تمدن (civilization) هغې پېچلې یا اخښل شوې ټولنې ته ویل کېږي، چې د ښاري پراختیا، ټولنیز جوړښت یا طبقه بندۍ، د حکومت بڼې، او د اړیکو سمبولیک سیسټمونو (لکه لیکلو) سره پېژندل کېږي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

د نيويارک ښار مرکز. ښارونه د انسانانو د تمدن آر نښه ده.

تمدنونه تر ډېره سره تړلي دي او ډېری وختونه د مرکزیت، د نباتاتو او حیواناتو اهلي کولو (د انسانانو په شمول)، کاري تخصص، د پرمختګ کلتوري ریښه لرونکو ایډیالوژیو او برتري پالنو، تاریخي او یادګاري معماریو، مالیې، او پر کرنه او پراختیا غوښتنې د ټولنیزې تکیې په څېر ګډې ځانګړتیاوې لري.[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

په تاریخي توګه "یو تمدن" اکثرا د لوی او "ډېر پرمختللي" کلتور په توګه پېژندل شوی، چې په ضمني توګه د کوچنیو او ظاهرا لومړنیو کلتورونو برعکس بلل کېږي. په دغه پراخ مفهوم کې، یو تمدن د کوچیانو د مالدارۍ او څړځایونو د کلتورونو، نوولیتیک یا نوو ډبرو ټولنو یا ښکار راټولونکو په ګډون له غیر متمرکزو قبایلي ټولنو سره توپیر لري. که څه هم، ځینې وختونه دا تمدنونه له هغو کلتورونو سره هم توپیر لري چې په خپله په تمدنونو کې موندل کېږي. تمدنونه هغه ګڼ میشته تنظیم شوي استوګنځایونه او سیمې دي چې پر طبقاتي ټولنیزو ټولګیو وېشل شوې وي او واکمن اشراف او د هغوی تر لاس لاندې ښاري او کلیوالي وګړي پکې وي چې په پراخه کرنه او مالدارۍ، کان کیندنې، کوچنيو تولیداتو او سوداګرۍ کې بوخت وي. تمدن ځواک متمرکز کوي او پر نور طبیعت، د نورو انسانانو په ګډون، د انسان کنټرول پراخوي.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

تمدن، لکه څرنګه چې د هغه له ایتمولوژي یا د کلمې له ریښې (په لاندې برخه کې یې وګورئ) څخه ښکاري، یو داسې مفهوم دی چې په اصل کې له ښارونو او ښارګوټو سره تړاو لري. د تمدنونو لومړنی ظهور په عمومي توګه د نوولیتیک یا نوو ډبرو د انقلاب له وروستیو پړاوونو سره تړاو لري، چې د ښاري انقلاب او د دولت جوړونې نسبتا چټک بهیر کې خپل اوج ته رسېږي، هغه سیاسي پرمختګ چې د واکمنو اشرافو له راڅرګندېدو سره تړاو لري.

د مفهوم تاریخچه

انګلیسي کلمه (civilization) د ۱۶مې پېړۍ له فرانسوي کلمې civilisé ("متمدن") څخه، او همدا راز له لاتیني کلمې civilis ("مدني") څخه اخیستل شوې، چې له civis ("وګړی یا ښاري") او civitas  ("ښار") سره تړاو لري. په دې اړه تر ټولو بنسټیزه لیکلې نسخه د نوربرټ الیاس "د تمدن بهیر" (۱۹۳۹) ده، چې پکې د منځنۍ پېړۍ له درباري ټولنې څخه تر لومړنۍ عصري دورې پورې د ټولنیزو ادابو او رواجونو ریښې راسپړي. د تمدن فلسفه کتاب (۱۹۲۳) کې بیا البرټ شویټزر دوه نظرونه بیانوي: یو خالص مادي او بل هم مادي او اخلاقي نظر دی. د نوموړي په وینا، د نړۍ بحران د بشر له لوري د تمدن د اخلاقي مفکورې له لاسه ورکولو څخه راټوکېدلی، او وایي: "د ټولو پرمختګونو مجموعه چې انسان په هره عملي حوزه کې او له بل هر لید څخه ترلاسه کړي، لکه څنګه چې دا پرمختګونه د انسانانو له معنوي بشپړتیا سره مرسته کوي همداسې د ټولو پرمختګونو پرمختګ هم بلل کېږي".[۱۴][۱۵][۱۶]

