۹ کال پوري پر افغانستان واکمني وکړه.

د شېر علي خان په دویمه دوره کي تر ټولو لویه ستونزه انګرېز وو، چي دده سره یې له پیله چنداني ښې اړیکي نه درلودې، خو واک ته له رسېدو سره یې بیرته ښه راغلاست ورته ووایه او ځان یې د افغانستان دوست ونوماوه. د هند انګرېز واکمن په ۱۸۷۲ کال کي نوموړي ته خبر ورکړ، چي غواړي د کابل سره د خبرو اترو لپاره یو پلاوی افغانستان ته ولیږي؛ خو څرنګه چي د خبرو اترو موضوع چنداني روښانه نه وه، شېر علي خان یې وړاندیز رد کړ.

په ۱۸۷۲ کال کي د ایران او افغانستان ترمنځ په سیستان سیمه کي د پولو ټاکلو موضوع راپورته سوه، او برتانوي هند ددې موضوع لپاره خپل انګرېز استازی ګولډ سمیت وټاکه. انګرېزانو په دې موضوع کي هم د نورو ولسونو په څېر د افغانستان او بلوچستان زیات حقوق لاندي کړل، او یوازي یې د خپلي خوښي مطابق لیکه کش کړه.

په ۱۸۷۳ کال کي انګلستان شېر علي خان ته بلنه ورکړه چي د سیملا د خبرو اترو لپاره هند ته سفر وکړي. شیرعلی خان په دې سفر کي د ځان پر ځای خپل تکړه استازی سید نورمحمد شاه واستاوه، او هغه په خبرو اترو کي هڅه وکړه ترڅو له انګرېزانو څخه د شېر علي خان او د هغه د ځایناستي رسمي اسناد او توافق ترلاسه کړي او بل دا چي انګرېزان باید د روسیې د یرغل په صورت کي په هره اندازه مرستي چي افغانستان ورته اړتیا لري، برابري کړي.

څرنګه چي انګرېزان په خبرو کي ریښتني نه وه؛ نو ځکه یې یوازي دومره ژمنه وکړه چي د روسیې د برید په صورت کي به افغانستان ته مالي مرستي او وسله دواړه ورکړی، خو په دې شرط چي امیر خپل بهرنی سیاست انګرېزانو ته وسپاري، او ددې ترڅنګ د انګرېز یوه پوځي پلاوی د شمالي پولو د څار لپاره ومني. انګرېزانو تر یادو خبرو اترو وروسته شېر علي خان ته یو میلیون هندۍ روپۍ او ۱۵ زره ټوپکونه هم وړاندیز کړل، خو شېر علي خان یوازي وسله ومنله او نور شرایط یې خوښ نکړل.

انګرېزانو د پورتنۍ غوښتني په دوام په کابل کي د یو دایمي سیاسي استازولۍ غوښتنه پرله پسې کوله، او غوښتل یې د افغانستان چاري په بشپړه توګه پخپل لاس کي واخلي. دا غوښتنه څو ځله مطرح سوه؛ خو شېر علي خان د برتانوي هند له سیاستونو او چلند څخه د ناراضۍ له امله له مثبت ځواب ورکولو څخه ډډه کوله. په ۱۸۷۷ کال کي د پېښور کنفرانس جوړ سو او د شېر علي خان استازي سید نورمحمد شاه خان د شېر علي خان لخوا د انګلستان سره د ناخوښۍ لاملونه پکښي وړاندي کړل.

