ز موږ پښتپو هان (نسب پيژ ند ونکي) پو پلزي د سړ بڼي پښتنو په ډله کې شميري چې ددرا نيو پښتنو يوه څا نگه ده. درا نيان په دوو سترو ښا خو نو ويشل شوي دي چې يو يې ځيرک او بل يې پنج پای نو ميږي، چې بيا ځيرک د با رکز يو،اڅکز يو، الکو زيو او پو پلز يو په څا نگو او پنج پای د نو ر زيو، سا کزيو( اسحق زيو)،اليزيو، ادوزيو او ما کو په څا نگو ويشل شوي دي.

د پو پلزيو د قبيلي ښا خو نه او څا نگې:

حبيبزي، ايوب زي،بارو زي،اسما عيل زي، حسن زي، قلندر زي، با ميزي، بهلولزي، سدوزي او نور...

د پو پلز يو مشهور او نا متو خلک چې د ځينو په نو مو نو ددغې قبيلې ښا خونه نو مول شوي دي: ايوب، بارو، حبيب، حسن، اسما عيل، با می، نصرت، غني، معروف خان،عمر خان، ملک سدو، خو اجه شير،اسدالله خان،خضر خان، مست خان،دولت خان،رستم خان،محمد زمان خان،نظر محمد خان،خداداد سلطان، حسين خان،زعفران خان،کامران خان، يحيي خان، مو سی خان، هارون خان، فتح الله خان ،رحمت الله خان،بها در خان،اسما عيل خان، کمال خان،محبت خان، علي خان، جعفر خان،غازي خان،با رخان،نواب محمد خان،خدا يار خان،مؤ من خان،عظمت خان،حليم خان، ملک صا لح،ادم خان، بهلول خان، علي خان، شا هيا، مستی .

همد ا راز پو پلزي د نورو در انيا نو د څا نگې په پر تله ځکه مشهوره ده چې د افغا نستان بنسټ ايښو دونکی ابدالي احمد شاه بابا او دده اولاده په همدې څا نگې پورې اړه لري. دافغا نستان ولسمشر حامد کرزی چې په اصل کې دکند هار او سيدو نکی دی د پو پلزيو قبيلې ته منسوب دی.

د پو پلز يو د قبيلې د استو گنې سيمې

پو پلزي دنورو پښتني قبيلو په پر تله د شمير له مخې خور ا ډير دي. دوی زيا تره د کر نې په چارو بو خت دي، خو يو شمير يې دسو داگرۍ په چارو او دو لتي ملا زمتو نو بو خت دي. دوی زړه ور ، هيواد پا لو نکي، جنگيالي،ميلمه پال او علم خو ښوونکي خلک دي. اوس د افغا نستان په بيلا بيلو ولا يتو نو کې ددوی د استو گني سيمي او شمير په اړ وند معلو مات وړاندې کوو.

١- دکند هار په ولايت کې: هغه شمير پو پلزي چې دکند هار په ولايت کې استو گنه لري زيا تره يې د کند هار ولايت په مر کز، د شاه ولي کوټ،دامان،ارغنداب، خاکريز، پنجو ايي او ار غستان په ولسواليو او د غورک په علا قدارۍ کې استو گنه لري،چې د کند ها ر په ولايت کې ددوی مجمو عي شمير دڅه دپا سه ١۰۰۰۰۰سلو زرو تنو په شا او خوا کې ښودل شوی دی.

٢-دهرات په و لايت کې: پو پلزي د هرات ولايت د انجيل، گذرې،پښتون زرغون،غوريان، زنده جان، اوبې او کرخ په ولسو اليو کې ميشته دي چې دهرات په ولايت کې دوی ټول شمير د٣۰ زرو تنو په شا او خوا کې ښودل شوی دی.

٣-دهلمند په ولايت کې: د هلمند ولايت پو پلزي ددغه ولايت د ناوه بارکزايي، نوزاد او دواشيو په علا قه د ارۍ کې استو گنه لري ،چې ټول شمير يې د ٢۰ زرو تنو په شا او خوا کې اټکل شوی دی.

٤- دزابل په ولايت کې: د زابل ولايت پو پلزي ددغه ولايت دترنک او جلدک په ولسواليو او همداراز د ميزان په علا قدارۍ کې استو گنه لري ، چې په نو موړي ولايت کې يې مجمو عي شمير د١۰ زرو تنو په شا او خواکې اټکل شوی دی.

٥-دارزگان په ولايت کې: په دغه ولا يت کې پو پلزي ددغه ولايت په مر کز تير ين کوټ او دخا ص ارزگان، گيزاب،دهراود او دشهيد حساس( ښا يې اوس يې نوم بدل شوی وي) په او لسو اليو کې استو گنه لري چې په دغه و لايت کې ددوی شمير د ٤۰ زرو تنو په شا او خواکې ښودل شوی دی.

٦-د باد غيس په ولايت کې: يو شمير پو پلزي د باد غيس ولايت د مر غاب او غور ماچ په او لسوا ليو کې هم ميشته دي چې شمېر د٣۰۰۰ تنو په شا او خواکې ښودل شویدی.

په دې سر بيره يو شمير پو پلزي په کابل او د هيواد په شمالي ولا يتو نو لکه بلخ، فارياب،سر پل،جوزجان ،کندز او بغلان کې هم ميشته دي. يو شمير پو پلزي د سهيلي پښتو نخوا په کو ئيټه، چمن او نورو سيمو کې هم ژوند کوي. د پا کستان د ملتان او کر اچۍ په ښا رو نو کې هم پو پلزي شته.

با يد زيا ته کړو چې يو شمير پو پلزي کو چيا نی ژوند لري او له يوې سيمې نه بلې ته ليږدي، خو شمير يې زيات نه دی.

سرچينې

  1. حيات افغاني، ١٥٢ مخ، دپيښور چاپ.
  2. پښتني قبيلې، دکتور لطيف ياد،٧٢-٧٣ مخونه، دپيښور چاپ.
  3. دکابل سلطنت بيان،دويم ټوک، ٨٧ مخ، دکا بل چاپ.
  4. معلو مات مختصر در باره اقوام و قبايل سر حدي کشور، ٩٧-٩٨ مخونه،دکا بل چاپ