امير شېر علي خان
امیر شیر علی خان (۱۸۲۵ زېږديز کال - د ۱۸۷۹ ز کال د فبروري ۲۱، مزارشريف) د ۱۸۶۳ زېږديز کال نه تر ۱۸۶۶ زېږيز کال پورې او بيا د ۱۸۶۸ زېږيز کال نه تر خپلې مړينې پورې د افغانستان امير وو. هغه د امير دوست محمد خان، د بارکزيو د بنسټگر، درېيم زوی وو. مخينهسمولامير شېر علي خان که څه هم د امير دوست محمد خان درېيم زوی وو، خو امير دوست محمد خان تر خپلې مړينې دمخه دا وصيت کړی وو چې د هغه تر مړينې وروسته بايد امير شېر علي خان د هغه ځایناستی شي. هغه وو چې د امير دوست محمد خان تر مړينې وروسته هغه د افغانستان امير شو، خو ډېر ژر بيا د هغه د مشر ورور امير محمد افضل خان له خوا د پاچاهۍ له پلاز څخه گوښه کړای شو. د نوي تمدن پېرسمولکله چې امير شېر علي خان دويم ځل د افغانستان امير شو ( ۱۸۶۸ـ ۱۸۷۸ زېږدي کلونه) په هېواد کې د نوي تمدن پير پيل شو. په دغه پیر کې چاپخونه هېواد ته راوړل شوه او په کار ېې پيل وکړ. د لومړي ځل لپاره د شمس النهار اخبار خپور شو. د پوستي ډاگ غونډال فعال شو او د پوست ټکټونه چاپ شول. همدا رنگه عصري لښکر يا پوځ جوړ شو چې ټولې پوځي اړتياوې ېې پوره کولې. په همدې پير کې لومړي ځل کابينه جوړه شوه؛ د بېلا بېلو چارو لپاره د کار وېش او وزارتخونې جوړې او منځ ته راغلې؛ د چارو د ښه والي او ښې سمبالتيا لپاره د مسلکي کدرونو د روزلو لپاره يو پوځي او يو ملکي ښوونځی پرانيستل شو. د امير شیر علي خان کورنی سياستسمولد امير شیر علي خان بهرنی سياستسمولانځورتونسمولسرچینېسمول
|