غازي محمد ايوب خان
![]() امیر محمد ایوب خان (۱۸۵۷ زېږديز کال، کابل - د ۱۹۱۴ ز کال د اپرېل ۷، لاهور) چې انگرېزان يې د مېوند فاتح يا افغان شهزاده چارلي په نومونو هم يادوي. نوموړى د هرات پخوانی والي او د مېوند جگړې فاتح وو. د افغانستان ملي اتل غازي محمد ايوب خان د امير شېر علي خان زوی وو او دده مور د لالپورې د مومندو د مشر سادت خان لور وه. د ۱۸۸۰ زيږديز کال د جولاى په ۲۷ يې انگرېز جنرال بارو ته د مېوند په جگړه کې ماتې ورکړه او بيا يې په کندهار کې د انگرېزانو پوځ كلابند کړ. د ۱۸۸۰ ز کال د سيپټمبر په ۱ يې د انگرېزي جنرال فرېدرېک رابرټس سره په کندهار کې جگړه وکړه، خو د جگړه ييز تاکتيک په کارولو سره يې شاتگ وکړ او داهوډ يې وکړ چې دا ځل خپل لښکر لا پياوړی او سمبال کړي او له انگرېزنو سره د جگړې ډگر ته ورووځي، خو انگرېزانو ونه غوښتل چې په کندهار کې نور تم شي. هغه وو چې د افغان او انگرېز دويمه جگړه پای ته ورسېده. يو کال وروسته ايوب خان بيا د کندهار د نيولو تکل وکړ، خو د امير عبدالرحمن خان له خوا له ماتې سره مخامخ شو. په ۱۸۸۸ ز کال کې ايوب خان له ايران نه ولاړ او په برتانوي هند کې تر خپلې مړينې واوسېده. د ايوب خان قبر د پېښور د دُرانيو په هديره کې د شېخ حبيب مقبرې کې ځای لري. مخينهسردار محمد ايوب خان د انگرېزانو په مقابل کې د افغان او انگليس په دويمه جگړه کې برخه درلوده او د اسلامي ولولو له کبله ورته د غازي لقب ور په برخه شوی دی. نوموړی له دې کبله د افغانستان ملي اتل هم يادېږي. دی د امير شېر علي خان زوی وو. مور ېې دننگرهار د لالپورې د سعادت خان لور وه . دامير شېر علي خان څخه خپگانغازي ايوب خان له خپل مشر ورور سردار محمد يعقوب خان سره، چې د پلار له خوا د هرات حکمران مقرر شوی وو اوسېده. کله چې سردار محمد يعقوب خان په ۱۲۵۲ لمريز (۱۸۷۳ ز) کال کې کابل ته ولاړ، د خپل پلار له خوا د مخکيني بغاوت په جرم بندي شو او تر سختو جسمي او اروايي ربړو او کړاوونو لاندې ونيول شو، نو سردار ايوب خان په دې کار له خپل پلار څخه ډېر خپه شو. سره له دې چې امير شېر علي خان د هرات د حکمران په توگه د هغه د مقررۍ فرمان د مستوفي حبيب الله وردگ او محمد عمر خان په لاس هرات ته ولېږه، خو نوموړي ونه مانه او د خپل پلار په وړاندې ېې پاڅون وکړ. امير شېر علي خان د دغه پاڅون د ارامولو لپاره د سر لښکر حسين علي خان او مستوفي حبيب الله وردگ تر مشرۍ لاندې خپل لښکر هرات ته ولېږه. محمد ايوب حان چې د هغه د مقابلې ځواک په ځان کې ونه ليد، نو له ډېر لږ مقاومت څخه وروسته اوسني ايران ته ولاړ. هلته ېې پناه واخيسته او په مشهد کې دېره شو. کله چې امير شېر علي خان د ۱۸۷۸ زېږيز کال په ډسمبر مياشت کې له کابل څخه تېښتې ته اړوت او بلخ ته ولاړ، څو مياشتې وروسته يعقوب خان چې