نور محمد شاه یادونه وکړه چي انګرېزان د درېیم هېواد (روسیې) په وړاندي د افغانستان سره مرستي ته ژمنتیا نه ښيي، او ددې ترڅنګ د سیستان په پوله کي په خپل سر ایران ته افغان خاوره ورپرېښودل او د برتانوي هند له لوري د شېر علي خان په وړاندي د هغه د زوی محمد یعقوب خان راپارول داسي څه دي چي له امیر سره د انګرېزانو همکاري نوره هم تر شک لاندي راولي. انګرېزانو یې په ځواب کي وویل چی د شیرعلی خان یادي غوښتني به پوره کړي، خو شرط یې هم هغه پخوانی کښېښود چي شېر علي خان دي له روسیې او نورو بهرنیو هېوادونو سره له مستقیمو اړیکو څخه ډډه وکړي او ددې ترڅنګ دي انګرېز ته اجازه ورکړي، ترڅو په هرات او نورو اړینو سیمو کي خپل بېلابېل استازي ځای پر ځای کړي.

د پورتنیو مذاکراتو په وروستیو کي نورمحمد شاه خان وفات سو او د انګرېزانو هغه ناروا غوښتني چي د افغانستان غلامي بلل کېدله، ونه منل سوې. په داسي حال کي چي روسانو پرله پسې له شمال څخه افغانستان ته ګواښ زیاتاوه، انګرېزانو نه یوازي دا چي د امیر سره یې د مرستي ژمنه ونکړه، بلکي دا ځل یې بېله کوم دلیله پر افغانستان باندي یرغل وکړ او لوی شمېر افغانان یې یوازي په دې ګناه ووژل چي ولي امیر ددوی غوښتنه ونه منل. امیر شېر علي خان ته تر برید مخکي روسانو پرله پسې زرغونه باغونه ښودل چي ګواکي د انګرېزانو په وړاندي به یې مرسته وکړي خو کله چي هغوی یرغل وکړ، روسان له مرستي پر شا او افغانستان یې د بلا خولې ته وسپاره.[۳]

وفات

سمول

امیر شېر علي د روسانو دې دوه مخۍ او پر افغانستان باندي د انګرېزانو ناروا یرغل سخت په زړه مات کړ او په ۱۸۷۹ کال کي په مزارشریف کي وفات سو.

د افغانستان د نوي تمدن پېر

سمول

کله چې امير شېر علي خان دويم ځل د افغانستان امير شو ( ۱۸۶۸ـ ۱۸۷۸ زېږدي کلونه) په هېواد کې د نوي تمدن پير پيل شو. په دغه پیر کې چاپخونه هېواد ته راوړل شوه او په کار ېې پيل وکړ. د لومړي ځل لپاره د شمس النهار اخبار خپور شو. د پوستي ډاګ غونډال فعال شو او د پوست ټکټونه چاپ شول. همدا رنگه عصري لښکر يا پوځ جوړ شو چې ټولې پوځي اړتياوې ېې پوره کولې. په همدې پير کې لومړي ځل کابينه جوړه شوه؛ د بېلا بېلو چارو لپاره د کار وېش او وزارتخونې جوړې او منځ ته راغلې؛ د چارو د ښه والي او ښې سمبالتيا لپاره د مسلکي کدرونو د روزلو لپاره يو پوځي او يو ملکي ښوونځی پرانيستل شو.

د شیرعلي خان په واکمني کي د پښتو ژبي د پرمختګ لپاره پراخي هڅي ترسره سوې او پوځي نومونه او القاب یې ټول ملي ژبي ته وژباړل چي تر اوسه هم شتون لري.

شیر علي خان د بارکزي سردارانو واک زیات چاپېره کړ، او خپلو زامنو ته یې اجازه ورنکړه ترڅو ولایتونه اداره کړي، بلکي پر ځای یې خپلو وفادارو او په ژبه پوه والیانو ته چاري وسپارلې. نوموړي د دولت په چارو کي د سلا مشورې لپاره د ۱۲ غړو یوه شورا رامنځ ته کړه، او د بېلابیلو وزارتي څوکیو لکه د لمړي وزیر (صدر اعظم)، د مالیې وزیر، د کورنیو چارو وزیر، د جګړې وزیر، د بهرنیو چارو وزیر او د خزانې وزیر صلاحیتونه یې په دولت کي ځای پر ځای کړه.

