امير محمد يعقوب خان
دا ليکنه د خپلې موضوع اړونده د يوه کارپوه لخوا د کره کتنې او پرمختلنې لارې څاري. د نورو مالوماتو لپاره د خبرو اترو مخ وگورئ. همداراز په نورو ويکي پروژو کې هم د دې سکالو په اړه د شوې غوښتنې پلي کول په پام کې ونيسي. |
محمد یعقوب خان (زوکړه ۱۸۴۹ زېږدیز کال - مړینه ۱۹۲۳ز کال د نومبر ۱۵) د ۱۲۵۷ لمریز لېږدي کال د کب له ۲، د ۱۲۵۸ ل ل کال د تلې تر ۲۰ د افغانستان امير او د امير شېر علي خان زوی وو. انځورتون![]() ![]() کورنۍامیر محمد یعقوب خان د امیر شیر علی هان زوی او د بارکزیو له کورنۍ ځخه وو. حکومتپه ۱۸۷۸ز کال د محمد یعقوب نان پلار امیر شیر علی خان د افغان انګلیس دویمې جګړه کې له ماتې خوړلو وروسته د افغانستان شمال ته وتښتید او هلته په ۱۸۷۹ز کال کې ومړ، د نوموړی له مړینې وروسته د شیر علی خان زوی امیر محمد یعقوب د ځایناستی په توګه واک ته ورسید. د ۱۸۷۹ز کال په مې میاشت کې یعقوب خان د انګلیسیانو سره د ګندمک تړون له مخې د افغانستان بهرنی سیاست بریتانیا ته وسپاره. د تړون نه وروسته په هیواد کې د یاد تړون سره د مخالفت په خاطر ګڼ شمیر خلکو پاڅونونه وکړه، چې په پایله کې یې یعقوب خان د ۱۸۷۹ز کال په اکتوبر میاشت کې له استعفاه وروسته بریتانوی هند ته وتښتید. مخينهمحمد یعقوب خان د هرات پخوانی والي وو او پر ۱۸۷۰ ز کال يې د خپل پلار امیر شیر علی خان پرضد د پاڅون جوړولو له لامله د پلار له خوا کابل ته وروغښتل شو او هلته بندي شو. اخځليک |