له زندان څخه آزاد او د کابل والي وټاکل شو د واکمنۍ اعلان وکړ. په همدغه مهال سردار ايوب خان له مشهد څخه هرات ته راستون شو او د نايب الحکومه (والي) په توگه ېې د چارو په سمبالښت لاس پورې کړ. امير ته د بښنې ليک لېږلکله چې غازي ايوب خان له ايران څخه راستون شو او د لوېديځې سيمې د چارو واک يې خپل کړ، نو پلار ته ېې له هرات څخه مزار شريف ته د بښنې يو ليک واستاوه. امير شېر علي خان د ۱۲۵۸ لمريز کال چې د ۱۸۷۹ زېږيز سره سمون خوري د هماغه کال د کب مياشت په ۳ مه په مزار شريف کې ومړ او افغانستان يو ځل بيا د انگرېزي ښکېلاک تر بريد لاندې راغی. د افغان انگليس دوهمه جگړهد ۱۸۷۸ زېږيز کال په نومبر مياشت کې انگرېزي ښکېلاکگرو ځواکونو د دويم ځل لپاره پر افغانستان تېری وکړ. کابل او کندهار ېې ونيول، چې پر ضد ېې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې پاڅونونه پيل شول. امير يعقوب خان د ۱۸۷۹ ز کال د مې مياشت په ۲۴ مه له يرغلگرو انگرېزانو سره د گندمک تړون لاسليک وکړ. دا هماغه تړون وو چې افغانان يې د شرمېدلي تړون په نامه يادوي. دا تړون د انگرېزانو د سفير پيېرې لويېس ناپولېيون کيوانارې سره شوی وو. تر دې وروسته د کابل خلک د دغه سفير په پرضد راپاڅېدل او هغه ېې د کابل په بالاحصار کې وواژه. انگرېزانو د خپل سفير کېوناري د غچ اخيستو په موخه د خيبر ، کرمې او کندهار دريو لوريو څخه پر افغانستان يرغل وکړ. امير محمد يعقوب خان چې د انگرېزانو د مخنيوي په خاطر د لوگر خوشي ته د انگرېزانو قرارگاه ته ورغلی وو، ونيول شو او بيا څو مياشتې وروسته انگرېزانو هغه د واک له گدۍ څخه گوښه او په ۱۸۷۹ ز کال د ډسمبر په لومړۍ نېټه ېې د يوه پوځي ټولگي په ملتيا برتانوي هند ته جلاوطن کړ. ملي پاڅون ته د ولس چمتو کولسردار ايوب خان دغه وخت په هرات کې وو. له دغه ځايه ېې د ملي مشرانو په مشورې د انگرېزانو پر ضد د جهاد او پاڅون هوډ وکړ. له يوې خوا په هرات کې د لښکرو په ترتيب، نظم او چمتووالي بوخت شو، له بلې خوا ېې امير عبدالرحمان خان ته بلنه ورکوله چې د برتانوي هند د يرغلگر پوځ پر وړاندې له ولسي پاځون سره يو څای شي. امير عبدالرحمان خان دا مهال يانې د ۱۸۸۰ زېږيز کال په مارچ کې د انگرېزانو له منگولو څخه د هېواد د ژغورنې په تکل د هېواد په شمالي سيمو کې د پاڅون خبرتياوې ځړولې او په دې نوم ېې پر ځان خلک راټولول چې له ده سره د انگرېزانو پر ضد پاڅون او جهاد کې ملگري شي تر څو له دوو خواوو څخه پر دوښمن مرگوني گوزارونه وکړي. خو عبدالرحمان خان د نوموړي دا بلنه رد کړه او هغه ته ېې په ځوابيه ليک کې وليکل چې:«اوس له انگرېزانو سره دوښمني کول د افغانستان په گټه نه ده. امير شېر علي خان همدغه تېروتنه وکړه، ځکه له منځه ولاړ، تاسو هم له انگرېزانو سره د سولې لار ونيسۍ» نږدې دوه