بارکزي
بارکزي په اصل کې سړبني پښتانه او د درانيو د زيرک په څانگې پورې تړلي دي٠ بارکزي ، پوپلزي او الکوزي سره ټولې وروڼه قبيلې دي٠ اڅکزي د بارکزي زوي دي چي اوس په خپل نامه سره ژغ کوي. بارکزي په نورو ډيرو ښاخونو او څانگو ويشل شوي دي چې په لاندي ډول پيژندل کيږي: محمدزی (شاهي کورنۍ)، عمرخانزي، سرپازی(سرپاژی)، باکل زي، گورجيزي، خانچه زي، خواجک زي، ملک دين زي، مسي زي، انگيزي، غيبي زي، نورالدين زي، نصرت زي، مدي زي، جنک زي، بيان زي، تاروزي، خونسي زي، اتما نزي، ولي زي، جمال زي، بورزي، خواجي زي، ابازي، اين زي، شيخي زي، بايزي، سنجر زي، سليمانزي، سوندرزي، موسي زي او عبدالله زي٠ دحيات افغاني ليکوال ډپټي حيات خان د بارکزيو په اړوند داسي کښلي دي:"بارکزي د شمير له مخي تر پو پلزيو ډير دي او دوی د کند هار جنوب ته په ارغستان او د هيلمند دسيندونو پر غاړو پر وچ ميدان ميشته دي٠ دبارکزيو هغه برخه چې کندهار ته نږدې د ارغستان او هيلمند دسيندونو پر غاړو ميشته دي د ښو ځمکو د درلودلو په وجه په کرنې بو خت دي، خو ځيني نور يې د وچ بيا بان په مينځ کې په ډيرې سختۍ او زحمت سره دکر کيلې په چارو بو خت دي٠د غه خلک ډير زړور او جنگيا لي دي٠.د وزير فتح خان با رکزي له وخته دغه خلک ډير مشهور شول،په تيره بيا کله چې امير دوست محمد خان د کا بل د واکمنۍ پر گدۍ کښينا ست، نو د هغه په سبب ددوی په شهرت کې نور هم ډير والی تر ستر گو شو٠." امير دوست محمد خان په ۱۸۲۳ زيږديز کال کې په افغانستان کې دبارکزيو د واکمنۍ بنسټ کيښود چې تر هغه وروسته دبارکزيو قبيلې نه لانديني واکمنان په قدرت کې پاتي شوي دي: امير شير علي خان،امير محمد ا فضل خان،امير محمد يعقوب خان،امير عبد الر حمن خان،امير حبيب اله خان،امير امان الله خان،محمد نادرشاه،محمد ظاهر شاه او د افغا نستان د جمهوريت مؤ سس شهيد محمد داؤد خان، چې په مجموع کې بار کز يو پر افغا نستان ۱۵۵کلونه واکمني چلو لې ده.
سرچينې
|