د شیر علي خان تر واکمنۍ لاندي افغانستان پر پنځو ولایتونو باندي وېشل سوی وو، چي کابل، هرات، افغان ترکستان، کندهار، او فراه ګڼل کېدل. د یادوني وړ ده چي فراه پخوا د هرات اړوند سیمه وه، خو شیر علي خان د یو بېل ولایت ونډه ورکړه، او خپل د اکا زوی سردار محمد افضل خان یې ورباندي مشر وټاکه.[۴] ( دا هغه محمد افضل خان نه دی چي د شیر علي خان ورور او د افغانستان مخکنی واکمن وو.)

په پوځي برخه کي شیر علي خان د افغانستان ملي پوځ په لمړي ځل د نړیوالو وسایلو او تګلارو سره اشنا کړ، او وروسته له هغه چي په ۱۸۶۸ کال کي د برتانیا له لوري ورته د غرنيو توپونو او څو هاوټزرونو ورکړه منظوره سول، شیر علي د توپ د استعمال اړتیا درک کړه او په ټینګه یې وپتېیل چي د افغانستان د اسلحو ذخیرې به عصري کوي؛ چي پر همدې بنسټ یې ډېر ژر د لاسي صنایعو او څیزونو کارخوني په بالاحصار کي پکار واچولې، او هره میاشت به یې له څلورو څخه تر پنځو پوري عصري بریک لوډران تولیدول.

شېر علي خان سره له دې چي د عصري وسلو او تجهیزاتو په تولید کي تر ډیري کچي بریالی سو، خو د پوځ دننه کاواکه مشرتابه او د وړو افسرانو نشتون ددې سبب سو ترڅو نوي توپونه بیرته د بریټانیا لخوا د دویمي انګرېز_افغان جګړې پر مهال ونیول سي. برتانوي یرغلګرو ځواکونو د افغانستان سره په جګړه کي د شېر علي خان تر ۲۵۰ زیات توپونه ونیول.[۵]

سیاست

سمول

د شېر علي خان واکمني له سیاسي اړخه د دوو لېوانو (برتانوي امپراتورۍ او روسي امپراتورۍ) د فشارونو له امله له سخت کړکېچ سره مخ وه. نوموړي که څه هم د دوی په نښتو کي د افغانستان د بې پرېتوب زیاته هڅه وکړه، خو برتانوي هند د هغه بې پرېتوب نسوای زغملای او په پایله کي یې افغانستان خطرناکي جګړې ته داخل سو.

شېر علي خان د انګرېزانو له توطیو څخه د افغانستان د خلاصون لپاره دومره هڅه ترسره کړه، چي برتانوي ته یې د کوټي په ګډون یوه لویه اندازه سیمه هم پرېښوده، خو هغوی دومره تاړاکګر وه چي په ۱۸۷۸ کي یې یوازي د شیرعلي خان له لوري په کابل کي د یو ثابت استازي د نه منلو له امله په لوی لاس افغانان د تزاري روسيې لمني ته وغورځول. شېر علي خان سره ددې چي د روسیې لور ته یې یوازي تمایل ښکاره کړ او نور یې هیڅ مرسته ترې وانخیستل، خو انګرېزانو د خپل مخکني شیطانت له مخي همدغه پېښه ځان ته بهانه وګرځول او افغانستان یې د اور کندي ته ورګوزار کړ.[۶]

انځورتون

سمول

سرچینې

سمول
  1. ويل شوي په: د دوتنې ادغام واک. بياځلي سمون: ۹ اپريل ۲۰۱۴. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
  2. https://ketabton.com/book/1673
  3. https://books.google.com.af/books?id=9kfJ6MlMsJQC&pg=PA257&redir_esc=y
  4. https://books.google.com.af/books?id=DNEwDwAAQBAJ&dq=shere+ali+khan&pg=PT96&redir_esc=y
  5. https://kakarfoundation.com/book/government-and-society-in-afghanistan-the-reign-of-amir-abd-al-rahman-khan/
  6. تاریخي څېړني، دوهم ټوک، لیکوال، عبدالباري جهاني