نورو اړوندو کلمو لکه "انسانیت یا ادب" (civility) د ۱۶مې پېړۍ په منځ کې وده وکړه. د "تمدن" (civilization) اخیستل شوی نوم، چې معنا یې "متمدن حالت" دی، یو ځل بیا په ۱۷۶۰ لسیزه کې له فرانسوي څخه راغلی. په فرانسوي کې لومړی ځل په ۱۷۵۷ کال کې د ویکتور ډي ریکیتي، او مارکیس ډي میرابیو له لوري کارول شوی، او په انګلیسي کې یې بیا لومړی ځل کارول آدم فرګوسن ته منسوب دي، چا چې په ۱۷۶۷ کال کې د مدني ټولنې د تاریخ په اړه په خپله مقاله کې لیکلي: "نه یوازې افراد له ماشومتوب څخه تر ځوانۍ پورې، بلکې بشپړ نسلونه له بې ادبۍ څخه تر تمدن پورې پرمختګ کوي". له همدې امله دا کلمه د بربریت یا بې رحمۍ برعکس، د روشنګرۍ دورې د پرمختګ د ځانګړنې فعال تعقیب بلل کېږي.[۱۷]

د ۱۷۰۰ کلونو په وروستیو کې او د ۱۸۰۰ کلونو په لومړیو کې، د فرانسې د انقلاب پر مهال، "تمدن" په مفرده بڼه کارېده نه د جمع په بڼه، چې له همدې کبله په ټولیزه توګه د ټول انسانیت د پرمختګ معنا لري. په فرانسوي کې اوس هم همدا ډول کارېږي. د "تمدنونو" کلمه د شمېر وړ اسم په توګه کارول په ۱۹مه پېړۍ کې کله نا کله کارېدلې، مګر د شلمې پیړۍ په وروستیو کې خورا عامه شوې ده، چې ځینې وختونه یوازې د کلتور معنا لري (چې په اصل کې دا خپله یو نه شمېرل کېدونکی اسم دی، خو د توکمپوهنې په محتوا کې د شمیرلو وړ نوم ترې جوړ شوی). یوازې په همدې عمومي مفهوم کې ښایي د "منځنۍ پیړۍ تمدن" په اړه خبره وشي، کوم چې د الیاس په نظر به یو اوکسیمورو یا د متضادو کلمو کارولو حالت وي.[۱۸][۱۹][۲۰]

ځانګړنې

ټولنیزو پوهانو لکه وي ګورډن چایلډ د یو شمېر داسې ځانګړنو یادونه کړې، چې له مخې یې یو تمدن د ټولنې له نورو ډولونو څخه بېلېږي. تمدنونه د خپل ژوند د وسیلو، د ژوند ډولونو، د اوسېدو د ماډلونو، حکومتي بڼو، ټولنیز جوړښت یا طبقه بندۍ، اقتصادي نظامونو، سواد او نورو کلتوري ځانګړتیاوو له مخې له یو بل سره توپیر لري. اندریو نیکیفوروک استدلال کوي چې "تمدن د انسان پر تړل شوو عضلاتو تکیه لرلې. د غلامانو انرژي یې د فصلونو کښت کولو، امپراتورانو جامو اغوستلو او د ښارونو په جوړولو کې کارېده" او په دې توګه نوموړی غلامي تر عصري دورې مخکې د تمدنونو یوه عامه ځانګړنه ګڼي.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

تاریخچه

د "تمدنونو" د ځایناستي په توګه د نړۍ د تاریخ تصور یو بشپړ عصري تصور دی. په اروپا کې د کشف په دوره کې راڅرګندېدونکې ماډرنیټه له نیولیتیک یا نوو-ډبرو او میسولیتیک یا منځ-ډبرو پړاو سره چې د ډېرو هغو خلکو کلتورونه وو چې دوی ورسره مخ کېدل، په بشپړ تضاد کې وه. د "تمدن" اصطلاح لکه څنګه چې اوس په عام ډول پېژندل کېږي، یوه مرکزي پېچلي دولت، ټولنیز جوړښت یا طبقه بندۍ او د کار تخصص ته اشاره لري چې تړاو یې لومړنیو امپراتوریو ته رسېږي او د برونزو دورې په لومړیو کې په حاصلخېز یا زرخېز هلال سیمه (Fertile Crescent) کې شاوخوا ۳۰۰۰ مخزېږد کلونو کې رامنځته شوي دي. ګورډن چایلډ د تمدن ظهور د دوو پرله پسې انقلابونو په پایله کې بولي: یو یې د نوو ډبرو انقلاب (Neolithic Revolution) دی چې د مېشتو ټولنو د پراختیا لامل شو او بل یې هم ښاري انقلاب (Urban Revolution) دی.[۲۶]

