ابو محمد الجولاني
احمد حسین الشریع چې د ابو محمد الجولاني په نوم هم پېژندل کېږي، د سوریې یو وسله وال دی چې د ۲۰۱۷ راهیسې د تحریر الشام د دویم امیر په توګه دنده ترسره کوي. [۱] په ۲۰۱۶ کې له القاعدې سره د اړیکو پرې کولو څخه وړاندې، [۲] جولاني د القاعدې د پخوانۍ سوریې څانګې النصره جبهې د امیر په توګه دنده ترسره کوله. [۳] د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۱۳ په می میاشت کې الجولاني د " ځانګړي نومول شوي نړیوال ترهګر " په توګه ونوماوه، څلور کاله وروسته يې د هغه د نيولو او په اړه يې د مالوماتو ترلاسه کولو لپاره ۱۰ ميليونه امريکايي ډالر جايزه اعلان کړه. [۴] [۵]
ابو محمد الجولاني | |||||||
---|---|---|---|---|---|---|---|
د تحرير شام دويم امير | |||||||
د واکمنۍ دوران د ۲۰۱۷ د اکټوبر لومړۍ | |||||||
| |||||||
د فاتح شام غورځنګ مشر | |||||||
د واکمنۍ دوران ۲۰۱۶ د جولای ۲۸مه – ۲۰۱۷ د جنورۍ ۲۸مه | |||||||
د النصره غورځنګ مشر | |||||||
د واکمنۍ دوران د جنورۍ ۳۲مه ۲۰۱۲ – د جولای ۲۸مه ۲۰۱۶ | |||||||
د شخص مالومات | |||||||
زېږون نوم | |||||||
اصلي نوم | أبو محمد الجولاني | ||||||
پيدايښت | ۱۹۸۲ سعودي عربستان، رياض | ||||||
تابعیت | سوريه | ||||||
غړی | تحرير شام ، القاعده ، النصره ډله | ||||||
عملي ژوند | |||||||
کار/مسلک | |||||||
مورنۍ ژبه | عربي ژبه | ||||||
کاروونکې ژبه | عربي ژبه | ||||||
پوځي خدمت | |||||||
وفاداري | د عراق اسلامي دولت ، النصره ډله ، تحرير شام | ||||||
مقام | امير | ||||||
جګړه/جګړې | د عراق جګړه ، عراقي پاڅون (۲۰۱۱ – ۲۰۱۳ زکال) ، د سوریې کورنۍ جګړه | ||||||
سمول |
که څه هم الجولاني ډېر سخت دریځه انسان پېژندل کېده خو اوس يې د نرمښت او سياست لاره خپله کړې ده، د ۲۰۱۴ کال د سيپټمبر په ۲۸ مه نوموړي یو غږیز بیان خپور کړ چې پکې یې ویلې يې وو د امریکا او متحدینو پر وړاندې به جګړه کوي او له خپلو جنګیالیو یې غوښتي چې د اسلامي دولت پر ضد په جګړه کې د لویدیځ مرسته به ونه مني. [۶] په حال، په وروستیو کلونو کې هغه د ځان په اړه ډېر ښه تصویر وړاندې کړی دی، ويلي يې دي چې د لوېديځو هیوادونو په وړاندې د جګړې لپاره هیڅ لیوالتیا نه لري، او د اقلیتونو د ساتنې ژمنه یې کړې ده. [۷]
ژوند
سمولکورنۍ
سمولد جولاني پلار حسین الشریع په سوریه کې د نصریانو لپاره د عربي ملتپالو محصلینو فعال وو. هغه د 1961 او 1963 کودتا وروسته د نصرت ضد جګړې په بهير کې د سوریې نوي بعثیانو لخوا زنداني شوی وو، کوم چې د متحده عربي جمهوریت مات او د عرب سوسیالیست بعث ګوند واک يې رامېنځته کړ.
د جولاني پلار وروسته له زندانه وتښتېد او عراق ته لاړ، هلته يې خپلې لوړې زده کړې په ۱۹۷۱ کال کې بشپړې کړي. په دې موده کې يې اوردون ته د فلسطین د ازادۍ له سازمان سره د همکارۍ په موخه سفر وکړ. په ۱۹۷۰ لسیزه کې سوریې ته له راستنېدو وروسته چې په دې هېواد کې د بشر اسد پلار حافظ الاسد د شخصي دیکتاتور په توګه واکمن وو د جولاني پلار يې بیا زنداني کړ. هغه وروسته کله چې له زندانه خوشې شو په سعودي عربستان کې یې پناه واخیسته.