مياشتې وروسته په هرات کې ملي مجاهدينو ته د امير عبدالرحمان خان له خوا د دوی رد ځواب ورسېد. هغوی ډېر خواشيني شول او غوسه شول نو هوډ ېې وکړ چې په يوازې ځان به دغه ملي او اسلامي دنده ترسره رسوي ، نو هم هغه و چې د هرات افغاني لښکرې د سردارغازي ايوب خان په مشرۍ د فراه او گرشک پر لارو کندهار ته د تللو له پاره چمتو شوې. د لښکر شمېر او د چارو سپارل سردار ايوب خان د هرات د حکومت چارې د امير محمد يعقوب خان زوی او وليعهد موسی جان او لوی نايب خوشدل خان ته وسپارلې او په خپله ېې د چمتو کړي لښکر سره چې شمېره ېې په ځينو تاريخونو کې دولس زره ۱۲۰۰۰ ، ځينو کې اته زره ۸۰۰۰ ، او په ځينو نورو کې بيا ۵۵۰۰ تنه سپارو ، پلي او په توپخانه سمبال پوځونه ښودل شوي دي له هرات څخه د کندهار پر لور روان شو . د ميوند پر دښته جگړه تودېدل![]() د ميوند پر دښته د ايوب خان په مشرۍ افغاني لښکر له زرگونو انگرېزي لښکر سره چې په ډول ډول وسلو سمبال و جگړه پيل کړه . له څو ورځو پرله پسې جگړې وروسته له ټول انگرېزي پوځ څخه ۶۰۰ تنه د جگړې له ډگر څخه په تېښته بريالي شول او نور ټول ووژل شول. دا چې د انگرېز وسايل په خيبر ، کابل ، جلال اباد او کوېټه کې ډېر و نو ېې د ځينو مخبره کړېو په لاس د کابل قرارگاه ته د انگرېز يو جنرال ته چې نوم ېې جنرال ستورات و تلگراف ولېږه چې جگړه د لوی کندهار د ميوند په سيمه کې سخته ده او انگرېزي لښکر ټول تباه شوی نو جنرال هک پک او غوسه ورغله نو ېې د يو بل جنرال ته چې نوم ېې رابرټس و امر وکړ چې په چټکۍ سره دې مرسته کندهار ته ورسوي څو نور افغانان وځپي . په ځپل شويوکې د افغان ولسي وگړو هم ډېره مرگ ژوبله ليدلې وه . انگرېز په افغانانو بيا يرغل وکړ او خپلو پاتې شوو ځينو پوستو ته ېې مرستې ورسولې يوه خواته دميوند پر دښته پراته دپرنكي پوځونه په هرډول وسلو او وسايلو سمبال شول له بله خوا افغانان په ډېرو لږو وسلو خو دايمان او عقيدي په وسله سمبال و د هغوى مقابلې ته راوتلي و او په دې نيت او تكل و چي دغه كفري لښكرې له خپلې خاروې څخه وباسي .هلته د غازيانو د جگړې د پای شپو ورځو څخه يوه ورځ دمخه ۱۸۸۰ م ز کې د جولای مياشت په ۲۶مه امير عبدالرحمان خان د کابل په پلاز کېناست او دېخوا د هيواد د ازادي غوښتونکو پاڅون څه نا څه ټکنی و . د تاريخپوهانو له اړخه داسې وايي: د افغاني غازيانو سره په دغه جگړه كې افغانې ميرمنې هم شاملې وې چي ځينو يې غازيانو ته خواړه اوبه او باروت وررسول او ځينو له خپلو پلرونو ، ورونو او ميړونو سره اوږه په اوږه ددښمن مقابلې ته راوتلې وې، يوه له دغو نومياليوښځينه و څخه پېغله ملاله ميوندۍ هم وه. چې وروسته بيا د انگرېزانو لخوا شهيده کړای شوه . د افغانانو تر منځ د ملالې ميوندۍ او د ميوند د جگړې ياد د هغې اتلې له ټپې څخه څرگندېږي .
|