د تمدنونو زوال یا پرځېدا

تمدنونه په دودیز ډول له دوو لارو څخه د پای ته رسېدلو هغو په توګه پېژندل کېږي. یا په بل پراخېدونکي تمدن کې د یوځای کېدو له لارې (لکه څنګه چې لرغونی مصر په هېلېنیسټیک یا یوناني کلتور کې او بیا وروسته په رومي تمدنونو کې مدغم شوی و)، یا هم د سقوط یا پرځېدو او د ژوند ساده بڼې ته د بېرته راستنېدو له لارې، هغسې لکه په تور دوره کې چې پېښېږي.[۲۷]

د تمدن د سقوط اړوند بېلابېل ډوله توضیحات وړاندې شوي دي. ځینې یې پر تاریخي مثالونو تمرکز کوي، او نور یې بیا پر عمومي تیورۍ تمرکز کوي.[۲۸]

راتلونکی

سیاسي عالم سامویل هانټینګټن استدلال کړی چې د ۲۱مې پېرۍ مشخصه ځانګړنه به د تمدنونو ټکر وي. د هانټینګټن په وینا، د تمدنونو تر منځ شخړې به د ملت-دولتونو او ایډیالوژیو ترمنځ د شخړو ځای ونیسي، کوم چې د ۱۹مې او ۲۰مې پېړۍ ځانګړنه وه. که څه هم دا نظریات د اډوارډ سید، محمد اسدي او امرتیا سېن په څېر نورو پوهانو له خوا په کلکه ننګول شوي دي. رونالډ انګلارټ او پیپا نوریس استدلال کړی، چې د اسلامي نړۍ او لویدیځ ترمنځ د "تمدنونو ریښتینی ټکر" په سیاسي ایډیالوژیو کې د توپیر پر ځای د مسلمانانو له لوري د لویدیځ د لېبرال جنسي ارزښتونو د ردولو له امله دی؛ که څه هم دوی یادونه کوي چې همدغه نه زغم به ښایي بالاخره د (ریښتینې) ډیموکراسۍ د ردولو لامل کېږي. سېن بیا په خپل کتاب "هویت او تاوتریخوالی" کې پوښتنه کوي چې ایا خلک باید د یوه داسې فرضي "تمدن" پر لیکو سره ووېشل شي، چې یوازې د مذهب او کلتور له مخې تعریف شوی؟ هغه استدلال کوي چې دا چاره ډېری نور هغه هویتونه له پامه غورځوي چې خلک جوړوي او یوازې پر توپیرونو د تمرکز لامل کېږي.[۲۹][۳۰][۳۱]