حسین الشرع چې د کروندګرۍ په برخه کې پوهه لري او د بغداد له پوهنتون څخه د اقتصاد په برخه کې فارغ شوی، د سعودي د تېلو په صنعت کې یې کار کړی او په عربي ژبه یې ګڼ کتابونه خپاره کړي چې څنګه طبیعي زیرمې لکه تېل د عربي نړۍ په پرمختګ کې مرسته کولای شي او په ښه توګه د سیمې اقتصادي وده ګړندۍ کړي. [۸]
په سوریه کې د ځوانۍ دوران
سمولالجولاني په 1982 کې د سعودي عربستان په ریاض کې زېږېدلی، هلته د نوموړي پلار تر 1989 پورې د تېلو د انجینر په توګه کار کاوه. په همدغه کال کې د الجولاني کورنۍ بېرته سوریې ته راستون شو او تر ډېره هلته مېشت شول، الجواني هم په عمر لږ ځوان شو، چې دا وو د ۲۰۰۳ کال په اوږدو کې د ځينو ستونزه له امله بېرته عراق ته کډوال شول.
په سوریه کې د ځوانۍ په وخت کې د الجولاني کورنۍ د اقتصاد له پلوه منځنۍ وه يانې ډېره خواره يا شتمنه نه وه. مور یې د ښوونځي ښوونکې وه او پلار یې د لومړي وزیر محمود الزوبي لپاره د تېلو په صنعت کې مشاور وو. [۸]
پوځي او سیاسي فعالیتونه
سمولد عراق جګړه
سمولپه 2021 کې د فرنټ لاین سره د یوې مرکې له مخې، الجولاني وویل چې هغه په 2000 کې د فلسطین د دویم انتفادې ډلې لخوا جذباتي شوی وو. هغه وویل، «ما په دې فکر پیل کړ چې څنګه وکولای شم خپل وظیفه په ښه توګه سرته ورسوم، د داسې خلکو دفاع وکړم چې د نيوونکو او یرغلګرو له خوا ورباندې ظلمونه کېږي.» [۹] [۱۰]
د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو څخه په ستاينې،[۸] الجولاني په عراق باندې د ۲۰۰۳ کال له برید څخه څو اونۍ مخکې له دمشق څخه بغداد ته په بس کې سفر وکړ، چېرته چې هغه په چټکۍ سره په عراق کې د القاعدې (AQI) په لیکو کې شامل شو. [۹] د اسراییلو ټایمز ورځپاڼې ادعا کړې چې الجولاني د AQI د مشر ابو مصعب الزرقاوي نږدې ملګری وو. [۱۱]
په ۲۰۲۱ کال د يوې رسنۍ سره په مرکه کې نوموړي د الزرقاوي سره لیدنه رد کړه او ادعا یې وکړه چې هغه یوازې په عراق کې د القاعدې لاندې د امریکایي اشغال په وړاندې د یو منظم سرتېري په توګه دنده ترسره کوله. الجولاني په ۲۰۰۶ کال کې د عراق د کورنۍ جګړې له پیلېدو مخکې د امریکايي ځواکونو له خوا ونیول شو او د ابوغریب، کمپ بوکا، کمپ کرېپر او التاجي زندان په ګډون په بېلابېلو زندانونو کې تر پنځو کلونو پورې زنداني شو. [۱۲]
د سوریې کورنۍ جګړه
سمولاړونده ليکنې
سمولسرچينې
سمول- ↑ . 2 October 2017.
{{cite web}}
: Missing or empty|title=
(help); Missing or empty|url=
(help) - ↑ . 29 July 2016.
{{cite news}}
: Missing or empty|title=
(help) - ↑ . 29 July 2016.
{{cite news}}
: Missing or empty|title=
(help) - ↑ . May 10, 2017.
{{cite web}}
: Missing or empty|title=
(help); Missing or empty|url=
(help) - ↑ . December 5, 2024.
{{cite web}}
: Missing or empty|title=
(help); Missing or empty|url=
(help) - ↑ . 28 September 2014.
{{cite news}}
: Missing or empty|title=
(help) - ↑ . 6 December 2024.
{{cite web}}
: Missing or empty|title=
(help); Missing or empty|url=
(help) - ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ ۸٫۲ . 22 June 2021.
{{cite web}}
: Missing or empty|title=
(help); Missing or empty|url=
(help) Invalid<ref>
tag; name ":0" defined multiple times with different content - ↑ ۹٫۰ ۹٫۱ . 7 December 2024.
{{cite web}}
: Missing or empty|title=
(help); Missing or empty|url=
(help) Invalid<ref>
tag; name "ft2024" defined multiple times with different content - ↑ . 6 December 2024.
{{cite web}}
: Missing or empty|title=
(help); Missing or empty|url=
(help) - ↑ . 4 November 2013.
{{cite web}}
: Missing or empty|title=
(help); Missing or empty|url=
(help) - ↑ . 2 April 2021.
{{cite news}}
: Missing or empty|title=
(help)