سرچينې

  1. Adams, Robert McCormick (1966). The Evolution of Urban Society. Transaction Publishers. د کتاب پاڼې 13. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780202365947. مؤرشف من الأصل في ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Haviland, William; et al. (2013). Cultural Anthropology: The Human Challenge. Cengage Learning. د کتاب پاڼې 250. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1285675305. مؤرشف من الأصل في ۱۳ جولای ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Wright, Ronald (2004). A Short History anthropological. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780887847066. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Llobera, Josep (2003). An Invitation to Anthropology. Berghahn Books. د کتاب پاڼي 136–137. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781571815972. مؤرشف من الأصل في ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Fernández-Armesto, Felipe (2001). Civilizations: Culture, Ambition, and the Transformation of Nature. Simon & Schuster. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780743216500. مؤرشف من الأصل في ۰۱ اپرېل ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Boyden, Stephen Vickers (2004). The Biology of Civilisation. UNSW Press. د کتاب پاڼي 7–8. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780868407661. مؤرشف من الأصل في ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Solms-Laubach, Franz (2007). Nietzsche and Early German and Austrian Sociology. Walter de Gruyter. د کتاب پاڼي 115, 117, and 212. د کتاب نړيواله کره شمېره 9783110181098. مؤرشف من الأصل في ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ AbdelRahim, Layla (2015). Children's literature, domestication and social foundation : narratives of civilization and wilderness. New York. د کتاب پاڼې 8. OCLC 897810261. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780415661102. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Adams, Robert McCormick (1966). The Evolution of Urban Society. Transaction Publishers. د کتاب پاڼې 13. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780202365947. مؤرشف من الأصل في ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Wright, Ronald (2004). A Short History anthropological. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780887847066. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Llobera, Josep (2003). An Invitation to Anthropology. Berghahn Books. د کتاب پاڼي 136–137. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781571815972. مؤرشف من الأصل في ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Bolesti, Maria (2013). Barbarism and Its Discontents. Stanford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780804785372. مؤرشف من الأصل في ۰۱ اپرېل ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Mann, Michael (1986). The Sources of Social Power. 1. Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 34–41. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Sullivan, Larry E. (2009). The SAGE Glossary of the Social and Behavioral Sciences (په انګلیسي ژبه کي). SAGE Publications. د کتاب پاڼې 73. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781412951432. مؤرشف من الأصل في ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. It remains the most influential sociological study of the topic, spawning its own body of secondary literature. Notably, Hans Peter Duerr attacked it in a major work (3,500 pages in five volumes, published 1988–2002). Elias, at the time a nonagenarian, was still able to respond to the criticism the year before his death. In 2002, Duerr was himself criticized by Michael Hinz's Der Zivilisationsprozeß: Mythos oder Realität (2002), saying that his criticism amounted to hateful defamation of Elias, through excessive standards of political correctness. Der Spiegel 40/2002 Archived 28 February 2019 at the Wayback Machine.
  16. Albert Schweitzer. The Philosophy of Civilization, trans. C.T. Campion (Amherst, NY: Prometheus Books, 1987), p. 91.
  17. Cited after Émile Benveniste, Civilisation. Contribution à l'histoire du mot (Civilisation. Contribution to the history of the word), 1954, published in Problèmes de linguistique générale, Éditions Gallimard, 1966, pp. 336–345 (translated by Mary Elizabeth Meek as Problems in general linguistics, 2 vols., 1971).
  18. Velkley, Richard (2002), "The Tension in the Beautiful: On Culture and Civilization in Rousseau and German Philosophy", Being after Rousseau: Philosophy and Culture in Question, The University of Chicago Press, د کتاب پاڼي 11–30 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. E.g. in the title A narrative of the loss of the Winterton East Indiaman wrecked on the coast of Madagascar in 1792; and of the sufferings connected with that event. To which is subjoined a short account of the natives of Madagascar, with suggestions as to their civilizations by J. Hatchard, L.B. Seeley and T. Hamilton, London, 1820.
  20. "Civilization" (1974), Encyclopædia Britannica 15th ed. Vol. II, Encyclopædia Britannica, Inc., 956. Retrieved 25 August 2007. Using the terms "civilization" and "culture" as equivalents are controversialد سرچينو د ښودلو اړتيا ده from October 2014[] and generally rejected so that for example some types of culture are not normally described as civilizations.
  21. Gordon Childe, V., What Happened in History (Penguin, 1942) and Man Makes Himself (Harmondsworth, 1951).
  22. Nikiforuk, Andrew (2012). The Energy of Slaves: Oil and the new servitude. Greystone Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Moseley, Michael. "The Maritime Foundations of Andean Civilization: An Evolving Hypothesis". The Hall of Ma'at. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ اگسټ ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ جون ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Moseley, Michael (1975). The Maritime Foundations of Andean Civilization. Menlo Park: Cummings. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8465-4800-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Hadjikoumis; Angelos, Robinson; and Sarah Viner-Daniels (Eds) (2011), "Dynamics of Neolithisation in Europe: Studies in honour of Andrew Sherratt" (Oxbow Books)
  26. "Explicit theories of the origin of the state are relatively modern [...] the age of exploration, by making Europeans aware that many peoples throughout the world lived, not in states, but in independent villages or tribes, made the state seem less natural, and thus more in need of explanation." "A Theory of the Origin of the State". د اصلي آرشيف څخه پر ۳۰ مې ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اگسټ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Toynbee, Arnold (1965) "A Study of History" (OUP)
  28. Massimo Campanini (2005), Studies on Ibn Khaldûn Archived 28 August 2019 at the Wayback Machine., Polimetrica s.a.s., p. 75
  29. Huntington, Samuel P., The Clash of Civilizations and the Remaking of World Order, (Simon & Schuster, 1996)
  30. Asadi, Muhammed (22 January 2007). "A Critique of Huntington's "Clash of Civilizations"". Selves and Others. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ اپرېل ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جنوري ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Inglehart, Ronald; Pippa Norris (March–April 2003). "The True Clash of Civilizations". Global Policy Forum. مؤرشف من الأصل في ۲۰ جنوري ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جنوري ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)